شهیدقاسم سلیماني د آیت ا... خامنه اي له نظره (د شهادت دوهمه کلیزه
(last modified Sun, 02 Jan 2022 10:25:50 GMT )
Jan 02, 2022 14:55 Asia/Kabul
  • شهیدقاسم سلیماني د آیت ا... خامنه اي له نظره (د شهادت دوهمه کلیزه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د زړونود سردار شهیدجنرال قاسم سلیماني د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت  د لړۍ له دریم مطلب سره ستاسو په  خدمت کې  یوو ، په دغه مطلب کې د زړونو سردار د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  له نظره  وینو ، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

       اللّهُمَّ إِنَّا لَانَعْلَمُ مِنْهم إِلّا خَیْراً: پروردګاره! مونږ  له دي خیر او ښه والي پرته بل څه نه دي لیدلي ؛؛:::

؛ له تاسو یوه پوښتنه کوم ، هغه پوښتنه چې  په دغه ټول کې به ئې  له تاسو  وپوښتتم ، هغه شی دی چې د خپلو شهیدو دوستانو د جنازو ترڅنګ مو ،  دهغه له شاوخوا دوستانو کړې،چې فلانئ کس وڅرنګه سړی ؤ ؟ دوي ووئيل،  ښه سړی ؤ . اوس  دغه اقرار چې زه به ئې له تاسو واخلم ، دهغه حرمت او عزت په دلیل دی چې  مؤمن   ئې د خداي په نزد لري  او تاسو مومنان یاست  او  دتاسو په ټول کې مخلص کسان ډير دي . هغه شی چې  د ما لپاره ارزښتمند  دی ، د تاسو  اقرار کول دي ،  چې زه ، دتاسو په ذهن کې ښه سړی یم .؟ زه غواړم ددې ځواب راکړئ .  زه  له خداوند سبحان څخه غوړم ،هماغه شان چې                 أَلَمْ یَعْلَمْ بِأَنَّ الَّهَ یَرَىٰ*   او هغه ویني  او مکتوب  کوي ئې  او په هغه ورځ چې  هماغه ډول چې ، یَوْمَئِذٍ یَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتًا لِیُرَوْا أَعْمَالَهُم*،  برملا کوي ، دا د تاسو شهادت ومني .  هیله  مند یم یوه ورځ  زما دجنازې ترڅنګ هم  له نورو سره یو ځاي دغه شهادت او ګواهي ورکړئ .:::: 

 دا څرګندونې د زړونو د سردار شهید جنرال قاسم سلیماني له يوې وینا سره اړونده دي .ډیر وخت نه ؤ تیر چې میلیونونو کسانو او په یووخت له خپل رهبر سره یوځاي د هغه د جنازې په دستورو کې په ډير غمجن انداز سره  د خداوندمتعال په درګاه کې  وړاندې استدعا وکړه ،

 «اللّهُمَّ إِنَّا لَانَعْلَمُ مِنْهم إِلّا خَیْراً:  پرودګاره! مونږ  له دوي  له خپر او ښه والي پرته بل هیڅ نه دي لیدلي . :::

               د  ملتونو په تاریخ کې  ځيني ورځې راځي چې له ډیرې سرښیندنې او  قربانۍ پرته  خطرې  له مینځه نه ځي ، او  مقدس او لوي  اهداف  خوندي نه پاتیکیږي،  دلته ده چې مومنان او سرښیندونکي ، باید ډګر ته ودانګي او دخپلې وینې په ورکولو سره د حق دین ساتنه وکړي، د اسلام په منطق کې دغه ډول کسانو ته  ؛ شهید؛ ویئل کیږي . ډیری کسان ، شهید،  له ځلانده هغه مشال  سره تشبیه کوي،چې  د تیارې په تورتمې فضا کې نور او رڼا خوروي ، د شهید خدمت  یو ډول سوځیدل ، فاني کیدل  او سیوري غوړول دي ، څو نور  خلک په دغې سیوري کې  چې  دهغه د قرباني کیدا  په بیّې سره  رامینځةشوي ده ، کښیني او آرامښت  وویني . خو د شهید جنرال قاسم سلیماني  شهادت ، داسې ځلا او نور او سهارد هغه ځلیدونکي لمر د وړانګو په څیر ؤ چې پر درستې مځکې رڼا خوروي .  د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دزړونو ددغه سردار شهادت داسې بیان کړ ؛ مونږ ډير شهیدان لرو ، په سردارانو کې هم شهیدان لرو ، په معمولی کسانو کې هم شهیدان لرو ، خو هغه شهید چې  د عالم د تر ټولو خبیثو انسانانو،یعني پخپله دامریکایانو په لاس شهید شي،  او هغوي افتخار وکړي ، چې  دی   ئې شهید کړائ شو ، نو دغه شان شهید له حاج قاسم پرته بل هیڅوک نه شي کیدلی ؛جهاد ئې ډیر ستر جهاد ؤ، خداوندمتعال د هغه شهادت هم لوی شهادت وګرځاوۀ، ان شاا... هیله مند یوو چې خداوندسبحان  دهغه درجې لوړې وګرځوي  او  هغه لوي نعمت چې  د شامل حال شوی،پر هغه  د مبارک وي  چې د هغه حق ؤ  او ددغه لوی نعمت  وړ  ؤ::::: 

Image Caption

 

          دوستانود  زړونو سردار شهید جنرال قاسم سلیماني د خپل رهبر له لاسه  د ذوالفقار میډال  ترلاسه کړ . د  ذوالفقار  نشان یا میډال  چې  د تر ټولو لوړ  پوځي میډال دی او د درستو قواؤ  ستر قوماندان له خوا  هغو کسانو ته ډالۍ کیږي،چې په قوماندانۍ کې ئې بریالیتوب او شجاعت او میړنتوب درلودلی وي .ویاړمن پوځي میډالونه او نشانونه  او تمغې  د ورحیې د زیاتولو، په نفس د اعتماد  د لوړولو  او  وسلوا ل ځواک ته د  کارکونکو د هڅولو  په موخو سره  کارول کیږي او دغه نشانونه  د سرښیندنې ، مهارت او  اغیزشیندنې  ډولونو ته په پام سره  له یوه بل سره فرق کو ي.کله  داسلامی انقلاب معظم لارښود  په یولړ دستورو کې د ؛ ذوالفقار  نشان  او تمغه ، سردار قاسم سلیماني ته ډالۍ کړه ،نو وې فرمائيل ؛ د خداي په لاره کې  مجاهدتونه، له دغه  شیانو سره د پرتلې او جبران وړ  نه دي ،لکه جې خداوندمتعال فرمائيلي دي ، ؛ «إِنَّ اللهَ اشْتَرَیٰ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ أَنفُسَهُمْ وَ أَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللهِ فَیَقْتُلُونَ وَ یُقْتَلُونَ»  ؛؛؛؛  هغه څه چې د خداي په لاره کې  دمجاهدت په وړاندې  شته ، او خداي تعالی  ئې چې   د  خداي په لاره کې د ژوند او مال  د وړاندې کولو په مقابل کې ډالۍ کوي ،جنت دی،د خداي رضا ده .هغه شیان چې  دمونږ لاسونه اوپښې دي،هغه د مونږ زیاني شکر کول وي او که د مونږ عملی شکر کول،څه دمونږ میډآل او څه  د مونږ درجې  چې  ورکوو ئې،هغه شیان دي چې د دنیا مادي محاسبات پر حساب د ذکر وړ دي ، خو  د الهي او معنوي محاسباتو له پلوه د  ذکر وړ نه دي ....  الحمد ا...  خداي متعال د مونږ دغه ډير خواږۀ برادر، ښاغلی سلماني ته هم توفیق ورکړی دی ، دوي په ځلو نو ځلونو  خپل ژوند  د دښمن له یرغلونو سره  په خطرې کې اچولی دی ،دخدآي په لاره کې ،  دخداي لپاره  او یوازې مخلصا لِلّه  ئې مجاهدت کړ دی . ان شاا...  خداوندمتعال  ورته اجر ورکړي  او تفضل دې پرې وکړي  او د دۀ ژوند  د  ده   په عاقبت او سعادت سره  ورته په شهادت سره ورکړي ، البته  نه اوس،د ایران اسلامی جمهوریت له دوي سره ډير کارونه لري ،البته بلاخره  په آخر کې به ئې ان شاا... شهادت وي  چې ان شاا... مبارک ئې شه .

Image Caption

 

              خوږو دوستانو د زړونو سردار جنرال قاسم سلیمان ياو  ابومهدي المهندس ، سره د  اتو ملګرو، د ۱۳۹۸لمریز کال د  مرغومې د میاشتې په دیارلسمه نیټه  د جمعې په نیمه شپه  د عراق د بغداد د هوائي ډګر په لاره کې  د  امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډټرمپ  په حکم سره او د پنټاګان  په ډرونز الوتکو سره  ترور  او شهیدان شول . په دغه شهادت سره  سردار سلیماني  په یوې تل پاتې  اسطورې او  اتل بدل شو . هغه داسې شهید شو چې  هماغه شان چې  مبارزې ئې د داعش جنایتکارې ډلې د نسکوریدا سبب  شوې ، دهغه شهادت هم د  امریکا د مستکبرو واکوالانو  او د هغو د  متحدانو لپاره ننګ  او پيغور  او د تل لپاره نفرین او د بدبختۍ ټیکه شوه .د زړونو د سردار  په شهادت سره ،  په ایران کې د امریکا د مستکبر او جنایتکار حکومت په نسبت د کرکې اونفرت یوه ستره څپه  راپورته شوه .د شهید سردار قاسلم سلیماني  او  ابومهدي المهندس او دهغ  دملګرو دجنازو دستورې،په عراق  او ایران کې په  نه بیانیدونکي انداز  او ولولې سره ترسره شوې .

د ایران او عراق او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو  خلکو   دهغه په غم کې ویر وکړ او   دهغه په شهادت غمجن شول، البته د هغه د لارې پر دوام  په ټينګار سره .  حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  د هغه د شهادت د کلیزې په مناسبت  په یولړ څرګندونو کې فرمائيلي دي ؛  شیهد سلماني ،  هم د  خپل ژوند په پړاؤ کې    دښمنانو ته ماته ورکړه او  او هم ئې پخپل په شهادت سره  شکست  ورکړ .... له خپل شهادت وروسته ئې هم ورته شکست ورکړ .  د جنازې داسې دستورې چې په ایران کې  وشوې ، ډیرې عجبیه او نه هیریدونکي دستورې  وې ، او همداراز  هغه میلیوني دستورې چې  په  عراق کې ترسره شوې ، په نجف اشرف ،بغداد او کربلا کې ، دغه میلیوني  دستورې ، دهغه او د شهید ابومهدي  او ورسره د ملګرو  ، هیڅکله هم له یاده نه وځي . په حقیقت کې دغه دستورې  او وروسته ئې درښنت ، د  استکبار د نرم چنګ جنرالا حک بک پاتې کړي دي .  دوي  چې   د استکبار په نرم جنګ کې  غوره وو، او په حقیقت کې دوي دي چې  فعالیت کوي ، او د استکبار او امریکا دنرم جنګ  جنرالان دي ،  اصلا حک حیران پاتې شول چې  دا څه حالت دی ، دا څوک ؤ ، دا څه وشول ، نو هیڅ نه پوهیدال. دا  څرنګه لوي خوځښت دی چې  دغو جنایتکارو  ته ئې  ماته ورکړه .

           جنرال قاسم سلیماني  داسې شهید شو چې  دهغه پاکې جنازې څه زیات شی نه ؤ پاتې ، سر ئې نه درلود،  او یوازې د هغه  تنې یوه برخه  او د لاس پنجه  پاتې وه  او دهغه د بدن  دټوټو غوښې . د سردار باقرزاده  په نامې سره د  بې درکه شوو  د لَټَونکو  دکمیټې یو قوماندان  ، د اسلامی انقلاب  رهبر ته د شهید د جنازې  د وضعیّت  په بیانولو سره وائي ،  مونږ د شهیدانو د پاکو مړو د تیاورولو لپاره  اقدام وکړ ، نو غسل مو نه شو ورکولی ، تیمیم  مو ورکړ او  سنبال شول . په معراج شهدا کې ځوانانو شتون درلو،  کفن ، مالوچ،ټوکر ، نایلون  او نورو وسایل موجود وو، خو ددغو پاکو جنازو د ټوټو په غونډول او تیاورلو کې مو ډیر وخت ولګید او ډير وکړیدو . په دې معنا چې  په سختۍ سره مو ددغو پاکو جنازو د بدن ټوټې  غونډې او برابرې کړې ،څو د یوې جنازې په شکل کې ئې برابرې او په تابوت کې کیږدو .سردار باقرزاده ، دخپلو توضیحاتو په دوام کې   دکربلاه یوې پيښې ته  اشاره  وکړه  او وې وئيل  مونږ چې  په دغه وضعیّت سره په سختۍ سره  د شهیدانو  د بدن ټوټې غونډې کړې ،نه پوهیږم چې  امام زین العابدین علیه السلام  به په کربلا  کې څرنګه  په ځان له سر د  حضرت ابا عبدالله   الحسین علیه السلام  پاکه جنازه څرنګه دفن کړي وي ::::   په عین حال کې  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ورته وفرمائيل ؛ تاسو زحمت کړی دی . دوي د  معرکې شهیدان  وو :::

د معرکې شهید ، له فقهي نظره ، هغه چا ته وئیل کیږي ، چې د جنګ په ډګر کې  او د جنګیدا په وخت کې  ووژل شي  او  اوس د حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي له نظره ،  د بغداد هوائي ډګر ،  د اسلام د  لښکر د لوي قوماندان په شتون  سره  او پر  دوي او د دوي په ملګرو د دښمن د ناځوانمردانه حملو سره  د جنګ په معرکې بدل شوی ؤ  او  دا،د شهید سلیماني  د مقام او درنښت او لويوالی نندارې ټه وړاندې کوي ،او دهغه شهادت  هم د جبهې په لومړنۍ کرښې کې  شهادت  ګڼل کیږي . دلته ده چې د خداي  دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د فرمان په فکر کې کیږو ، چې فرمائيلی ئې دي ؛ تر ټولو غوره شهیدان هغه څوک دي چې  په لومړنۍ کرښې کې شهیدان شي او تر شهادت پورې  له جنګه  مخ  نه اړوي ، دوي د بهشت  په لوړو کوټو کې  خوبیاولي دي ، په داسې حال کې  چې د تاسو پروردګار له هغو خوشاله دی او  هرکله چې د تاسو پروردګار  له یوه بنده خوشاله شي ، نو  بیا دهغه حساب کتاب نه وي .::::

**************************

              خوږو دوستانو د زړونو د سردار شهید جنرال قاسم سلیماني دشهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت د لړۍ ددغه دریم مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ، نو تربل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپاروو، سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه