د قيصاري د نيولو په عملياتو کښې په لسګونو تنه مړۀ او ژوبل شول
د قيصاري د نيولو په عملياتو کښې په لسګونو تنه مړۀ او ژوبل شول
د افغان سرچينو د بلخ ولايت په مرکز کښې د حزب ملي اسلامي د يو قوماندان نظا الدين قيصاري د نيول کېدو په عملياتو کښې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په دغو نښتو کښې چې له تېرو څو ورځو راهسې په مزارشريف ښار کښې شروع شوې دي تر اوسه د قيصاري له پلويانو څخه دولس تنه وژل شوي تر دېرشو ژوبل شوي او په لسګونو نور نيول شوي دي.
له بلې خوا د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د نظام الدين قيصاري پر کور عمليات پاى ته رسېدلي، خو د هغه برخليک لا نه دى معلوم.
د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايز نن رسنيو ته وويل چې د قيصاري په کور ترسره شوو عملياتو کښې د هغه د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال کسان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د نېک محمد په نوم د هغه يو قوماندان هم شامل دے.د نوموړي په وينا، په عملياتو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوے دے.
د افغان مسئولينو له قوله د غير مسولو وسله والو قوماندان نظام الدين قيصاري په دې وروستيو کښې په بلخ ولايت کې خلقو ته ستونزې جوړې کړې وې او د شبرغان لويه لاره يې هم د څو ورځو لپاره تړلې وه.
امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د هغه د نيولو په موخه عمليات پيل کړي وو او له کابله د پوليسو د ٢٢٢ ځانګړې قطعې ځواکونه هم په دغو عملياتو کې د ګډون لپاره مزارشريف ته رسېدلي وو.