په افغانستان کې تپلي ډیموکراسي،په انتخاباتو کې د کاندیدانو د ګډون انداز
(last modified Wed, 09 Oct 2019 10:54:55 GMT )
Oct 09, 2019 15:24 Asia/Kabul

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسۍ نومې د لړۍ او د انتخاباتو په دریم پړاؤ کې د ګډون کونکو بیلابیلو پرګنو کاندیدانو د انداز په باب له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو  د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو د دریم پړاؤ یوه ځانګړنه ، پارلیمان  ته د  لاره موندلو لپاره د سیاسی شخصیتونو د بچیانو پراخ ګډون ؤ .  په کابل کې د  سیاسی چارو یوۀ کارپيژاند  قاضي محمد حسن حقیار  هم  د دغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو  په دغه پړاؤ کې د  افغانستان د سیاسی ټولنې اندیښنه ، پارلیمان ته د مسئولانو د بچیانو لارې موندل ګڼلي ا و  په همدې دلیل د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو دریم پړاؤ په بیلابیلو شرائطو کې ترسره شو .د ملی وحدت حکومت په دوو ډلو کې  د نظرونو اختلافاتو او چیلنجونو او د طالبانو او د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  له هلوځلو ورتیر ، چې  د انتخاباتو  امنیت ئې  له مشکلاتو سره مخامخ کړی  او په داسې حال کې چې د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن له خوا د تائيد شوو کاندنیدانو انتخاباتي مبارزې اوسیالۍروانې وې،یو بل مشکل د الیکترانیک یا کاغذي  پيژند پاڼو بحث ؤ ..

Image Caption

 

             مشکل هغه وخت  لازیات شو چې  د افغانستان  ولسمشر اشرف غني  اعلان وکړ هغه کسان چې  په هر دلیل  ورسره خپلې پيژندپاڼې نه وي ، د پيژندپاڼو په فوټوکاپئ سره  نامې ثبتولی  او  له سټيکر ترلاسه کولو وروسته خپله رایه  صندقونو ته اچولی شي .  د  ولسمشر د غه  نظر  د عبدا... عبدا...  د لوري له سخت غبرګون سره مخامخ  شو چې  د پراخو درغلیو  لپاره ئې   د پټو پلانونو د شتون په باب  د ډيرې سختې لهجې  او تاؤدۀ بحثونه  رامینځة کړل. که څه هم  دغه بحثونه لامل شو ،ځو  اشرف غني  خپل د ریځونه بدل کاندي ، خو په انتخاباتو کې  د درغلۍ بحث د انتخاباتو د نتیجو د اعلان تر مرحلې پورې پاتې شو او ډير په دې  ډاډمن شول چې  دانتخاباتو ترسره کیدا په بشپړ  ډول شفاف  نه دي او  دقدرت خاوندانو د انتخاباتو د ترسره کیدا په بهیر کې ګوتې وهلي دي . 

                   د تیرو وختونو په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او خلاف ورزیو  بحث هم مطرح  ؤ او له دې نظره  په خلکو کې یو ډول منفي  ذهنیّت  موجود ؤ چې د   الیکټرانیک پيژند پاڼو  په سر  ئې  د نظرونو اختلافات نوره هم زیات شول . په عین حال کې د الیکټرانیک پيژندپاڼو  بحث له نورو حاشیو سره هم مخ شو، یعني په الیکټرانیک پيژندپاڼو کې د مذهب  ثبتیدا لازیات بحثونه رامینځةکړل .مخالفانو داسې استدلال کاوه چې د مذهب درج کیدا، د افغانستان  په مسلمانې ټولنې کې د درز او تفرقې  لامل کیږي او طالبانو او داعشیانو ته چې  د افغانستان له اهل تشیَع ټولنې سره  اساسی مشکل لري ، فرصت ورکوي چې کسان له یوه خاص مذهب او خاص قومیّت سره  د اړوندوالی  په خاطر  ووژني .

Image Caption

 

                دغه جنجال  له انتخاباتو مخکې  هاله پاي ته ورسید چې سیاسی لوري  سره پخلا شول،چې دمذهب او قومیّت په ځاي ، په  الیکټرانیک پيژند پاڼې کې  افغانستانی ملیّت  درج شي .  له دې ټولو سره سره وړاندې شوي احصائې ښئ  چې د ۱۳۹۷لمریز  کال  د تلې یا میزان د میاشتې  په مینځنیو کې  ترسره شوو انتخاباتو کې  په متوسط ډول  د پارلیمان  د هرې څوکۍ لپاره  لسو کسانو سیالۍ  کړي  چې  په ټول کې  دوه زره پنځه سوه کسان   دپارلیمان د دوه سوه پنځوسو  څوکیو لپاره  په ډګر کې ښودلي دي .د افغانستان د نظر ځیني خاوندان د افغانستان د دریم پړاؤ  د پارلیماني انتخاباتو کاندیدان ، د هغوي د فکري او اجتماعي  مقام، په پنځو ډلو کې  ویشلي دي،چې  په هغو کې د پارلیمان مخکیني استازي ، دسیاسی مشرانو او جهادي کمانډرانو بچیان او خپلوان ، تاجران او پانګوال ، خبریالان او  مدني فعالان  او  شهرت غوښتونکي  کسان  شاملیږي .

          دوستانو له دغو ډلبندیو او ویشلو چې  ورتیرشو،هماغه ډول چې مخکې هم ورته اشاره شوې،درې ټولنیزې پرګنې چې  په تیر وخت کې ئې د افغانستان  په  انتخاباتو کې د کاندیدکیدا  فرصت نه ترلاسه کاوۀ، په هغو کې ځوانانو، میرمنو او  د پوهنتونونو فارغ التحصیلانو هم د ملی پارلیمان یا ولسی جرګې ددریم پړاؤ لپاره  دکاندیدیدا فرصت ترلاسه کړ. دغه مهم بدلون به  د افغانستان ټولنیز جوړښت ته په پام سره په راتلونکي کې  په زیات احتمال سره ډيرې مهمې پایلې له ځان سره ولري او ددغه هیواد په سیاسی ډګرکې به نوي فضا پرانیزي .

 د افغانستان د سیاسی چارو یوکارپوه او شناندی علی اکبرنوائي  د پارلیماني انتخاباتو  له ترسره کیدا  په مخکې ورځې کې د هرې یوې ډلې ټپلې او ګوند موخو او  د انتخاباتي کاندیدانو  هغه   ټولنیز اوفکري مقام ته په یوې ژورې کتنې کې چې له خپلې کاندیدیدا  مخکې ئې اعلان کړي ،  کاندیدان  په څلورو ډلو  کې  او د هغو موخو ته په اشارې سره  داسې خلاصه کړي ، لومړۍ  هغه  غوره او  سیاسی شخصیتونه او څيرې چې  پارلیمان کې شتون لري  او یا له دې مخکې د پارلیمان غړي ول  او  په دغه پړاؤ کې  هم  پیاوړي او جدي کاندیدان  وو .دوهم  سیاسی تاجران او دکانداران او هغه وسلوال بدماشان چې  په پارلیمان کې موجود وو او  اوس هم غواړي ، نیغ په نیغه یا غیر مستقیم په پارلیمان کې دخپل شتون په دوام سره خپل  صلاحیتونه او شتمنۍ  وساتي .دریم  هغه ډله نوي کاندیدان دي چې په دروغجنو ژمنو سره ، په دوکه ورکونکو شعارونو سره  او په غوَړې نواړۍ سره  او د  وړو  په  یوې بوجۍ سره  غواړي،د خلکو رائ ترلاسه کړي  او  د پارلیمان غړي شي څو  د پارلیماني خوندیتوب او صلاحیتونو څخه په استفادې سره   د خلکو جیبونه خالی او خپله پانګه زیاته  کړائ شي.  څلورمه ډله  د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو  د دریم پړاؤ  هغه کاندیدان دي  چې  تعلیمیافته او فکر لرونکي دي،نه سیاسی ملاتړ  لري او نه هم اقتصادي توان او نه هم  له حکومته بهر د نفوذ لرونکوکسانو  له ملاتړه برخمن دي .په دغو شرائطو کې د حکومت  او د داخلی او بهرنیو استخباراتي  مافیائي  ډلو ټپلو او بهیرونو  له خوا د  انتخاباتو د تکنیکي سسټم پيچلیتا، منظمو درغلیو او خلاف ورزیوله ملاتړاو پشتیبانۍ پرته،پارلیمان ته ددغو غوره کسانو د لارې موندلو  مخنیوی کړی او د هغوي لاره ئې لاګرانه او سخته کړې ده .

Image Caption

 

               د افغانستان  دنوي اساسی قانون  له تصویبیدا وروسته  د پارلیمان د د ریم پړاؤ ا نتخاباتو د ترسره کیدا په لاره کې له ډيرو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره سره،د دغه هیواد ولس،  په انتخاباتو کې  په نسبتا پراخ  ډول ګډون وکړ او  دا په داسې حال کې وو چې د هغوي ژوند هم له سختو خطرو سره مخ ،او طالبانو او داعشیانو  د  رایو د صندقونو  د کار د پیلیدا په هماغو لومړنیو  شیبو کې  څو مرګوني ځان مرګې حملې او بمي چاودنې  هم وکړې .په تیره بیا  په کابل  کې او په هغو شیعه میشته سیمو کې ځان مرګي عملیات چې  داعش تکفیری ترهه ګرو ئې  پړه هم  په غاړه ا خستې،په ښکاره  په انتخاباتو کې د شیعیانو دګډون  دمخنیوي په موخې سره  پلان شوي  وو .

          طالبانو او داعشیانو  د ۱۳۹۷لمریز کال د تلې یا میزان دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه  دانتخاباتو د ترسره کیدا په ورځ په درست افغانستان کې نور په لسګونو ځان مرګي  عملیات ترسره کړي دي،خو بریالي شوي نه دي څو  په انتخاباتو کې  له ګډونه خلک منع کړي او دهغوي مخه ونیسي . په دغو پارلیماني انتخاباتو کې د ځوانانو اومیرمنو  رول ډير زیات ؤ . که  ځيني مشکلات  دراي اخستنې په بهیر کې  رامینځةشوي ، د انتخاباتو په خپلواکه کمیشن  کې د مدیریّت کمزورتیا او یا تر پردې شا  دلاسونو شتون ؤ چې د خپلواکه  کاندیدانو  د شتون او دهغوي د بریالیتوب په احتمال خپه وو ، البته  د افغانستان  ولس  سرښیندنې او جراءت  د ستاینې وړ و او د طالبانو  او داعشیانو   له ځان مرګو حملو او ګواښونو  ئې هیڅ ویره او وحشت  ونه ښود. دا په داسې حال کې وو چې د راي اخستنې په مرکزونو کې  ځان مرګي عملیاتو ډیرې زیاتې مرګ ژوبلې او تاوانونه  اړولی دي .  د مثال په توګه ،  د کابل په شیعه میشته سیمو کې د صندقونو د پرانیستل کیدا په هماغو لومړنیو شیبو کې یوه ځان مرګي د راي ورکونکو په صف کې په ځان پورې تړلي  چاودیدونکي مواد ولوزول چې له امله ئې  پنځلس کسان شهیدان او پنځه ویشت نور هم ټپیان شول  او ددغه جنایت پړه هم داعشی تکفیری ترهه ګرو په غاړه و اخسته ..

Image Caption

 

           د تکفیری ترهه ګرو داعشیانو دغه ډول ځان مرګوحملو  د انتخاباتو د ترسره کیدا په  اوږدو کې  دوام د رلود او په هغو کې ځينی د ومره زورورې وې  چې  انتخابات ئې هم  له ځنډیدو او وقفې سره مخامخ کړل .   په دغو سترو پيښو کې یوه په کندهار کې وه چې  په هغې کې  د  کندهار د پولیسو دوخت قوماندان جنرال عبدالرزاق  اڅکزئ هم قرباني شو .  د  کندهارد  پولیسو  قدرتمند قوماندان  جنرال عبدالرزاق ترور چې  په تیرو اولسو کلونو کې په کرتو پرې  حملې شوي وې ،  خو البته ورځیني بچ پاتې شوی ؤ ، دا  پيښه هغه مهال  وشوه  چې  دی  په یوې امنیتی غونډې کې  ګډون درلود.  جنرال عبدالرزاق اڅکزئ چې  مخکې  طالبانو پرې پنځه ځله  حملې کړې وې ،  خو دې ځل  دکندهار د والی  د ساتونکو  په ټول کې  په نفوذ او دقیقې پلانونې سره  طالبان بریالي شول ، هغه  ترور کړي .

   د تهران دپښتو خپرونې او د انټر نیټ پاڼې خوږو مینه والو د  هیله ده چې په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسئ دلړۍ  نننی مطلب ستاسو د استفادې وړ ګرځیدلی وي ، په دې هیلې سره چې خپل نظرونه او لیدتوګې له مونږ سره شریکې کړئ  او له خپلو وړاندیزونو مو خبر کړئ  څو دغه لړۍ ورسره نوره هم ښه کړائ شو ،تاسو هم په نیاؤمن خداي سپارو او  دنیکمرغه ژوند دعا درته کوو ، بریالی اوسوکاله ووسئ .

(سیماب)

******************************************************************************************************************

 

ټیګونه