د ایران په بریاؤ کښې د انقلاب د معظم رهبر رول او مقام (۱۳)
(last modified Fri, 05 Nov 2021 00:21:26 GMT )
Nov 05, 2021 04:51 Asia/Kabul
  • د ایران په بریاؤ کښې د انقلاب د معظم رهبر رول او مقام (۱۳)

ګرانو او قدرمنو لوستونکو د ایران په کامیابیو او بریاؤ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د رول او موقعیت په هکله د مطالبو د لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو.

د بندیزونو په سخت پړاؤ کښې د ایران د اقتصاد تجربه او د ځینو نامطلوبو اقتصادي کارکردګیو څرګندیدل سبب شول چې آیت الله العظمی سید علي خامنه اي راتلونکي ته په کتنې او ژور فکر سره، د (مقاومتي اقتصاد) په چوکاټ کښې د ایران د اقتصاد مقاوم جوړونه اعلان کړي. د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو وویل چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نظر وړ مقاومتي اقتصاد د اهدافو د اجرايي کیدو لازمه چې په مختلفو مراسمو او مناسباتو کښې یې پرې تل ټینګار درلودلی، د ملي تولید د رونق او د هیواد په مختلفو تولیدي برخو کښې د ګټه اخیستنې د زیاتولو په موخه له موجودو ټولو ظرفیتونو څخه استفاده پاتې شوې ده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښودر باوري دی چې د ځینو سیاسي، اقتصادي او تبلیغاتي دباؤنو په وجه هیواد د پرمختګ په حال کښې دی او د ایراني ولس د مخ په وړاندې تګ په لاره کښې هیڅ داسې ستونزه او بندون نشته چې ختمیدې نه شي. دوي فرمايي: مونږ په ټولو ډګرونو کښې دښمن ته ماتې ورکړه او په اقتصادي جنګ کښې به یې هم په شا وتنبوو.

دوي اوسنې ډګر یو شوق زیږونکی او په عین حال کښې له زحمته ډک بللی او ټینګار کوي: مونږ په هیڅ توګه په بندون کښې نه یو، په هیڅ توګه له داسې مشکلاتو سره نه یو مخامخ چې مونږ د خلاصې لارې له دوامه پاتې کړي، داسې کومې ستونزې نشته. هو! ځیني مشکلات شته خو هغه ټول د دې ولس او د دې هیواد له فیصلې، هوډ او هدفونو او ارمانونو ډیر واړه دي. مونږ مونږ نه غواړو چې په نرمې او پستې بسترې باندې ډډه ووهو او سملو او ارام وکړو، نه، مونږ د میدان په مینځ کښې یو خو دا میدان یو سخت او په عین حال کښې ذوق او شوق رامینځته کونکی میدان دی، د ورزش او د سپورټي سیالیو د میدان په شان. د لوبو او ورزشي سیالیو په میدانونو کښې ستړیا شته، ویره او اندیښنه هم وي خو شوق زیږونکې وي. هیڅ کوم ورزشکار او بوبغاړی د ورزشي او سپورټي سیالۍ په ډګر کښې له شتونه ډډه نه کوي بلکې په شوق او ذوق سره ورځي. دا کار زحمت هم لري، بدني او عصبي دباؤ لري خو په عین حال کښې لوبغاړي او ورزشکاران په خپله خوښه ورځي. زمونږ حالت هم، دغه شان دی.

آیت الله العظمی خامنه اي په دوراندیشۍ، عقلانیت او په کورنیو وړتیاؤ او توانمنیو باندې په باور سره تل له خلکو او مسئولانو له خلکو مخکښې پاتې شوی دی، د قوت او کمزورۍ ټکي یې بیان کړي دي او په ستونزو باندې د برلاسي او د بریاؤ او لاسته راوړنو د ساتنې لاره یې په ګوته کړې دي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جمهوري اسلامي نظام د کلي لیکو د ټاکلو په لړ کښې دله ۱۳۸۷ لمریز کال نه تر ننه پورې د پرمختګ او عدالت عملیاتي کولو ته په پام سره د هیواد سترې اقتصادي سټراټیجۍ مطرح کړې دي او هر کال یې د دې لړۍ یوه بله کړۍ وړاندې کړې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اعتقاد او باور سره چې اقتصاد د اقتدار لامل دی او کوم هیواد چې مضبوط اقتصاد لري هغه د اقتدار یوه وسیله لري، له حکومت او پارلیمانه غوښتي دي چې د قانون جوړونې او اجرا د دوو مهمو مټو په توګه د اقتصاد په برخه کښې فعالیت ته د یو جهاد په سترګه وګوري او خپل ټول توان له تولید څخه د ملاتړ لپاره وکاروي او د هیواد د اقتصاد د ورځ تر بلې ودې او ترقۍ لپاره ضروري اډانې برابرې کړي.

دوي د مقاومتي اقتصاد د سمبول د عملي کولو، د خلکو د ستونزو د هوارولو او د هیواد خلاف د دښمنانو د دسیسو د اجرا د ناکامه کولو لپاره په کلیاتو بسنه ونه کړه او مسئولانو ته یې معلوم موارد وړاندې کړل. د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې د اولې نیټې په وینا کښې یې د هیواد د اقتصاد د ژغورنې لپاره لس بنیادي اقدامات په ګوته کړل چې په کښې د هیواد لپاره په ګټه لرونکو فعالیتونو او اقتصادي کړیو باندې تمرکز او د کورني تولید له کمزورې کونکو وارداتو ډډه کول او هم داشان متوسطو او وړو صنایعو ته ځانګړې کتنه شامل دي.

معظم رهبر په دې خبرې سره چې(تر څو ژوندی یم د هیواد د علمي خوښت دفاع به پرې نږدم)، په هیواد کښې د پوه بنسټه شرکتونو ترټولو ستر ملاتړی دی. 

په یقین سره هغه څه چې دیني حکومت له غیردیني حکومته بیلوي، د داسې حالاتو او زمینې برابرول دي چې ټولنه ورڅخه په ګټې پورته کونې سره د انسان د حقیقي کمال او ودې په لور لاړ شي. د دیني حکومت اصلي او ضروري لوازم په ټولنه کښې د بې وزلۍ او توکمپالنې ختمول، د خلکو د ژوند لپاره په معیشت کښې د پراختیا راوستل او د ټولنې په حرکاتو کښې د اعتدال د نظر لرل دي. په دې لړ کښې یوه مهمه موضوع چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په اقتصادي تفکر کښې ترسترګو کیږي، د کار او کوشش اهمیت دی. دوي عمران او آبادونه د خپلو اقداماتو سرمشق ګرځولې او د ټولو پرګنو لپاره یې نِسبي سوکالتیا غوښتنې ده. په اسلام کښې یې د پانګې او سوکالتیا اهمیت مطرح کړی دی او د مال او پانګې او د اشرافي ګرۍ د ماډلونو د زیاتوالي په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له نظره د کار او کسب د فرصتونو رامینځته کول یو ډول عبادت او ارزښت زیږونه ده او ستر ایران نن سبا له بل هر وخته زیات کار او کار زیږونې ته ضرورت لري. په هم دې بنیاد د دوي په کلي سیاستونو کښې د کار، تولید او له کورنیو تولیداتو د استفادې د کلتور په دودولو او پياوړتیا باندې د اسلامي ارزښت په توګه خبرې شوې دي او د تمخصص، ماهر او کارنده انساني ځواک په روزنې ټینګار شوی دی. دوي فرمايي: کار او بنیادي سټراټیجي، د کورني تولید د رونق او پياوړتیا له لارې د بندیزونو له زیانه د اقتصاد خوندي کول دي او زه خپله د دې کار ملاتړی یم او د د هیواد د حقیقي پرمختګ د لارې بشپړه دفاع کوم.

تولید، له موجودو سرچینو او امکاناتو په استفادې سره د اړتیا وړ شیانو او خدماتو د برابرولو په معنا دی او د هیوادونو د اقتصاد بنیادي مسئله ده. تاریخ ګواه دی چې د هیوادونو اقتصادي پرمختګ زیاتره د تولید په موضوع باندې د تمرکز نتیجه ده. تولید که په نوښت او د هیواد د ټولو خلکو په ګډون سره وي نو د تعاونیو او د تجارت په قانون کښې د نورو موجودو چوکاټونو په بنیاد عملي کیږي او نوښتیان او کارزیږونکي د هارډویري او سافټ ویري شیانو د تولید او خدماتو بازار ته واردیږي. خد دا ټکې دې ته ضرورت لري چې د خصوصي یا پرائیویټ سازیو په بهیر کښې ښکاره بدلونونه وشي.

د څیړنو له مخې کومو حکومتونو چې مدیریت شوي اقتصاد ته په کار زیږونکي اقتصاد باندې ترجیح ورکړې ده، د وخت په تیریدو سره په خپلو هیوادونو کښې د نوښتونو د محدودولو لامل شوي دي. په دې وجه د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کاري ځواک توانمندول او د ګټه پورته کونې د انګیزې زیاتول، خلاقیت او د کار د بازار له اړتیاو سره د روزنیزو او تحقیقاتي مرکزونو د تناسب رامینځته کول مطرح کړي دي.

د معظم رهبر په ویناؤ کښې د دښمنانو له ګواښ او بندیز سره د مقابلې لپاره د هیواد د اقتصادي پرمختګ او پراختیا د بنیاد او اساس په توګه د تولید په رونق باندې تل ټینګار شوی دی. د تولید زیاتیدل په مختلفو برخو کښې د بدلون د رامینځټه کیدو، د اشتغال د زیاتیدو، د معیشتي ستونزو د هواري، د ملي پیسو د ارزښت د زیاتیدو او د بودجې د انډول سبب کیږي. معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره فرمايي: که تولید رونق واخلي نو په مختلفو برخو کښې به یو بدلون راشي. هم په اشتغال کښې تاثیر لري، هم د ګرانۍ په کمولو باندې اغیزه کوي، هم حتی د بودجې د توازن او انډول په حالت باندې اثر کوي او هم د ملي پیسو او کرنسۍ د ارزښت په زیاتیدو باندې اغیزه پرې باسي. وګورئ، دا ټول زمونږ مهمې اقتصادي ستونزې دي. د نظر خاوندان او هغه کسان چې په اقتصادي مسائلو پوه او خبر دي، تصدیق او تاییدوي، هغوي باوري دي چې د اقتصاد د غوړیدو لپاره د هیواد وړتیاوې ډیرې تیارې او بشپړې دي.

بنیادي ټکی دا دی چې ایران په مختلفو صنعتي، معدني، کرهڼیزې، پټروکیمیکلي او د تیلو او ګیس په برخو کښې ستر ظرفیتونه لري او په دې کښې هره برخه په تولید کښې د بدلون او د ټولنې د اقتصاد په پرمختګ باندې د تکیې ټکی ګڼل کیږي او د بندیز او ګواښ په دې حالاتو کښې له دغو نه له هر یو فرصت څخه سمه او پرځاې استفاده به یو مطلوب فرصت رامینځت کړي ترڅو په هیواد کښې تولید ترقي وکړي او ظرفیتونه عملیاتي شي او ګټه ترې واخیستې شي. په دې ظرفیتونو کښې پیټرو کیمیکل صنعت ته اشاره کولې شو چې د تولید د رونق د شعار په عملي کولو او هم د بندیزونو په ناکامه کولو کښې غوره رول لوبولی شي.

د دې برخې د ماهرانو له نظره، د هیواد په پټروکیمیکل صنعت کښې د رامینځته شویو بدلونونو څپه، د بهرنیو اسعارو پر ګټلو سربیره، په ګڼو سطحو کښې د پانګې او کار کسب د رامینځته کیدو سبب شوې ده.   

په پاې کښې د دې مهم ټکي یادونه کوو چې په تیرو څو لسیزو کښې د ایراني ولس خلاف د نړیوال استکبار بندیزونه سبب شوي چې د ملي تولید او د هغه د رونق لپاره په هیواد کښې مناسبې بیخ بیناوې جوړې شي او په دې برخه کښې اوس په یقین سره دا فرصت رامینځته شوی چې د ایران ولس په متعال خدای باندې په توکل او د هیوا په وړتیاؤ او شتمنیو باندې په ملا تړلو سره یوځل بیا د اسلام او ایران دښمنان ناکامه کړي.

په بله وینا، صحي ده چې په دې وروستیو کلونو کښې د جمهوري اسلامي نظام خلاف د دښمنانو د سختیو او فلج کونکو بندیزونو له امله، د ایران ولس له ډیرو دباؤنو سره مخامخ شو خو د عمل په میدان کښې یې ثابته کړه چې دا د ایران ولس دی چې په صبر او استقامت سره د ترقۍ پوړۍ یو په بل پسې ووهي او ان شاءالله چې پایلې به یې ټول په نزدې راتلونکي کښې وویني.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه