ایران د اروپا د شورا د مشرانو ادعاګانې په کلکه وغندلې
(last modified Sat, 19 Oct 2024 07:53:09 GMT )
Oct 19, 2024 12:23 Asia/Kabul
  • ایران د اروپا د شورا د مشرانو ادعاګانې په کلکه وغندلې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقايي هامانه » د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اروپايي شورا د مشرانو د غونډې په پاې کښې شوي ادعاګانې ناسمې او بې لارې کونکي وبللې او هغه یې په کلکه وغندلې.

هغه د ایران لخوا روسیې ته د بالسټیک توغندیو د ورکولو د ادعا په ردولو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ له هماغه لومړیو څخه له جنګ  سره د مخالفت کولو او د هیوادونو د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په احترام باندې ټینګار سره د اوکراین او د روسیې د اختلافاتو د حل لپاره د ډيپلوماټیکې حل لاره غوښتونکی و او دی.

«اسماعیل بقايي هامانه» د خپلو دفاعي ضرورتونو د تامینولو او پیاوړي کولو لپاره د نړیوالو حقوقو پراساس له نورو هیوادونو سره د دفاعي او د پوځي مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په جایز حق باندې ټینګار سره په دې هکله د اروپا د شورا لاسوهنه ناروا او د نه منلو وړ وبلله.

د ایران د خارجه وزارت ویاند له صهیونیسټ رژیم څخه  د ځینو اروپايي حکومتونو د وسله وال ملاتړ په سخت ډول غندلو سره په داسې شرایطو کښې  چې دغه رژیم له دغو وسلو څخه د بشر دوستانه حقوقو په سخت ډول د خلاف ورزۍ او د جنګي جنایتونو د ترسره کولو او د نسل کشۍ لپاره له دغو وسلو استفاده کوي د دغو ناوړه جنایتونو په ترسره کولو کښې د مرستې او د ملګرتیا کولو په خاطر د دوې په نړیوال مسوولیت باندې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه