ایران د اونۍ په هنداره کښې
(last modified Sat, 29 Jan 2022 07:23:22 GMT )
Jan 29, 2022 11:53 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هنداره کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو خبري پيښو د څیړنې اونیزه لیکنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره یکشنبه د بي بي فاطمه زهرا(س) د ولادت په کلیزې کښې، د اهل بیتو علیهم السلام د یوه ډله مداحانو په کتنه کښې، د حضرتت صدیقه کبری د شخصیت ځینو لوړو اړخونو ته په اشارې سره وفرمایل: د طهارت مقام، د خدای لپاره کار او بې زبادلو حدمت او د مباهلې په پيښه کښې له باطل لوري سره په مخامخیدنه کښې غوره موقعیت د هغې پاکې بي بي له ځانګړتیاؤ څخه دي چې په قرآن کریم کښې ورته په ډاګه اشاره شوې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم داشان د ډیرو رسنیو له خوا د هنر او رسنۍ د زرګونو ماهرانو په کارولو سره او د پریمانه مالي او امنیتي ملاتړ او اډانۍ له لارې د خلکو د ایمان او اعتقاداتو د خرابولو او د افکارو د اپوټه کولو لپاره د ایران د ولس د دښمنانو پراخو هلوځلو ته په اشارې سره، د جهاد ترټولو مهم ډګر (بیانول او روښانه کول) وبلل او ټینګار یې وکړ: د دغه شیطاني حرکت په وړاندې هیئتونه باید له ځانه پوښتنه وکړي چې د حق او باطل د جبهې په بې امانه جنګ کښې او د دروغو او حقیقت د بیان په مقابله کښې کوم لوري ته دي او د انقلاب اصلي اصولو او ارمانونو ته څه ډول پراختیا ورکوي.

*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان ایډمرل شهرام ایراني د ۲۰۲۲ کال د سمندري امنیت د ګډو پوځي مشقونو په پاې کښې چې د ایران، روسیې او چین په شتون سره د هند سمندر په شمالي سیمه کښې ترسره شول، ایران پریس خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې وویل: د کوم مشقونه چې په دې مانورې کښې د حاضرو ځواکونو لپاره اټکل شوی و، هغه په کامیابۍ سره ترسره شول.

هغه زیاته کړه چې د پوځ سمندري ځواکو او د سپاهِ پاسداران ترټولو مهم هدف د سمندر په سطحه پر وخت او هغه هم د تیارۍ په ترټولو لوړه سویه شتون و چې ښه نتایج یې ترلاسه کړل.

*/*/*/*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره دوشنبه یعنې د جنورۍ په دوویشتمه نیټه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: ایران له ترکیې سره اړیکې او ملګرتیا ته اوږمهاله او څواړخیز نظر لري.

ولسمشر رئیسي په دغو ټیلیفوني خبرو کښې، په دوه اړخیزو او سیمه ایزو برخو کښې د تهران-انقره د اړیکو او ملګرتیاؤ د پراخیدو وړتیاؤ ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران له ترکیې سره د سټراټیجکو ملګرتیا د پلاننګ هرکلی کوي.

په دغې ټیلیفوني اړیکې کښې د ترکیې ولسمشر هم په دې خبرې سره چې ترکیې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پياوړتیا او مضبوطولو لپاره د مختلفو اقتصادي ملګرتیاؤ یو لسټ برابر کړی دی، ډیر زر تهران ته د سفر اراده یې څرګنده کړه.

اردوغان هم داشان د ایران له خوا د ترکیې د انرجۍ د تامین په دوام باندې په ټینګار سره وویل: ترکیه، ایران د انرجۍ د ډاډ وړ برابرونکی ګڼي او له تهران سره د خپلو ملګرتیاؤ د سطحې د لوړولو په تکل کښې دی.

*/*/*/*/*/

د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د شوې موافقې له مخې په ویانا کښې په ایران باندې د بندیزونو د ختمولو لپاره مذاکرات له نن یعنې شنبې ورځې څخه، د څو ورځو لپاره اودریدل. مرکچیان له تیرو څو ورځو راهیسې د موافقې د متن د مسودې په بشپړولو او د اختلافي موضوعاتو په هکله په پریکړو باندې بوخت وو. تقریباً ټول پلاوي مني چې خبرې اترې، سره د ټولو پيچلتیاؤ، مخ په وړاندې او د پرمختګ په لاره روانې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري، هر څومره چې مقابل لوری د بندیزونو د ختمولو لپاره لاجدي چمتوالی ولري او د بندیزونو په لغو کولو کښې د ایران د نظر وړ لاروچارو د منلو لپاره لاجدي هوډ او اراده وښايي، دومره به فاینل موافقې ته د رسیدو وخت لنډ شي.

*/*/*/*/*/*

د آذربایجان جمهوریت دفاع وزیر تهران ته په سفر کښې، د ایران د ولسمشر، د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز او دفاع وزیر په شمول د ایران له یوشمیر چارواکو سره د دواړوه هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله صلاح مشورې وکړې.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره چارشنبه د آذربایجان جمهوریت د دفاع وزیر ذاکر حسن اف په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران قدرت په سیمه کښې امتیاز جوړونکی دی، څرګنده کړه: تکفیري او داعشي وسله وال په هیڅ ځاې کښې د سیمې د خلکو په ګټه نه دي، دغه ډلګۍ د امریکایانو او صهیونیسټانو په لاسو جوړې شوې دي او هر ځاې ته چې رسیدلې دي هلته یې جنایتونه ترسره کړي دي.

د آذربایجان جمهوریت دفاع وزیر ذاکر حسن اف هم د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خپل ملاقاتونه او صلاح مشورې ډیرې ګټه ورې او د راتلونکو ملګرتیاؤ لاره خلاصونکې وبللې.

*/*/*/*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدللهیان د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ټیلیفوني خبرو کښې د یمن حالت او په غیرپوځي سیمو باندې د تیري ګر ائتلاف د بریدونو زیاتیدو ته په اشارې سره، په یمن کښې د جنګ د ختمولو لپاره له سیاسي حل لارې په ملاتړ، د پوځي حملو د ختمولو، انساني بحثونو ته په پاملرنې او د ستونزو او مشکلاتو د هواري لپاره د سیاسي خبرواترو پیلولو ته په پاملرنې کښې د ایران د دوامدارې کړنلارې قدرونه او هرکلی وکړ.

د افغانستاني کډوالو حالت ته توجه، په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو ضرورت او د نړیوالو انساني مرستو د لیږد اسانولو ته د ایران چمتووالی، د ملګرو ملتو سرمنشي سره د ایران د خارجه وزیر په ټیلیفوني تماس کښې نور مطرح شوي موضوعات وو.

*//*/*/*/*/*

د ۱۴۰۰ لمریز کال په تیرو دوو میاشتو کښې د ایران بهرنی سیاست د ۸۰ میلیارډ او ۲۳۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳۳ میلیون ټنو ته رسیدلی دی.

د ایران د ګمرک یا کسټمز مشر علیرضا مقدسي د جنورۍ په پنځویشتمه یعنې د تیرې سه شنبې په ورځ وویل: په دغو دوو میاشتو کښې د ایران د صادراتي شیانو ارزښت ۳۸ میلیارډ ډالره و چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله یې ۳۸ فیصده وده لرلې ده.

د ایران صادراتي شیان زیاتره چین او عراق ته ځي.

*/*/**/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه