ایران د اونۍ په هینداره کښې
(last modified Mon, 25 Oct 2021 09:33:07 GMT )
Oct 25, 2021 14:03 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا ایران د اونۍ په هینداره کښې تر عنوان لاندې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو.

د وحدت د اونۍ په مناسبت د وحدتِ اسلامي پنځه دیرشم نړیوال کانفرنس د (اسلامي اتحاد، صلحې او په اسلامي نړۍ کښې له تفرقې او نزاع څخه د ډډه کولو) په موضوع سره، د نړۍ د ۵۲ هیوادونو څخه د یوه ډله اسلامي متفکرانو او پوهانو په حضوري او آنلاین شتون سره ترسره شو.

د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) او د امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د ایران د درې واړو قواؤ مشرانو، یوه ډله مسئولانو او هم داشان د اسلامی وحدت د کانفرنس ګډونوالو او میلمنو د اتوار په ورځ یعنې د ربیع الاول د میاشتې په اوولسمه نیټه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي سره ملاقات وکړ.

اتحاد او یووالی د اسلام د مبین دین له داسې اصل دی چې ځانګړی اهمیت لري.

تجربې ښودلې ده چې تفرقه په اسلامي نړۍ کښې د دښمن د نفوذ او ناامنۍ او د تندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیت لامل کیږي. دا ننګونه په حقیقت کښې د اسلامي نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

امریکايي سیاستوالان په دې خبره داده شوي دي چې په لویدیځې آسیا کښې باید جنګ او نښتې او تفرقه رامینځته شي ترڅو صهیونیسټي رژیم خوندي پاتې شي او د اسلامي نړۍ زخمي او په وینو سور وجود د پرمختګ توان ونه لري.

د امریکې چارواکي په سیمه کښې د کړکیچ او بې اعتمادۍ په رامینځته کولو سره د اسلامي هیوادونو په اړیکو کښې د تفرقې او بیلتون اچولو په لټه کښې دي چې د صهیونیسټي رژیم او په سیمه کښې د واشنګټن د انډیوالانو لپاره میدان خالي کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت د مسلمانو هیوادونو ترمینځ د وحدت د ساتنې په ضرورت باندې په ټینګار سره اسلامي نړۍ له تفرقې نه ډډه کولو ته هڅوي او هم دا کار یې د امریکې د قهریدولامل شوی او د فلسطین غاصب رژيم یې په ویره اخته کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري تیره اونۍ د روسیې د دفاع وزیر جنرال سرګئي شایګو په رسمي بلنه د یو جګ پوړي پوځي پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته سفر وکړ.

د ګډو دفاعي او پوځي اړیکو او ملګرتیاؤ پراختیا، له ترهګرۍ سره مبارزه او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو څیړنه د ایران او روس د چارواکو د خبرواترو موضوعات وو.

په دغه سفر کښې د افغانستان د بدلونونو او د سوریې د بشپړ امنیت په لاره کښې د ملګرتیا په هکله د نظر تبادله وشوه.

ایران او روسیې په منظمه توګه او د سیمه ایزو اړتیاؤ سره سم په تهران او ماسکو کښې مهمې غونډې ترسره کړې دي. دواړه هیوادونه هم داشان د پوځي ملګرتیاؤ د پراختیا په برخه کښې یو سټراټیجک پروګرام لري.

په پوځي او دفاعي برخو کښې د ایران او روسیې اړیکې، د سیمې په ثبات او امنیت باندې د دغې ملګرتیا اغیزمن والي ته په پام سره سټراټیجک اهمیت لري.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د دغه سفر په دوام کښې د روسیې په آسترا خان کښې د (سالیانکا) بندر د بنسټیزو جوړښتونو کتنه وکړه.

سردار جنرال باقري چې په ماسکو او سن پیټرزبرګ کښې د روسیې له لوړرتبه دفاعي چارواکو سره له کوټلې مذاکرې وروسته آستارا خان ته لاړه، د دغې سیمې د حکومتي چاراکو او د خپل پلاوي د غړو په ملتیا یې د سالیانکا بندر د بیخ بیناؤ کتنه وکړه او د کاسپین سمندر له لارې د شیانو له صادراتو او وارداتو خبر کړی شو.

آستراخان بندر د کاسپین سمندر په شمال کښې د ولګا سیند په غاړه پروت دی او د ایران او روسیې ترمینځ د صادراتو او وارداتو یو مهم بندر ګڼل کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت د سالیانکا بندر ۵۳ فیصده مالکیت لري او ټاکل شوې ده چې دغه مهم بندر له دې وروسته د ایران او روسیې ترمینخ د سمندر له لارې په تجارتي او سوداګري راکړو ورکړو کښې لافعاله رول ولوبوي.

له دې نظره روسیې ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز سفر په دې هکله یو روښانه پیغام لري چې د ایران او روسیې اړیکې د امنیت د ساتنې په لړ کښې د سټراټیجکو ملګرتیا د پراختیا او لوړتبه په لاره روانې دي. له دې نه علاوه د کاسپین سمندر په سیمه کښې موجودو وړتیاؤ، اورآسیا ټولګې او د شمال جنوب نړیوال کوریډور د ایران او روسیې د اړیکو اهمیت څوچنده زیات کړی دی.

دغه کتنه په داسې حال کښې وشوه چې په جنوبي قفقاز او افغانستان کښې روانو بدلونونو له ترهګرۍ او نیواکګرۍ سره د مقابلې او د ګډو ګواښونو په وړاندې د ډله ایزو ګټو د ساتنې په لړ کښې د سټراټیجکو ملګرتیاؤ په چوکاټ کښې د ایران او روسیې د صلاح مشورو ضرورت څوبرابره کړی دی. ایران او روسیه د سیمې د ثبات او امنیت په ساتنه کښې د فعالو او موثرو کوشش کونکو په توګه د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په لړ کښې ملګرتیا او د څواړخیزپالنې پياوړتیا ته هوډمن دي.

د ایران د وسله والو څواکونو لوې درستیز روسیې ته له سفر مخکښې پاکستان ته تلی و. دغه سفر هم د دفاعي، امنیتي او پوځي اړیکو د پراختیا په برخه کښې په یولړ نویو موافقو سره پاې ته ورسید.

پاکستان ته د سردار باقري په څلور ورځني رسمي سفر کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د اطلاعاتي ملګرتیاؤ د زیاتولو په لړ کښې پر موافقې سربیره د دواړو هیوادونو په سمندرونو کښې د ګډو مانورو د ترسره کولو په سر هم موافقه وشوه.

جنرال باقري هم داشان د ایران، روسیې او چین په ګډه مانوره کښې چې له دوه کاله مخکښې نه پیل شوې ده، د پاکستاني کشتیو د شتون خبر ورکړ.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز د دغه سفر د پایلو د اهمیت په بیانولو کښې څرګنده کړه چې په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نظر له مخې او هم داشان د اوږدو پولو په وجه پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت په نظر کښې ځانګړی اهمیت لري.

د ایران د پوځ د هوايي ځواک د حریمِ ولایت د فداییانو د هوايي اقتدار لسمه مانوره تیره پنجشنبه د ټول ایران په پراختیا ترسره شوه.

په دغه مانوره کښې ډول ډول ځايي او اپ ډیټ شوې وسلې او سیسټمونه وازمایل شول.

د ګواښونو پراختیا او د سیمې حساسو حالاتو ته په پام سره د دغو خطرونو د دفع کولو لپاره د دفاعي تیاریو او یرغلیز قدرت لرل د ایران لپاره ډیر اهمیت لري. د دغه سټراټیجک ضرورت د پوره کولو لپاره د ایران په پوځي ډاکټرین کښې د هیواد د دفاعي وړتیاؤ د لوړولو په موخه یولړ سټراټیجک اهداف تعریف او تدوین شوي دي.

د سترو تخصصي مانورو ترسره کیدل له دې نظره د ګواښونو په وړاندې د دفاعې وړتیاؤ او د احتمالي تیریو په وړاندې د یرغلیز توان د یوې برخې ښودنه کوي.

په دې چوکاټ کښې دا مانورې او پوځي مشقونه له اهدافو سره سم او د نویو دفاعي وړتیاؤ د کارولو په موخه اجرا کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي پوځ ماهران د ماډرن تجهیزاتو د جوړولو په تیره بیا د بې پایلټه الوتکو او جنګي ډرون په برخه کښې د پام وړ بریاؤ ته رسیدلي دي چې د مقدسې دفاع په اونۍ کښې یې د ځینو مخکتنه وشوه.

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه