د ځېړنیزو مرکزونو او کارپوهانو له نظره د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب
(last modified Mon, 27 Mar 2023 10:01:46 GMT )
Mar 27, 2023 14:31 Asia/Kabul
  • د ځېړنیزو مرکزونو او کارپوهانو له نظره د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب

د شانګهای همکارۍ سازمان یو له مهمو سازمانونو څحه دی چې د سیمې او اسیا په کچه رامنځته شوی او ورځ په ورځ یې اهمیت زیاتیږي، د همکاریو دغه سازمان د دولتونو ترمنځ یو نړیوال سازمان دی چې ۲۰۰۱ میلادي کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای ښار کې د روسیې، چین، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونو لخوا تاسیس شو.

د ځېړنیزو مرکزونو او کارپوهانو له نظره د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب

لیکوال: طالبی

ژباړه: عطاءالله خوږیاڼی

د شانګهای همکارۍ سازمان یو له مهمو سازمانونو څحه دی چې د سیمې او اسیا په کچه رامنځته شوی او ورځ په ورځ یې اهمیت زیاتیږي، د همکاریو دغه سازمان د دولتونو ترمنځ یو نړیوال سازمان دی چې ۲۰۰۱ میلادي کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای ښار کې د روسیې، چین، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان هېوادونو لخوا تاسیس شو.

په ۲۰۱۷میلادي کال هندوستان او پاکستان د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ او په دې سره د شانګهای همکارۍ سازمان اته غړو هېوادونو په ۲۰۲۱میلادي کال کې د سپتمبر په ۱۷مه پخپله ۲۱مه غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دایمی غړیتوب لپاره هوکړه وکړه.

په یاد سازمان کې د ایران اسلامي جمهوریت رول د نظر ورکوونکي غړي په توګه په دایمي غړي بدل شول او په دې سره اړوند اسناد لاسلیک شول چې له امله یې د شانګهای د همکارۍ سازمان ارزښت لا زیات شو.

په همدې اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ وایي، ممکن ایران په ۲۰۲۳میلادي کال کې په بشپړ ډول د شانګهای همکارۍ سازمان تر لاسه کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان اوسني منشي ژاګ مینګ او پخواني منشي ولادیمیر نوروف په روان میلادي کال کې خبریالانو ته ویلي که ایران په ۲۰۲۳میلادي کال کې پخپلو ټولو ژمنو عمل وکړي نو ایران به وکولای شي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان یا SCO  بشپړ غړی هېواد شي.

د شانګهای همکارۍ سازمان چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د امنیتي ننګونو د مخنیوي په موخه رامنځته شو، خو اوس یې اقتصادي ځای خپل کړی، په نړۍ کې د لوی او تاثیر لرونکي سازمان په توګه پيژندل شوی چې په کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو غړو څخه یې دوه د دې سازمان اړوند دي او همدا راز په کې د نړۍ څلور اټوم لرونکي هېوادونه هم شامل دي.

په دې اړه کارپوهان وایي، د شانګهای همکارۍ سازمان په اړه مهمه ټکی د دغه سازمان د جعرافیې او د غړو پراخوالی دی چې د ایران اسلامي جمهوریت په دایمي غړیتبو سره د اړیکو او سیمې په کچه لا غښتلی شو، ایران په سیمه کې یو له قدرت لرونکو هېوادونو څخه دی او د هر ډول ګواښونو پر وړاندې د دریدو توان لري، له همدې امله د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د اعتماد وړ دفاعي دیوال ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان چې د نړۍ نیم نفوس او د نړیوال نا خالص تولید څلورمه برخه جوړوي، په وروستیو کې د نړۍ د سویل استازي په توګه بدلیدونکی دی، له همدې امله د شانګهای د همکارۍ سازمان کولی شي چې د نورو نړیوالو سازمانانو په یو چتر کولو سره د لودیځ تر واکمنۍ لاندې د نړیوالو سازمانانونو د پراخه ایکوسیستم ننګونې او په واشنګټن کې د یوې نړیوالې اجنډا د ترتیب کولو مخنیوی وکړي.

د تاجکستان پلازمینې دوشنبې کې د SCO یا شانګهاۍ د همکارۍ سازمان غړو ترمنځ غونډه وشوه چې په کې د ګڼ شمېر ستونزو سندونه لاسلیک شول، خو په دې سندونو کې تر ټولو مهم سند د یاد سازمان د مشرانو له لورې پرېکړه وه چې په دغه سازمان کې د ایران د منلو بهیر پیل کول وو.

د مؤثقو سرچینو د معلوماتو له مخې هغه تړونونو لاسلیک چې له مخې به یې ایران د دغه سازمان بشپړ غړی شي، شاوخوا دوه کاله وخت نیسي، خو په حقیقت کې د دې سازمان د غړو له لورې د بنسټیزې پرېکړې له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د دغه سازمان بشپړ غړی هېواد ګڼل کېدای شي.

د ایران په غړیتوب سره دغه سازمان د نړیوال یو معتبر بنسټ په توګه یوې نوې او غښتلې مرحلې ته داخل شوی دی، که څه هم د دغه سازمان ماموریت اجازه لري چې په پراخه مسائلو بحث او د مبارزې پرېکړه وکړي، خو دوی تر اوسه پورې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطیت سره په مبارزه ډیر کار کړی دی.

شانګهای د سیمې په کچه د دولتونو ترمنځ یو سازمان دی چې په بېلا بېلو برخو کې په ځآنګړې ډول په امنیتي او اقتصادي برخو کې یو له بل سره همکاري کوي، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دیرش میلیونه یوسلو نهه اتیا زره کیلو متره مربع مساحت لري چې د اسيا د درې پر پنځمې برخې مساحت او د نړۍ د نفوس شاوخوا 1.5 مليارډ (شاوخوا 25 سلنه) نفوس لري.

 په همدې حال کې ایران د طبیعي او د خدای ج لخوا ورکړل شوې انرژۍ د پراخو سرچینو په درلودلو سره کولی شي د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د هایدرو کاربن د انرژۍ د مصرف بازارونو اړتیاوې برابرې او تضمین کړي.

مقالو او ان د بېلا بېلو هېوادونو کارپوهانو له نظره د شانګهای همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب له وړاندې انعکاس پیدا کړی دی، په ۲۰۲۱ کال کې «اسیا ټایمز» خپرونې یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي: د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران د شاملیدو او په دغه سازمان کې د شاملیدو لپاره د ترکیې هڅو د شانګهای د همکارۍ له سازمان څخه زیات پام ځانته اړولی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ په ۲۰۲۲میلادي کال کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ په سمرقند کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د دې سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ او د یاد سازمان د سیمه ایزې ترهګرۍ ضد جوړښت د اجراییوي کمیټې مشر "رسلان میرزایف" له لورې په رسمي توګه په شانګهای سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب اعلان وشو چې دا اعلان د حاضرینو له ستاینې سره مخ شو.

د اسيا ټايمز په راپور کې د جان رويل له قوله ويل شوي، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۵مه او شپاړسمه د ازبکستان په سمرقند کې جوړه شوې غونډه کې  د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د شورا د مشرانو له لورې په واضح ډول وویل شول چې یاد سازمان په یو نړیوال سیاسي فورم بدلیږي او د لویدیځ څخه خپلواک دی.

جان رونل همدا راز لیکلي، د شانګهای د همکارۍ سازمان تر ټولو مهمې دندي دي چې په نړیواله کچه د اقتصادي، سیاسي او نظامي چارو لپاره سهولتونه رامنځته کړي او د لویدیځ له نفوذ څخه په خپلواکه توګه پانګې اچونې او د لویدیځ ځواک د کمولو لپاره کار وکړي، دغه هغه نوښتونه دي چې ان د هغو هېوادونو لپاره هم زړه راښکوونکي دي چې د لویدیځ په مشرۍ د نړیوال نظم سره سمون لري.

هند او پاکستان د دغه تړون یوه ښکاره بیلګه وه، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د شاملیدو لپاره خبرې اترې پیل کړې او په ۲۰۱۷ کال کې یې په رسمي توګه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

دا څرګنده ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران په غړیتوب سره دغه سازمان د حکومتونو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي لامل کیږي، ایران به د سیمې له نا امنو هېوادونو سره د تعامل د امکان تر څنګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د نورو غړو هېوادونو لپاره د ترانزیتي او ترانسپورتي همکاریو د پیاوړتیا امکانات برابر کړي.

په سیاسی چارو کې د روسیې نامتو کارپوه او د روسیې د انرجۍ او امنیت د مرکز مشر«انتون خلوپکوف» په دې باور دی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ایران غړیتوب په سیمه کې د دغه هیواد د همکاریو د پراختیا لپاره ګټور او اغیزناک ثابت کېدلی شي، روس هم په دې باور دی چې یران کولی شي د انرژۍ په برخه کې د سیمې له هغو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې تیل او ګاز مصرفوي.

انتون خلوپکوف هند او چین د ایران د انرژۍ د زیرمو د سترو مصرفوونکو هېوادونو په توګه یاد کړي او زیاتوي، دغو هیوادونو ته د تیلو او ګازو صادرات او په ګاونډ کې د پاکستان شتون د تهران لپاره د انرژۍ د ستر تولیدونکی رول لوبولی شی.

د انتون خلوپکوف په وینا، "ایران کولی شي د بندیزونو له خنډ پرته د خپلو تیلو او ګازو صادرات څو برابره زیات کړي او دا بریالیتوب به د دې هیواد د بهرنۍ سوداګرۍ په جوړښت او د ایران د حکومت په پلانونو او پروګرامونو کې مهم او مثبت اغیزه ولري.

په عین حال کې دغه روسي کارپوه په دې باور دی چې د ایران له غړیتوب سره به د انرجۍ په ډګر کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ملګرتیاو په پراختیا سره د (اوپیک ګاز) د انرژۍ د مسلو په هکله د نویو ائتلافونو د رامینځته کولو لپاره مناسبه زمینه برابره شی.

انتون خلوپکوف همداراز په دې خبرې ټینګار سره چې ایران د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیتوب له ګټو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ډیر ظرفیتونه لری وویل: د بازارونو پیژندل، له عراق او ګاونډیو هیوادونو سره نژدیوالی، ارزانه انرژي او د افرادو ځواک کولی شي چې د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ ایران د پل په توګه بدل کړي.

د منځني ختیځ په چارو کې د روسیې کارپوه مایس ګربانوف هم په دې باور دی چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب د ایران په وړاندې د لویدیځ د غیرقانوني بندیزونو په مقابل کې ډېر اغېزمن دی.

دغه مشهور روسي کارپوه هم په دې باور دی چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران غړیتوب د دغه سازمان زياتره ځواک پياوړی کوي او په نړيوال ډګر کې به يې حيثيت او اهمیت زيات شي.

د ماييس ګربانوف په وينا، په دې اړه د ایران پر ضد د امریکا متحده ایالاتو، د لویدیځو او غربي هېوادونو دسیسې چې غوښتل یې تهران منزوي کړي، د یادو هېوادونو د ناکامۍ لامل شوې.

د روسیې د نړیوالو چارو د شورا مشر او د انرژۍ د امنیت مخکښ کارپوه اندري کورتونوف هم په دې باور دی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د یو ستر اقتصادي ظرفیت په لرلو سره د ایران غړیتوب د دې سازمان او ایران په ګټه دی، ځکه ایران د انرژۍ لوی تولیدونکی هېواد دی او دا هغه طبعي ظرفیت دی چې اوس مهال د شانګهای همکاریو غړو په شورا کې شتون لري.

اندري کورتونوف هم دې ته په اشارې سره ویلي، د ایران منل به د شانګهای سازمان په غړیو هېوادونو کې د سترو زیربنایي پروژو پلي کولو ته چټکتیا ورکړي، ځکه له ایران پرته به د شانګهای د همکارۍ په چوکاټ کې د شمال او جنوب پر لارو د ټرانسپورټي دهلیزونو پراختیا ستونزمنه وي.

دغه روسي سیاسي کارپوه په دې باور دی چې ایران په سیمه کې د یو لړ سختو ستونزو د حل یوه برخه ده چې د دې لپاره بل بدیل نشت.

د روسیې د چارو کارپوه اندري کورتونوف وایي، ایران د شانګهای د ملګرتیاو د سازمان له ځینو مخکښو هیوادونو لکه چین، هند او روسیې سره د اوږدې مودې اړیکې لري او د هغه د خپلې وینا په پای کې وویل، د ایران موافقه د منلو وړ ده، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت غړیتوب د روسیې او ایران ترمنځه همکاري پیاوړې کوي او دغه سازمان اوس له جغرافیایي پلوه لویدیځ ته پراخیږي.

ښکاره ده چې دا څرګندونې د سیمې د چارو د کارپوهانو او چارواکو د رسمي دریځونو یوازې یوه وړه برخه ده چې ټولو د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران د رول او حضور پر اهمیت ټینګار کړی دی.

 

ټیګونه