د سباوون لسیزه (۱)
(last modified Tue, 31 Jan 2023 13:17:31 GMT )
Jan 31, 2023 17:47 Asia/Kabul
  • د سباوون لسیزه (۱)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې سره د سباوون لسیزې په مناسبت له ننني (لومړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د ایران اسلامي انقلاب چې د خلکو د غوښتنو او د اسلام مبارک دین پر بنسټ دی، په تېرو ۴۴ کلونو کې نه یوازې په ایران کې، بلکې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو پیل وو او د استعمار لاندې له ډېرو کمزورو ملتونو سره یې مرسته کړې ده. په حقیقت کې د امام خمیني(ره) د استکبار غندنې فکرونه د ایران اسلامي انقلاب له بریا سربېره، په سیمې او نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو د اسلامي وېښتیا لامل شوی دی.

په حقیقت کې د امام خمیني(ره) فکر چې د اسلام پر محوریت وو، په یوې عملي او ټاکونکې برنامې تبدیل شو، چې له مخې یې د لوېدیځ د سلطې نفي کول، له استعمار سره مبارزه، د مسلمانانو نړیوال یووالی او یو نړیوال حکومت رامنځته شو. په حقیقت کې د نړۍ له نورو انقلابونو سره په پرتله کې د ایران اسلامي انقلاب یوه ځانګړنه، د اسلامي او انساني اصلي بنسټ درلودل دي. دا موضوع د دې لامل شوه چې ترڅو د نړۍ ډېری هېوادونه له هغه څخه الګو واخلي او د خپلې ټولنې په بېلابېلو برخو کې پلي کړي.

افریقايي هېوادونه د ډېرو مسلمانانو  په درلودو سره، د لوږې، ناانډولۍ او د استعماري هېوادونو نفوذ چې ډېری په دې هېوادونو کې د وژنو او چور لامل شوی دی، د ایران اسلامي انقلاب آزادۍ او عدالت غوښتنې هیلو ته ډېر لېواله دي او ډېر زیات د ایران اسلامي انقلاب تر اغېزو لاندې راغلي، داسې چې په دې برخه کې ډېری اساسي بدلونونه تجربه کوي.

له هغه ځایه چې اسلامي انقلاب په یوه وخت کې له دوو ځانګړنو یعني اسلامي او سیاسي ماهیت څخه رامنځته شوی دی، دا ځانګړنې د دې لامل شوي ترڅو د نړۍ بېلابېلو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو د خلکو لپاره هیله بښونکی وي، د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر امام خمیني(ره) لارښوونو ډېر ژر د نړۍ په ځانګړې توګه د نیجریه پر مسلمانو اغېزه وکړه او د دې لامل شو،  ترڅو اسلامي جوړښتونه په ډېر ځواک سره رامنځته شي او د اسلامي انقلاب لارښوونې یې د خپلو فعالیتونو بېلګې ګرځولې. د نیجریه  اسلامي غورځنګ مشر، شیخ ابراهیم زاکزاکي په دې اړه وايي: د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ ډېرو خلکو ته هیله بښونکی دی، چې د واقعي عدالت په لټه کې دی.

نیجریه د افریقا ترټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او د هغه له ۱۷۰ میلیوني نفوسو څخه له نیمايي ډېری یې مسلمانان دي. دا هېواد په ځانګړې توګه په تېرو دوو لسیزو کې، د ایران اسلامي انقلاب تر اغېزو لاندې راغلی دی. د نیجریه اسلامي غورځنګ د افریقا په لویې وچې کې یو ترټولو مهم غورځنګ دی، چې د ایران اسلامي انقلاب تر اغېزو لاندې یې په فعالیت پیل کړی دی. دا غورځنګ په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د شیخ ابراهیم زاکزاکي له لوري په لاره واچول شو. دی چې د امام خمیني(ره) د رحلت د لومړي تلین په مراسمو کې په ایران کې یې ګډون کړی وو، له ایران څخه له ستنېدو، د امام خمیني(ره) د لارښوونو او اسلامي انقلاب تر اغېزو لاندې د نیجریه اسلامي غورځنګ یې رامنځته کړ.

Image Caption

په حقیقت کې په نیجریه کې، د دې هېواد اسلامي جوړښت د امام خمیني(ره) له فکرونو په الهام اخیستني سره په ډېر ځواک سره رامنځته شو. د نیجریه مسلمانان د اسلام له لارښوونو او د ایران اسلامي انقلاب له موخو سره په پوهاوي لکه عدالت غوښتنه، له استعمار سره مبارزه او له مظلومو ملتونو دفاع، د شیخ زاکزاکي په مرسته خپل فعالیت پیل او په ډېر کم وخت کې وتوانېدل چې د دې هېواد مسلمان وګړي جذب کړي، داسې چې د مسلمانانو دیني او مذهبي فعالیتونه ته د حکومت پام شو، دا موضوع د دې لامل شوه چې له مسلمانانو سره چلند په ځانګړې توګه پر دیني او مذهبي مراسمو فشارونه ډېر شول.

په ۲۰۱۵ کال کې د زاریا په ښار کې د عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو د وژنو ناورین، د دې دښمنۍ د اوج پیل وو. په دې برید کې چې د پوځیانو له لوري ترسره شو، سلګونه ګډوال شهیدان او ډېری نور هم ټپیان شول او همدارنګه د شیخ زاکزاکي درې زامن هم شهیدان شول. د دې برید له امله، د نیجریه اسلامي غورځنګ مشر شیخ زاکزاکي او د هغه مېرمن هم په نیول کېدو سره ناڅرګند ځای ته ولېږدول شول.

په حقیقت کې دا برید د نیجریه پر مسلمانانو د ډېرو فشارونو پیل وو، چې د ایران اسلامي انقلاب له مخې یې خپل سیاسي، ټولنیز او دیني فعالیتونه پراخ کړي وو. د نیجریه پوځیانو له لوري د شیعه لږکیو ځپونې په داسې حال کې دي، چې ځینو پوهانو د استعمارګرو هېوادونو لکه د بریتانیا، امریکا او د صهیونیستي رژیم له لوري، دې کار ته له شنه څراغه خبر ورکړی او لامل یې  د افریقا په لوېدیځ کې د مسلمانانو ډېروالی او په دې سیمه کې د اسلامي جمهوریت د نفوذو په اړه د دې رژیمونو اندېښنه ښولې ده.

په دې برخه کې عربستان د د دې هېواد له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره ډېره هڅه وکړه او د ډېرو لګښتونو په ورکولو سره همدارنګه هڅه کوي ترڅو په دې هېواد کې خپل نفوذ ډېر کړي.

د نیجریه اسلامي غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زاکزاکي د دې په بیان سره چې هېوادونه په ځانګړې توګه مسلمانان د ایران له اسلامي انقلاب څخه الګو واخلي، ټینګار وکړ: عربستان د امریکا او بریتانیا پرځای د نیجریه شیعیانو پر وړاندې فعالیت کوي.

د کورني فشارونو او حتی وژنو سره، د نیجریه مسلمانان همدارنګه په اسلامي انقلاب او اسلام ولاړ دي او په دې برخه کې همدارنګه د اسلامي انقلاب اصولو او د معظم رهبر لارښوونو ته پام کوي. دوی دومره د ایران اسلامي انقلاب لارښوونو تراغېزې لاندې دي، چې تراوسه د عربستان او د هغه د ملګرو له هڅو او ځپونو سره سره بیا هم له اسلامي او انساني هیلو یې لاس نه دی اخیستی او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، داسې چې شیخ زاکزاکي په نیجریه کې وايي: که خلک په پرېکړو کې آزاد وي اسلامي نظام ټاکي.

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د افریقايي هېوادونو پر وړاندې د لوېدیځو دولتونو د سیاست په غندلو سره وايي: لوېدیځوال نه یوازې د مرستو، بلکې د افریقا خلکو د شتمنیو لوټلو او استعمار لپاره دې لویې وچې ته راغلي دي.

نه یوازې نیجریه د اسلامي انقلاب د هیلو او اغېزو لاندې راغلي، بلکې نور افریقايي هېوادونه هم له دې موضوع څخه لېري نه دي او په حقیقت کې اسلامي فکرونه د ایران له اسلامي انقلاب څخه د افریقا تر لېري پرتو هېوادونو پوري نفوذ کړی دی. ډېری افریقايي هېوادونه چې کلونه کلونه د لوېدیځو هېوادونو مستعمره وو، د ایران له اسلامي انقلاب څخه په الهام اخیستو د خپلو آزادي غوښتونکو غورځنګونو بنسټ کېښود او د رسېدو لپاره یې هڅه کړې ده. د ستر نلسون ماندیلا لمسی ماندیلا ماندیلا په دې اړه وايي: د امام خمیني(ره) په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب په مدرن دوران کې د امپریالیزم ماتې ترټولو ستره بېلګه ده.

په حقیقت کې د ایران انقلاب او د هغه لارښوونې، په سویلي افریقا کې د آپارتاید ضد غورځنګ الهام بښونکی دی، څنګه چې د ماندیلا لمسی وايي: د ایران اسلامي انقلاب تر ډېرې زما پر نیکه اغېزه کړې وه، چې دا موضوع زما لپاره ډېره جالبه ده.

په دې برخه کې څه موده وړاندې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ولیکل: په افریقا کې، په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب په پیل سره د شیعه ګروهنې څپه پیل شوه؛ دې انقلاب په پیل کې شیعه ګروهنه کمرنګه کړه او تر خپل چتر لاندې د ټولو مسلمانانو د یوځای کولو په لټه کې وو.

د اسلامي انقلاب په بریا کې د امام خمیني(ره) په مشرۍ او د اسلامي څپې پیل پر ولسي توان په تکیې سره او د خدای محورۍ ته په کتو په معنوي رنګ سره د انقلاب ترټولو مهم اصل دی او په حقیقت کې د امام خمیني(ره) غوره فکرونه نه یوازې د نه غربي نه شرقي په شعار سره، د ایران اسلامي انقلاب د بریا لامل شو، بلکې د شفا ورکوونکې نسخې په توګه د ایران اسلامي جمهوریت له پولو ورهاخوا او د لوېدیځوالو د اسلام غندنې پر فکرونو پر برلاسې کېدو سره د نړۍ مظلوم او ځپل شویو ملتونو په زړونو کې د وېښتیا او هیلې څپې رامنځته کړي او د اسلامي وېښتیا لامل شوې ده.

اسپانیانيي ستر پروفیسور کیلنس فلیسوف د بشر په ژوند کې د دین بیاځلي راتلو ته په اشارې او د دې ستر واقعیت په اړه وايي: نړۍ د ژغورنې او خپلو ټولنیزو اړیکو ښکلي کولو لپاره د دین ځواک او معنوي ګروهنو ته لېوالتیا پیدا کړې ده او دا ټول د هغه غوره بلنې له امله دي، کوم چې امام خمیني(ره) په خپل دیني انقلاب سره د نړیوالې ټولنې فکرونو او ذهنیت په برخه کې پیل کړل.

اوس په داسې حال کې د اسلامي انقلاب له ۴۴ کلیزې نمانځنه کوو، چې د اسلامي انقلاب د بنسټګر آزادي غوښتونکي فکرونو اغېزې، همدارنګه په نړۍ کې دوام لري او د نړۍ ډېری آزادي غوښتونکي کسان تري الګو اخلي.

ژباړه: زماني

ټیګونه