سباؤن لسیزه
(last modified Wed, 09 Feb 2022 06:51:50 GMT )
Feb 09, 2022 11:21 Asia/Kabul
  •  سباؤن لسیزه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د سباؤن لسیزې له ننني یولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې وو،په دغه مطلب کې د څوارلسمې لمریزې پيړۍ په پاي ا او دپنځلسمې لمریزې پيړۍ په پیل کې په نړۍ کې د اسلامی انقلاب د سترو اغیزو په باب درسره غږیږو، نو هیله د ه چې داستفادې وړ مو وګرځي .

  دوستانو په څوارلسمې لمریزې پيړۍ کې  په اسلامی  نړۍ  او د سیاست په نړۍ کې  د سترو بدلونونو شاهدان یوو .  په ایران کې داسلامی انقلاب بریالیتوب او داسلامی جمهوری نظام ځاي په ځاي کیدا  سره  اوس  له دغه نوي نعمته برخمن یوو . یو داسې نعمت چې  د ایران داسلامی جمهوي نظام ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمیني   دا یو الهی موهبت نومولی  چې دخداوندمتعال  له خوا د ایران ملت ته ډالۍ شوی او دا دی اوس ، ددغې لوئې واقعې د عظمت او پرتم د څه دپاسه څلورو لسیزو تیریدا وروسته ئې اوس هم لازیات بحثونه او خبرې کیږي .

Image Caption

 

د ایران اسلامی انقلاب  په ۱۹۷۹کال کې په داسې شرائطو کې رامینځةشو چې پر نړیوالو اړیکو دوه قطبي فضا واکمنه وه . د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو په رهبرۍ  سره لویدیځي بلاک اود پخواني شوروي اتحاد په رهبرۍ سره ختیځي بلاک ، دهغه مهال دنړیوال  نظام دوه اصلی قطبونه وو .د لویدیځي  بلاک د آئيډیالوجۍ اساس ، پر پانګوال  نظام ولاړ ؤ  چې په اروپا کې له  رنساس څخه د وروسته بدلونونو نتیجه وه . د غه نظام په هغه مهال کې  خپل  ترټولو اصلي دښمن د شوروي سوشلیسټي نظام بالۀ چې  په روسیې  کې د ۱۹۱۷کال له انقلابه وروسته ځاي په ځاي شوی ؤ.  په درستې نړۍ کې د دوو زبرځواکونو سلطه او نفوذ تر دې انازې ؤ چې   ددغو دوو  بلاکونو  له نفوذ او ارازې ورآخوا  هیڅ یوه سیاسی پيښه نه شوه رامینځةکیدلی، له همدې امله هیچا د یوه ستر دینی غورځنګ  ګمان هم نه کاوۀ .

  په دې دوران کې د اوسمهاله نړۍ په تاریخ کې یو ډیر لوي بدلون رامینځةشو او  داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره ، نړۍ د شلمې پيړۍ په اتیایمې لسیزې کې  د ختیځ او لویدیځ دووبلاکونو ورآخوا  له یوې ښکارندې سره مخامخ شوه . په هغه مهال کې ټولو فکر  کاوۀ، اسلامی انقلاب  یوازې پاچائي نظام نسکور کړی دی ، خو اوس لیدل کیږی ، چې ددغه انقلاب پراختیا او غزیدا ډيره  پراخه  ده  او د ایران ملت د مقاومت  او د اسلامی انقلاب د اصولو او بنسټ د خوندیکیدا په  سیوري کې ،  دسلطې او استکبار نظام ، له اسلامی نړۍ د ټغر د ټولولو په حال کې دی  او د صهیونیسټي رژيم  د موجودیّت د ستنو دنړیدا  آوازونه هم تر غوږو کیږي .

د اسلامی  انقلاب ځانګړنه،هغه لویه فکري اوکلتوري پشتوانه وه چې د لویدیځ او ختیځ  دوو بلاکونو له ویشل کیدا ورتیر ئې چوکاټونه مات کړل ، دین او دنیا  ئې دیوه بل ترڅنګ مطرح کړه  او د یوې نوي زمانې پیل ئې اعلان کړ . دغه انقلاب د دین  او مذهب د تعلیماتو په اساس راوپنځيد،د یوه دیني عالم په رهبرۍ  او  په ولسی ملاتړ سره،اسلامی انقلاب  د قرآن  د قرآني تعلیماتو په اساس،د هستۍ خالق او مالک یوازې خدای بالۀ،نو ځکه   ئې د هغه  د احکامو په وړاندې له تسلیمیدا پرته بل څه نه زغمل .د حکومت،عزت او اقتدار دڅرنګوالی،د اسلامی هیواد له حاکمیّت  ورآخوا  نړۍ سره د رابطې د ډول  همداراز د خلکو او ټولنې او داسې نورو برخو  د حقوقو په باب  په قرآن مجید کې د پروردګار دستورات  اساس وګرځيد. د اسلامی انقلاب د رهبر غوټه پرانیستونکي لارښونې دي،چې د ولایت فقیه په عنوان سره  د اسلامی ټولنې او اسلامی انقلاب د آئيډیاؤ خوندي ساتل ئې په غاړه دي .او بلاخره ولس،چې  په تیرو څه دپاسه څلویښتو کلونو کې ئې چې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب تیریږي ، په کرتو ښودلې ده ، خپلواکۍ ته تر رسیدا، له ظلم سره مبارزې  او عدالت غواړي  موخو ته  تر رسیدا پورې پر خپلې ژمنتیا کلک ولاړ  دی .  په دغو کلونو کې  خلک د سختیو او مشکلاتو په وړاندې نه یوازې ټينګ دریدلي  دي ، بلکې د پيښو  د رامینځةکیدا په مرحلو کې کلک او مقاومت سره دریدلي دي . جنرال شهید قاسم سلیماني  له دغه ولسه ډير ښکلی  حکایّت لري . په دې مضمون سره چې  څوکې ته د رسیدا لپاره بیرغوال (رهبر) ډير مهم رول لري ، خو له دې لامهم  هغه  لارویان دي چې   دهغوي له ملګرتیا پرته  څوکې ته نشي رسیدلئ .

        بې شکه  د  ولس له ملګرتیا پرته دغه اسلامی انقلاب نه شو تثبیتیدلی  او  د وخت په تیریدا سره  لاپياوړی او مقاومت نه شو کیدلی .د اوسمهال پړَک پړوک  او زر او زوره په ډکې  نړۍ کې ددغې پولې او ځاي  ډيری ځوانانو په مقاومت ، شجاعت  له خپل ځانه په تیریدا سره د اخلاص، سرښیندنې  او شهادت  په څير  انساني او  دیني ارزښتونو ته عینیّت وبخښۀ. ممکنه ده  د هغه د دوستانو ، هم سنګرو  او متحدانو  او ددغه انقلاب  بیانول ، د قرآن کریم د فتح سورې په ۲۹آیت کې لیدل کیدئ شي ، چې پاک پروردګار پکې فرمائي ؛ محمد د خداي لیږل شوی استازی دی  او هغه کسان چې  له هغه سره دي ، د کفارو په وړاندې سخت او میړني او  پخپلو کې سره ډير مهربانه  دي ، دوي په یوه بل پسې په رکوع او سجود کې وینئ  ، دوي تل  د خداي  فضل او د هغه رضا غواړي ، ددوي نښې د سجدې له کبله  د دوي په ټنډو کې نښې معلومې دي .د دوي دغه صفت په تورات کې شته او د دوي دغه صفت په انجیل کې د هماغه  کرهڼې په څير دی چې خپلې تیغې  ئې راویستي دي او ټوکیدلی دي  ، ورپسې  ئې بیا پیاوړي کړي څو محکم او مضبوط شي  او پخپل ځان بسیّه شي  او  دومره وده وکړي چې ذمینداران حیرانه کړي .

Image Caption

 

   دوستانو او س د  اسلامی انقلاب  په دوهم ګام کې یوو او دا ګام د پنځلسمې لمریزې پیړۍ  له پيل سره برابر دی .نښې نښانې ښئ چې اسلامی نړۍ او مسلمانان روښانه راتلونکی لری او  په پنځلسمې پيړۍ کې به دیوه بل ستر بدلون کتونکي وي ، چې  په کې به اسلام  په ماډرن انداز سره وځلیږي . یو داسې شی چې   امام خمینی فرمائيلي دي ؛ راتلونکي پيړۍ به له اسلام لَره وي ،او اسلام  به  د  نړۍ اساسي سنګرونه په یوه بل پسې  فتح کړي ،اوس ئې حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  هم د  اسلامی نړۍ د تمدن جوړونکي زمانې په توګه یادوي .د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په وینا، تمدن جوړونه هاله بڼه مومي چې  مسلمان ملتونه د یوه بل ترڅنګ ودریږي . د اسلامی نړۍ دملتونو او  غوره شخصیّتونو هڅې ددغه لوي اهتمام  لپاره لازیاتې هیلې رامینځةکونکي  شوي دي .

داسلامی انقلاب  په وړاندې افق  هغه پرتمین تمدن ته ستنیدا ده   چې  په بشری حیات کې  د اسلام  مهې بریاوې  دي . اسلام  د تاریخ په اوږدو کې په ډیرو ټاټوبو کې نفوذ درلودلی  او د بشری تمدن یوه ځلانده کړۍ شمیرل کیده. دغه تمدن  پخپله د اسلام په وسیله راپنځیدلی  او دقرآن دتعلیماتو او د مسلمانانو  د نوښت په سیوري کې   پراخ  شوی او  پخپلې چټکې ودې سره ، ئې   دپه هغه مهال پړاؤ کې  دنوي نظرئې بنیاد کیښود  چې له سیاسی ، اقتصادي  اوکلتوري پلوه ئې ډیر توپير درلود، په دې توګه چې د قدرت ، شتمنۍ  او تفکر له پلوه ئې  او څاره لوړ ځائيګی ترلاسه کړ. په هغه پړاؤ کې  هنرمندانو ، صنعتګرانو ، فلسفیانو ، جغرافیادانو ، کیمیادانو او فیز پوهانو ، تاجرانو  او د اسلامی نړۍ نورو متفکرانو ،  دکرهڼې ، صنعت ، سمندر کچ کونې ، فلسفې ، ټولنپيژندنې طبي ډګر په څير  د پوهو او فنونو په بشپړتیا ، پرمختګ  او ودې کې ډير زیات  رول لوبولی دی . مسلمان  پوهان  د اسلام په طلائي پړاؤ کې په نړۍ کې د اسلامی  ستور پيژندنې   او دنجومو دعلم بنسټګران  وو .

        دا  چې  اسلامی نظام د اسلامی علم  پر تولید او نرم آوزارۍ  پرغورځنګ په تیکې او ایمان سره ، دتیر وخت د پرتمین او  ولولناک  او نوښتي پړاؤ په لټه کې دي .  دایران اسلامی جمهوریت یو هغه هیواد دی چې پر حکمت مشتمل  یو کلتور لري او په دغه ټاټوبی کې  له څه دپاسه زرو کلونو راهسې  متفکران او حکیمانو  ژون د کړی دی .  دغه بډایه  فرهنګ په راتلونکي کې به هم  ددغه هیواد د هنر او فرهنګ او کلتور  پشتوانه  او د ماډرن تمدن یوه ځانګړنه وي  .  نوي پیړۍ ته د داخلیدا په درشل کې ، اسلامی انقلاب، په سلګونو عمراني، څيړنیزو ،تعلیمي ،کلتوري هنري پروژو او  د نړیوال ډګر  او علم او ټيکنالوجۍ په مختلفو ډګرونو کې په بریالیتوب  تکیه لري . اسلامی انقلاب  ، په ماډرن اسلامی تمدن  کې د ژوند د سټایل  د تر ټولو مهمې پانګې په توګه پر پوهې  ټينګار کوي . د علم د سرحدونو ماتول او علمی مجاهده او زیار   او هلې ځلې ، د اسلامی تمدن د لارې مشال دی .  علم قدرت رامینځةکوي  او د علم خاونده ټولنه قدرتمنه کوي  او  نوځکه  عمل باید زده کړئ شي  او  تولید  او صادریدا ته ئې مخه   کړئ شي  او یوازې پر مصرف ئې بسنه نشي کیدلی .

لاس ته راوړنې ددې ښودنه کوي  چې اسلامی انقلاب  په دوهم ګام کې په نړیواله سویه د ایران له جغرافیائي پولو ورآخوا ، دخپل سټراټژيک  اقتدار او  ژورتیا ټاکلو ته  نزدې کیږي څو د لوي اسلامی تمدن  د راپنځولو لپاره   زمینه لازیاته برابره کړي .  روښانه ټکی دا چې  په پنځلسمې پیړۍ کې  به په ایران  او د نړۍ په نورو هیوادونو کې استبدادي سیاسي نظامونه او دیکتاتورۍ ونه توانیږي د تیرو وختونو په رودو  سره خپلې حکمرانۍ ته  دوام ورکړي . دغه  اسلامی انقلاب دخپل عمر په څه دپاسه څلویښتو   کلونو په تیریدا سره ، له هغو ډير زیاتو خنډونو او چیلنجونو څخه په تیریدا سره  چې دښمنانو ئې په وړاندې جوړ کړي دي ، توانیدلی دی پخپلو  انساني او مادي پانګو  باندې په تکیې سره  او دغه راز دتمدن جوړونکو مؤلفو او عناصرو په کارولو  سره  د سخت آوزارئ او نرم آوزارئ په دوو برخو کې  د اسلامی تمدن  داحیاء او ماډرنولو زمینه برابره کړي .پردې اساس،تمه درلودلی شو چې اسلامی انقلاب   د اسلامی تمدن نوی والی ،په قوت سره تعقیب کړی  او  د الهي او انساني  تمدن  د تحقق او تعقیبونې لپاره ئې کلتوري زمینه  برابره کړې او معرفي کړې ده،چې په دې کې د درستو دینونو،کلتورونو،الهی  او انقلابی هویّت د ګنډل کیدا یا یو ځای کیدا ټکی نغښتی دی .

Image Caption
Image Caption

 

که دغه پيښه تحقق ومومي  او مسلمان ملتونه ، نړیوالو ته یو ماډرن اسلامی تمدن  وړاندې کړي،نو دا ویاړمن او نیکمرغي ډالۍ کونکی تمدن،د لویدیځ پر ګمراه کونکي او مادي تمدن بانډې غلبه  کوي او دنړۍ ملتونه  به هم په لیوالتیا سره ددې په لور رامات شي . ځکه چې  اسلامی تمدن ، د لویدیځ د مادي تمدن په اپوټه ،په یوه واحد خداي باندې په ایمان ، اخلاقو او معنویاتو باندې ولاړ دی .  دغه شان تمدند خپل ځان  د ترقۍ او پرمختګ   لپاره او دنورو ملتونو پر حقوقو سترګې نه پټوي    او له علم څخه د غیر انساني او نارواؤ  ګټو لپاره استفاده نه کوي  او یوازې ئې پخپل انحصار کې نه ساتي .نو پر اسلامی  ، الهي  اومعنوي کلتور او تمدن باندې حاکم روح  دی چې خپله لاره ، د  انساني ټولنو او خلکو پر اعتقاداتو باندې په اغیر شیندنې سره پرانیزي .

په حقیقت کې  ، اسلامی انقلاب  به خپل تاریخي ماموریّت د هغه ماډرن تمدن تاسیس چې  د د زمانې د ژغورونکي  دظهور  زمینه جوړونکی به وي ، تعقیب کړي .  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي په تعبیر ؛ بې شکه  اسلامی تمدن  میدان ته واریدیدلی او په هماغه رودې سره چې د تاریخ ستر تمدنونه توانیدلی دي ،د انسان  دژوند ډګر ته واریدیدلی شي او سیمې فتح کولی او خپل برکتونه  او تاوانونه  هغو ي ته ورسول شي ،  دغه پیچلی،اوږد او له هڅو ډک بهیر کچ کړي  او هغه هدف ته ورسیږي .  البته اسلامی تمدن به د حضرت بقیةا...(ارواحنا له فداه)  د ظهور په پړاؤ کې بشبړ شي . د ظهور په پړاؤ  کې به  اسلامی حقیقي تمدن او اسلامی حقیقي دنیا رامینځةشي .

****************************

دوستانو دسباؤن لسیزې نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه