داعش په افغانستان کښې ۲۱
(last modified Sat, 18 Jan 2020 11:34:35 GMT )
Jan 18, 2020 16:04 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې ۲۱

د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو (په افغانستان او پاکستان کښې د داعش په رامینځته کولو کښې د سعودي عربستان رول) وڅیړه. په دې نني پروګرام کښې په افغانستان کښې د داعش په وړاندې د پاکستان او ترکیې د کړنلارې جاج اخلو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

له افغانستان سره د ترکیې د سلوک او سټراټیجۍ په څیړنه کښې پکار دي د ماډرن عثماني پالنې په چوکاټ کښې د انقرې سټراټیجۍ او په دغه هیواد کښې موجود پان ترک ازم تفکر ته پاملرنه وکړو. کلونه وشول چې ترکیه په قفقاز سیمې، مرکزي آسیا او ورسره په افغانستان کښې ترک توکمو او ترک ژبو قومونو ته یو ګټه غواړی او مداخله لټونکی نظر لري.

د عدالت او پراختیا اسلام پال ګوند د ماډرن عثماني پالنې په عنصر ځانګړی ټینګار لري کوم چې پان ترک ازم په لااغیزناکه توګه پیاوړې کولی شي. د دغې نظریې له مخې په افغانستان کښې موجود ترک توکم قومونه د ترکیې د پام وړ ګرځیدلې دي. د افغانستان د مختلفو ترک توکمه قومونو ترمینځ ازبک قومیت د ترکیې لپاره خاص موقعیت لري. د قرقیزانو، ترکمنانو، ایماقانو په شمول ځینې نورې وړې ترک توکمه ډلې او قومونه د ازبکانو تر قدرت لاندې ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ترکیې په سټراټيجۍ کښې د افغانستان د ازبکانو د اهمیت د زیاتوالي وجه دا ده چې ازبکانو د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د شمال د ملي-اسلامي غورځنګ په چوکاټ کښې د افغانستان د مارکسیسټي رژیم له نسکوریدو په وروسته بدلونونو کښې مهم رول ولوبوه. د ازبکانو تشکیلاتي کیدو ترکیې ته یو مناسب فرصت برابر کړ چې په افغانستان کښې خپل پان ترک ازم سیاستونه تعقیب کړي. په هم دې لړ کښې ترکیې د پراخ کلتوري او روزنیز شتون په ترڅ کښې په افغانستان کښې خپل پانګه وال شرکتونه فعال کړې دي.

*/*/*

ترکیه تمه لري چې په افغانستان کښې د قدرت د جوړښت په بدلولو او د پښتنو د قدرت په کمولو او په فیډرالي توګه د افغانستان د ادارې په برابرولو سره چې بحث یې له پخوا زیات مطرح شوی دی، وتوانیږي د افغانستان په شمال کښې ترک توکمه خلک د یو خودمختار ټولګي په چوکاټ کښې ترخپل ملاتړ لاندې راولي او په افغانستان کښې خپل نفوذ مضبوط کړي.

په افغانستان کښې د ناټو (ایساف ځواکونو) په چوکاټ کښې د ترکیې د پوځي ځواکونو شتون د امریکې له پوځي لاس وهنې وروسته انقرې ته یو داسې فرصت ورکړ چې په سیوري کښې یې وتوانیږي د خپل نفوذ د پراختیا امکان وجاجوي او په افغانستان کښې د خپل پان ترکسټي سیاست د تعقیبونې لپاره حالات برابر کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

پر دې سربیره، ترکیه په افغانستان کښې ډول ډول اقتصادي اهداف هم تعقیبوي. خو د منتقدانو له نظره په دې برخه کښې په تیره بیا د انرجۍ د انتقال د لیکو په لړ کښې ترکیې خپل رغنده رول او کړچار ښودلې دی. د انرجۍ په لړ کښې په وچه کښې د مرکزي آسیا او افغانستان د ګیر پاتې کیدو په وجه د دغو هیوادونو لپاره د مصرف بازارونو ته د کاسپين سیمې د تیل او ګیسو د منتقلولو د لارې موضوع د اهمیت وړ ده. د مرکزي آسیا هیوادونو ته د ګیس او تیلو د انتقال لپاره له اقتصادي نظره ترټولو ارزانه او لنډه لاره، ایران دی خو ترکیې نه یوازې د دې کار هرکلی نه دی کړی بلکې د امریکې په ملګرتیا سره یې هڅه کړې چې د کاسپین سیمې د تیلو او ګیس د انتقال لاره یوازې د باکو-تفلیس-جیحان د تیلو په نل لیکې او د باکو-تفلیس-ارزروم د ګیس تر پایپ لاین محدوده وي. ترکیې له دې نه علاوه اروپا ته د روسیې د تیلو او ګیس د ټرانزټ د لارې په توګه د لازیاتو فرصتونو د ترلاسه کولو په لټه کښې ده.انقره هم داشان غواړي د کاسپین د تیلو او ګیس سرچینې ترکیې له لارې مرکزي آسیا او هم لویدیځ ته او هم داشان نړیوالو بازارونو ته د ترکیې له لارې منتقل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان او پاکستان د اړتیا وړ ګیس او تیلو تامینول یوازې له ایران او د مرکزي آسیا له ځینو هیوادونو څخه د انرجۍ د انتقال د طرحې په اجرا سره ممکن دي.

*/*/*/*

په هم دې وجه ترکیه غواړي چې د (تاپي) په نامه پایپ لاین چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګیس د افغانستان له لارې پاکستان ته منتقل کړي، اجرايي شي. دغه نل لیکه هندوستان ته هم رسیږي. قطر هم غواړي چې تاپي پروژه اجرايي شي ځکه چې غواړي د انرجۍ بازار په خپل انحصار کښې وساتي او نوي سیالان له دغه بازار ه لرې وساتي.

د ذکر شویو دلایلو په وجه ځینې کارپوهان په افغانستان کښې له نفوذه د ترکیې یوه انګیزه د داعش په شان تندلارو بهیرونو پیاوړتیا ګڼي. ځکه چې د افغانستان ناامني او د داعش ترهګر فعالیتونه د هند او چین په لور د د افغانستان له لارې د انرجۍ د لیکو د تیریدو مخه نیسي.

د امریکې، سعودي عربستان او ترکیې په شان هیوادونو د نظر خاوندانو په اند چې په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش څخه د اوزاري استفادې مخینه لري، دغه تجربه په افغانستان او پاکستان کښې د خپلو ګټو په لاره کښې هم تکراروي او نښې یې، په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې له دیره کیدو د امریکې په څرګندو ملاتړونو او د ترکیې له خوا په افغانستان کښې د داعش د جنایتونو په نه غندلو کښې وینو.

خو دا په داسې حال کښې دي چې لکه څنګه چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرايي مشر عبد ا... عبد ا... هم ویلې دي، داعش په افغانستان کښې د بیګناه خلکو قاتل دی او په ننګرهار کښې یې په یو جومات باندې وروستۍ حمله د دغې ډلې د جنایت او بې رحمۍ د ژوروالي نښه ده.

*/*/*/**

د ځینو نظرخاوندانو له نظره لکه څنګه چې په سوریې او عراق کښې د داعش دیره کیدل او دغو هیوادونو ته د ترکیې له خاورې د زرګونو ترهګرو ټرانزټ د ترکیې له ملاتړونو پرته ممکن نه و، په افغانستان کښې د داعش په دیره کولو کښې هم د انقرې لاس دی. ترکیه په افغانستان کښې د ایساف په نامه د ناټو ځواکونو غړې ده. داسې ډیر شواهد شته چې په افغانستان کښې د داعش او طالب ډلو ترمینځ نښتو کښې د طالبانو سنګرونه د امریکې او ایساف له خوا ویشتل شوې دي. هم داشان ځینې نظر خاوندان په افغانستان کښې د داعش په دیره کولو کښې ترکیې په رول باندې نیغ په نیغه داده شوې دي.

*/*/*/*/*/*

لکه څنګه چې د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې اشاره وشوه، پاکستان هغه بل هیواد دی چې د افغانستان په شان د داعش له ګواښ سره مخامخ دی او په راتلونکي کښې به یې امنیت د داعش د نفوذ د بهیر تر سختې اغیزې لاندې راشي. خو په عین حال کښې پاکستان، په افغانستان کښې له داعشه په ملاتړ تورن شوی دی. دا چې پاکستان تر کومه حده په افغانستان کښې د داعش د نفوذ په پروژه کښې رول لر؟ یو پيچلی بحث دی خو په کابل کښې تراوسه دا پياوړی ګمان شته چې پاکستان لاهم د افغانستان په وړاندې دوه ډوله سیاست لري، او له هر هغه بهیر او ډلې ګټه پورته کوي چې په افغانستان کښې د پاکستان له سټراټیجکو اهدافو سره مرسته کوي.

په افغانستان کښې ځینې نظر خاوندان باوري دي پاکستان چې له طالبانو د ملاتړ بندولو لپاره د امریکې، هندوستان او نړیوالې ټولنې تر دباؤ لاندې دی، ممکنه ده په افغانستان کښې د داعش د بدیل ګرځولو په لټه کښې وي. په هم دې وجه افغانستان کښې دا ګمان موجود دی چې داعش د پاکستان لپاره هیڅ خطر نه ګڼل کیږي بلکې یو داسې نوی اوزار دی چې پاکستان د طالبانو سره ستونزې خلاصولی شي.

که په رښتیا اسلام آباد په افغانستان کښې په داعش باندې د طالبانو د بدلولو پلان لري نو شک نشته چې پاکستان دغه پروژه د سعودي عربستان په شان د خپلو عربو او لویدیځو انډیوالانو له ملګرتیا پرته نه شي عملي کولې.

د پاکستان د یو تکړه خبریال او سیاسي کارپوه احمد رشید په وینا، تر څو چې دغه هیواد د طالبانو یا هرې بلې ډلې په وړاندې خپل دوه ډوله سیاستونه بند نه کړي، د صلحې بهیر او افغانستان ته د صلحې د ورستنولو هلې ځلې به بې ګټې وي. هغه وايي: دا صحې نه ده چې مونږ پاکستاني طالبان وځپو او د هغوي مرکزونه له مینځه یوسو خو د افغانستان طالبان په خپله خاوره کښې د میلمنو په توګه وساتو او د هغوي د بدلولو هڅه ونه کړو.

*/*/*/*/*/*

د ځینو کارپوهانو له نظره، د یو داسې پلان په چوکاټ کښې تصور کیدی شي چې پاکستان به طالبان په هیواد کښې دننه خپلو ګټو او اهدافو ته د رسیدو لپاره د یو اوزار په توګه وساتي او داعش به د طالب ډلې پر ځاې د افغانستان په یوه برخه کښې د لاسترو لوبغاړو له سیمې د بهر اهدافو لپاره په نظر کښې وساتي. دغه ډله نظر خاوندان داعش یو تازه دمه ځواک ګڼي چې په افغانستان کښې د طالبانو بدیل او د پاکستان د لاس آله ګرځیدی شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په پراخو سیمو باندې د طالبانو ولکه او له امریکې او نورو نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو سره د دغې ډلې پټې او څرګندې خبرې اترې د دغې ډلې د ختمیدو خبر نه ورکوي.

*/*/*/*/**

په کلي توګه ویلې شو چې پاکستان، په افغانستان کښې ښکیل یو ډیر مهم لوبغاړی دی. کارپوهان وايي چې پاکستان په افغانستان کښې دا څلور اهداف او ګټې لري:

وړومبی: په افغانستان کښې د پاکستان د لوبې سختول او اسلام آباد ته د لویدیځ د اړتیا زیاتول.

دویم: په افغانستان کښې د هندوستان خلاف د تندلارو بهیرونو له وړتیاؤ ګټه پورته کول.

دریم: په افغانستان کښې د پیئلو بهیرونو په پیاوړې کولو سره له لویدیځه د پاکستان د امتیاز اخیستنې د قدرت زیاتول.

او څلورم: د پښتنو مدیریت کول او د پاکستان د ملي او ځمکني وحدت خلاف د هغوي د فعالیت مخه نیول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه