اسلامي انقلاب، ولایتي امت او ماډرن اسلامي تمدن
(last modified Tue, 01 Feb 2022 08:03:05 GMT )
Feb 01, 2022 12:33 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب، ولایتي امت او ماډرن اسلامي تمدن

د سباؤن د لسیزې پنځم ځانګړی پروګرام

(د انقلاب د دویم ګام) بیانیه د ایران ولس په تیره بیا د دې ټاټوبي ځوانانو ته په خطاب کښې د دې خبرې تجدید او بیا یادونه وه چې د ځان جوړونې، ټولنې ته د پاملرنې او د تمدن جوړونې د دویمې مرحلې اصلي ځواک هم دوي دي. د نوي اسلامي تمدن یو ضرورت زیات نه زیات تفاهم او وحدت، یووالي او پیوستون دی. د امت وحدت او یوموټي توب د هوښیار او د زمانې په حالاتو باندې د خبر مشرتابه د تابیاؤ په برکت رامینځته کیږي چې په سختیو او تنګسو کښې سمه لاره وښايي او امت په خطرونو، تاوانونو او دښمنیو باندې خبر او بیدار کړي.

د تر ظلم لاندې ټولو ولسونو څخه ډیر لږ ولسونه انقلاب ته ملا تړي او له هغو ولسونو څخه چې راپورته شوي او انقلاب یې کړی دی، ډیر کم داسې لیدل شوي دي چې توانیدلي وي کار یې پاې ته رسولی وي او د حکومتونو پر بدلیدو سربیره یې انقلابي ارمانونه او آیډیالونه ساتلي وي.

خو د ایران د ولس پرتمین انقلاب چې د اوسنۍ زمانې ترټولو بې ساری او ولسي انقلاب دی، یوازنی انقلاب دی چې پس له دري څلویښت کلونو لاهم هم په ویاړ سره پر خپلو آرمانونو ولاړ دی او د هغو ټولو وسوسو په وړاندې چې د مقاومت وړ نه ښکاریدې، د خپل کرامت او د خپلو شعارونو د اصالت ساتنه یې کړې ده.

د ایران اسلامي انقلاب په خپل منفرد ظهور سره، یو اوږد تاریخي زوال او فساد پاې ته ورسوه.ایران چې په پهلوي او قاجار پړاؤنو کښې سخت سپک شوی او شاته پاتې شوی و، د ترقۍ په لاره سم شو. د ایران خلکو د ملي هوډ په عنصر سره چې د هراړخیز او حقیقي پرمختګ تومنه ده، پهلوي رژیم په یو ولسي حکومت بدل کړ او بیا یې ځوانان د پيښو د میدان اصلي خاوندان کړل او د مدیریت ډګر ته یې ورسول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په پهلوي پړاؤ کښې د ایران د شاته پاتې والي او د هغو پرمختګونو په هکله چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په ایران کښې وشول، فرمایلي دي: مونږ مخکښې له دې چې اسلام په دې هیواد واکمن شي، یو ډیر شاته پاتې ولس وو، په نورو پورې پيئلي وو، له علمي نظره وروسته وو، له سیاسي نظره شاته پاتې وو، له ټولنیز نظره هم ډیر شاته وو او د سیاست په دنیا کښې ګوښه نشین. خو نن سبا د اسلامي ایران پرمختګونو زمونږ دښمنان هم اعتراف کولو ته اړ کړي دي، نن مونږ په علمي رتبه کښې، د ټیکنالوجۍ په رتبه کښې او د دنیا په ډیرو ماډرن علمونو کښې له پرمختللو هیوادونو سره سیالي کوو. اسلامي امت په یو مجاهدانه او مجدانه کوشش سره د دې زمانې مناسب اسلامي تمدن طراحي کولې، عملي کولی او ګټې ته یې رسولی شي او هغه انسانیت ته وړاندې کولی شي.

د اسلامي انقلاب ستر مشر د انقلاب د بریالیتوب په څلویښتمې کلیزې کښې، (د انقلاب د دویم ګام) د بیانیې په خپرولو سره(د ستر اسلامي ایران د جوړولو ولپاره د جهاد) په موخه بنیادي او مهمې سپارښتنې وکړې. بې شکه چې د انقلاب د دویم ګام خبرپاڼه د ایران ولس په تیره بیا د دې ټاټوبي ځوانانو ته په خطاب کښې د دې خبرې تجدید او بیا یادونه وه چې د ځان جوړونې، ټولنې ته د پاملرنې او د تمدن جوړونې د دویمې مرحلې اصلي ځواک هم دوي دي. په حقیقت کښې دې دویم ګام، انقلاب خپل ستر آرمان ته به نزدې شېچې د ماډرن اسلامي تمدن جوړول او د ولایتِ عظمی د لمر راختو ته د چمتووالی دی.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د نوي اسلامي تمدن د اوصافو په پیژندګلوۍ کښې فرمايي: په ماډرن اسلامي تمدن کښې معنویات د مادیاتو ترڅنګ او اخلاقیاتو او معنویات د مادي ژوند د پرمختګ ترڅنګ دي.

د دې لارې په دوام کښې نوی اسلامي تمدن، د اسلامي هیوادونو خلکو ته د انقلاب د ارمانونو او ارزښتونو په معرفۍ سره عملي کیږي او په دې لاره کښې اسلامي عالمان او د دنیا مسلمانان باید ځانونه د ماډرن اسلامي تمدن د اصولو اصلي مبلغان وګڼي او د هغه د رامینځته کیدو لپاره په جدیت سره عمل وکړي.

آیت الله العظمی خامنه اي (مدّ ظلّه العالي) هغه په اوزاري او حقیقي دوو برخو باندې ویشي. د تمدن اوزاري برخه هم دا ارزښتونه ګڼل کیږي چې مونږ یې نن سبا د هیواد د پرمختګ په توګه مطرح کوو. علم، اختراع او ایجاد، صنعت، سیاست، اقتصاد، سیاسي او پوځي اقتدار، نړیوال اعتبار او تبلیغ او د تبلیغ اوزار ټول له اوزاري تمدن څخه دي چې له دباؤنو او ګواښونو او بندیزونو سره سره، د ایران ولايي ولس په دې لړ کښې لوړې مرتبې ترلاسه کړې دي.

د دوي له نظره، د تمدن حقیقي برخه هم هغه د ژوند تیرولو طریقه او سټایل او هغه څیزونه دي چې زمونږ د ژوند متن جوړوي، لکه د کورنۍ مسئله، د واده طریقه، د هستوګنې ډول، د جامې او لباس ډول، د استعمال او خرڅ طریقه، د خوراک ډول، د پخلي ډول، تفریحات او ساعت تیري، د کسب و کار مسئله، د کار په ځاې کښې د سلوک لاره، په پوهنتون او ښوونځي کښې سلوک، په رسنۍ کښې سلوک او کړچار چې خپله د انسانانو په واک کښې ده، له ملګري سره سلوک، له دښمن سره کړچار او  له پرديو سره سلوک دا ټول د تمدن اصلي او حقیقي برخې دي چې د انسان د ژوند متن جوړوي او د هم دغو تعلیماتو په بنیاد دي چې ولايي او الهي امت بڼه نیسي.

د قرآن کریم په وینا، په مادي او علمي چارو کښې وده هله تمدن ګڼل کیږي چې ټولنه او صالح کسان د الهي هدف په لاره سم شي. په دې ترتیب، رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د خپل رسالت سرمشق، توحید معرفي کوي. د نبوت پیژندل هم چې د توحید په دوام کښې راځي، هم هغه د اسالمي اتحاد او تمدن پيژندل دي.

پیغمبر اکرم د اسلامي اتحاد او تمدن بنیاد کښیښوده او ډیر ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي بدلونونه یې راوستل او د اسلام مبین دین په ډیره لږه موده کښې وتوانیده چې د یو ستر نړیوال تمدن بنسټګر وګرځي. له دې امله ولایتي او توحیدي امت او ورڅخه رامینځته شوی اسلامي تمدن د (الله) د حاکمیت په اساس عملي کیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب مشر آیت الله العظمی خامنه اي د هم دې موضوع په تصدیق کښې باوري دی چې کومه ټولنه چې د توحید مکتب د خپل کار بنیاد وګرځوي، هغه، تمدن جوړونې ته متوجه ټول خیرونه ترلاسه کوي او یو ستر، ژور او جرړه لرونکی تمدن جوړوي.

د قران کریم په وینا، په دنیا کښې دوه تمدنونه دي چې یو تر الهي مشرۍ لاندې او بل د طاغوت تر مشرۍ لاندې دی. لکه څنګه چې د سوره بقره په ۲۵۷ آیت کښې راغلي دي:

خداي د هغه کسانو ملګروی (مشر) دی چې ايمان يې راوړی دی، هغوي له تيارو نه رڼا ته راوباسي او کوم کسان چې کافران شوي دي د هغوي دوست (مرستيال) طاغوت او شطانان دي چې هغوي له رڼا څخه د ګمراهۍ تيارو ته بوځي، هغوي دوزخيان دي او تل به په هغه کښې وي.

په دې وجه د اسلام له نظره د تمدن او هڅوب حقیقت، له تیَرو څخه لرې کیدل او رڼا ته رسیدل دي، کله چې انسان رڼا او نور ته رسیږي نو نورانیت ترلاسه کوي او متمدن کیږي.

نړۍ ته د قرآن کریم د نظر له مخې، دنیا د خدای په لور ته پورته تګ یوازې یوه لاره لري چې د اسلامي امت د وحدت او د نوي اسلامي تمدن جوړونې په بنیاد ولاړه ده.  

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د اسلامي تمدن د جوړولو لپاره د امت د دندو په هکله فرمايي: اسلامي دنیا نن سبا دنده لري چې خپله د اسلام او خپله د پيغمبر په شان روح په دې دنیا کښې پو کړي، یوه نوې فضا رامینځته کړي، یوه تازه لاره خلاصه کړي. مونږ دې ښکارندې ته چې په تمه یې یو، (نوی او ماډرن اسلامي تمدن) وایو. مونږ باید د انسانیت لپاره د ماډرن اسلامي تمدن په لټه کښې ووسو، دا بنیادي توپیر لري له هغه څه سره چې قدرتونه یې د بشریت په هکله فکر کوي او عمل کوي، دا د ځمکو او ټاټوبو د نیواک په معنا نه دی، دا د ولسونو په حقونو باندې د تیري په معنا نه د، دا په نورو ولسونو باندې د خپل کلتور او اخلاقو د تپلو په معنا نه دی بلکې دا، ولسونو ته د الهي ډالۍ د ورکولو په معنا دی چې ولسونه په خپل اختیار او خپلې خوښې او انتخاب سره او په خپل تشخیص سره، سمه لاره غوره کړي. هغه لاره چې نن سبا د نړۍ قدرتونو ورته خلک ورکش کړي دي یوه غلطه او کږه لاره ده. دا نن سبا زمونږ دنده ده.

نن سبا اسلامي نړۍ په ایران کښې د اسلامي انقلاب په راتلو او پاتې کیدو سره، د ولایي امت او تمدن جوړونې لپاره ډیره توانمني لري. د اسلامي انقلاب له زړه څخه راوتلی سوچه اسلام مخکښې له دې چې اختلافونو ته پام وکړي، اشتراکونو ته توجه لري.

هم دا وجه ده چې آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د انقلاب د ستر رهبر په توګه فرمايي: وحدت یو سیاسي او تاکتیکي حرکت نه دی بلکې د اسلامي امت په یووالي باندې اعتقاد او د زړه ایمان دی، د اسلامي دنیا په اتحاد او یووالي کښې وړومبنۍ ګام په یو بل باندې له تیري او ګوذار ورکولو څخه د مسلمانو ټولنو، حکومتونو، قومونو او مذهبونو ډډه کول او د ګډ دښمن په وړاندې اتحاد راوستل  دي او په ورپسې ګامونو کښې اسلامي هیوادونه باید نوي اسلامي تمدن ته د رسیدو په لړ کښې په علم او پانګې او امنیت او سیاسي قدرت کښې له یوبل سره ملګرتیا او ګډې هلې ځلې ولري.          

د ایران اسلامي انقلاب په داسې حال کښې خپلې درې څلویښتمې کلیزې ته ورسیده چې که څه هم بد غواړو دښمنانونو له هم هغه اول څخه بد او باطل ګمانونه درلودل او د انقلاب د له مینځه وړلو لپاره یې دسیسې جوړې کړې وې، دوستانو یې په ټوله نړۍ کښې په هیله مندیو سره هغه له ننګونو د تیریدو او د سترو بریاؤ په ترلاسه کولو کښې تل سرلوړی لیدلی دی.

د خپل زړه له تل څخه په دې ولس  او په هغه نسل باندې چې دا انقلاب یې شروع کړ او په ارمانونو یې پابند پاتې شول درود لیږو او د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د ظهور او د سوچه محمدي اسلام په بنیاد د نوي اسلامي تمدن د جوړیدو په هیلې سره، د هغه امام په ظهور کښې د بیړې دعا کوو.

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه