په ایران کې دافغان کډوالو لپاره آسانتیاوې
(last modified Sat, 28 Sep 2019 09:44:46 GMT )
Sep 28, 2019 14:14 Asia/Kabul
  • په ایران کې  دافغان کډوالو لپاره آسانتیاوې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې په ایران کې د افغان کډوالو د مشکلاتو دآسانتیاؤ په اړه له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ.

   له تیرو څلورو لسیزو راهسې  دایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د مظلومو او بې کوره وروڼو اوخویندو کوربه دی او د دغو کډوالو  دآسانتیاؤ لپاره ئې  له هیڅ ډول هڅې ډډه نه ده کړې  او دا خبره د افغانستان  د ملی وحدت حکومت  درست چارواکی او سیاستوالان  هم په زغرده مني .

 په تهران کې د افغانستان دسفارت  مسئولان  وائي ،  په ایران کې د  کورنیو چارو د وزارت  دبهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د برخې له  مسئول مدیر  سره د افغانستان دسفیر په کتنې کې  په ایران کې دیره د افغان کډوالو د درستو مسئلو اومشکلاتو  په باب  په تیره بیا  د (څلورلکه  پنځوس زره کسانو ) کورنیو پاسپورټونو د تمیدیدیدو،د ایران په درستوولایتونو کې  افغانستان ته دسفر لپاره دتګ راتګ په اړه دموقتي پاتکیدو د دفترچې  یا پيژندپاڼې د صادریدو ،د درستو کډوالو لپاره له کوم شرط پرته  د ډرائيوینګ د ګواهۍ یا لائسنس دصادریدو ، دایران په حکومتي ښونځیو کې   د  پاتیکیدو دمدرک د نه لرونکو درستو زده کونکو  دنامو ثبتولو او همداراز دمحصیلینو ، فرهنګیانو او سپورټیانو یا لوبغاړو  لپاره د رسمي فعالیت داجازت د صادریدو په  باب خبرې اترې شوي دي .

Image Caption

 

 په دغې کتنې کې پخلی شوی ، چې  په راتلونکي میاشت کې به  په ایران کې د  کډوالو د اساسی مشکلاتو دحل لپاره سترې بریاوې ترلاسه شي .

         په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال د ایران دکورنیو چارو د بهرنیو وګړو او کډوالو دچارو له عمومی مدیر ډاکټر مهدي محمدي سره په دغې کتنې کې  چې د افغانستان دسفارت نورو مسئولانو هم پکې شتون درلود،وئيلي دي ، دغه کتنه   په ډيرې دوستانه  او د مثبتو متقابلو ملګرتیاؤ په لوړې روحیې سره په یوې مینه ناکې فضا کې  شوي ،په ایران کې د دیره درستو افغان کډوالو د زیاترو مشکلاتو  او ستونزو په باب مثبتې خبرې او بحثونه شوي  او پتیّل شوې د ه چې  ان شاا...  په دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او مشورو سره  به په راتلونکو څو  اونیو کې  ددغو مشکلاتو دحل  او دغه راز د  لازیاتو آسانتیاؤ او خدماتو دبرابرولو لپاره بریاوې ترلاسه شي. په ایران کې د  افغانستان سفیر په عین حال کې وئيلی دي ،  دافغانستان حکومت به  د دواړو هیوادونو د تاریخي او پياوړو اړیکو د لاپراختیا او  د سیمه ایزو  حالاتو په باب  دمشورو  په دوام کې داسلامی ایران له  حکومت سره  بشپړ غږمله او پرله پسې  ملګرتیا ته دوام ورکړي او دغه راز به د افغان کډوالو په اړه هم  دایران له اړونده ا دارو سره د  افغانستان دسفارت  ملګرتیاوې او غږملتیاوې نوره هم زیاتې شي .

                 په عین حال کې  د افغانستان صدای افغان خبری آ ژانس هم راپورورکړی ،  دایران د کورنیو چارو وزارت د  اطلاع رسونې  دبرخې   دراپور په اساس ، ډاکټر مهدي محمودي   هم په دغې کتنې کې  په ایران کې د افغانستان دنوي سفیر  عبدالغفور لیوال ټاکل کیدا  د کډوالو په  چارو د غور  او ارزونې په حوزې کې دلازیاتې  غږمتلیا او ملګرتیا لپاره یوه نوي کړکۍ  بللې  ده .

 هغه دغه راز وئيلی دي ،  اسلامی ایران  په تیرو څلورو لسیزو کې  د ښونې او روزنې ، روغتیا، معیشت  او تخنیکي زده کړو  په حوزو کې  افغان وګړو او کډوالو ته  دپام وړ خدمات وړاندې کړي  او  نن سبا هم  دایران په ضد دامریکا  د ظالمانه  بندیزونو ته په پام سره چې  په اقتصادي حوزې کې ئې یو لړ اغیزې  له ځان سره درلودلي ،د تیر وخت  په څير او حتی  په لازیاته او پراخه سویه  دغه خدمات ،هماغه راز د وړاندې کیدا په حال کې دي  .د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومی مدیر  زیاته کړې ده ،  دغه  اداره  د  هیواد په بیلابیلو ادارو کې د  غږمله ادارې په توګه ،بهرنیو وګړو او کډوالو  په حوزې کې زیات خدمات وړاندې کوی  او تمه لري ، د افغانستان حکومت هم  په دغو چارو کې د آسانتیاؤ  لپاره  دایران له حکومت سره لازیاته ملګرتیا وکړي .

      د ایران  د کورنیو چارو د وزارت دغه لوړپوړي چارواکي  همداراز په دغې کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران  د کډوالو په چارو کې د انسان دوستۍ په نظر سره  او دوي ته دخدماتو په وړاندې کولو کې هیڅ هڅه نه ده سپمولي  وئيلي دي ،  په روان ۱۳۹۸لمریز کال کې کابو دوه نوي زره کډوالو ته دسلامتیا بیمې  ورکړل شوي دي  او همداراز  تاوان موندونکو پرګنو لباره هم یو لړ تدبیرونه په نظر کې نیول شوي څو د  اپریشنونو یا عمل کونې  او حتی په وړیا توګه  هغوي  ته دځينو غړو د ډالۍ کولو په څير د درملنې بهیر   په وړیا توګه  ترسره شي .

ډاکټر مهدي محمودي  په دوام کې  د زده کړې وړ افغان کډوالو او حتی  د هغو کډوالود ښونې او روزنې  په باب چې په رسمي توګه ددیره کیدا مدرکونه هم نه لري ، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت ا... ا لعظمی سید علی خامنه اي تاریخي فرمان ته په اشارې سره یادونه کړې ده ،  تر دې دمه  د بهرنیو وګړو او کډوالو  لپاره د ښونې اوزده کونې  او سواد آموزۍ  او د ښونځیو د جوړولو په حوزې کې  ډير پراخ اقدامات شوي دي او  لازم التعلیم  کسان په درست  ایران کې  د بهرنیو وګړو د خدماتو  هر یوه  دفتر ته مراجعه کولی او د نامې دثبتولو له مرحلو تیریدا وروسته  په زده کړو بوختیدلی شي .

           د ایران د کورنیو چارو د وزارت دبهرنیو وګړو د چارو عمومی مدیر  همداراز د افغان ښاریزو لپاره دکار کونې د اجازت نامو یا کارډونو صادریدو ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ،  په هغو آمایشي پلانونو(د کارډونو تمدیدیدا) کې چې  هر کال ترسره کیږي  ، دهغو ډيرو  بهرنیو وګړو او کډوالو لپاره  چې تخصص او حرفه وي کارونه ئې زده کړي،د کار کارډ،نه هم صادریږي څو دغه کسان هم په هغه وخت کې چې په ایران کې ژوند کوي  او هم هغه وخت چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شيو  د یوه حرفه وي او تخصص لرونکي په توګه وپيژندل او په هغو حوزو کې چې تخصص پکې لري،کار کسب ته دوام ورکړل شي .

            د اسلامی ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو وګړو اوکډوالو د چارو عمومی مدیر همداراز په دغې کتنې کې پخپلو څرګندونو کې  وئيلي دي ،په دې مینځومیان کې تمه کیږي،دافغانستان حکومت هم  خپل هیواد ته د افغان کډوالو  په عزت  او پخپلې خوښې سره  دبیرته ستنیدو لپاره شرائط برابر کړي څو دغه کسان پخپل هیواد کې په بشپړ آرامښت کې کارکسبونو ته دوام ورکړل شي .

ډاکټر محمودي   ددې خبرې په کولو سره چې  باید  شرائط داسې نه وي ، چې  افغان کډوال خپل وطن ته بیرته ستنیدا هیره کړي ، ووئيل ؛ د اجازت نه لرونکو  کډولو  په حوزې  کې هم  باید د افغانستان  حکومت ّځينی  تدبیرونه غوره کړي او  له ایران سره  د  غونډو او م شورو ا و راشه دیرشه  په دوام کې  یوه ګډه لاره چاره ولټوي .

ډاکټر محمودي په دغې کتنې کې په یوې بلې برخې کې د کار کونکو ماشومانو  موضوع ته هم اشاره وکړه انو وې وئيل ،  په دې باب  پلانونه پيل شوي دي  او د افغانستان حکومت  هم باید لاس په کار شي څو دکارکونکو ما شومانو بحث مشخص شي.دهغوکارکونکو ماشومانو او دسوالګرو ماشومانو  دکورنیو په پيژڼدګلوۍ سره چې په ایران کې ژوندکوي ،په مشورو سره  دهغو د منظمونې په حوزې کې  دپام وړترتیبات غوره کیدلی شي.

          د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو او وګړو دچارو د ادارې عمومي مدیر د افغانستان  له سفیر سره په کتنې کې  همداراز  دکلتوري او سپورټي  چارو په باب هم مفصلې خبرې وکړې . هغه دغه رازپه دې باب هم ووئيل ،  په کلتوري اوسپورټي بحثونو کې هم  مونږ  د بهرنیو وګړو او کډوالو لپاره  ډ ير مناسب شرائط برابر کړي دي  او  په ډيرو موردونو کې  شاهدان یوو چې   دافغانستان ځوانان   په بیلابیلو سپورټي  څانګو کې  ډير بریالیتوبونوه ترلاسه کړي دي . په دې  زمینې کې  هم د افغانستان حکومت  دایران له اسلامی جمهوریت سره  له خپلې خوا ښې  او غوره ملګرتیاوې کولی او ورځیني غوره  ښه استفاده کولی شي ، څو  په سپورټي  او کلتوري  ډګر کې هم د افغان ځوانانو  وړتیاوې  نندارې ته وړاندې او ورځيني استفاده وشي . ډاکټر مهدي محمودي  همداراز د ګاډو چلونې د مدرک یا ډراییونګ لائسنس   د صادریدا  په باب هم ووئیل   دا چاره یو داسې خدمت دی ، چې  اسلامی ایران  دافغان  کډوالو  او بهرنیو وګړو  لپاره په نظر کې نیولی  او  په دې باب  هم   له  بیلابیلو ادارو سره  لازمې غږملتیاوې ترسره  شوي  او ډير زر به په دې باب هم غوره نتیجې  ترلاسه شي .

=    په دغې کتنې کې همداراز وټاکل شوه چې په ایران کې د افغانستان د سفارت  او د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو دچارو د  ادارې د استازو په شتون سره  د کارپيژندنې  غونډې جوړې شي او د هیواد د سفارت  په وسیله  دې  د چارو د پلانونې  او  اجرائي کیدا په ډګر کې د ا صولو او مقرراتو په چوکاټ کې  د موجوده  مشکلاتو دحل لپاره لازم  اقدامات  ترسره شي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه