د ایران دفاعی وړتیاوې؛شهاب ثاقب نومي مخه نیونکی توغندی
(last modified Mon, 09 Jan 2023 10:05:26 GMT )
Jan 09, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعی وړتیاوې؛شهاب ثاقب نومي مخه نیونکی توغندی

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د دفاعي وړتیاؤ نومې لړۍ له ننني برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه ننني مطلب کې  شهاب ثاقب نومې مخه نیونکي توغندي دځانګړنو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده دا ستفادې وړ مو  وګرځي.

  د ایران د اسلامی جمهوریت د مخه نیونکی او دفاعي سسټمونو په حوزې کې تر ټولو غوره وسله ، له مځکې په هوافضا کې ویشتونکي توغندی دی چې د څو کلومیټرو په واټن کې د ښکیلیدا لپاره د هواضد توپونو په ځاي کارول کیږي.

 هوافضا مخه نیونکي توغندوي سسټمونه،په کلي توګه په لنډ واټنه ،مینځ واټنه اولرواټنه برخو ویشل کیږي.له سمندره په هوا ویشتونکي توغندوي سسټمونه لږترلږه واټن هم لري،یعني له دې هم په کم واټن کې په ټارګټ د یرغل  توان نه لری،ځکه دا،لازیات د سسټم په کنترولونکي سطحو  کې  د آئیروډینامکي ځواک د رامینځةکولو لپاره  د چټکتیا او سپيډ ته د رسیدا لپاره  د اړتیا وړ وخت په دلیل دی چې په دې بڼه کې توغندی د  لارښونې او د لارې د بدلولو  وړتیا  ولرل شي . لنډ واټنه هوا ضده  توغنديو واټن لږترلږه تر پنځلسو کلومیټرو پورې په واټن  کې دلګیدو لپاره او لږترلږه اته زره میټره لوړوالي تر اندازه په نظر کې نیول کیږي. د هوافضاضد توغندوی دفاعی  سسټمونو د پلانونکو  لومړیتوب په ټارګټ د توغندي لګیدل دي ،البته  په ټارګټ  باندې په مستقیم ډول دنه لګیدا په بڼه کې ،  دلازیاتو اغیزو لپاره، له مځکې په هوا اوفضا کې د ویشتونکو توغندیو هیډواریا سر ګلوله باید د ټارګټ په شاوخوا کابو له پنځو تر شلو میټرو پورې په حدودو کې له فیوز څخه په استفادې سره  وچاودیږي.  ددغه واټن اندازه ، د ټارګټ دتباه کولو او  دسرګلوله یا خولۍ  له مشخصاتو سره اړوندیږي. په دغو توغندیو کې ددغې مقصد لپاره د ټارګټ د واټن مشخص کونکي  حسګر یا سنسر(sensor) څخه استفاده کیږي،څو له ټارګټه  له لیریکیدا مخکې سرګلوله یا دفیوز د چاودیدا  عمل ترسره شي.په  توغندیو کې شاوخوا فیوزونه ، دغه کارندوالی په غاړه لری او دا فیوزونه مختلف ډولونه لري.

Image Caption

 

   په ورستیو کلونو کې  دایران د اسلامي جمهوریت دفاعي صنائعو د  هوافضا ضده ډول ډول سسټمونو د پلانولو او جوړولو په ډګر کې  اوڅاره پرمختګونه  کړي دي. همدااوس د  ایران مخه نیونکي یونټونه او کنډکونه د ایران د فضا ددفاع لپاره له ډول ډول توغندوي دفاعي سسټمونو څخه  استفاده کوي.په دغو بریاؤ کې ډول ډول راډارونه، توغندوي سسټمونه او کشفونکي ، ګائيډیډ او مخه نیونکي سسټمونه  شامل دي ،او دا د ایران د اسلامی جمهوریت د ځاي او دفاعي متخصصانو په لاس پلان او تولید شوي او همدااوس  د ایران د پوځ  له هوافضا ځواکونو سره موجود دي.هوائي امنیت،د هیواد په پولو کې دتل پاتې امنیت دټينګیدا یوه مهمه مؤلفه ده،هوافضا دفاعی ځواک،د هیواد د ځاي تل پاتې  امنیت د یوې مهمې ستنې په توګه، ځاي او بشبړ ایراني تجهیزات په اختیار کې لري.د هوافضا دفاعي ځواک یوه مهمه بریا،د شهاب ثاقب  په نامې سره په ټيټ الوت سره  دهوا فضا مخه نیونکي توغندي جوړیدا ده،دغه توغندی ګائيډیډ راډار ي سسټم هم لري.

شهاب ثاقب  مخه نیونکی توغندی د ایران د دفاعی صنائعو یوه غوره بریا ده. دا توغندی  چې د  ټارګټونو دتباه کولولپاره  په ټيټه سویه د الوت پلان شوی دی،د لید په کرښې کې له ریډیوئي لارښونې استفاده کوي.شهاب ثاقب توغندی درې نوي اعشاریه دوه میټره اوږد،یوسل څلور پنځوس ملیمیټره قطر لرونکی دی . همداراز۸۴کلوګرامه وزن لری  او  دغه راز ئې سپيډ هم ډير زیات دی او په هرې ثانیې کې تر اته سوه میټرو پورې په ډير سرعت سره د مختلفو ټارګټونو  دپه نښه کولو لپاره له لسو تر یولسو کلومیټرو پورې په ټارګټ  په دقیق ډول لګیږي او ډير زیات ټارګټونه هم ویشتلی شي او حتی په ټيټې ارتفاع کې د سونګو د اخستو په حالت کې پوځي الوتکې هم ددې هومره سپيډ نه لري.د لالوړې ارتفاع په وخت  دالوت په بڼه   هم د نورومخه نیونکو سسټمونو ښکار کولی شي. همداراز  نوي کرار جټ ډرونز له هوائي ټارګټونو سره  د مقابلې لپاره  په دغو توغندیو سنبال شوي دي  چې په دې توګه له هوا په هوا کې په ویشتونکي توغندي بدل شوي دي.په دغه حالت کې شهاب ثاقب توغندی له یوه حرارتي اپټيکي حسګر یا سنسر څخه هم برخمن دی چې  ددښمن هوائي ټارګټونو د ثبتولو وړتیا لري. په دې توګه د مځکېنی پلیټ فارم په نمونې سره(Base land sample) په کرار جیټ باندې  د شهاب ثاقب  توغندي د لګول شوي  نمونې توپیر،د هغه ګائيډيډ توغندي برخه ده چې د مځکني پلیټ فارم په اپوټه چې ریډیوئي لارښونې برخمن دی،پر کرار جیټ باندې  لګول شوی پلیټ فارم   د تودوخې  کشفونکی ګائيډیډ  سسټم (Heat detector guidance system)لري.  

Image Caption
Image Caption

 

     داسې ښکاري د چین ایف ایم -۸۰ډوله  هغه مخه نیونکی توغندوي ضد دفاعي سسټم  او د شهاب ثاقب توغندي ترمینځ توپیر چې  دایران د پوځ په خدمت کې دی، راډاري دی او توغندی نور یوشان ځانګړنې لری. په کلی توګه  د  شهاب ثاقب توغندی  له ۸۶فیصدو څخه تر ۹۰فیصدو پورې یو توغول شوی توغندی  او د دوو توغندیو  دتوغول تر ۹۶فیصدو پورې په ټارګټ د لیګیدو ا حتمال ئې ښودل شوي دي.د شهاب ثاقب توغندي سرګلوله یا خولۍ له پنځه نیم تر څوارلس کلوګرام پورې  په وزن سره د تاوان رسونې ډيره وړتیا لري. دغه توغندی هم ځيني ورزرې لري چې  دتوغندي په وروستۍ برخې کې وي او د توغندي په کنټرولولو کې ډیر رول لري او مخکینۍ ورزر یا پنکه همد توغندي  د وړلو وړتیا کنټرولوي  او دغه راز د فیوزونو استعداد  او په موقعې د چاودیدا په کارندوالي کې هم ونډه لري. دغه توغندی له مخکینۍ څوکې سره نزدې د شیشې یوه وړونکي شانته کړکئ لري چې د توغندي په لاره کې  دځينو وړانګو مخه نیسي.په توغندي کې موجود ځیني فیوزونه هم د ټارګټ  په لور  د لادقیق حرکتونو او دغه راز له ټارګټ سره د ښکیلیدا  لپاره له ډپلر ښکارندې څخه  استفاده کوي او دغه راز د اوبو له سطحې  په څو میټره لوړوالي پورې له ټارګټ سره د ښکیلیدا امکان برابروي .په کرتال  توغندی کې چې شهاب ثاقب توغندی د هغه په اساس جوړ شوی دی،له جامد او لیکویډ سونګو څخه پکې استفاده کیږي  چې همدغه  سونګ په ثانیې کې د  توغندي د سپيډ په زیاتولو اغیزې شیندي  چې په زیات احتمال سره  په شهاب ثاقب توغندي کې  کې همدغه  سسټم موجود دی . داپه داسې حال کې دي چې ددغه توغندي په کابو لسو ثانیو  کې اته کلومیټر واټن ته رسیدا لپاره  ددغه توغندي د الوت وخت دی .  له دې امله ددغه توغندي شکل  اوباډي له غږه په لازیاتې چټکتیا کې  د مقاومت کونکي ځواک  دکمی د پوره کولو لپاره سسټماټيک شوی چې د مخکیني او وروستیو ورزرو ترمینځ د شعاؤد انډول د برابرولو  او په وروستۍ برخې کې کارول کیږي او دغه سونګ هیڅ دود نه کوي  چې ددښمن په وسیله  ددې توغندي دلارې د معلومولو امکان ئې نه وي او په نتیجې کې د غافلګر شونې  او د غبرګون  ښودلو لپاره دهغه د وخت دکمیدا سبب کیږي.....................  

 

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه