دفاعي بریاوې له هوا په سطحې ویشتونکی آذرخش توغندی
(last modified Tue, 18 Oct 2022 11:39:36 GMT )
Oct 18, 2022 16:09 Asia/Kabul
  • دفاعي بریاوې له هوا په سطحې ویشتونکی آذرخش توغندی

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران دد فاعي بریاؤ نومې لړۍ په دوام کې  له نننی مطلب سره ستاسو په  خدمت کې یو چې دغه مطلب هم د آذرخش نومې له هوا په سطحې ویشتونکی توغندي د جوړښت او ځانګړنو په باب دی ، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. 

    دې ته په پام سره چې په نړۍ کې د مځکني ځوان دتوانمنیو مهمه برخه،د ټانکونو، جنګي زغرګاډو او زغرګاډوپشمول زغروال قواوې جوړوي ،نو ځکه  له هغو پوځي تجهیزاتو سره مقابله چې په مځکنیو ځواکونو کې اساسی رول په غاړه لري، د پوځونو مهمې اندیښنې حسابیږي.

 زغروال ځواکونه  او له ټانکونو  او له ټانک ضده  ډول  ډول وسلو څخه په استفادې سره  د نورو زغروالو تجهیزاتو سره مقابله،ډیره اوږده تاریخي مخینه لري.  له دې امله  هغه پوځونه چې د جنګ په ډګر کې د تل پاتې وړتیاؤ   لوړتیا ته ئې ګروهنه درلودلې، په دغو هردواړو ډګرونو کې  ئې د پام وړ پانګونې کړي دي.په دې لړ کې په پوځونو کې د زرغوالو تجهیزاتو په تیره بیا  د ټانکونو له تثبیتیدا وروسته  ټانک ضده وسلو(anti-armor)  هم پراختیا موندلې ده . که څه هم په تیرو وختونو کې د زغروالو تجهیزاتو د مقاومت د اندازې د پراختیا په لاره کې زغروال تجهیزات د زغروالو ضده وسلو(anti-armor) څخه یو ګام مخکې شوي دي،خو دغه وسلې د له پلانونې رانیولې تر کارندوالي پورې دکمو لګښتونو په دلیل ، په  مختلفو هیوادونو کې ډير زر د ورځې د ګواښونو په تناسب سره پراخې شوي دي  او وئيل کیدلی شي  لږترلږه له ۲۰۰۰کال څخه وروسته ئې بالعکس بهیر درلودلی او په نتیجې کې د زغروال ضده  توغندیو دمقابلې لپاره  دفاعي سسټمونه فعال او  غیر فعال  سسټمونه پراخ شوي دي .

           د هوا په لور توغونکي زغره ضد توغندي باید د واټن او د نفوذ او تخریب د اندازې او دغه راز د وزن پشمول دعملیاتي ځواک  دتمې وړ وړتیاې ولرل شي چې د ډرونز الوتکو په وسیله ئې د توغولو لپاره دغه موضوع دوه چنده اهمیّت لري. په نتیجې کې  د دغو توغندیو جوړیدا  او پراختیا،د لاسترو توغندیو  په نسبت لازیاتې پيچلتیاوې لري او معمولا د سپکو وسپَنو په پلانونې او جوړونې کې له لا پيچلو سسټماټیکو رودو،پلانونې  او له  مهمو ډول ډول موادو کې له لوړو ټيکنالوجیو څخه استفاده کیږي چې دغه توانمنۍ  له هر یوه هیواد  سره نشته . په عین حال کې  د نړۍ د سترو پوځونو په هوائي ځواک کې د زغره ضد(anti-armor)له هوا په سطحې ویشتونکو توغندیو کارول له ډير زیات اهمیّته برخمن دي .د ایران اسلامی جمهوریت هم  په دې زمینې کې ډير زیات پرمختګونه کړي دي  چې د آذرخش په نامې سره له هوا څخه په سطحې ویشتونکیتوغندي  په هغو کې شامل دي .د آذرخش زغره ضد توغندی(anti-armor) د ایران یوه هغه دفاعي بریا ده چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک ځوانو متخصصو انجنیّرانو پلان کړی دی.د ایران  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو مځکني ځواک د ۱۳۹۶لمریزکال د کب یا هوت د میاشتې په نهمه نیټه،دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان سردار حسین سلامي،د سپاه د مځکني ځواک د قوماندان سردار محمد پاکپور په شتون کې خپلې ترټولو نوي دفاعي بریاوې افتتاح کړې چې آذرخش نومې هواضده توغندی هم په دغو (anti-armor)وسلو کې شامل ؤ.

Image Caption

 

آذرخش زغره ضدتوغندوي پروژه په کم ارتفاع یا لوړوالي  سره دمځکنیو موخو او مورچلو په ضد  هوائي عملیاتو دترسره کولو په موخې سره په ۱۳۹۶لمریزکال کې  او د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک  د ترټولو ماډرن تعمیراتي او ښونیز مرکرز  د پرانیستو په بهیر کې افتتاح شوه. آذرخش زغره ضدتوغندی له هوایا فضا توغول کیږي او کبرایرغلیزې چورلکې په شان په پوځي هیلی کوپټرو باندې نصبیږي.  ددغه توغندي زیاتره شیشت تر لسو کلومیټرو پورې او چټکوالی ئې هم په هرې ثانیّې کې پنځه سوه پنځوس میټرو ته رسیږي . آذرخش توغندی اویا کلوګرامه وزن  او دولس اعشاره اوه سینټي میټرقطر لري.  او ددغه توغندي په سر کې لټَؤنکی  هم موجود دی چې په مرستې سره ئې  په ټارګټ باندې ئې شیشت ثبت کیږی او له شپږ کلومیټرو له اندازې شیشت په ټارګټ لاک کیږي  او توغندی په هماغه نښه په دقیق  ډول لګیږي. په عین حال کې آذرخش یو ؛ وتوغوه او هیر کړه ؛ مثال لرونکی توغندی دی. یعني دا چې ددغه توغندي ګائيډیډ سسټم ته په پام سره  له توغولو وروسته نور ضرورت نشته څو چورلکه  توغندی د هدف په لور هدایت کړي  او یا هدف  یا ټارګت باندې د توغندي د لګیدو تر شیبې پورې په شیشت کې ونیسي. 

            آذرخش زغره ضد توغندی(anti-armor) د  ایم  ۹  جي سایډ واینډر په نامې سره له هوا په هوا کې د ویشتونکي توغندي په اساس پلان شوی چې ایران ئې هم لري . دغه توغندی د سایډ واینډر  توغندي د باډئ په اساس په  نوي لټَؤنکي سره یعني د ماډرن ویډیوئي کیمرې سره، له هوا په هوا کې  او له هوا په سطحې باندې  په ویشتونکي رول  کې جوړ شوی دی .د آذرخش توغندي د جوړښت انداز هم  له موټرڅخه رانیولې د سر د څوکې تر حسګر یا فیوز پورې  له سایډ واينډر سره  توپیر لري. له سایډ واینډر سره په پرتله کې  ، آذرخش لا سپَک دی  او همداراز د سایډ واینډر په نسبت  لاکم سپيډ او  واټن باندې لګیږي. البته سایډ واینډر توغندی له هوا په هوا کې ویشتل کیږي  او د هغه لپاره ډيرزیات سپيډضروري دی،خو آذرخش یو له هوا په سطحې ویشتونکی توغندی دی  او ډیر زیات سپيډ ته اړتیا نه لري. د واټن په باب  ئې هم باید ووئيل شي چې د آذرخش واټن  د هغه توغندي لپاره چې له چورلکې توغول کیږي،په بشپړ ډول مناسب او دسټنډرډ په اساس دی .  دوزن کمښت ئې هم د چورلکې د وړلو لپاره یو بل امتیاز دی . البته ددغه توغندي وزن د  آلماس په څير په هوا ویشتونکو نورو  زغره ضد توغندیو  په نسبت  تر پام وړ حده زیات دی . 

Image Caption

 

البته پوښتنه راپورته کیږي، چې د آذرخش  زغره ضد توغندي د کم سپيډ او واټن دلیل څه دی؟ ، ایم ناین  جی سایډواینډر  له بڅرکو  ډکه څلور اعشاریه پنځه کلوګرامي سرګلوله لري  چې د یوه زغره ضد توغندي لپاره ئې وزن او سرګلولې ډول مناسبت نه دی. نو داسې ښکاري،داخلی متخصصانو ، د زغره ضده سرګلولې د ډول او وزن په زیاتولو سره،د توغندي د وړلو وړ سونګو له مقدار څخه  کم کړي څو په دې توګه توغندید ټانکونو په پّ څير د زغره والو ګاډو په وړاندې لازیات اغیزشیندونکی وي. دغه ډول سرګلوله د کیمیایی انرژۍ د سرګلولې په توګه  منظمیږي او  د ټانک  د وسپنې په ویلي کولو سره پکې دننه نفوذ کوي.

که څه هم  آذرخش توغندی له هواڅخه په سطحې د ویشتونکي یوه توغندي په توګه په ۱۳۹۶لمریزکال کې افتتاح شو ،خو د دښمن د الوتکو  دنابودلو لپاره  له هوا په هوا کې د ویشتو  د رول لوبونې وړتیا هم لري. په دې لړ کې د ۱۳۹۹لمریز کال په وري میاشت کې د پوځ د بې پیلوټه الوتکو ددوهمې سترې جنګي مانورې په دوهمه ورځ  او ددغه مانورې دعملیاتي مرحلو په اجرائي کیدا کې دد پوځ د هوافضا مخنیونکي ځواک د مخه نیونکي کرار ډرون په وسیله د دښمن د اهدافو دتباه کولو او دهوافضا مخه نیونکو عملیاتو مرحله په بریالیتوب سره  اجرا  شوه . دمانورې په دغې برخې کې کرار ډرون ،د آذرخش  له هوا په هوا کې د ویشتونکي توغندي په توغولو سره ، په  شیشت کې  د راتلو په ډیر کم وخت کې  په سطحې باندې  او له ډیر لوړه په بریالیتوب سره وتوغوۀ او هغه ټارګټ ئې تباه کړ.

 

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************** 

 

ټیګونه