نوښتونه (29)
(last modified Thu, 25 Nov 2021 11:06:33 GMT )
Nov 25, 2021 15:36 Asia/Kabul
  • نوښتونه (29)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره نوښتونه نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو، هيله ده چې د تېرومطلبونو په شاندا هم ستاسو د پام او دلچسپۍ وړ وګرځي. نو پام ورته وکړئ.

ګلونو دوستانو د دې هفتې نوښتونه پروګرام په ټېکنالوجۍ په برخه کښې په يو مطلب سره شروع کوو.

د زمکې په سر د کم يا صفر ګرېويټي يا کشش ثقل  د شبيه جوړؤنې محدوديتونو فضائي تحقيقات له مشکل سره مخامخ کړي دي. له بلې خوا له لګښت او بار سره اړوند محدوديتونه فضاء ته د لېبارټريو د لېږلو مخنيوے کوي. له دې نه علاوه محققان زياتره وختونه د آزمائنې په حالاتو باندې د کنټرولولو خاص سطحې ته ضرورت لري چې معتبر نتائج ترلاسه کړي. په همدې وجه ځينې وختوننه فضاء ته د سفر وختونه حتی کافي نه وي.

په همدې لړ کښې  له Vomit comet الوتکې څخه په استفادې سره کم کشش ثقل د څو دقيقو لپاره شبيه سازي کېدې شي. خو دغه وخت ډېر لنډ دے، له بلې د مقناطيسي فلوټ (اېم اېل اېس) په اړه شبيه سازيو په مرستې سره په تنظيمېدونکو سطحو کښې کم کشش ثقل په کم لګښت سره د زمکې تر تقريباً يو فيصده کشش ثقل پورې د نامحدودې مودې لپاره شبيه سازي کولې شي. البته د اوسنيو ټېکنالوجيو اندازې ته په پام سره حجم يوازې څ مائکروليټر ته محدود شوے  دے.

په همدې وجه د محققانو يو ډلې د فلوريډا ايالت په پوهنتون کښې د اوچت مقناطيسي فيلډ په ملي لېبارټرۍ او په FAMU-FSU نومې انجنيئرۍ په کالج کښې ايراني محقق  حميد سناوندي په ملګرتيا سره د مقناطيسي فلوټ په اړه د کم کشش ثقل د يوې شبيه سازۍ لپاره نوے پلان وړاندې کړے دے چې د موجودو شبيه سازيو په اړه د يو ډېر ستر حجم د زياتېدو زېرے ورکوي. له دغه پلان څخه په فضائي، طبي اوو چاپېريال پېژندنې په تحقيقاتو کښې استعمالېدونکے دے.

د فلوريډا پوهنتون محققان دې ته متوجه شول چې په شل سنټي ميټر اوږدوالي سره د يو سوپرکډېکټنګ مېکسوېل ريوائنډ او له زياتې تودوخۍ څخه په استفادې سره په څلور زره مائکرولېټر حجم سره يو اېم اېل اېس جوړېدې شي.

داسې ريوائنډ له ثابت ګرېډي اېنټ څخه له لږ نه لږې انرجۍ لپاره په زيات حجم سره مقاطيسي مېدان يا مېګنېټېک فيلډ جوړولې شي. د پروژې د يو لوړرتبه محقق د وېنا له مخې په حقيقت کښې زمونږ د اېم اېل اېس پلان د معمولي سېلينوئډونو له اېم اېل اېسونو نه د تقريباً درې برابره زياتې کارکردګۍ حجم وړاندې کوي. په همدې وجه د کم کشش ثقل د تحقيقاتو په برخه کښې يو لړ مهم بدلونونه رامنځته کولې شي.

ايراني محقق او سائنسدان د کم کشش ثقف د شبيه سازۍ د پلان په وړاندې کولو سره د فضائي او طبي تحقيقاتو له پراختيا سره مرسته کولې شي.

په تېره هفته کښې د څو ايراني هنري لاسته راوړنو کتونکي هم وو.

د امير هوشنګ معين په ډائرېکټرۍ "گرگم و گله می‌ برم" يعنې لېوۀ يم او رمه وړم نومې اينيمېشن د امريکې د اوهائي دويشتم نړيوال فېسټيوال د اينيمېشن فېلمونو اعزازي ډېپلومه ترسره کړه. دغه اته منټه اينيمېشن د ماشومانواو زلميانو د فکري روزې د مرکز له خپرندويه موسسې  څخه د شعبان نژاد په همدې نامه ليکل شوې افسانې څخه اخېستے شوے دے چې د مرکز په سينمائي چارو کښې د ډيجيټلي اېنيمېشن په ټېکنېک سره جوړ شوےدے.

د لنډو او اوږدو داستاني فېلمونو،اوږدو او لنډو مستندو فېلمونو  او اېنيمېشن په پينځو واړو برخو کښې د دغه فېسټيوال برخې ته د وړاندې شويو فېلمونو ججمنټ اوشو.

د فکري روزنې د مرکز د ۲۰۱۸ کال له توليداتو څخه دغه اېنيمېشن او د مرکز د ۲۰۲۰ کال له توليداتو څخه د مېرمن شېوا صادق اسدي په ډائرېکټرۍ خرچنګ يا چنګاښ نومې اېنيمېشن د دغه فېسټيوال د اېنيمېشن فېلمونو د سيالۍ برخې ته لار پېدا کړه. دغو دواړو لنډو فېلمونو تر اوسه په نړيوالو فېسټيوالونو کښې په ګډون سره زياتره انعامات ترلاسه کړي دي.

له مختلفو هېوادونوڅخه ديارلسو اېنيمېشنونو د اېنيمېشن فلېمونو د سيالۍ برخې ته لار پېدا کړې وه چې د ائرلېنډ هېواد Yes people يا «هو خلقو» نومې اېنيمېشن د يو ترټولو غوره فېلم انعام ترلاسه کړ او «گرگم و گله می‌ برم» اېنيمېشن د دغې برخې اعزازي ډېپلومه حاصله کړه.

د لسو ورځو دغه پروګرام په امريکه کښې د سينما د صنعت له کارکؤنکو سره د نويو څرګند شويو ډائرېکټرانو، تقسيمؤنکو او نورو هنرمندانو د معرفۍ او آشنائۍ فرصت رامنځته کړ. د امريکې د اوهاي د فېلم نړيوال فيسټيوال په خپله دويشتمه دوره کښې د کورنائي محدوديتونو په وجه د روان  ۲۰۲۱ ميلادي کال د نومبر له څلورمې نه تر اتمې پورې په حضوري توګه او هم د نومبر له نهمې نه تر څوارلسمې پورې د امريکې په کېليفورنيا رياست کښې جوړ شو.

همدارنګ د محمد کارت په ډائرېکټرۍ او د رسول صدر عاملي په پروډيوسرۍ "شنای پروانه" يا د پتنګ لامبو نومې سينمائي فېلم د خپلو کاميابيو په دوامکښې د بارسلونا د اېشيائي فېلمونو فيسټيوال په خاصه برخه کښې شتون ولرۀ او د ترټولو غوره فېلمنامې انعام يې ترلاسه کړ. دغه فيسټيوال د د روان ۱۴۰۰ هجري نمريز کال د لړم د مياشتې له شپږمې نه تر پينځلسمې پورې په اسپانيا کښې جوړ شو.

د شنای پروانه فېلم فېلمنامه محمد کارت، حسېن دوماري او پدرام پور اميري ليکلې ده.

په يوې بلې هنري لاسته راوړنه کښې د مېرمن آئدا پناهنده په ډائرېکټرۍ او پروډيوسرۍ "تی‌ تی" يا ټي ټي نومې سينمائي فېلم چې تصاوير نو پارسي يا پارسي نوي تصويرونه  نومې د فرانسوي فيسټيوال د سيالۍ په برخه کښې يې شتون لرۀ د دغه فيسټيوال د زياتو ننداره کؤنکو له نظره د ترټولو غوره فېلم انعام وګټۀ.

دغه فيسټيوال چې وجه تسميه يې د روشن خيالۍ د دوران فلاسفر شارل مونتسکيو  پرشيئن لېټرز  يا پارسي نومې ناول دے د روان ميلادي کال د نومبر له لسمې نه تر څوارلسمې نېټې پورې د فرانس په ويتره ښتر کښې جوړ شو. د دغه فيسټيوال چې د ټولو فارسي ژبو هېوادونو د داستاني، مستندو او لنډو فېلمونو د نندارې په هدف سره ؤ  د ججانو د کمېټۍ مشري انيس دو ويکتور په غاړه لرله.

د فارسۍ نوي تصويرونه نومې فيسټيوال د سيالۍ د برخې د فېلمونو د نندارې تر څنګه دوه برخې يې د عباس کيا رستمي آثارو او يوه بله برخه يې د فرانسې د مړ شوي فېلمنامه ليکونکي ژان کلوډ کرير آثارو ته د کتنې لپاره بيلې کړې شوې وې.

همدارنګ دغه سينمائي فېلم د نومبر له پينځلسمې نه تر دويشتمې نېټې پورې د عراق په کردستان سيمه کښې د دهوک ښار د فېلم د نړيوال فيسټيوال د اتمې دورې د نړۍ د سينما په برخه کښې هم نندارې ته وړاندې شو.

--------

 

ټیګونه