د وږي اتمه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ-۱
(last modified Tue, 31 Aug 2021 03:00:09 GMT )
Aug 31, 2021 07:30 Asia/Kabul
  • د وږي اتمه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ-۱

د ترهګرۍ ښکارنده د هغې د یو ستر قرباني په توګه د ایران د ولس لپاره یوه ترخه او اشنا ښکارنده ده.

په دې لړ کښې د وږي د میاشتې اتمه نیټه چې د باهنر او رجايي د مظلومانه شهادت کلیزه ده، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ نومول شوې ده. په هم دې هکله یوه ځانګړې وینا لرو چې په دریو خپرونو کښې به درته وړاندي کیږي. په دې وینا کښې مو کوشش کړی دی چې د وږي د اتمې نیټې پیښې ته له مختلفو اړخونو په دوباره کتنې سره د ترهګرې جرړې او د یو اوزار په توګه ورڅخه د سلطه پالو قدرتونو ملاتړ وڅیړو. هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.

*//*/*/*/*/*

د منافقینو ترهګرې ډلګۍ چې د ایران د نوي او تنکي جمهوري اسلامي نظامد ځینو مخالفو حکومتونو مالي، سیاسي او تبلیغاتي ملاتړونه ورسره وو، د انقلاب د بریالیتوب په وړومبنیو کلونو په پراخه پيمانه ترهګرو اقداماتو سره د نظام د کارنده عناصرو او مسئولانو وژلو ته مخه کړه چې په خپل ګمان د هیواد په حساسو ارکانو کښې د جدي خلاګانو په رامینځته کولو سره د ایران اسلامي جمهوریت ته بنیادي ګوذار ورکړي.

د محراب شهیدان، د چنګاښ د اوومې او د وږي د اتمې نیټې شهیدان او د لاجوري، قرني او صیاد شیرازي په شان شهیدان د ترهګرۍ له هغو قربانیانو څخه دي چې د اسلامي انقلاب د تاریخ په دې پړاؤ کښې د منافقانو په لاس شهیدان شول. په دغه جنایتکاره بهیر کښې د ۱۳۶۰ کال د وږې یا سنبلې د میاشتې د  اتمې نیټې ترهګره پیښه، دوه میاشتې پس له هغې رامینځته شوه چې د هم دغه کال د چنګاښ په اوومه نیټه آیت ا... سید محمد حسیني بهشتي او د جمهوري اسلامي ګوند ۷۲ تنه سیاسي او اجرايي شخصیتونه د چنګاښ په اوومه نیټه د دغه ګوند په دفتر کښې د شوې بمي چاودنې له امله شهیدان شوي وو.

خو نړیوال استکبار د دغو ترهګرو اقداماتو په وړاندې نه یوازې هیڅ غبرګون څرګند نه کړ بلکې ملاتړ یې ترې هم وکړ.

منافقین د ایران د نظام د پرزولو په لړ کښې د خپلو اقداماتو له پیلولو او د ایران د ډیرو خلکو او مسئولانو له وژلو وروسته وړومبې پاریس ته وتښتیدل او بیا عراق ته لاړل او هلته یې هم بوږنونکي جنایتونه ترسره کړل.

*/*/*/*/*/*/*

د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کلونو په پیښو کښې د عراق د بعث رژیم له مینځه تلی جنایتکار ډیکټاټور صدام له منافقینو څخه د عراق د کردانو د ځپلو لپاره ګټه پورته کړه. هغه په دغه بوږنونکي جنایت کښې د کردانو د نسل وژنې عملیات پلان کړل چې له امله یې څو زره ښځې او ماشومان قتلِ عام شول.

کله چې صدام د امریکې په حملې سره له مینځه لاړه د منافقینو ډلګۍ بیا هم د امریکې تر ملاتړ لاندې پاتې شوه او څه موده یې په لیبرټي کیمپ کښې تیره کړه او بیا د امریکې او انګلستان په لابۍ سره البانیا ته منتقل کړی شول او د ختیځې اروپا په دغه هیواد کښې ښه په ازاده فعالیت کوي.

په دې حقیقت کښې هیڅ شک نشته چې له ترهګرۍ د امریکې ملاتړ په سیمه کښې  لاسوهنې لپاره د واشتنګټن سټراتیجۍ یوه برخه ده. امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو د خپلو سیاسي اهدافو او مقاصدو لپاره ترهګر په ښه او بد او البته د خپلو ګټو له نظره تقسیم کړل چې له ترهګرو څخه ملاتړ توجیه کړي. دا دوه ډوله چلند سبب شو چې کومو کسانو چې په ایران کښې ترهګر جنایتونه کوي، په لازیات ملاتړ او ازادۍ سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.

ایسوشیئیټډ پریس له ترهګرۍ د امریکې د ملاتړنونو په هکله په یو ایشوا کونکي رپورټ کښې د منافقینو له مشرانو څخه د امریکې د ځینو سینیټرانو له رشوت اخیستو پرده پورته کړه او ویې لیکل: د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کابینې یو چارواکي او د هغه لږترلږه یو صلاحکار د پیسو په اخیستو سره د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ لپاره وینا کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې د ملي امنیت د شورا پخواني غړي او د منافقینو ملاتړي ریمونډ ټانټ چې د ټرور د ملاتړو له لیسټه د ایستلو لپاره د دغې ډلې د تحرکاتو په هکله یې یو رپورټ برابر کړی دی، وايي: هغوي (منافقین) د امریکې د پروګرام د پرمخ بیولو لپاره له بندیز او جنګ نه ښه انتخاب دی.

په حقیقت کښې د هم دغه تفکر له امله وو چې امریکې ځینو اروپايي هیوادونو سره له دې چې پوهیدل د دغې ترهګرې ډلګۍ لاسونه د زرهاؤ بیګناه انسانانو په وینو ککړ دي، ملاتړ یې ترې وکړ.

له دې نظره ویلې شو چې د ۱۳۶۰ کال د اوړي د پیښو لړۍ د ایران اسلامي انقلاب او تنکي جمهوري اسلامي نظام ته د ګوذار ورکولو لپاره د نړیوال استکبار له خوا یو پلان شوې بهیر و.

د موجودو اطلاعاتو له مخې، له ۱۹۶۰ میلادي لسیزې راهیسې د امریکې حکومت په لویدیځې، آسیا، اروپا او لاتیني امریکا کښې لږترلږه له اتو مشهورو ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کړی دی. دا په دې معنا دي چې کله د مریکې د رژیم د ګټو خبره وي نو دغه هیواد له ترهګرو ملاتړ کوي بلکې خپله هم ترهګرو اقداماتو ته لاس اچوي.

د ډونلډ ټرمپ په حکم د امریکايي ځواکونو له خوا د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور د دغه بهیر مصداق دی. امریکې د ۲۰۲۰ کال په وړومبیو کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان سردار قاسم سلیماني په شهیدولو سره وښودله چې لاهم په ترهګرو اقداماتو سره د سیمې د ناامنه کولو په تکل کښې ده. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه پیشمني مهال ډګر جنرال قاسم سلیماني چې د عراق د حکومت په بلنه دغه هیواد ته تلی و، د عراق د حشد الشعبي ځواک د مرستیال مشر او ویاندوي ابومهدي المهندس په شمول د لسو تنو ایراني او عراقي ملګرو سره یوځاې په عراق کښې د دیره امریکايي ځواکونو د ډرون حملې هدف وګرځیده چې د دغې قافلې ټول کسان په کښې شهیدان شول.           

     */*/*/*/*/*/*/

امریکې په دغې ټرور سره هغه قومندانان په نښه کړل چې داعشي ترهګرو ته یې سخت ګوذارونه ورکړي وو. البته ایران د دغه ترهګر اقدام په وړومبي ځواب کښې په عراق کښې د امریکایانو ترټولو ستره او مهمه اډه (عین الاسد) په توغندیو وویشتله.

په سیمه کښې د وروستیو کلونو بدلونونه ښودنه کوي چې سلطه غواړي قدرتونه او په سر کښې یې امریکا له ترهګرۍ او تندلایتوب څخه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د یو اوزار په توګه کار اخلي. په دې کښې ځیني ترهګر جنایتونه د انسانانو د سلامتیا او ژوند خلاف د ترهګرۍ او اقتصادي بندیزونو په لړ کښې دي چې سبب شوي ایران د امریکې د اقتصادي او درملیزې ترهګرۍ یو مهم هدف وګرځي.

دا انساني ضده جنایتونه او له ترهګرۍ څخه د لویدیځ ملاتړونه به د ایران د ولس له تاریخي ذهن څخه هیڅکله پاک نه شي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې د ورځې په توګه د وږي د میاشتې د اتمې نیټې نومول په هم دې لړ کښې دي.

*/*/*/*/*

ګرانو مینه والو د دې بحث د دوام لپاره به د پروګرام په دویمه برخه کښې ستاسو په تمه یو.

 

 

 

ټیګونه