په اطلس سمندرکې د پوځ د سمندري ځواک دبیړیو د۷۵ ډلې دقدرتمند شتون اهمیّت
(last modified Tue, 14 Sep 2021 13:00:04 GMT )
Sep 14, 2021 17:30 Asia/Kabul
  •  په اطلس سمندرکې د پوځ د سمندري ځواک دبیړیو د۷۵ ډلې دقدرتمند شتون اهمیّت

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې اطلس سمندر کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسټراټژيک سمندري ځواک د  بیړیو د پنځه اویایمې بیړۍ د قدرتمند او عزتمندشتون داهمیّت په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو  ، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي . 

           دسمندر په نړیوالو  اوبو کې  له څلور څلویښت زره  کلومیټر واټن له کچ کولو وروسته  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د سټراټژیک  سمندري ځواک د بیړیو پنځا اویایمه ډله ، د لویدیځي آفریقا او بالټیک سمندر د سواحلو له لارې  د ایران سواحلو ته راستنه  او په بندرعباس کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د لوړپوړو قوماندانو له تاودۀ هرکلی سره  مخ شوه .

  د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.... العظمی سید علي خامنه اي د اطلس سمندر پراخې سمندري  سیمې  دکچ کونې  له تاریخ جوړونکي ماموریته  د پوځ د سمندري ځواک د بیړیو د ۷۵  دلې  قدرتمنې  او عزت رامینځةکونکي ستنیدا په اړه په خپل پيغام کې مبارکي وئيلي او  او د قوماندان او هر یوه پرسنل قدرونه ئې کړې ده .

  د درستو قواؤ  ستر قوماندان ددغه پيغام په یوې برخې کې ټینګار کړی ،  دغه توانمنئ  وساتئ او نوره ئې هم لوړې کړئ .

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت سمندري ځواک  دبندیز په شرائطو کې ، د مځکې وسمندر او هوافضا په درو حوزو کې سټراټژیک تجهیزات  ترلاسه کړي دي  او دا موقعیّت  او ستر ویاړ د امریکا زیاتره دباؤته ډير معنا لرونکی ځواب دی چې په دغو کلونو کې  ئې  ددفاعي او پوځي قدرت پشمول په مختلفو ډګرونو کې دایران د پرمختګ د مخنیوی  او دمنزوي کولو لپاره  ډیرې هلې ځلې کړي ،خو  هیڅ نتیجې ته نه دي رسیدلي . د ایران دملت دښمنان اوس  مجبورا باید ومني  چې ایران یو عزتمند ،قدرتمند او توانمند هیواد دی . 

د ایران   داسلامی جمهوریت سمندری ځواک  ددغه  ستر ماموریت په  کامیابۍ سره په ترسره کولو سره ،دنړیوال  سمندر په اوبو کې  دسمندري ماموریتونو پّ ترسره کولو کې  خپل سټراټژيک مقام او رول  تثبیت کړ  او  دسیمې یوازینی هیواد دی چې  په خپلواکه توګه  ئې د بندیز  او ګواښ په شرائطو کې دغه دروند ماموریت  په بریالیتوب سره  ترسره کړ .

    دا یران د ا سلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک د

Image Caption

 

بیړیو عملیاتي ډله،په دغو یو سل شلو ورځو کې د هند سمندر،جنوبی انو شمالی اطلس درو سمندرونو  او ددغو درو سمندرونو له مهمو  اوبلارو  چې  په سمندري جیو پولیټیک  حوزې کې  سټراټژيکې لارې حسابیږي ، تیره شوه .  

د پوځ د سمندري ځواکقوماندانامیر البحرشهرام تهران يددغه ستر سمندري سفر د اهمیّت په بابد ایران له لومړي ټیلیویژني چینل سره په خبرو کېوئيلي دي ،دبیړیو۷۵ ډلېد درو سمندرونو په ډيرو برخو کې سفرونه وکړلاو مونږ وتوانیدودسهند ایرنۍ بیړۍسرهد درو سترو سمندرونو بلې غاړې ته ورسیږو ، یعني اطلس سمندرچې د دنیا د وحشي سمندرونو برخه حسابیږي .

امیر البحر تهرانيددغه ماموریت دترسره کیدا د ضرورت په بابهم ووئيل ،د ایرانکابو نوي فیصده تجارت د سمندرله لارې ترسره کیږياو اوسنی سمندرهم له سیمې د ورآخوا لوبغاړو په وسیلهاودځينو سمندري ترهه ګرو پّ وسیلهګواښل کیږياو دا چورلیزچېدایران اقتصادي چورلیز دی ، همله ګواښ سره مخامخ دی .

د تیّت سټراټژيکې اکاډمۍ له نظره،یو سمندري دفاعي ضرورت،هغو تيکنالوجیو ته لاس رسی دی چې د سمندري پوځي تجهیزاتو په تولید ، جوړښتاو کارونې کې ورځینياستفاده کیږي . د بیړۍ د الیکټرانیکي سسټمونو او په سمندر کېداوږدې مودېپه پاتیکیدو سره د اوبتلونو د جوړولو او له ګائيډیډ توغندیو څخهد استفادې په توانمنیو سرهدالیکټرانیک جنګ لپاره مجهزو بیړیود کارندواليلپاره استعمالونکو ټیکنالوجیو په څير ماډرن ټيکنالوجۍ، په سمندرونو کېهیوادونو د برلاسه کیدا ضمانت دي . دغه توانمنۍاوسدایرانپه دفاعي صنائعو تخصصي حوزې کېپه ځاي ټيکنالوجیو بدلې شوي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت دبیړیو ډلې تردې دمهد هندوستان، سریلانکا، خط استوا،د انډونیشیا ټاپوګانو ،مالاکا تنګي ،دچین سمندر ،آرام سمندر،سویز اوبلارې، مدیترانې سمندراو دجنوبی هند سمندرپه څيردنړۍ په ډيرو سترو سمندري لارو کېشتون پیدا کړی دی .

په ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې له سمندري بیړیو سره دمکران بندری بیړۍپه یوځاي کیدا سره چې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ ترټولو ماډرن بیړۍده د سمندری ماموریتونو د ترسره کولو لپارمهم ګام پورته شوی دی .

مکران ستره بیړۍد سمندریغلواو ناکراریو سره د مقابلې لپاره په تیره بیا دعدن خلیج ، سره سمندر سیمو کېد غلو او ناکراریو سره دمقابلې لپارهپه لیرې پراتوسمندري سیمو کېد پوځ د سمندري ځواک د ماموریتونو دترسره کیدا پهموخې سره پلان شوی او د ځانګړو عملیاتو د اجرا او دډرونز ، توغندوي عملیاتو ، الیکټرانیک جنګ لپآرهپه ضروري تجهیزاتو او امکاناتو لرونيده .

د لویدیځي آسیاتر ټولو ماډرن جنګي بیړۍ په توګهسهند ستره جنګي بیړه چې د ۲۰۱۸کال له دسمبرهد ایران د اسلامی جمهوریت د پوځدسمندری ځواکله جنوبي بیړیو سره یو ځاي شوې ده ، له راډاره دتښتې ، دیرغلیزو او دفاعيوړتیاؤڅخه دبرخمنیدا،د توغندوي ټرپيډوپه څير له پوځيخانګړتیاؤبرخمنه ده .او دغه سټراټژيک ځواک ته سپارل شوې ده .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی کوماندانډګر جنرالامیر سید عبدالرحیم موسوي، تېره یکشنبهد پوځ د سمندري ځواک د پینځه اویایمې ډلې د بېړې د هرکلي په مراسمو کې دې ته په اشارې سره چې د ټولو قواوو کوماندان په لومړي ځلاطلس سمندر ته د تللوخیال تایید کړ وویل: د سمندري ځواک دغه استراتژیک اقدام نړیوال استکبار او په سر کې یې امریکایي ترهه ګر له استراتژیک ابهامسره مخامخ کړې دي.

د پوځ لوی کوماندانپینځه اویایمې ډلې د بېړې د هرکلي ددستورو په ترڅ کې د ایران پرېس خبریال پوښتنې ته په ځواب کېد دغه سمندري ماموریت یوه ځانګړنهد هغې د ماموریت موده وبلله چې پکې ماڼوګانو په دغه څلورو میاشتو څلور موسمونه تجربه کړې او په داسې شرایطو کېله ناکرارو سمندرونو تېر شوې چېله بندري خدماتو یې استفاده نه ده کړې او یوازې په خپل ځان متکی او ډاډه وو.

د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو لوی کوماندان ډګر جنرال حسین سلامي هم دغه لویه پېښهددفاعي طاقت زیاتولو او د اسلامي هیواد د مقتدرو وسله والو ځواکونو د دفاعي ظرفیت د لوړولو لپارهیوه پېلامه وبلله.

د اسلامي ایران سمندري ځواک اوسخپل ماموریتونه د استراتژیک ځواک سویې ته رسولې دي او دا وس لري چېپه نړیوالو اوبو کېد سمندري امنیت د ساتلو لپارهشتون ولري او د سمندري حوزېله پرمختللو وسلو او تجهیزاتو په استفادې سرهپه نړیوالو اوبو کې په هر ځای کې چې د امنیت د ساتلو ضرورت وي خپل مقتدرانه رول ولوبوي.د هند سمندر په شمال کې د نړۍپه څلورو اقتصادي لارو کې دایران د بیړیو شتوناو په اطلس سمندر کېد سمندري ماموریتونو ترسره کول د دغه وسونو ښودنه کوي.

لکه څنګه چې د ایراند سمندري ځواک کوماندانامیرالبحر، امیر شهرام ایرانيوویل: نن نور نو هند سندر زمونږ لپاره یو عادياو ورځنی ماموریت ګڼل کیږي اومونږبه ضرور په هر ځای کې چې ضرورت وي شتون پیدا کوو ځکه چې د دې وساو طاقت لرو.

  1.  
  2.  

 

 

 

ټیګونه