د انرجۍ د انتقال کرښې، د اقتصاد او سیاست ګډوله۲
(last modified Sat, 23 Jan 2021 05:17:00 GMT )
Jan 23, 2021 09:47 Asia/Kabul
  • د انرجۍ د انتقال کرښې، د اقتصاد او سیاست ګډوله۲

د انرجۍ د انتقال کرښې، د اقتصاد او سیاست ګډوله تر عنوان لاندې لیکنې ګرانو لوستونکو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ. دوستانو له دې لیکنې زمونږ هدف دا دی چې د انرجۍ د اقتصاد په هکله ستاسو خبرتیا او معلومات زیات کړو.

د انرجۍ نړۍ چې له تولید نه تر مصرفه یوه متنوع پروسه په کښې شاملیږي، نه یوازې له اقتصادي معادلاتو تاثیر اخلي بلکې کله کله هم د سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو تر سختې اغیزې لاندې راځي. د دې لړۍ په وړومبني پروګرام کښې مو د هغو پایپ لاینونو د جوړولو د طرحو په هکله خبرې وکړې چې ټاکل شوې ده له مرکزي آسیا او قفقاز څخه ګیس او تیل د نورو هیوادونو او براعظمونو استعمالونکو ته ورسوي. په دغو کښې یوه طرحه د (تاپي) په نامه پیزندله کیږي او غواړو چې په دې نني پروګرام کښې د هغې په هکله وغږیږو. نو له مونږ سره مله ووسئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترکمنستان په ٥/٧ ټریلیون مکعب ګیس سره په نړۍ کښې د طبیعي ګیس د ثابت شویو زیرمو شپږم لرونکی او د دغه محصول شپاړسم تولیدونکی هیواد دی. د تاپي په نامه د ګیس نل لیکه ټاکل شوې چې د ګیس دغه ستر تولیدونکی د انرجۍ سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته ورسوي. د جنوبي لارې یعنې د افغانستان او پاکستان له لارې مرکزي آسیا ته د ګیس د انتقال په تیره بیا د ترکمنستان د ګیس د سترو زیرمو رسول کومه نوې موضوع نه ده او مخینه یې د ۱۹۹۰ لسیزې اوایلو ته رسیږي. دا طرحه چې د (ټرانس افغانستان پایپ لاین) Trans-Afghanistan Pipeline په نوم هم یادیږي، په وړومبي ځل په ۱۹۹۳ کال کښې مطرح شوه او پر سر یې وړومبنۍ موافقه په ۱۹۹۵ کال کښې وشوه. یونوکال UNOCAL امریکايي شرکت چې مرکزي دفتر یې په کیلیفورنیا کښې دی، د دغې پروژې د عملي کیدو لپاره تخنیکي او اقتصادي تحقیقات وکړل او (د مرکزي آسیا د ګیسو لیکې) په نامه موسسه یې جوړه کړه. پر یونوکال شرکت سربیره چې د دغې طرحې اصلي شئیرز یا ونډې یې درلودلې، د سعودي عربستان ډلټا آیل Delta Oil شرکت، دوو جاپاني شرکتونو، یوه کوریايي شرکت او هم داشان د ترکمنستان او پاکستان د ګیس حکومتي شرکتونو هم په کښې شتون درلود.

*/*/*/*/*/*/*/

په افغانستان کښې د طالبانو په واکمنیدو او د ناامنۍ په دوام سره یونوکال شرکت له دغې طرحې شاته شو او په کال ۱۹۹۷ کښې یې د «سنټ ګیس» Cent Gas پروژه مطرح کړه. سنټ ګیس د ۱۲۷۱ کیلومیټري پایپ لاین د غزولو پلان و چې د ترکمنستان او افغانستان له پولې نه د پاکستان تر مُلتانه رسیده او هلته د پاکستان او هندوستان ترمینځ موجود پایپ لاین سره نښلیده. ترکمنستان له دولت آباد نه د افغانستان تر پولې پورې د ۱۶۹ کیلومیټري پایپ لاین د جوړولو دنده درلودله خو په افغانستان کښې  طالبانو تریخجن اقدامات او هم داشان په دغه هیواد کښې موجوده بې ثباتي او ناامني سبب شوه چې یونوکال شرکت، د مخکښې په شان (سنټ ګاز) پروژهم پریږدي.

د ۲۰۰۱ کال د ستمبر له پیښې او په افغانستان باندې د امریکې له حملې وروسته چې د طالبانو د رژیم د پرزیدو سبب شوه، په دغه هیواد کښې د ملي وحدت د حکومت جوړیدو د طالبانو د واکمنۍ د پړاؤ په پرتله نسبي سیاسي ثبات رامینځته کړ. په داشان حالاتو کښې د ترکمنستان د وخت ولسمشر صفر مراد نیازاف د افغانستان له لارې د ګیس د انتقال د طرحې د بیاپیلولو په تکل کښې شو. په دې لړ کښې د ۲۰۰۲ کال په مۍ میاشت کښې د صفر مراد نیازاف، حامد کرزي او پرویز مشرف په شتون سره د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د دریو هیوادونو سرمشریزه غونډه وشوه. په دغې غونډې کښې (د افغانستان د ګیس د انتقال د لیکې) د پروژې په سر ابتدايي موافقه وشوه چې له مخې یې د افغانستان ګیس پایپ لاین Trans-Afghan Gas Pipeline د ترکمنستان په جنوب ختیځ کښې له دولت آباد څخه د افغانستان د جنوب د قندهار له لارې په عمان سمندر کښې د پاکستان بندر ګوادر ته رسیده.

*/*/*/*/*/*

د ابتدايي حساب کتاب له مخې د افغانستان د ګیس د پایپ لاین له لارې د ۱۵ میلیارډ مکعب میټره ګیس د انتقال د وړتیا اټکل وشه. د آسیايي پراختیا بانک Asian Bank of Development (ABD) هم د دې طرحې د مالي لګښت ذمه داري په غاړه واخیستله.

خو سره له دې په افغانستان کښې د ناامنۍ دوام، د بیخ بیناؤ نشتوالی او د ګیس د انتقال لپاره په ترکمنستان کښې د ضروري صادراتي ظرفیت کموالی او هم داشان د پاکستان اقتصادي ستونزې او بلآخره په ۲۰۰۶کال کښې د نیاز اف مړینه سبب شوه چې د ګیس د دغې نل لیکې د غزولو پروژه اجرايي پړاؤ ته ونه رسیږي. په دوام کښې د ترکمنستان نوي ولسمشر قربانقلي بردي محمداف د انرجۍ د انتقال د دغې طرحې د راژوندي کولو کوشش پیل کړ. د ۲۰۱۰ کال په دسمبر کښې د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ولسمشرانو او د هندوستان وزیراعظم د تاپی د ګیس نل لیکې TAPI Pipeline (Turkmenistan- Afghanistan–Pakistan–India) د جوړولو په هکله یو تړون لاسلیک کړ او بلآخره د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۶ نیټه د ګیس د انتقال د دغه پایپ لاین اجرايي عملیات پیل شول.

*/*/*/*/*/*/

د تاپي د ګیس د نل لیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومیټره دی چې ۲۱۴ کیلومیټره یې د ترکمنستان په خاوره کښې، ۷۷۴ کیلومیټره یې له افغانستان او ۸۲۶ کیلومیټره یې د پاکستان له خاورې تیریږي او د هندوستان تر پولو رسیږي. دغه پایپ لاین د ترکمنستان د ترټولو ستر ګازي میدان په توګه له دولت آباده پیلیږي او د افغانستان قندهار ته رسیږي او بیا په پاکستان کښې له کویټې څخه تر ملتانه رسیږي.

د تاپي ګیس پایپ لاین د ډیرې اوږدې فاصلې او د افغانستان او پاکستان د ځانګړو جغرافیايي او امنیتي حالاتو په وجه ډیر زیات مالي لګښت لري. اټکل شوی چې دغه پروژه ۱۰ میلیارډ ډالرو ته ضرورت لري. د تاپي په پایپ لاین کښې چې د آسیايي پراختیا بانک (ADB)په مالي ملاتړ سره په جوړیدو دی، د ترکمن ګاز TurkmenGaz په نامه د ترکمنستان د ګیس ملي شرکت Turkmenistan's National Gas Company بنیادي رول لري.  د دغه شرکت ۸۵ فیصده ونډې د ترکمنستان د حکومت دي او نور هر هیواد په کښې ۵ فیصده برخه لري. د پاکستان (انټر سټیټ ګیس سیسټمز Inter State Gas Systems (Pakistan)) شرکت، د افغانستان (افغان ګیس انټرپرایز) Afghan Gas Enterpriseاو د هندوستان (ګایل) GAIL شرکت هغه نور شرکتونه دي چې د یوې موافقې په لاسلیکولو سره د تاپي د ګیس پایپ لاین د جوړولو د اړتیاوړ پانګې د پوره کولو مسئولیت په غاړه لري.

*/*/*/*/*/*/*

امنیتي ننګونې د تاپي د ګیس پایپ لاین د جوړلو د پروژې د اجرا او نتیجې ته یې د رسولو د لارې هغه مهم خنډونه او چیلنجونه دي چې له دې مخکښې یې ټرانس افغان او سنټ ګاز طرحې له ماتې سره مخامخ کړې دي. د تاپي د ګیس د نل لارې د لارې ستره برخه په افغانستان او پاکستان کښې د طالبانو د شتون او یا یې تر کنټرول لاندې سیمو څخه تیریږي. په ۲۰۱۲ کال کښې د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې وه چې د تاپي د ګیس پایپ لاین د امنیت د تامینولو لپاره یې د طالبانو نظر جلب کړی دی خو د دې مدعا هیڅ شاهد نشته. د تاپي د ګیس نل لیکې د اجرايي کیدو لپاره د طالبانو د ملګرتیا موضوع د افغانستان له حکومت سره د دغې ډلې د خبرواترو، په رسمیت د دغې ډلې دپیژندل کیدو او په کښې د مینځ لاري بهیر د پیاوړي کیدو په بڼه کښې هیله لرلې شو. پر دې سربیره زیاتره کارپوهان باوري دي چې په دغې طرحې کښې د پاکستان ګډون او پر طالب ډلې د دغه هیواد د اطلاعاتو د ادارې (آيي، ایس، آيي) کنټرول د تاپي د نل لیکې له طرحې سره د دغې ډلې د ملګرتیا اصلي لامل دی.

*/*/*/*/*/

خو د تاپي د  پایپ لاین د وضعیت په اړه لاهم درې امنیتي پیچلتیاوې او شکونه شته دي. وړومبې دا چې لامعلومه نه ده چې آیا پاکستان د طالبانو په وړاندې د دباؤ مناسب اړم او ذریعه لري چې هغوي د دې پروژې د امنیت د تامینولو لپاره ضمانتي موافقې ته اړباسي؟ له دې نه علاوه طالبان د ملاعمر او ملا اختر منصور له مړینې وروسته په اختلاف اخته شوي دي او نه یوازې د دې طرحې په وړاندې د طالبانو د یووالي د ختمیدو احتمال ناشونې نه دی بلکې په دغې ډلې کښې داخلي سیالۍ هم کوې شي چې دغه طرحه د اجرا په مرله کښې له جدي خطر سره مخامخ کړي.

له دې ورتیر، د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون او له یو بل سره د داعش او طالبانو اختلاف هم د تابي د طرحې یوه بله امنیتي ستونزه ده. په ایران کښې د سیاسي چارو کارپوه عباس فیاض وايي: د تاپي ګیس پایپ لاین ټاکل شوې په یو داسې چاپیریال کښې اجرا شي چې امنیت نه لري او په لنډه موده کښې ورته کوم روښانه پس منظر په نظر کښې نه شو نیولې. هم داشان د هند او پاکستان په شان دوه دښمن قدرتونه په کښې دخیل دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/ 

 

 

ټیګونه