د رهبرۍلیدتوګې
(last modified Tue, 18 Oct 2022 11:44:50 GMT )
Oct 18, 2022 16:14 Asia/Kabul
  • د رهبرۍلیدتوګې

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رهبرۍ دلیدتوګو  د لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې  د  اسلامی نظام د مصلحت د پيژندونکي ټولنې له غړو سره  د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لیدو کتو او دحضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي مهمې او ځانګړو لیدتوګو په باب درسره غږیږو،هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.

   تیره اونۍ د نظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې د نوي پړاؤ غړو د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره لیده کاته وکړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون د ۱۱۲ مادې په اساس ، دنظام مصلحت پيژندونکي ټولنه یو داسې اورګان دی چې د هغو موردونو په باب د مصلحت د تشخیص لپاره چې د ساتندوئې شورا(شورای نګهبان) د اسلامی شورا یا پارلیمان  مصوبه له اساسی قانون سره  یا د شرعې له اصولو سره متوازي وګڼي او هم په هغو چارو کې مشوره چې رهبرۍ  ئې دوي ته وړاندې کړي، د رهبرۍ په حکم جوړیږي او ثابت  او بدلیدونکي غړي ئې  د  اسلامی انقلاب معظم لارښود له خوا ټاکل کیږي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ايد ټولنې دنوو غړو له معرفی کولو وروسته  له دوي سره لیده کاته وکړل.د نظام مصلحت پيژندونکي ټولنه، د اسلامی جمهوری نظام لپاره ډيره مهمه او غوره ټولګه ده،ځکه  دغه ټولګه مشتمله ده په هغو تجروبه کارو شخصیّتونو چې ددغې مجمعې ټولګه د هیواد مسئلو ته هراړخیز نظر کولی شي.دغه ټولګه په اسلامی جمهوری نظام کې ډير لوړځائيګی لري او په راتلونکي کې هم دغه ځائيګی به همدغه شان وي.

       د لیدوکاتو په هال کې  په نصب شوي  بورډ باندې د غونډې له فضا سره  متناسب یو حدیث لیکل شوی،حضرت علی علیه السلام فرمائي؛مَا استَنبِطَ الصَوابُ بِمِثلِ المُشاوَرَةِٔ  حقه اوسمه لاره،دمشورې په شان  له بل هیڅ شي سره  نه ترلاسه کیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښودپخپلې وینا کې په سترو او مهمو سیاستونو کې د ټولګې د غړو مشورتي رول ډير مهم وبالۀ او وې فرمائيل؛دغه مرحله چې  یوه ټولګه کیښني،فکر کوي،کارکوي،ارزونه کوي،او یوې نتیجې ته رسیږي.ددغو مشورو مرحله او نفس  ډير مهم دی،یعني اوس سمه ده چې مونږ هغه شی چې  ئې ټولګې ته لیږو، فکر او مشوره شوې ده ،خوډیر فرق کوي چې  ددغې  مهمې ټولګې  مشوره،که د دوي کار وي او کنه ، نو ځکه ده چې ورڅخه استفاده کوو،زمونږ ذهن پرانیزي،کله کله ممکنه  ده هغه شی چې   دمشورې په توګه ووئيل شي،تائيد نه شي،خو دا پخپله  یو نوی فکر رامینځةکوي او پر مونږ یوه نوي لاره پرانیزي::

 داسلامی انقلاب معظم لارښود د ټولګې ترټولو مهم مسئولیّت د مصلحت پيژندونکي دنده وبلله او وې وئيل، د مصلحت موضوع د نظام د لومړۍ درجې یوه مسئله او د ارواښاد امام په تعبیر،  دومره مهمه ده چې ورڅخه غفلت ممکنه ده د اسلام د ناکامۍ سبب شي.همداراز ئې یادونه وکړه د مصلحت مفهوم او معرفي،د شریعت د حکم او پر حقیقت دسترګو د پټولو په معنا نه دی،بلکې  د سم تشخیص لازمه، د موضوع پيژندګلوي  او د مصحلت پيژندنه ده،دمصلحت په ټاکنې کې باید  داسې عمل وشي ، چې په بشپړ ډول ډاډمن وي.

 د ایران اسلامی انقلاب  په وروستۍ پیړۍ کې د دنیا د انقلابونو دتاریخ لوي انقلاب دی چې توانیدلی،د اسلام په مستقیمه لاره حرکت وکړي او په اوږدې مودې کې د بهرني استعمار او استبداد  په ضد خپل حرکت او لورنیونه محفوظه وساتي. اوس دغه انقلاب په یوه تثبیت شوي،پیاوړي او خپلواکه نظام بدل شوی دی.څرګنده ده ددغه شان نظام اقتدار به د داخلی منافقینو او په بهر کې ناستو معاندانو اوغولیدلو ډلو ټپلو په سپیرو خوځښتونو سره  لړزانه نشي.د اسلامی انقلاب ستر لارښودپخپلې وینا کې د ایران وروستیو پيښو ته اشاره وکړه او په دې خبرې په ټينګار سره ئې چې دغه ناکراري یوه داخلی خودجوشه موضوع نه ده او ددښمن او لاسوهنې د ټولولپاره روښانه او ښکاره دي،زیاته کړه،نن سبا په دغو واټیزو بلواؤ کې ددښمنانو لاسوهنې ټول تائيدوي. داسې نه ده چې  اوس یو ادعا وکړي، یو ووائي ښاغلیه  دا ولې، نه ،  دا ټول مني ، یعني واقعا پر ټولو روښانه شوې ده ، واضحه شوې ده . حتی بهرني بې پلوه  نظر خاوندان  هم دا مني چې همداسې ده،یعني دغه خوځښتونه څه داخلی خودجوشه شی نه دی.البته ممکنه د ه،له یوې زمینې ئې استفاده کړې وي ، خو پروپيګنډیز خوځښتونه او فکري اغیز شیندنې  او داسې نور شیان رول لري،لمسوَل، د احساساو پارول، د لارې ښودل او د لاسي پيټرولي بمونه جوړوي. یا وائي فلانی کار وکړئ، او دا وکړئ،او داسې نور،دا هغه کارونه دي چې واضحه ده چې روښانه ده ترسره کوي ئې . دا مکمله روښانه ده ،دا باید هیره نشي .  په دغو ښاغلو کې  هر یوه په دې زمینې کې نظر ورکوي،  خبرې کوي، باید دې ته توجه ولرل شي او  توجه و رته وکړي.:::

       په وروستیو بلواؤ کې  که څه هم د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد یو پیاوړی نړیوال رسندوئي جنګ  شته دی،خو  هغه څه چې  نه انکاریدونکي دي،دا دي چې د پام وړ اجتماعي بهیر په واټونو کې له حاضرو کسانو سره  ملګرتیا نه کوي او له څو تیت پرکو لسو  بلواګرو کسانو پرته، له د وي سره د خلکو  دملګرتیا هیڅ نښه  نښانه نشته . دا  ممکنه ده ترټولو مهم ټکی دی چې ښئ  وروستۍ پيښې  له هیڅ ډول ولسی ملاتړه برخمنې  نه دي. د رهبرۍ په تعبیر دمونږ  خلکو حرکتونه ترسره کړي او بیا ئې هم ترسره کوي، چې له دغو خوځښتونو اوبلواؤ سره په بشپړ ډول توپیر لري. دوی دغه راز وفرمائيل؛  هغه څو حرکتونه چې  ومو وئيل د ایران ملت ترسره کړل، اول ئې ، د خلکوپه تیره بیا دځوانانو  هغه لوي حرکت ؤ چې په کرونائي بحران کې مو ولید،دا یو ډير عجبیه حرکت او په ډګر کې شتون ؤ چې دمونږ خلکو او ځوانانو  راوپنځوۀ،دد نیا په هیڅ یوه ځاي کې مخینه نه لري،یعني تر هغه ځایه چې مونږ خبر لرو،داسې حماسي ولسی شتون هیڅ ځاي کې  نشته،یو داسې شتون چې  د جنازو  له دفن کیدا رانیولې، چې په لومړیو شپو ورځو کې د  جنازو خپل خپلوان هم د خپلوانو جنازو ته نه شول نزدې کیدل  او درست ولس دغه جنازې خپلې ګڼلې، یو شمیر ځونانان   او یو شمیر مینه وال رامخکې شول او جنازې ئې سنبال  او تدفین ئې وکړ،نو نوره هغه کارونه چې ترسره شوي ، هغه ووینئ.لکه چې د واکسنو تولید،د ماسک تولید، نوره ډول ډول ضرورتونو تامینول او ورپسې بیا مومنانه مرستې  ااو هغه  کارونه چې ځنډیدلي وو،هغه خلک چې اړمن وو،دمونږ ځوانان راډګر ته شول .او ورسره ئې بشپړ مرستې وکړې، نو داټول د څه ښودنه کوي.؟ دغو کارونو دوه شیان رابرسیره کړل، یو دا چې  د ایران ملت ،تاند،ژوندی او سرحال دی،دوهم دا چې د ایران ملت متّدیّن دی، دیني مسئلو او دیني ارزښتونو ته پابند دی .دا، د ایران  دملت لومړنی  حرکت ؤ، او آخري خوځښت ئې ، دحسین اربعیّن موضوع  وه ،د نجف اشرف او کربلا او د کاظمین او کربلا ترمینځ څه مینه ناک او ولولناک لاریون  وشو او دغه راز د هیواد په داخل کې د پاتې شوو کسانو په عنوان سره څومره لوي لوي  پرتمین لاریونونه  ترسترګو شول ، دا ډيره مهمه موضوع وه ، په میلیونونو  خلک او غالبا ځوانانو په دغو لاریونو کې بشپړ ګډون درلود، دوي هم وښودله چې هم ژوندي دي او هم تاندوالی لري،سرحال دي،هم متّديّن دي او هم دیني مسئلو ته پابنده او  له دین سره مینه لرونکي او پر دین باؤرلرونکي دي.

Image Caption

 

         اوس په ایران کې د ناکراریو له پیلیدا راهسې څو اونۍ تیریږي، سره له دې چې  خلک په مختلفو  اقتصادي او معیشتي  موضوعګانو له امله  ګیلې لري،خو له دغه شان غونډو سره ئې کومه ګروهنه نه ده ښودلې،دوي پوهیږي، بې هدفه او بې ځایه بلواوې ، نه یوازې د حالاتو د ښه کولو امکان نه لري، بلکې چورلټ برخلیک ئې د امنیت له مینځه وړل او د اوسنیو ښه والو تباه کول دي .

 د رهبرۍ په تعبیر دښمن د سیمې او له سیمې ورآخوا په چاپیریال کې د ایران د ملت د شتون  په لیدو سره پلانونه کوي. البته د دښمن حرکت یو انفعالی حرکت دی،او نوښت دایران دملت په لاس کې دی؛د خداي شکر کوو او الحمدا... دغه شان حرکتونه دی چې نور ملتونه  د ایران د ملت مجذوب کوي،  ایران ته جذب کیږي،د ایراني حرکت  مجذوب کیږي، هو! ټولو ولیدل په دا لنډ وخت کې څو ولولناک حرکتونو د ایران  د ولس دیني ګروهنې نندارې ته وړاندې کړې،د ځوانانو تاندوالی ئې وښود او طبیعتا دا هغه بشپړ اپوټه  ټکی دی چې  دوي یعني دښمنان ئې غواړي په ایران کې رامینځةشي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د نظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې د نوي پړاؤ له غړو سره په کتنې کې  مسئولانو ته په خطاب کې یوه مهمه جمله وریاد کړه  او وې وئيل؛ خیال کوئ او ځير ووسئ،دغه مسئلې ستاسو پام  بل پلوۀ  وانَړَوي  چې اصلی او اساسي کارونه درڅخه پاتې شي::  د دښمن یو هدف همدا دی چې  مسئولان  په دغو شیانو بوخت وساتي  او  اصلي کارونو ته  بې پامه شي ، نو ان شاا...  داسې به نه وي . مسئولان  به خپل کارونه بشپړ کړي .  خپل ټول وخت د هیواد د اساسی کارونو ته ورکړئ او د هیواد دپرمختګ کارونه ترسره کړئ.

               د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ځينو ځوانانو احساساتي او جذباتي شتون ته په پام سره ،  دهغو په باب فیصله مختلفه وبلله او وې وئيل،  د  هغو کسانو حکم یا فیصله چې  واټونو ته راوځي  یو شان نه ده .ځيني  یا د دښمن عاملان دي یا که د دښمن عاملان نه دي ، نو له دښمن سره همپله  دي  او په هماغو موخو سره واټونو ته راووځي ، ځیني هم  داسې نه دي،دوي یوازې احساساتي او جذباتي  دي، ددوي ټولو په باب یوه فیصله نشي کیدلی. دغه دوهمه ډله کسان  باید په فرهنګي کارونو سره سم شي.  لومړۍ ډله کسان  نه ، د قضایه قوې  او امنیتی ادارې مسئولان پابنده دي  خپل  کارونه ترسره کړي.::

 بې شکه  په هرې یوې موضوع کې  هدف هرڅومره لوي او ارزښتمن وي ، د هغو په شد یرغل هم لازیات وي،په تیره بیا  داسلامی انقلاب په باب چې  د عدالت غوښتنې او له ظلم سره د ډغرې وهنې بیرغ ئې پورته کړی دی او دا دی اوس په یوې سترې وَنې بدل شوی دی  چې  دسترو سترو طوفانونو  دډ ير تیز باد په وړاندې هم مقاومت کوي. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ،ترهغه وخته چې  د ایران ملت د اسلام بیرغ په لاس کې لري  او له اسلامی نظام سره ملګري دي،نو  په مختلفو شکلونو کې به دغه دښمنۍ هم دوام ومومي  او  د دوي یوازینۍ علاج  هم مقاومت او کلکه دریدا ده . البته  داسې نه ده چې ووایو  د  اسلام په لاره کې حرکت،د مونږ لپاره د شیطانانو له خوا  سرخوږی رامینځةکړی دی، ځکه هغه کسان هم چې د اسلام په لاره کې نه دي،په یوه بل ډول د شیطانانو له خوا  له سرخوږي سره مخ دي . د شیطانانو د پلانونو اوسرخوږیو په وړانډې  دمونږ مقاومت اوکلکه دریدا د مونږ د حرکت د دریدا سبب نه کیږي  او د مخ په وړاندې د حرکت زمینه جوړونکی  کیږي .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود  دخپلې وینا په پاي کې  په یوه ځيري ورکونکي خبرې سره ټينګار وکړ؛ مونږ  پر کامیابۍ مشتملې الهي ژمنې باندې بشپړ یقین لرو او حتما به  الهی مرسته له مونږ سره وي.:

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه