په افغانستان کې تپلي ډيموکراسي
(last modified Tue, 24 Dec 2019 11:32:36 GMT )
Dec 24, 2019 16:02 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې تپلي ډيموکراسي

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسۍ نومې د لړۍ له ننني یویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په ننني مطلب کې د الیکټرانیکي سسټمونو په باب درسره غږیږو چې په تیره بیا په انتخاباتي بهیر کې ئې پر کارولو ځيني لوري ټينګار کوي ، هیله دغه مطلب هم د ستاسو داستفادې وړ وګرځي .

  دوستانو د افغانستان د ملی وحدت حکومت په پيل کې یو ترټولو جنجالي بحث،د الیکټرانیکي نظام پيژند پاڼې وې .د افغانستان ولسمشر اشرف غني په پيژندپاڼو کې د افغان په توګه  د افغاني ملیّت  او قومیّت او مذهب  په توګه د درج کولو غوښتونکی ؤ .  خو عبدا.. عبدا....  او دشمالي ټلوالې یعني د اصلاح او همپالنې  لوري  له دغه نظر سره سخت مخالفت کړی دی .  علت ئې  لامهم بحث یعنی د افغانستاني  ملی هویت  ته و رګرځي . په دې معنا چې د افغان ټکی له تاریخي پلوه له پښتون قوم سره اړوندیږي او نورو قومونه دغه ټکی نه خوښوي او ځان د ازبک ،تاجیک او هزاره  په څير په یوه خاص قومیّت کې تعریف کوي . 

 درست په کلي توګه وه چې کله د اشرف غني له خوا د افغاني ملیّت  په معنا د افغان  په نامې سره بحث مطرح شو،نو نورو قومیّتونو چېعبدا...عبدا...ئې نمایندګي کوي،دا ونه مانۀ او په دې زمینې کې یولړ بحثونه  راپورته شول.

Image Caption

 

دافغانستان دحقوقي او کلتوري چارو یو څيړاند او د پوهنتون یو استادمحمدامین احمديپه دېباب وائي،د افغان ټکی،هم له تاریخي پلوه او هم له فرهنګي پلوه،قومي کارندوالی لري،چېدم ګړۍئېغیرپښتنې ډلې نه مني.

               البته  د څیړاندو او رسندوئي ټولنو او د ډيرو نظرخاوندانو  له دغو بحثونو چې ورتیر شو،د ملیّت،قومیّت او د خلکو د مذهب د درج کولو په څير په خاصوځانګړنو سره د الیکټرانیک  پيژند پاڼو  ویشل کیدا  په افغانستان کې د سترو پلانونو لپاره ضروري ګڼل کیږي .دې ضرورت ته په پام سره ،د  اجرائي شورا د مشر په مقام عبدا... عبدا....،په هماغه حال کې چې خپل مخالفت ئې د افغانستاني ملیّت په توګهله افغان ټکي څخه  له استفادې سره اعلان کړی  او له دې نظره ،د غیر پښتنو  تر څنګ  ولاړ  دی،ترجیح ئې ورکړی ، چې  له سختې لهجې او دریځه ډډه وکړي،په دې هیلې سره چې  له ولسمشر سره  د سلامشورو له لارې دغه مشکل حل کړي.خو د پارلیمان ځینو استازو او غوره قومي  مخورو  کسانو،له عبدا... عبدا...  لاسخته لهجه  غوره کړه .  په دغو شخصیتونو کې  یو د ولسی جرګې غړی  عبداللطیف  پدرام ؤ چې په ۱۳۹۶لمریز کال کې ئې  وئيلي وو،افغان ټکی د افغانستان پر درستوښاریزو نه اجرا کیږي او هیڅکله هم دا ظالمانه او فاشسټ قانون( دهغه په تعبیر)دمنلو وړ نه دی .

Image Caption

 

           خو په مقابل کې  د افغانستان د ټولینزو چارو  یو کارپوه او لیکوال  کاوه جبران  په دې اند دی چې د الیکټرانیکي پيژند پاڼو ویشلو  سره  ښاریز  ویازې د  هویّت  د پيژندپانې  خاوندان نه کیږي ،بلکې   په دغو پيژند پاڼو کې د ډيرو سیاسی او ټولنیزو مشکلاتو  حل لارې هم لټول شوي دي . دغه بدلون مرسته کوي څو  قومونه د هغوي د حقیقياحصایو په اساس په قدرت کې خپله ونډه  ترلاسه کړي .

Image Caption

 

له دغو لیدتوګو ورتیر،عبدا... عبدا....له یورونیوز خبری چینل سره په خپلې یوې مرکې کې په الیکټرانیک پيژندپاڼو کې د افغان ټکي د  درجولو په باب مقاومت کړی او دا ئې په ټولنې کې د تفرقې او درز عامل بللی  او ددې  له امله ئې د منفي پایلو په باب خبرداری ورکړی دی.عبدا... عبدا....ددې پوښتنې په ځواب کې  چې آیا په افغانستان کې قومي لیدتوګه شته ،دا ئې تائيد کړې او  د ولسمشر اشرف غني  شخصي او د حکومت نظر ئېله قومي مسئلو او دریځونواغیز من بللی دی .البته د اشرفغني او عبدا...عبدا...اختلافات دغو موردونونه مخصوصنه دي په یوې نهائي ارزونې کې وئيل کیدلی شي،چې د ملی وحدت حکومت ناکارندوالی او د طالبانو قدرتمنیدا چې دامریکا دسیاست په بدلیدو او په قدرت کې د طالبانو دشریکولو د مطرح کیدا مهم عامل شو،د ملی وحدت حکومت له همدغوداخلیاختلافاتو سره بې ربطه نه دی .

                خوږو د وستانو په دوام کې په افغانستان کې د سیاسی، اقتصادي او امنیتی بریاؤ او ډيموکراسۍ  له منظره دحامد کرزي د ولسمشرۍ پړاؤ ته یوه کتنه  کوو.بې شکه یوه هغه تر ټولو مهمه فیصله چې  د بن  په لومړني کنفرانس کې شوي،د حامد کرزي په مشرۍ د موقته حکومت جوړول وو .حامد کرزی د پښتنو دقوم  له پوپلزي پرګنې دی او په لویدیځ کې ئې زده کړې  کړې وې ،له دې  وروسته چې د پښتنو قومیّت څخه  دموقته حکومت یو بل کاندید عبدالستار سیرت دبهرنیو لورو په دباؤ سره  له کاندیدیدا څنګة شو،او له خپل حقه ئې ډډه وکړه،او پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني هم  د خپل ګوندي ځوانانو په دباؤ سره مجبور شو،د موقتي حکومتله مشرۍ تیر شي،په ۲۰۰۱کال کې د حکومتد مشرۍ  د ترلاسه په باب دحامدکرزي لپاره زمینه برابره شوه .حامد کرزیله دې وروسته دموقتي حکومتی مشري او  په دوام کې د ولمسشرۍ  په دوو پړاؤنو کې  دغه څوکۍ په غاړه درلوده .انتقالي حکومت دبن د موافقې په اساس،رامینځة شو او موده ئې هم تر دوو کلونو پورې په نظرکې نیول شوي وه .حامد کرزی د بیړنۍ لوئې جرګې له لارې او په خاصو شرائطو کې  او په حقیقت کې  د انتقالي حکومت د مشرۍد ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د خلکو له مستقیمو رایو پرته غوره شو . 

Image Caption

 

          د حامد کرزي د  موقتي  او انتقالي حکومت د پړاؤ په ختمیدا پسې ،هغه  د انتخاباتو له لارې د پنځه کلن پړاؤ په دوو مرحلو کې ولسمشري په غاړه درلوده .پر دې اساس د حامد کرزي  د حکومت پړاؤ  په درو مرحلو ویشل کیدلی شی .لومړنۍ مرحله ئې له ۱۳۸۰لمریز کال څخه پيل شوي او د موقته او انتقالي  حکومت په دوو دورو کې ئې تر درو کلونو پورې  دوام وکړ.د حامد کرزي د ولسمشرۍ دویم پړاؤ  هم  له ۱۳۸۳لمریزکاله پيل شو او دغه راز د ولسمشرۍ دریم پړاؤ ئېهم د ۱۳۸۸لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د بریالیتوب په ترلاسه کولو سره تر پنځو کلونو پورې ئې دوام درلود. د ۱۳۸۸لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د ولسمشرۍ  د انتخاباتو د کاندیدانو شمیر هم تر دیرشو کسانو پورې ؤ . او دحامد کرزي تر ټولو اصلی سیال کاندید هم  د شمال  د ائيتلاف یا ټلوالې څخه  ډاکټر عبدا... عبدا...  ؤ چې  د انتخاباتو د خپلواکه  کمیشن د پلوي  دریځ په نسبت ئې  اعتراض درلود، په حقیقت کې  کله چې اعلان وشو انتخابات دوهمې مرحلې ته وغزیدل ، نو ډاکټر عبدا....په دې  اعتراضیه غبرګون کې  ووئيل چې  دانتخاباتو په دوهمې مرحلې کې ګډون نه کوي ،ځکه باؤري ؤ چې  په  هره بڼه وي ، د انتخاباتو خپلواکه کمیشن  به  د انتخاباتو ګټونکی حامد کرزی اعلان کړي .ککم

Image Caption

 

                دوستانو په هغه وخت کې،د افغانستان د ولسمشر  ویندوي وحید عمر  په یوه خبري کنفرانس کې  اعلان وکړ چې د قانون په اساس د انتخاباتو دخپلواکه کمیشن د مشر دڅنګة کولو په باب  دعبدا... عبدا... غوښتنه  دمنلو وړ نه ده .په دې ډول ، دانتخاباتو کمیشن ، حامد کرزی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ او  هغه  هم  تر نورو پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر شو.حامد کرزی په ۱۳۹۳لمریز کال کې (۲۰۱۴کال کې ) چې د ولسمشرس انتخابات ترسره شول،د اساسی قانون په اساسد ولسمشرۍ  له دوو پړاؤنو وروسته کاندید نه شوکیدلی،پر دې اساس په دغو انتخاباتو کې  قدرت اشرف غني ته وسپارل شو .دحامد کرزي د دیارلس کلن حکومت د پړاؤ په باب قضاؤت دومره هم آسان کار نه دی،خو په هرحال هغه د افغانستان د ولسمشر په توګه یو شمیر بریاوې او ناکامۍ هم درلودلي دی .

=  البته له دغو کمزورتیاؤ سره سره د حامد کرزي د قدرت په پړاؤ کې افغانستان بریالی شوی،ځيني  حکومتي  اورګانونه او وزارتونه  ورغوي  او تر یوه حده رسندوئي آزادۍ هم تامین کړي،په دې توګه چې دوي ټولنیزو فعالیتونو ته  وارد شول او ځيني ګوندونه او ډلې ټپلې هم جوړې شوې .خو په عین حال کې،د طالبانو د عملیاتو په دوام سره  د حامد کرزي  د حکومت په پړاؤ کې امنیتی مشکلات هماغه راز پخپل ځاي باقي پاتې شول  او حکومت د امنیت په تامینولو کې،ډیرې ناکامۍ درلودې .د نظر ځيني خاوندان  باؤري دي،چې حامدکرزی د طالبانو په وړاندې روښانه سټراټژي  نه درلوده،خو هغه څه چې روښانه ده دا چې حامد کري  د خپل حکومت په وروستیو کې په امریکا او  ددغه هیواد او ناټودپوځي ځواک  په کړچار  هم بې اعتماده  ؤ او پرې ئې اعتراض کاوۀ او په  نهایت کې حاضر نه شو،د امریکا او افغانستان ترمینځ ئې  امنیتی تړون  لاسلیک  کولو ته حاضر نه شو .حامد کرزی  په دې اند ؤ چې په هیواد کې ئې ترهه ګري  بهرنۍ سرچینه  لري  او امریکائي او ناټو ځواک ددې په ځاي چې د افغانستان پر  کلو او عامو خلکو بمبارۍ وکړي ،باید  د پاکستان په قبایلي سیمو کې  د ډيورنډ کرښې پورې غاړې  کې د طالبانو د غونډيدا ځایونه او مرکزونه  په نښه کړي .

Image Caption
Image Caption

 

د افغانستان د چارو یو تکړه کارپوه اوشناندي او د دسیمې دامنیت  د دښمنانو په لاس شهید شوي شناندي  خداي بخښلي  وحید مژده   په هغه وخت کې د  ددغو شرائطو په بیانولو سره وئيلي وو، جامد کرزی  د یوه قدرتمند سیاسی ګوند له ملاتړه برخمن نه دی  اولکه څنګه چې د حکومت  کولو لپاره  ئې اړتیا درلوده ،له ټولو سره تعامل   و لري ، نو د یوه سیاسی لوبغاړي په توګه وپيژندل شو .حامد کرزی  دافغانستان د اقتصاد د بیارغونې لپاره  تر ټولو ښه فرصتونه  چې  نړیوالې ټولنې  رامینځةکړي،له لاسه ورکړل .داسې فرصتونه چې  بیا به هیڅکله هم تکرار نشي .

                   د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په افغانستان کې د تپلي  ډيموکراسۍ  نومې  دلړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د افغانستان ،سیمې او نړۍ د نوو بدلونونو،وروستیو تازه خبرونو،تبصرو،راپورونو او مرکو د لیدو اوآوریدو لپاره  او همداراز د دیني، کلتوري،تاریخي،روغتیائي،سپورټي او ټولنیزو مطلبونو د لیدو او آوریدو  لپاره  او ورسره د ستاسو په خپلو پیغامونو،بریښنا لیکونو او خپلو غږونو مشتمل هرکله راشه پروګرام د آوریدو او لیدو لپاره  زمونږ  انټرنیټي ویب پاڼه لیدل هم مه هیروئ چې ایډریس ئې  دی PARSTODAY.COM/PS   دا پخپله هم درسره نوټ کړئ او له خپلو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ  نو له خداي پاکه درته نیکمرغه او سوکاله ژوند غواړو  بریالي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه