حضرت امام خمینی ، د سوچه محمدي اسلام  احیاګر او دخداي صالح بنده
(last modified Thu, 27 Jan 2022 06:24:37 GMT )
Jan 27, 2022 10:54 Asia/Kabul
  • حضرت امام خمینی ، د سوچه محمدي اسلام  احیاګر او دخداي صالح بنده

د تهران  دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې  دسباؤن لسیزې نومې لړۍ  له ننني لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، دوستانو په دغې لړۍ کې  چې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د  کلیزې په مناسبت ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي او ددغې کلیزې په درشل کې یو، نو په لومړنۍ برخې کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني  د  اخلاقي ځانګړنو  په باب درسره غږیږو، او د سوچه محمي اسلام  په احیاء  کونې کې دهغه بزرګوار  درول په باب لنډه شان ارزونه کوو ،نو هیله ده  داستفادې وړ مو وګرځي

   د وستانو حضرت امام خمینی د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې په دولسمه نیټه له کلونو کلونو جلاوطنۍ وروسته،سهار وختي تقریبا نهه بجې او اوه ویشت دقیقې  او دیرش ثانیو باندې  په دقیق ډول له څوارلس کاله  درې میاشتې له خپل وطنه لیرې پاتیکیدا پسې ایران ته راستون شو څو په  اوسمهال تاریخ کې د یوه بې ساري انقلاب بسنټګر شي .یو داسې انقلاب چې  دډيرو شاهدانو او شناندو په ګواهۍسره،له بل هرڅه زیات د اسلام د اصیلو ارزښتونو،خپلواکۍ او معنویّت پیغام  راوړونکی دی او په ایران کې له دغه انقلابه راپورته شوی اسلامی جمهوری نظام په راتلو سره،د سوچه محمدي اسلام سپَڼکي ، داسلام له سرکینیو  وختونو رانیولې تر دې دمه له بل هر وخته زیات ، ددغه  انقلاب په وسیله  پر نړۍ وځلیدل . بې شکه د سوچه اسلام  د تعلیماتو د بیا پنځونې یو اصلی عامل،د ایران د اسلامی انقلاب ستر معمار،سید روح الله موسوی خمیني  چې په امام خمیني مشهور دی ،د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او آئمه معصومین علیهم السلام له سیرته په الهام اخستو سره  په اوسنۍ نړۍ کې د  هغه اسلامی نظام بنسټګر شو چې تردې دمه ئې په درې څلویښت کلونو په تیریدا سره،هماغه شان  دنړۍ د حق غواړو او آزادي غواړو، مظلومانو اومستضعفینو پناه ځاي او ملګری دی .  

Image Caption

 

           نقل شوي دي کله  دحضرت محمد مصطفی (ص) د ملګرو او اصحابو شمیر   کابو څلویښت تنو ته ورسید، نو دخداي  له خوا فرمان نازل شو چې  اوس خپله بلنه ښکاره کړه . هغه ورځ  هغه څوک چې د صفا غرۀ سره نزدې  یا په لمن کې وو ، وې لیدل چې  د خداي رسول  پر کاڼو او  لوړو ژورو تیر شو او په کلک هوډ او ټينګو ګامونو سره  د صفا پر غرۀ د پاسه وخوت  او په لوړ غږ سره  ئې   چغه پورته کړه ؛ یا صباحاه ؛ ( هغه بزرګوار  معمولا  دخطرې په وخت یا د مهمو کارونو په وخت  دغه شان خبرداری ورکاوۀ ). 

 په لنډ وخت کې ډير زیات خلک راغونډ شول ،پيغمبر اکرم  په ډیرې مهربانۍ  او بې پایه رحمت سره  پر خلکو نظر واچوۀ او خبره ئې دغه شان پیل کړه ؛ آیا  تر دې دمه  مو له زما کوم دروغ وئيل لیدلي دي ؟،دحقیقت خلاف مو کومه خبره  آوریدلې ده ؟، ټولو ووئیل . نه،مونږ  له تاسو له صدق اوصفا بل هیڅ شی نه دی لیدل ی او نه مو  آوریدلی دی :::: دوي بیا وفرمائيل ؛  که  زه درته ووایم  خونخوار دښمن په کمین کې ناست دی  او غواړي پر تاسو حمله وکړي ، نو آیا  تاسو به زما خبرې دروغ وګڼئ  او په آرام به کیښنئ ؟ ...  هغه بزرګوار د خلکو د توجه  له جلبولو وروسته وفرمائيل ؛ اوس که  تاسو ته ووایم چې ددښمنا سوارۀ له دغه غر  شا څخه  رارسیدونکي دي  او پر تاسو حمله کوي ، نو آیا زما پر خبره  باؤر کوئ .؟، پوهه شئ او خبر ووسئ، له دې ژونده وروسته ، یو ډیره له هائ هوئ څخه ډکه زندګي لرئ ، یوه داسې نړۍ چې ډیر زیات  دردونه ،کړاؤنه ، عذابونه ، شکنجې ، بدبختئ او محرومیّتونه  لري  . پردې اساس ، زه  تاسو له هغه سخت عذابه  چې په وړاندې ئې لرئ ، ویروَم  او  خطره ستاسو غوږونو ته رسوم :::: 

Image Caption
Image Caption

 

             حضرت امام خمینی (رح)  هم خپل غورځنګ د خداي د رسول (ص) د دین د احیاء په موخې سره  پیل کړ او  په ۱۳۴۳لمریز کال(۱۹۶۴کال) کې ئې ټولو ته د ملی حاکمیّت د خلاف ورزۍ او امریکا ته دبشپړ امتیاز ورکولوا وکیپیټلیشن  د بې شرمه  مسودې د تصویبیدا په  اړه خبرداری ورکړ او وې فرمائيل ؛ښاغلو ! زه  درته دخطرې اعلان کوم ، ائ د ایران پوځه ، زه خطره اعلانوم ، ائ د ایران سیاستوالانو ! زه د خطرې اعلان کوم ، ائ دایران تاجرانو ! زه دخطرې اعلان کوم ، ائ مراجعو ، ائ ښاغلیو ، ائ نجفه، ائ قمُه ، ائ مشهده ، ائ تهرانه ،  ائ شیرازه ، زه د خطرې اعلان کوم :::: 

د اسلامی انقلاب  لوي رهبر  حضرت امام خمیني  د بندګۍ او اخلاص په روح پوښل شوی ؤ  او په عین  حال کې ، پخپل ګفتار او کردار کې ، دخداي مطیع  او د هغه درضا په لټَوَلو کې  ؤ .  د حضرت امام خمینی جانشین او د د ایران د اسلامی  انقلاب  اوسنی رهبر  آیت ا... خامنه اي ، دحضرت امام خمیني ددغې ځانګړنې په باب فرمائي ؛،  امام خمینی رحمت ا...، یو داسې غوره عابد ؤ چې  و توانید، ځان   د غیر ا... له بندونو  وژغوري  او د خداي رښتینی بنده شي . هغه  دځان لپاره یو نوراني باطن او سلیم زړۀ جوړ کړ او  په خداي کې ئې ځان لاهوو کړ ::::    

             دوستانو د اسلامی انقلاب ستر لارښود ، په خداي توکّل ،د آئمه معصومین علیهم السلام  له سیرته په الهام اخستو ،  او د ملت پر توان  په تکیې کولو سره  د یوۀ داسې انقلاب  بنسټ کیښود ، چې  داسلام دتاریخ یوه ترټولو حیرانونکي پيښه شمیرل کیږي . دغه انقلاب ، د هغه ررژيم د نسکوریدا لامل شو چې دوه زره پنځه سوه کلنه ریښه ئې درلوده  . دوي  درستې کامیابۍ او بریالیتوبونه له خداي لره بلل . 

 حضرت آیت ا.... العظمی سیدعلی خامنه اي  چې پر شجاعت او توَکل  ئې ټول ښه پوهیږي ، ګواهي ورکوي  چې په وحشتناکو پيښو کې ،  هغه مهال چې  درست مسئولان  پخپلو کارونو کې بندون ته  رسیدل ، نو د ارواښاد امام  خدمت  ته ورتلل  او هغه بزرګوار به ورته امید او هیله  او  آرامښت  ورکاوۀ. آیت ا....العظمی سید علی خامنه اي  په دې باب فرمائي : حضرت امام، په خدای باندې په توکل او په معنوی ارتباطاتو سره ، تل د یوه تل پاتې  او مقاوم غرۀ په شان دریدۀ. او هیڅکله  له هیڅ شي ئې ویره نه درلوده  او لړزانه نه کید.ددغه هیواد په زیاترو پيښو   او دانقلاب په قضیو کې ،  تر ټولو سختې چارې او دراندۀپيټي د ارواښاد امام په اوږو وو . درست مسئولان او خلک ئې په پيښو کې   په یوې جملې سره راهنمائي  کول ،  او  کمزورتیاؤ او نهیلیتوب به ئې  پاي ته رسوۀ  .

 حضرت امام خمیني   دهغه لوړ مقام او غوره شخصيّت ته په پام سره ، ډير مهربانه ؤ  . دوي هیڅکله  ځان له نورو لا لوي نه بالۀ، بلکې  ځان ئې د خلکو خدمت کونکی بالۀ او  دځان لپاره  په کوم عنوان پسې نه ؤ . په همدې دلیل  په کرتو ئې یادونه کوله چې له ما تعریف او درنښت  مه کوئ .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ا رواښاد امام عظمت او قدرت ته په اشارې سره ، دهغه تواضع ، له خلکو سره داسې بیانوي ؛ ارواښاد امام  هغه څوک ؤ چې  وتوانید، ددنیا درست سیاستونه  پخپل قدرت سره بدل کړي  او ځاي په ځاي ئې کړي .  هغه ځواکمنه اراده  چې  په مقابل کې ئې ستر او لوي غرونه واړۀ   وو ،هغه ګویا ژبه چې  کلام ئې په دنیا کې د بم په شان چاودید او اغیزې به ئې شیندلې ، هروخت   ئې له خلکو سره خبرې کولئ ، نو ځان به ئې لا واړوکی تصوّر کاوۀ او د خلکو د سرښیندنې ، عظمت او  شجاعت او ایمان او احساساتو  په مقابل کې  ئې  دتعظیم سر ټيټاوۀ او په خاضعانه ډول به ئې ووئيل ، خلک له  ما ډير ښه او غوره دي :::: 

Image Caption

 

Image Caption

 

    دقرآن کریم د انفال سورې په څلورویشتم آیت کې  د اسلام ددین احیاء کونې ته  اشاره کوي  او  هغو کسانو ته  په خطاب کې چې  ایمان ئې راوړی  او په دې پسې دي چې  تل  خپل زړونه ، د ایمان په نور سره روښانه وساتي ، فرمائي ؛    يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ  لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾

ائ ایمان والو، لکه څنګه چې  خداي او رسول تاسو  هغه څه ته چې  د تاسو د ابدي ژوند تومنه  ده ،(یعنی ایمان) ته بولي ، ومنئ  او پوهه شئ چې  خداي  د انسان او د هغه د دزړه  ترمنیځ حایل کیږي ( او د له درستو باطني رازونو خبر دی ) و  ټول د هغه وآخوا ته محشور کیږي : بې شکه ، هغه مکتب  حیات پنځونکی  کیدلی شي ، چې پخپله ژوندی وي  او اسلام چې پخپله تل ژوندی دی ، حیات بخښونکی کیدلی شي  او د خپلو پیروکارو  د زړه  د ناامیدکیدا خنډ کیدلی شي . 

 د حضرت امام خمینی په نظر کې  سوچه محمدي اسلام ،  هغه اسلام دی چې اصلي سرچینه ئې قرآن کریم ، د اهل بیت علیهم السلام ولایت  ئې اصل او چورلیز  او د امام عصر عجل ا... تعالی علیه   دغیبّت په پړاؤ کې  دینی  عالمانو سیاسی مرجعیّت  ئې په سر کې وي . په بله معنا ،  سوچه اسلام ، هغه دین دی چې  له قرآن ، داهل بیت (ع)  ولایت  او د عالمانو له سیاسی مرجعیّت څخه سرچینه اخلي  او دعقل او منطق په اساس سم او  فیصله ئې د قرآن په اساس بڼه موندلي وي .

 حضرت امام خمینی په دې اند ؤ  چې سوچه محمدي اسلام ، پر مسلمانانو د کفارو د سلطې لپاره هیڅ ځای  نه پریږدي  او مسلمانان  ئې د  الهي اوامرو او نهي په رعایتولو او  دقرآن کریم  له نوراني آیتونو څخه په پيروۍ سره په سر کې دي .

د حضرت امام خمیني په نظر کې عدالت غوښتنه او له ظلم سره مقابله ، د سوچه محمدي اسلام  یوه څرګنده  ځانګړنه  وه ، هغه اسلام چې  له ظلم او استثمار سره ئې  بارزه کوله او  هڅه ئې کوله ، اجتماعي عدالت ټينګ کړي . خداوندحکیم،د عدالت اجرا،د نبیانو د نبوت اورسل له هماغه پیله ددین هدف معرفي کړی او د حدید سورې د پنځه ویشتم آیت په یوې برخې کې  فرمائي؛لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ......؛بې شکه مونږ،خپل پيغمبران په ښکاره حجتونو سره ولیږل  او له هغوي سره مو کتاب او میزان یا تَله هم ولیږله څو  خلک  انصاف او عدالت ته وبولي ..... 

حضرت امام خمینی  هم په اسلامی جمهوری نظام کې  د چورلیزي عدالت په باب  هم فرمائي ؛په اسلامی جمهوریت کې،اسلامی عدل جریان  پيداکوي ،الهي عدالت پر درست ملت سیوری غوړوي   هغه شیان  چې په طاغوتي دور کې وو ،په اسلامی جمهوری نظام کې نشته :::

           ډیری تحلیل ګران  او شناندي   په دې اند دي چې حضرت امام خمینی  له آئمه معصومین علیهم السلام څخه وروسته ددیني تفکر تر ټولو لوي احیاکونکی  شمیرل کیږي ؛ داسې څوک چې له اسلامی انقلابه د فکری او اجتماعي غورځنګ  له رامینځةکولو ئې نهائي هدف ،د سوچه محمدي اسلام  احیاء  وه. دوي دین  وګړنیزو عملونو ته محدود نه ګاڼۀ او ددین جامعیّت  او په اجتماعي  ډګرونو  کې ئې شتون ته قایل وو .د اسلامی انقلاب لوي رهبر،نه یوازې د ایران اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورساوۀ، بلکې  چې په درستو اسلامی ټولنو کې ئې  د اسلامی اخوَت او وحدت پاله روحیّه هم رامینځةکړه. د حضرت امام خمینی اسلامی انقلاب  د نور  چاودنه وه  او ددغه نور وړانګې  درستو اسلامی اوغیراسلامی هیوادونو ته هم وغزیدې او په ټول کې ئې  د درستو مستضعفینو  او په خاصه توګه  ئې د مسلمانانو لپاره  عزت او سرلوړي ډالۍ کړه،هغه هم په داسې شرائطو کې د دښمنانو دزهرجنو پروپګنډيزو تبلیغاتو کې دین دملتونو لپاره د اپیم په توګه معرفی شوی ؤ،خو دوي داسلامی انقلاب په بسنټ کیښودو سره ، دنیا ته ښودلې چې  اسلام د ټولنې د مدیّریت   توان لري  او د انسان د دینا او آخرت نیکمرغي تضمینوي .

***********************

خوږو دوستانو د سباؤن لسیزې نومې لړۍ ددغه لومړني مطلب وخت هم همدورمه ؤ نو تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه  او سوکاله ژوند له خدایه غواړو، بریالي ووسئ . 

(سیماب)

 ***********************************************

 

ټیګونه