دنیا نه هیروي چې د حسن نصر الله د ټرور حکم له امریکا صادر شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایت د غندلو په ترڅ کښې وویل: نړۍ نه هیروي چې د دغه ټروریسټي حملې حکم له امریکا صادر شوی.
د ایران ولسمشر په یوه پیغام کښې د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د نړۍ پتیالیو او مستضعفینو ته د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې ډاګینه کړه : نړیواله ټولنه به هیر نکړي چې د دغه ترهګرې حملې حکم له نیویارک څخه صادر شوی او امریکا نشي کولای خپل ځان له صهیونیسټ رژیم سره له ملګرتیا کولو تبرئه کړي.
د ایران ولسمشر په خپل پیغام کښې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د مسلمانانو فخر او د مقاومت او د جهاد بیلګه وباله او هغه خپلې زړې ارزو یعني د شهادت لوړې درجې ته ورسید.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې الهي لاره هیڅکله له قومندان او مشر پرته نه پاتې کیږي جوته کړه: د لبنان حزب الله به له مخکې څخه زیات وځلیږي او بې شکه له ظالم سره د مبارزې بیرغ به په ځمکه پاتې نشي.