له قرآن کریم سره د مینې محفل ته یوه کتنه
(last modified Mon, 11 Apr 2022 03:47:47 GMT )
Apr 11, 2022 08:17 Asia/Kabul
  • له قرآن کریم سره د مینې محفل ته یوه کتنه

د تهران راډیو قدرمنو مینہ والو په دې هیله چې روغ رمټ به یئ، د روژې په دې مبارکه میاشت کښې چې د قرآن په لاره د ځان او خپلو اولادونو د سمولو ډیر غوره فرصت دی، له قرآن کریم سره د مینې او اُنس د غونډو په هکله یوه ځانګړې لیکنہ مو درته راوړې ده، هیله ده چې خوښه مو شي

قرآن کریم د مسلمانانو اسماني کتاب او د حضرت محمد مصطفی(ص) ستره معجزه او د مسلمانانو د فردي او ټولنیز ژوند او د بدني او روحاني حیات سرچینه ده ځکه چې دغه مقدس کتاب د اسلامي علومو سرچینه او د زندګۍ د تیرولو آئین دی. څوارلس پيړۍ مخکښې رسالت د انسان د ژوند په مختلفو اړخونو کښې پيل شو او تر ابده به دوام ولري. داشان د قرآن پیژندل او ورسره مینه د هر مسلمان په تیره بیا د ځوان نسل لپاره چې د نویو افکارو خاوند دی، ډیره مهمه او بنیادي چاره ښکاري. دا ضرورت له دې امله دی چې قران د انسان د مادي او معوني ژوند د معنا بخښونکي کلتور او د دین او ایمان اصلي سرچینه ده.

یو ډیر غوره وخت چې کوې شو ځانونه او خپل اولادونه د قرآن په لاره روان کړو، د رمضان مبارکه میاشته ده. ځکه چې د روژې میاشته د راټوکیدو او دوباره ژوندي کیدو موسم دی، هم هغه ډول چې پسرلی په طبعیت کښې د تازګۍ او تاندوالي لامل کیږي، د رمضان میاشته هم په قرآن باندې د میئنو په وجود کښې د تازګۍ او تاندوالي لامل ګرځي. امام محمد باقر علیه السلام فرمايي: هر څیز یو پسرلی لري او د قرآن پسرلی د روژې مبارکه میاشت ده.

*/*/*/*/*/*/*/

د سږ کال د رمضان د مبارکې میاشتې اوله ورځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون کښې چې په خپله د قرآن په علم باندې خبر او د هغه د معارفو دودونکی دی، له قرآن سره د مینې د محفل ترسره کیدو لازیات تاندوالی درلود. مصلحان او مشران چې په دې طوفاني دنیا کښې د هدایت د کشتۍ ماڼوګان دي، هرڅومره چې له دغه مقدس اسماني کتاب سره ډیر بلد وي، دومره په غوره توګه ټولنه ساحل ته رسولې شي.

د قرآن کریم یوشمیر مشهور نړیوال قاریان، حافظان او استادان په امام خمیني امامبارګاه کښې سره راغونډ شول او د قرآن کریم د ځینو آیتونو په تلاوت سره یې د حاضرینو روح او زړه خوشاله کړ. په حاضرانو کښې ځیني عربان په خپلې ځايي جامه کښې ولاړ و او د انقلاب له معظم رهبر سره د خپلې مینې څرګندونه یې په عربۍ ژبې کوله. په دغې معنوي فضا کښې چې څه باندې درې ساعته اوږده شوه، قاریانو، حافظانو او هم داشان د جمع خوانۍ ډلو د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاوت، هم خواني او دعاګانې ولوستلې.

د آذربایجانِ شرقي ولایت ځلمي قاري علیرضا حاجي زاده د سوره قصص د شلم مبارک آیت ډیر ښایسته تلاوت وکړ. ورپسې د همدان علیرضا رحماني د هم دغې سورې د ۸۳ آیت تلاوت وکړ.

د لرستان ولایت نابینا قاري محمد بهرامي چې د نابینایانو لپاره د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دویم پړاؤ کښې د قرائت او حفظ په برخه کښې یې وړومبې مقام ګټلی و، د احزاب او کوثر د مبارکو سورو یوشمیر آیتونه تلاوت کړل چې د حاضرینو له خوا یې ډیره ستاینه وشوه.

خوزستاني قاري قاسم مقدمي هم له هغو کسانو څخه و چې د تلاوت لپاره بلنه ورکړې شوه. هغه د سوره فتح وروستي آیتونه تلاوت کړل.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون کښې له خوزستان ولایته د میعاد په نامه ډلې همخواني او مدحه سرايي هم په زړه پورې او د اوریدو وه. په دې لړ کښې تکړه او ځوان قاري حامد شاکرنژاد ته هم بلنه ورکړې شوې وه. د هغه د تلاوت له پیلیدو مخکښې د شاکرنژاد د ځوانۍ د وختو یعنې ۲۸ کاله مخکښنۍ تلاوت خپور شو او ټول یې په وجد کښې راوستل. شاکر نژاد په دغه نوراني محفل کښې د سوره فتح د یوشمیر آیتونو تلاوت وکړ چې په ختمیدو سره یې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا ډیره ستاینه وشوه.

د ابوحمزه ثمالي د دعا د ځینو برخو خپریدو هم فضا لا په زړه پورې کړه.

*/*/*/*/*/*/*

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغو قرآني مراسمو کښې د (ذکر) په نامه د قرآن یو نوم ته په اشارې سره دغه الهي کتاب (مذکِّر) یعنې رایادونکی وباله او ویې فرمایل: قرآن ذکر دی یعنې د یادونې او مذکِریت په وروستي حد کښې دی. دا قرآن دی. په بله وینا ذکر د ارتباط وسیله ده، که وغواړو چې له خدای تعالی سره اړیکه ولرو، له جنت سره اړیکه ولرو، نو په خپل لوړرتبه باطن سره ورته رسیدی شو کوم چې متعال خدای زمونږ لپاره ټاکلی دی، باید چې ورسره اړیکه ټینګه کړو او په یاد کښې یې ووسو، که له یاده مو ووته نو غفلت به وي او دا غفلت هم هغه څیز دی چې په قرآن کریم کښې ترې بیا بیا د ډډه کونې سپارښتنه شوې ده.

معظم رهبر ذکر د غفلت مقابل ټکی وباله او زیاته یې کړه: هرڅومره چې له قرآن سره ډیره مینه پيدا کړئ دومره ذکر زیاتیږي. او البته (ذکر) او (مراقبه) تقریباً یو شان او په یوې معنا متحد دي. هم هغه مراقبه چې د دومره د معنا او سلوک خاوندان پرې ټینګار لري او وايي چې د انسان د عروج پوړۍ، مراقبه ده، د ځان خیال ساتل، که مراقبه وه نو هغه معنوي حال هم د انسان لپاره باقي پاتې کیږي. په دې وجه د قرآن کریم تلاوت او له قرآن سره مینه دغه خصوصیات او ځانګړنې لري.

*/*/*/*/*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انسانیت او د اسلامي ټولنې د نن ورځې یوه بنیادي اړتیا په قرآني معارفو پوهیدل او ورباندې عمل وباله او له استکبار او کفر او طاغوتیت سره په مقابلې او د هغو په وړاندې په اودریدنې باندې د قرآن ټینګار ته په اشارې سره یې وویل: نن سبا د اسلامي نړۍ یوه ستونزه له قرآني معارفو سره ناآشنايي او ورباندې عمل نه کول دي. په قرآن باندې پوهیدل د ډول ډول معارفو د ورونو د خلاصیدو زمینه خلاصوي. په تیرو څلویښتو کلونو کښې د ایران د ولس د غیرمعمولي پرمختګ او ورځ تر بلې زیاتیدونکې عزت په قرآن پاک باندې د عمل او اودریدنې په وجه دی او نن سبا هم په شیطانانو او کافرانو باندې د برلاسي یوازنۍ لاره، مقاومت دی. ځکه کوم کسان چې د ځینو هیوادونو د ولسمشر یا باچا په مقام کښې په ولسونو په سر سپاره وي، هم هغه دي چې قرآن ورسره په ډاګه د مقابلې حکم ورکړی دی او ټینګار یې کړی دی چې په هغوي اعتماد او باور ونه کړي.

قرآن کریم یو بې سارې هنري اثر دی. آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې قرآن باید په غونډو او ټولنو کښې په هنرمندۍ سره قرائت شي، وویل: په ټول کښې تلاوت یو هنر دی، یو مقدس هنر دی. دا هنر چې یو ډیر غوره قدسي او غوره مقدس هنر دی، باید د ذکر او دعوت په خدمت کښې وي. قرآن ذکر دی نو ستاسو تلاوت باید د ذکر په خدمت کښې وي، تلاوت باید داسې وي چې د اوریدونکي ایمان زیات کړي. په دې وجه نه دي پکار چې تلاوت ته یوازې د هنر په سترګه وګورو او پریږدو چې حاشیې یا ځینې خدنمایۍ د ذکر او خدای ته د بلنې په حالت باندې غلبه وکړي. د قرآن هنرمندانه قرائت او په عبارتونو باندې صحي او پر ځاې تکیه، پّ مخاطبانو او د هغوي په پوهې باندې د اغیزشیندنې لامل کیږی.

*/*/*/*/*/*

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په ایران کښې د تکړه او خوش اوازه قاریانو له زیاتوالي د خوشالۍ په څرګندولو سره، دا عنایت د اسلامي انقلاب پامته داره وباله او ویې ویل: نن سبا زمونږ قاریان د نورو هیوادونو له هغو ډیرو قاریانو څخه چې حتی کله کله د استاد په توګه ایران ته رابلل کیږي، ډیر ښه او معیاري تلاوت کوي چې دا یو ویاړ رامینځته کونکی حقیقت دی. بیا یې وویل: د قرآن د قرائت پر غونډو سربیره باید د قرآن د تفسیر غونډې هم جوړې شي تر څو د ټولنې د قرآني او دیني معارفو سویه لوړه شي. له قرآني معارفو سره د ټولنې مینه به په دنیاوي او اخروي ژوند پورې په اړوندو مسائلو او طورطریقو کښې د ټولنې د مضبوطیا او دوام سبب شي او په دې وجه تلاوت باید تکرار شي. ما په ځلونو ویلي دي چې تلاوت باید تکرار شي، پکار دي چې قرآن له اول نه تر اخره پورې ولوستې او ختم کړې شي، بیا پیل کړی شي او له سر نه تر پاې او پرله پسې او په دوامداره توګه باید له قرآنِ پاک څخه ګټه پورته کړې شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دې ټکي ته هم پام وکړ چې قرآن د وروستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) معجزه ده، د پيغمبر دین، ابدي دی نو معجزه یې هم باید ابدي وي، ابدي یعنې څه؟ یعنې دا چې تاسو هر وخت د تاریخ له اوږده دورانه واخلې تر هغه وخته پورې چې دا دین موجود دی یعنې تر ابده پورې، د ژوند لپاره په هر پړاؤ کښې د خپلې اړتیا وړ معارف له قرآنه پيدا کولې شئ. قرآن باید وتوانیږي او کوې شي چې د معني ژوند، د لوړ الهي ژوند، مادي ژوند، کورنۍ، حکومت، ټولنیزو اړیکو، او له متعال خدای سره تر اړیکې پورې د ژوند په ټولې ساحې کښې ستاسو د پوښتنو ځوابونه درکولی شي او د لوړو الهي معارفو په لور مو لارښوونه کولې شي. د انسان په د انسان په ژوند پورې اړونده ترټولو لوړ مفاهیم قرآن مونږ ته معرفي کولې شي چې البته دا په تعلم او پوهیدو سره لاس ته راځي او دغو معارفو ته د رسیدو شرط هم د زړه او روح پاکوالی دی چې دا کار د ځوانۍ په پړاؤ کښې لا اسان دی. 

له قرآن کریم سره د انس او مینې د غونډې په پاې کښې استاد محمد علي دهدشتي قرآني دعا ولوستله چې په دغه محفل کښې یې ډیره ولوله رامینځته کړه.

بیا حاضرینو د آیت الله العظمی خامنه اي په امامت د ماښام او ماسخوتن لمونځونه وکړل او له معظم رهبر سره یوځاې یې روژه ماتې وکړ.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه