اتم ولسمشر(۱۶)
(last modified Mon, 14 Jun 2021 23:31:42 GMT )
Jun 15, 2021 04:01 Asia/Kabul
  • اتم ولسمشر(۱۶)

د ایران د اسلامي جمهوریت د اتم ولسمشر د غوره کیدو کاونټ ډاون پیل شوی دی او د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۸ نیټه به ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د ولسمشرۍ کاندیدانو د انتخاباتي تبلیغاتو په قانوني مهلت کښې د ځان د پیژندګلوۍ او د خپلو پروګرامونو د بیانولو لپاره په مختلفو شکلونو فعالیت کړی دی او له خپلو پروګرامونو او خلکو د خبرولو لپاره یې له مختلفو لارو چارو فعالیت کړی دی. د ایران انتخابات له دوو اړخونو د څیړنې وړ دي چې یو په کښې د خلکو د زیات نه زیات ګډون لپاره کوشش او بل، آګاهانه او باخبره ګډون دی.

هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم فرمایلي دي: انتخابات په یوه ورځ ترسره کیږي خو د خلکو لپاره یې اثرات او اغیزې کلونه پاتې کیږي. نو بس د آګاهانه انتخاب اهمیت ډیر مهم دی.

*/*/*/*/*/*/

 په دې موده کښې مختلف کمپینونه د خلکو د اجتماعي او سیاسي فعالیت لپاره یوه زمینه شوه چې ټاکل شوې فیصله وکړي او اصلح کاندید ته راې ورکړي. ولسي انتخاباتي کمیټې هم د دغه انتخاباتي هلوځلو ترڅنګ راتلونکي ته د هیلې او د روانو حالاتو د بدلیدو د امنیت تازه رنګ و بوې لري، ته به واې چې ټول سخت په تمه دي چې د حالاتو د ښه کیدو لپاره یو ګام پورته کړي.

معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي شورا(پارلیمان) له استازو سره په ویډیويي کتنه کښې د خپلې وروستۍ وینا په یوه بله برخه کښې په راتلونکو انتخاباتو کښې د خلکو د کم ګډون د احتمال په هکله ځینو اندیښنو ته په اشارې سره وویل: زه باوري یم چې د خلکو د ګډون اندازه په دې نامې او هغې نامې پورې هیڅ اړه نه لري بلکې خلک د یو داسې کس په تکل کښې دي چې د هیواد د ستونزو د هواري لپاره پياوړی مدیریت او مضبوطه اراده او پوره کارندوالی ولري او د خلکو لپاره هم مهمه نه ده چې دغه کس څه عنوان لري یا په کوم اړخ پوړې اړونده دی. البته دا خبره ښايي د سیاسي ډلو لپاره مهمه وي خو د ولس لپاره داسې نه ده.

دوي څرګنده کړه: مهمه دا ده چې کاندیدان خلک قانع کړي چې د ټولنې مشکلات پيژني، مدیر او مدبر او رښتونی دی او د هیواد د چلولو توان لري. که داسې وشي نو د خدای په فضل به خلک په انتخاباتو کښې په پراخ ګډون سره خپلې راې ورکړي.

سیاسي ګډون په حقیقت کښې د ولسواکۍ یو شق دی. لپاره د دې چې یو نظام د ولسواکۍ ځانګړتیا ولري باید خلک د قدرت په بڼه نیولو او عمومي چارو او سیاست کښې ګډون ولري.

ولسواکي یا جمهوریت هم په ځان کښې د قانون د واکمنۍ، عمومي خیر ښیګړې، برابرۍ، فطري حقوقو، فردي اصالت او د انسانانو د بنیادي احترام په شان مولفې لري. په انتخاباتو کښې د ګډون نشتوالی یا کموالی به د غیرولسواک حکومت د دوام او پياوړتیا سبب شي. معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې باید یو داسې کس د مجریه قوې مسئول شي چې د خلکو په اصلي مسائلو او ستونزو باندې پوه وي او هغه حل کړې شي، زیاته کړه: اوس د هیواد فوري او اصلي مسئله اقتصاد دی او کاندیدان باید د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره خپل پروګرامونه او حل لارې خلکو ته بیان کړي او هغوي ته ډاډ ورکړي چې د اقتصادي مشکلاتو د هواري توان لري.

دوي ټینګار وکړ، د انتخاباتو میدان د خدمت د سیالۍ او د خیرښیګړې په کارونو کښې له یو بله د مخکښې کیدو ډګر دی او له غیرحقیقي او غولونکو شعارونو د ډډه کولو په سپارښتنې سره یې زیاته کړه: کاندیدان دې د هیواد امکاناتو او وسائلو او حقیقتونو ته په پام سره شعارونه او ژمنې ورکړي. نظرپوښتنې تاییدوي چې د خلکو د هڅولو وړومبیتوب نه نومونه دي او نه ګوندونه یا جناحونه بلکې کفایت او کارنده توب دی.

په دې هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو د انتخاباتو پر مخ یو نوی افق پرانیسته.

*/*/*/*/*/*

ځینو کاندیدانو له وعدو او ژمنو ډک شعارونه ورکړي دي خو له شعاره ډیر مهم، د عملګرایۍ لپاره ضروري توان او توانايي ده. خلک هم ښه آیدیا غواړي او هم ښه عمل او باید وګوري کوم کسان چې اقتصادي ادعاوې لري، آیا توان یې درلودلې یا په ازمیښت کښې هم کامیاب شوي دي که نه. دا ټکی د خلکو د قضاوت کولو لپاره له هر سیاسي بهیره آزاد او لامهم دی.

اوس د کاندیدانو د تبلیغاتي پروګرامونو په معلومیدو سره د روان ۱۴۰۰ کال انتخابات یو لاجدي پړاؤ ته رسیدلي دي. حقیقت دا دی چې صلاحیت تیادد شوي ټول کاندیدان د هیواد مشهور او سیاسي شخصیتونه دي. په نظام کښې جګ پوړي مدیران پاتې شوې دي ځکه نو د هیواد په مالي او جوړښتونو ظرفیتونو باندې خبر دي. خو بلې خوا ته د تبلیغاتو په ډګر کښې د یو واقعي بهیر بڼه نیول دي. دا کار هم خپله د کاندیدانو په ګټه دی او هم د خلکو په ګټه دی چې د پروګرامونو په بنیاد د توقعاتو د بڼه نیولو سبب وګرځي او د حکومت د مدیریت په بهیر کښې به له ځان سره عمومي ملګرتیا ولري.

جرنلسټ او لیکوال محمد ایماني په دې باور دی چې انتخابات د خدمتګزارۍ مقابله ده او د داسې یوې مقابلې او خدمت د آدابو خیال باید وساتلی شي.

د دې مقابلې او سیالۍ نتیجه باید د یو ولس سرګرداني، د ملي قدرت کمیدل او دوه قطبي کیدل نه وي لکه څنګه چې مو د امریکې په انتخاباتي سرکس کښې ولیدل بلکې پکار دي د خلکو امنیت، سوکالتیا، عزت، اقتصاد، تاندوالی او هیله وي.

نن سبا ټول باوري دي چې ایران له یو مهم تاریخي پړاوه په تیریدو دی، د ښار او هیواد حال و هوا د موجوده حالت بدلیدو او ښه راتلونکي ته له هیلو ډکه شوې ده، له زوړ او ځوانانو واخلې تر هغو ځلمیانو پورې چې په اول ځل راې ورکوي او د غبرګولي د اتویشتمې نیټې د انتخاباتو په تمه دي، ټول په کښې ګډون ته راځي. په عین حال کښې د ایران همیشني دښمنان په تمه دي چې له انتخاباتو د خلکو د هرکلي په نه کولو سره هغه د خپلو نویو بندیزونو او د نړیوالو دباؤنو لپاره یوه پلمه وګرځوي خو تاریخ به دا ځل هم له انتخاباتو وروسته خامخا داسې لیکي: (د انتخاباتو ګټونکی ایران).

*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه