د ایران دفاعی وړتیاوې، د ۳۷۳باؤر هوافضا دفاعي سسټم لوړتیا
(last modified Sun, 20 Nov 2022 10:58:52 GMT )
Nov 20, 2022 15:28 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعی وړتیاوې، د ۳۷۳باؤر هوافضا دفاعي سسټم لوړتیا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د دفاعي وړتیاؤ نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو په نننیو جنګونو کې،هوافضاضددفاعي سسټمونه،له هوائيګواښونو سره دمقابلې او هم د جنګ د جبهو پر فضا د دښمن د سلطې د مخنیوي په خاطر یوحیاتي رول په غاړه لري.په تیره بیا دجنګي چورلکو، بالسټیک توغندیو،کروز توغندیو او ډرونزپه څير د ډول ډول هوافضا ګواښنو او ماهیّت زیاتیدو ته په پام سره په مختلفو واټنو او فاصلو کې د هوافضا ضد ډول ډول سسټةونو په اختیار کې د لرلو ضرورت ډير زیات احساسیږي. په تیره بیا  په ډير لیرې فاصلې کې له ګواښونو سره دمقابلې لپاره د لرواټنه هوائي دفاعي توغندوي سسټمونو شتون داسې چاره ده چې تپلی جنګ او د اوکراین  دجنګ پشمول  د وروستیو جنګونو  تجروبو د دوي ضرورت بریښولی دی .

د ا یران د اسلامی جمهوریت دفاعي توان هم  نن سبا په نړۍ کې یو قدرتمند او مخه نیونکی توان دی چې له هیچا پټ نه دی. د ایران اسلامی جمهوریت هم د وسلو له بندیزونو سره سره، په داخلی توانمنیو او متخصصانو باندې په تکیې سره په دې زمینې کې اوڅاره او ډير پرمختګونه کړي دی چې د باؤر۳۷۳نومې  هوافضا دفاعي توغندوي سسټم د هغو یو اوڅاره مصداق شمیرل کیږي

    د دنیا پرمختللو هیوادونو د لرواټنه هوافضادفاعي توغندوي سسټمونو ته د لاس رسي لاره په ډير اوږد پړاؤ کې کچ کړ ې ده، په داسې حال کې چې  ایران  په یوې لسیزې کې په دغې لارې کې ښه ټيکنالوجي، پوهې او تجروبې ترلاسه کړي دي او د باؤر۳۷۳نومې مخه نیونکی سسټم د جوړولو جوګه شو.د ایران دهوافضا دفاعي متخصصانو په ۱۳۸۹لمریز کال کې  ددغې حوزې د متخصصانو د یوې ډلې په جوړولو سره د لرواټنه  مخه نیونکي او دفاعي سسټم د پلانونې لباره مطالعه ،څيړنه او د اطلاعاتو غونډول  پیل کړل.په دغې لارې کې،د خاتم الانبیاء(ص) دهوا دفاعي غونډ د وخت د قوماندان په فرمان سره دهغوخاصو پروژو دفتر چې د یوه غیررسمي جوړښت او ددغه ډول مطالعاتو ته مخصوص وي،د راډار،د قوماندانۍ کنټرول،توغندي او مځکني تجهیزاتو،ارتباطاتو او د وسلو او سسټمونو  پشمول په پنځو کمیټیو سره یو کمیشن جوړکړ.د پلانونې خپلواکه دفتر وتوانید د لرواټنه مخه نیونکي دفاعي ځاي سسټم د پلانونې کار  مطرح او د درستو قواؤ د ستر قوماندان  بیاناتو ته په پام سره ئې ورته د ؛باؤر : نامه غوره کړه.ددغه سسټم د پلانونې لپاره د مخه نیونکو سسټمونو متخصصان یوازې نه وو،ددغې چارې د تحقق لپاره  دهیواد په لسو مطرحو پوهنتونونو سره او د سلو پوهه بنسټه شرکتونو په ملګرتیا سره دغه کار پیل شو.دغه پروژه په پیل کې د؛باؤر یو؛ په نامې سره پيل شوه او ورسره اړونده فعالیتونه تر ۱۳۹۲لمریز کال پورې  روان وو او په دغه کال کې د باؤر نومې پروژه  دفاع وزارت ته وسپارل شوه .

    د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزارت ته ددغې پروژې په سپارل کیدا پسې،ددفاع وزارت او د پوځ د هوافضا  دفاعي ځواک ترمینځ کوټلي  ګډې او علمي ناستې او کارونه  پیل شول . ددغې پروژې څيړنیز فعالیتونو هم تر ۱۳۹۷لمریز کال پورې دوام وموند او بلاخره د همدغه کال د سلواغې یا دلوې  دمیاشتې په اتلسمه نیټه ئې په یوسل شل کلومیټرۍ کې  لومړنۍ ټارګټ کونکي آزموینه، د سمنان په تیر چوک کې ترسره شوه.د د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوافضا ځواک د پلانونې  او پروګرامونو مرستیال سردار تورن جنرال  ثقفي فر د باؤر ۳۷۳نومې مخه نیونکي دفاعي سسټم په باب ووئيل،ایران د وسلو ددغه سسټم  په جوړولو سره ، بریالی شو څو په لس کلنې مودې کې ډيره ښه تجروبه ترلاسه کړي.د باؤر۳۷۳نومې مخه نیونکی دفاعی سسټم د د۱۳۹۷لمریز کال ددغه بریالۍ توغونې او په شیشت کې د ټارګټ په راوستنې  پسې وتوانید، خپل قدرت او وړتیا ثابته کړي. په ورپسې مرحلې کې د ایران د وخت ولسمشر حسن روحاني له دفاع وزیر  امیر حاتمي  او سردار صباحی فرد سره یوځاي د زمري یا اسد دمیاشتې په یودیرشمه نیټه  په رسمي توګه د باؤر ۳۷۳نومې توغندوی سسټم مخ کتنه وکړه.د باؤر۳۷۳نومې دفاعي  او مخه نیونکي توغندوي سسټة  بشپړتیا هماغه شان دوام وکړ  او د ۱۳۹۹لمریز کال د  دچنګاښ یا سرطان د میاشتې په دولسمه نیټه د باؤر توغندي له لومړنۍ توغونې  کابو یونیم کال وروسته ،دې ځل ددغه توغندوی مخه نیونکي په یوسل پنځوس کلومیټرۍ کې بریالي توغول ترسره شول. د باؤر ۳۷۳ نومې توغندوي سسټم  له دغه توغونې څو میاشتې وروسته په یوې مانورې کې هم ګډون وکړ او وتوانیدپه یوسل دوه پنځوس کلومیټرۍ کې  په یو لړ عملیاتو کې ئې  په یوې سختې او پیچلي سناریو کې یو ټارګټ په شیشت کې راوست او تباه ئې کړ. خو  قوماندانو تر دې دمه  د باؤر ۳۷۳ دفاعي سسټم  واټن  کافی  نه بالۀ او واټن ئې د لازیاتولو  یعنی  له درو سوو کلومیټرو زیات واټن پورې د شیشت رسولو غوښته کوله چې د هیواد یوه جدي اړتیا ده .د ایران د پوځ دهوافضا دفاعی ځواک قوماندان سردار صباحي فرد،د څه دپاسه درې سوه کلومیټرۍ پورې د  ټارګت باندې د ویشتو واټن ته د رسیدا  د وخت په باب دې خبرې ته په اشارې سره چې  د باؤر دفاعي سسټم د  متخصصانو ټيم دپوځ د هوا فضاځواک  او دفاع وزارت ترمینځ  په ګډه  یوه  عملی کار ته وارد شوی او په یوه ډير سخت کار او شپه ورځې زیار سره توانیدلي  دي ، ددغه دفاعي او مخه نیونکي سسټم د ویشتو حد څه دپاسه درې سوه کلومیټرو ته ورسوي، ووئیل،  مونږ توانیدلي یوو د باؤر ۳۷۳ نومې مخه نیونکي توغندوي سسټم  د یوسل پنځوس کلومیټرۍ  واټن شیشت په شپاړسو میاشتو مودې کې  په یوه ډیر بیړناک   او ایمرجنسي وخت کې ، څه دپاسه درې سوه کلومیټرو  ته ورسوو.

Image Caption

 

        د ۱۴۰۱لمریز کال د  لړم یا عقرب د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار  محمد رضا آشتیاني  او د پوځ د هوافضا دفاعي ځواک د قوماندان سردار علی رضا صباحي فرد او یو شمیر نورو  متخصصانو او قوماندانانو  په شتون سره د ماډرن شوي باؤر ۳۷۳نومې مخه نیونکي سسټم  په صیاد-۴ توغندي د سنبالولو مخ کتنه وکړه  او  د لیرې ټاکل شوو ټارګټونو په ضد  د باؤر  ۳۷۳  ماډرن شوي توغندوي سسټم، په لرواټنه صیاد-۴ بی ډوله توغندوي سره په بریالیتوب سره  وتوغول شو. او په شیشت کې راوستل شوی فرضي ټارګت ئې تباه کړ او دغه واټن تر څلور سوه پنځوسو کلومیټرو پورې زیات شوی ؤ.د صیاد -۴بی ډوله  توغندوي سسټم د  سالیډ سونګو سره فعالیت کوي  او دلومړي ځل لپاره  په دغې آزموینې کې په بشپړ ډول بریالیتوب سره وارزول شو. باید ووئیل شي چې د باؤر ۳۷۳ نومې راډاري سسټم  هم ماډر نشوی او دکشفونې حد ئې  له درې سوه پنځوس تر څلور سوه پنځوسو کلومیټرو ته لوړ شوی  او دغه راز ددغه توغندوی سسټم د راډار دښکیلیدا  د واټن وړتیا ئې هم  له دوه سوه شپیتو کلومیټرو څخه  څلور  سوه  کلومیټرو ته زیاته شوې ده . د توغندوي سسټة  واټن هم له  دوو سوو تر درو سوو کلومیټرو پورې لوړ شوی او  د دوي دښکیلیدا  ارتفاع هم له   اوویشتو کلومیټرو تر دوه دیرش کلومیټرو پورې زیاته شوې ده.

د ایران دفاع وزیر  سردار محمد رضا آشتیاني  د باؤر ۳۷۳ ماډرن شوي  توغندوي سسټم  او دغه راز د صیاد-۴ بی ډوله توغندي د تولید د یونټ ‎د مخ کتنې په دستورو کې  ووئيل،د باؤر۳۷۳ډوله توغندوي سسټم  لیرې سیمې کې  له هوائي ټارګټونو سره  دمقابلې لپاره، بالسټیک توغندي او ډول ډول جنګي الوتکې  بریالۍ شوي څو په درې سوه پنځه کلومیټرۍ کې ټاکل شوی ټارګټ   په شیشت کې په راوستو سره تباه کړي. امیر آشتیاني  د باؤر ۳۷۳ سسټم نورو وړتیاؤ ته په اشارې سره  هم ووئیل ، نومړی مخه  نیونکی توغندوي سسټم  دا وړتیا لري چې له شپږو ټارګټونو سره  ښکیل شي او  تباه ئې کړي . په دنیا کې د ټيکنالوجۍ لرونکي ډیر هیوادونه  ددغه شان سسټم د لرلو هیله کوي..

  د ایران د اسلامی جمهوریت د ځاي متخصصانو په لاس په جوړ شوي دغه باؤر ۳۷۳نومې توغندوي مخه نیونکي سسټم کې یو شمیر کارنده برخې دي چې  په ډير دقت سره  او  دکنټرولولو په اوڅاره  بریاؤ سره فعالیت کوي. ددغه سسټم  په اصلي برخو کې دقوماندې مرکز او د توغولو دسسټم کنټرول د ټارګټ  معلومونکي راډاري سسټم د دښمن  دکشفونې او پيژندنې راډاري سسټم ، چې ډير پرمختللي او دقیق سسټمونه دي  ددغه سسټم  دوړتیاؤ یوه برخه دي  همداراز د صیاد۲،۳،۴ ،۱ او ۴بی ډوله توغندي هم په دغه سسټم کې کارول کیږي او په دوه دیرش کلومیټرۍ ارتفاع او په درې سوه شپږ کلومیټرۍ واټن کې مشخص شوي ټارګټونه تباه کولی شي.او دغه راز په څلورنیم سوه کلومیټرۍ کې په یووخت درې سوه ټارګټونه  کشفولی شي او ددغه سسټم د کشفونکي راډاري سسټم وړتیا هم ترڅلورسوه پڼځه کلومیټرو پورې لوړه شوې ده.دا یو ډير پرمختللی او دقیق کشفونکی او په ټارګت لګیدونکی سسټم دی  چې په  دنیا کې ساری نه لري.د روسیې  ایس درې سوه ډوله دفاعي  او مخه نیونکی سسټم یوازې  له دوو سوو کلومیټرو واټن  سره په  کمه فاصه کې  یوازې دولس ټارګټونه  کشفولې او پيژندلی شي او ایس څلور سوه ډوله ماډرن توغندوي دفاعي سسټم هم یوازې شپږ دیرش ټارګټونو مخه نیولی شي.البته د امریکا پيټریاټ توغندوي دفاعي سسټم هم  په ترتیب سره شپږ حمله کونکي توغنديو مخه نیسي او په یوه هدف لګیږي.  ددغه باؤر ۳۷۳توغندوي دفاعي سسټة یوه بله وړتیا دا بیانولی شو چې دغه سسټم  له ډول ډول کروز توغندیو او جنګی چورلکو سره هم اغیزشیندونکي مقابله کولی شي.دغه سسټم ددې جوګه دی چې په کیمیکل موادو ککړې فضا  کې، په ریډیو ایکټیو وړانګو آلوده فضا کې او دغه راز په میکروبی موادو ککړې فضا کې  هم فعالیت  کولی شي  او دغه راز خبل مرکز  اطلاع رسونکي  سسټم سره هم ګڼدل کیدلی او دغه راز اطلاعات هم ورکولی شي. ددغه سسټم په وسیله صیاد  توغندی په ارتفاع کې په عموي بڼه کې د ټارګټ په لور خپل  اړخ بدلولی   او له عمودي اړخه په افقي حالت کې هم ددښمن په لور مخ کولی شي  او په دقیق ډول ټارګټ په شیشت کې راوستلی او تباه کولی ئې شي.

(سیماب)

*********************************************

 

ټیګونه