افغانستان دسیالۍ ډګر(3)له طالبانو سره دروسیې اوامریکا خبرې اترې
(last modified Tue, 26 Feb 2019 10:26:03 GMT )
Feb 26, 2019 14:56 Asia/Kabul
  • افغانستان دسیالۍ ډګر(3)له طالبانو سره دروسیې اوامریکا خبرې اترې

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ښه ژوند درته غواړو ،دوستانو افغانستان د سیالۍ د ډګر نومې لړۍ له ننني دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه نننی مطلب کې هم په افغانستان کې د امریکا او روسیې دمناسباتو ،مخامخدیدا اوتعامل په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

     دوستانو افغانستان د سیالۍ ډګر نومې دلړۍ په مخکینیو مطلبونو کې  د افغانستان په باب د روسیې دسټراټژۍ په باب درسره غږیدلي وو،په ننني مطلب کې  له طالبانو ډلې سره د روسیې او امریکا  دسولې د خبرواترو  په باب درسره غږیږو او ددغې پيښې ریښې ارزوو .افغانستان  په وروستیو  کلونو کې،د دوو هغو هیوادونو په توګه د امریکا او روسیې ترمینځ  د سیالۍ ډګر دی،چې په افغانستان کې مستقیمې اوغیرمستقیمې ګټې لري .ددغې مخامخیدا تر ټولو مهم مصداق،له طالبانو سره دروغې  جوړې اوسولې خبرې اترې دي .روسیه او امریکاکه څه هم په افغانستان کې په ظاهره د سولې اوثبات غوښتونکي دي،خو  په عمل کې دواړه هیوادونه،سوله اوثبات د خپلې خوښې  له منظره  تعریف کوي .دسولې اوثبات د ټينګیدو لپاره دامریکا کړچار،پر دې دی،چې له امریکاسره  اړونده یو مرکزي حکومت په کابل کې  رامینځة کړي،او ددغه هیواد دفاعي،امنیتي پولیسي او پوځي ځواک  د امریکا د سټنډرډونو  په اساس سنبال  کړي  او  ټرینینګ ورکړي .  ددې په ترڅ کې  چې امریکا په افغانستان کې دداعش په څیر  دترهه ګرو ډلو په دیره کولو کې رول لري .له بل پلوه،روسیه په ډيرو لوبغاړو سره  دافغانستان په داخل کې کار کوي چې ځيني ئې دکابل له مرکزي حکومت سره  نیغ په نیغه سیالي کوي، چې  هماغه د طالبانو ډله ده .

Image Caption

 

            په افغانستان کې د طالبانو  رژيم په نسکوریدا سره،ماسکو فکرکاوۀ  چې مینځنۍ آسیا به له هغو ناکراریو چې  د طالبانو ډلې دفعالیتونو له پلوه  د افغانستان په شمالي سیمو کې  رامینځةشوي وو،په امان کې پاتې شي .  

 په افغانستان د امریکا له حملې وروسته،روسیې  دطابانو دځپلو ملاتړ وکړ او په افغانستان کې د ماسکو دګټو ساتنې او په شمالی جبهې کې د خپلو تاجیک متحدانو ته هیله منده وه .خو د افغانستان  په میداني ډګر کې  ددغو متحدانو دحاشیه اي  رول له لیدو او هم امریکا ته د افغانستان د وخت د  ولسمشر حامدکرزي   د ګروهمنیدا له لیدو وروسته،ماسکو  له ۲۰۰۶کال څخه له طالبانو سره د رسمي ارتباطاتو د ټينګولو فیصله وکړه .روسانو له طالبانو سره درسمي ارتباطاتو په ټينګولو کې،په هغه وخت کې دوې موخې درلودې، لومړۍ دا چې له ازبکستانه د اسلامی غورځنګ د جګړه مارو دفعالیتونو مخه نیولل ؤ چې  له طالبانو سره ئې ملګرتیا درلوده، او دوهم  دا چې،طالبان  مینځنۍ آسیا  ته دنشه ایزو موادو د ټرانزیټ  خنډ شي .

Image Caption

 

         دامریکایانو له نظره،له طالبانو سره دماسکو ارتباط،هغې ډلې ته  د رواوالي ورکولو په معنا دی،چې د افغانستان د حکومت او امریکائي او ناټو ځواک  امنیت  ګواښي،خو روسیه په دې اند ده چې په افغانستان کې د امریکا دوه ګوڼه کړچار،کوم لازم کارندوالی نه لري او په همدې دلیل،ماسکو فیصله کړې  په افغانستان کې  له بیلابیلو  لوبغاړو سره  تعامل ولرل شي.افغانستان ته له سورئې اوعراقه دداعشي ترهه ګرو  دمنتقلولو پشمول په دغه هیواد کې  د امریکا  د تاؤتریخوالي رامینځةکونکي لازیاتو اړخونو په ښکاره کیدا سره  داسې ښکاري،ماسکوهڅه کوي په افغانستان کې دخپلو خوځښتونو په زیاتولو سره،په افغانستان کې د امریکا لګښتونه نوره هم زیات کړي .روسیه همداراز د افغانستان د شخړې دحل او په دغه هیواد کې د امریکا دپوځي لاسوهنې لپاره دپلمې دکمولوپه خاطرسیاسی لارو چارو ته درسیدو هڅه کوي . په حقیقت کې ماسکو کلک هوډ لري،په افغانستان کې دامریکا شتون  محدود کړي او د هغه  هیواد په رول کې چې دبیلابیلو افغان ډلو ټپلو  پخلاینه تضمین کړي ، شخړې ته واریدیدلی شي .

    دوستانو روښانه ده  چې په لنډ مهاله او مینځ مهاله  پړاؤ کې،به په افغانستان کې شخړه حل نشي .نوځکه به د ماسکو دګټو د ساتلو لپاره  د روسیې د توان په حد کې بدلون راشي . په دغه چوکاټ کې  شک نشته چې  روسیه  دافغانستان په داخل کې له طالبانو ډلې او نورو وسلوالو ډلو سره  ارتباطي چینل ته اړتیا لري .روسیان باؤري دي،چې په افغانستان کې د امریکا  لاسوهنې،تر دې دمه  په دغه هیواد کې د ترهه ګرو ډلو  د ورانکارو فعالیتونو به کمولوکې څه خاص مثبتې اغیزې نه دي درلودلي،نو ځکه  ماسکو لاس په کار شوي څو  په افغانستان کې پر موجودو افراطي بهیرونو لازیات کنټرول ولرل شي . په همدې دلیل  روسیې  په ماسکو کې د افغانستان د سولې خبرې اترې ترسره کړي دي څو له دې لارې،ځاي لارې چارې  رامینځةکړائ شی  او  د افغانستان په داخلی اوسیاسی حالاتو  لازیاته څارنه ولرل شی . په حقیقت کې روسان  هڅه کوي،د خبرواترو میز ته دطالبانو ډلې  په کاږلو سره ،په افغانستان کې  پوځي شخړې او اخ وډپ  کم کړي،ځکه  په دغه هیوادکې د جنګ په نشتوالي سره،د روسیې ملی امنیت  هم لازیات تامینیږي .  له طالبانو ډلې سره  دافغانستان دحکومت د  سولې په پروسې کې  د روسیې بریالیتوب ،په دغه هیواد کې د امریکا شتون  هم پیکه کوي  او  ورسره ورسره ،  په افغانستان کې د واشنګټن   په لازیات نفوذ  دماسکو  اندیښنې هم کموي .

په افغانستان کې دروسیې سفیر الیګذنډرمانتیتسکي له طالبانو ډلې سره دخپل هیواد د تماسونو په باب  وائي ، دغه تماسونه  په افغانستان کې د سولې  له بهیر سره د مرستې او دروسیې  دښاریزو دساتنې په موخې سره دي،مونږد روسیې اوهمداراز د مینځنۍآسیا دهیوادونو د کنسولګریو  او سیاسی دفترونو  دساتنې  لپاره  له طالبانو سره په تماس کې یوو .روسیه همداراز په دې اند ده،چې ملی روغه جوړه د افغانستان په ګټه ده.دغه بهیر باید دافغانانو په مالکیّت او رهبرۍ سره  پر مخ لاړ شي .  په افغانستان کې د روسیې سفیر د طالبانو اوروسیې  په اړیکو  دنیکو په باب   دناخوښۍ په ښودلو سره  وئيلي دي ،  دا یوازې روسیه نه ده چې  له طالبانو سره ارتباط لري،بلکې امریکا ،انګلستان،جرمني،ایټالیا،ایران،پاکستان،چین او قطر هم له طالبانو سره اړیکې لري ي.

 د روسیې د ختیځي آسیا دمطالعاتو  دمرکز مدیر الیګذینډر لوکین  باؤري دی ،  له طالبانو ډلې د روسیې ملاتړ  داسې  نه دی،چې د افغانستان  دمرکزي حکومت دنسکوریدا لامل شي،ځکه چېدغه نسکوریدا دماسکود ګټو په خلاف ده او د ازبکستان،او تاجیکستان په شان د مینځنۍ آسیا له خپلو  شریکانو سره   د روسیې پر اړیکو د پام وړ  اغیزې  شیندي .د روسیې  دکارپيژاندو له نظره،دافغانستان د سولې خبرې اترې  دطالبانو لپاره یو امتحان حسابیږي ، که  مثبتې نتیجې ولرل شي،او ماسکو،مینځنۍ آسیا ته دترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو دغزیدا په کنټرولولو کې دطالبانو دچدي ګام کتونکي شي،نو له طالبانو سره   خبرې اترې د وام مومي او  له  دوی سره به مناسبت نوره هم زیات شي .

=     دطالبانو  لپاره د روسیې په شان دیوه سیمه ایز قدرت له خوا له سیاسی ملاتړه برخمنیدا له سپکو وسلو لازیاته مهمه ده،چې  په افغانستان کې په پراخ ډول ورته لاس رسی شته دی .دامریکا د مرکزي قوماندانۍد ډلې مشرجوزف ووتل په دې باب ټينګار کړی دی،چې روسان له طالبانو څخه په سیمې کې د نفوذ د اعمالولو لپاره ملاتړ کوي .

 په افغانستان  کې د امریکا  او ناټو ځواک قوماندان  جنرال نیکلسن  هم په ۲۰۱۷کال   پر روسیې ،له طالبانو ډلې سره  دتماس دټينګولو او  دغې ډلې ته د رواوالي د ورکولو په دلیل  نیوکې کړي دي .له دې سره سره،دامریکا ددفاعي اطلاعاتو د ادارې مشر  وینسنټ اسټوارټ  هماغه کال  منلې ده ، ما طالبانو ته د روسیې له خوا د وسلو یا پیسو د منتقلولو په باب هیڅ ډول فیزیکي مدرکونه  نه دي لیدلي .

Image Caption

 

=   له افغانستان سره د روسیې   په تماسونو د امریکا نیوکې ، په داسې شرائطو کې دي ، چې د ۲۰۱۹کال  دجنورۍ په ۲۳نیټه  امریکا د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه  اعلان وکړ چې  دافغانستان په چاروکې د امریکا ځانګړي استازي  په قطر کې له طالبانو ډلې استازو سره لیده کاته کړي دي.داسې ښکاري  امریکا  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې له دیره کولو سره په یووخت  هڅه کوي،له طالبانو ډلې سره دخپلو تماسونو په پراخولو سره ،روسیې او مینځنۍ آسیا ته د ترهه ګرۍ اونشه ایزو موادو  د ټرانزیټ   په مخنیوي کې  له روسیې سره ددغې ډلې د احتمالي ملګرتیا خنډ شي .

 

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه