د ايران د ګېسو د پائپ لائن د منصوبې په اجرا کښې د پاکستان د حکومت په سستيا او ځنډتيا نيوکه
(last modified Mon, 15 Nov 2021 09:33:39 GMT )
Nov 15, 2021 14:03 Asia/Kabul
  • د ايران د ګېسو د پائپ لائن د منصوبې په اجرا کښې د پاکستان د حکومت په سستيا او ځنډتيا نيوکه

د ايران د اسلامي جمهوريت د ګېسو د انتقال د پائپ لائن منصوبې په اجرا کښې د پاکستان د حکومت په سستيا او ځنډتيا باندې د دغه هېواد د خلقو او سياستدانانو لخوا نيوکې شوې دي.

ر

په دې اړه د پاکستان په سېنټ کښې د پيپلزپارټۍ سېنټر تاج حېدر وويل، د دغه هېواد حکومت له قطر څخه په ډېرې اوچتې بيې د ګېسو اخېستلو ته ترجيح ورکړې ده  چې دا مايوسؤنکې چاره ده.

پاکستان ته د ايران د ګېسو د انتقال د پائپ لائن چې د ايران په زاهدان کښې د پولې تر زيرو پوائنټ پورې غزېدلے دے د منصوبې د اجرا په صورت کښې به پاکستان نه يوازې دائمي او پائېداره ګېس ترلاس کړي بلکه د بيې له نظره د فارس خليج د سيمې د هېوادونو له ګېسو نه زيات ارزان هم دے.

د مثال په توګه له قطر نه له دېرش ډالرو زياتې بيې سره د هر مکعب ميټرګېسو د اخېستلو لپاره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د حکومت وروستۍ فېصله ده، دا په داسې حال کښې ده چې له ايران نه د هر مکعب ميټر ګېس اخېستلو لپاره به نهۀ ډالره ادا کوي.

په پاکستان کښې د اقتصادي چارو شناندے رحمت ا... خان وردک په دې باره کښې باوري دے چې له ايران سره د تېلو مبادلات به له دغه هېواد څخه د تېلي موادو د قاچاق له مخنيوي نه علاه د پاکستان د تيلي شرکتونو د ترقۍ وړ ضرورتونو پوره کېدل او د دغه هېواد اقتصادي ترقي په ځان پسې ولري.

د ايران اسلامي جمهوريت د اېشيا په جنوبي سيمه کښې د صلحې او امنيت له ټينګښت سره د مرستې په هدف سره تقريباً څه د پاسه دېرش کاله مخکې د صلحې د پائپ لائن په نامه د پاکستان له لارې هند ته د ايران د ګېسو د پائپ لائن د منصوبې د اجرا کېدو وړانديز وکړ او هيله يې لرله چې دواړه هېوادونه يعنې پاکستان او هند به د دغه پائپ لائن په اجرا کېدو سره  له اويا کلونو  زيات اختلافات شا ته وغوروزي او فضولو او بېهوده تاوتريخوالو او اختلافاتو ځاے به دوستۍ او ملګرتياو ته ورکړي خو له بده مرغه نه يوازې د تهران دغه اميدونه پوره نه شول بلکه هند او پاکستان خپلو اختلافاتو ته په دوام ورکولو سره د صلحې د دغه پائپ لائن د عملي کېدو خنډ شول.

په پاکستان کښې د اقتصادي چارو شنانده مېرمن اسماء شيرازي هم وائي: د پاکستان خلق چې په دې وروستيو کلونو کښې د انرجۍ د کمښت له تريخجن بحران سره مخامخ دي د ايران د ګېسو د انتقال د منصوبې د بشپړه کولو او اجرا کولو غوښتونکي دي، ځکه چې دغه منصوبه د پاکستان د خلقو لپاره اهمه منصوبه ده او اجرا او عملي کېدل يې د امريکې په وړاندې د اسلام آباد لپاره د مقاومت او معاملې کولو فرصت زياتوي.

په داسې حال کښې چې د پاکستان د هغه وخت د ولسمشر آصف علي زرداري په دور کښې دغه هېواد له ايران څخه د ګېسو په اخېستلو او د خپل ضرورت وړ انرجۍ پوره کولو لپاره د ايران د ګېسو د پائپ لائن د منصوبې له اجرائي کېدو سره موافقت وکړ. د ايران اسلامي جمهوريت هم په دې لړ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د پولې تر زيرو پوائنټ پورې  د ګېسو پائپ لائن وغزوۀ او وټاکل شوه چې د پاکستان په دننه کښې به هم د دغه هېواد حکومت پائپ جوړولو ته دوام ورکړي، خو په عمل کښې نه يوازې د پاکستان په خاوره کښې د پائپ لائن جوړېدل عملي نه شول بلکه دغه هېواد د سونګو او انرجۍ له سخت مشکل سره مخامخ شو. په دا ډول چې د عمران خان حکومت په ډېره اوچته بيه له قطر څخه د ګېسو اخېستلو ته مجبور شوے دے.

د اقتصادي چارو يو بل ماهر جواد بخشي په دې باره کښې دا باور لري چې امريکه په پاکستان دباو راوړي چې د انرجۍ په برخه کښې دې له ايران سره ملګرتيا ختمه يا محدوده کړي ځکه چې امريکه دا خيال کوي چې په دې سره به ايران زيانمن شي، دا په داسې حال کښې دي چې امريکه په خپل دې غلط سياست سره د هغو نورو هېوادونو چې امريکې سره تعلق لري اوسيدونکي يې له سرخوږي او مشکل سره مخامخ کوي.

د سياسي څارونکو له نظره له ايران څخه د پاکستان د ګېسو د ضرورت د پوره کولو موضوع  د اسلام آباد او فارس خليج د جنوبي څنډې د عربو هېوادونو او همدارنګ د امريکې ترمېنځ په سياسي مسئله بدله شوې ده.

په نورو الفاظو سره له دې نه په تېرېدو چې په اسلام آباد کښې کومه پارټي په اقتدار کښې وي هغه خاص تعلق ته په پام سره چې د پاکستان حکومت يې له سعودي او د سيمې له نورو عربو هېوادونو سره لري د ايران د ګېسو پائپ لائن نه شي تکميلولې او په دا ډول د پاکستان حکومت د سعودي او د سيمې د ځينو نورو عربو حکومتونو د غوښتنو ترتاثير لاندې حرکت کوي. يو داسې سياست د پاکستان خلق د ګران بيه ګېسو په اخېستلوسره درون قيمت ادا کوي.

د پاکستان ټريبيون خبري سائيټ د شننې له مخې د اسلام آباد حکومت د سعودي تردباؤنو لاندې د ايران د ګېسو د پائپ لائن د جوړولو عمليات اودرولي دي.دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان حکومت ژمنه او وعده کړې وه چې دغه پائپ لائن به تر ۲۰۱۴ کاله پورې تکميل ته ورسوي. خو د ايران د بائيکاټونو په بهانه يې دغه چاره په ټپه اودرولې ده چې دا په حقيقت کښې دسعوي او امريکې د دباو په وجه ده.

په دې وجه د پاکستان خلق دا اميد لري چې د عمران خان حکومت به د دغه هېواد د ملي ګټو په نظر کښې نيولو سره له ايرانه د ګېسو د اخېستلو په باره کښې فېصله وکړي. دا موضوع نه يوازې د پاکستان د خلقو لپاره په دائمي او مطمئنه توګه د ګېسو د ضرورت د پوره کولو سبب کيږي بلکه په راتلونکو وختونو کښې دغه پائپ لائن تر هند او حتی تر چين پورې غزېدې شي چې د پاکستان له خاورې څخه د ګېسو په تېرېدو او ټرانزېټ سره به ډېره ښه ګټه د اسلام آباد د حکومت په برخه شي.

-------

 

ټیګونه