د چنګاښ اوومه، د جمهوري اسلامي ګوند په دفتر کښې د چاودنې او د آیت الله بهشتي د شهادت کلیزه
(last modified Tue, 27 Jun 2023 00:06:33 GMT )
Jun 27, 2023 04:36 Asia/Kabul
  • د چنګاښ اوومه، د جمهوري اسلامي ګوند په دفتر کښې د چاودنې او د آیت الله بهشتي د شهادت کلیزه

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! لکه څنګه چې خبر یئ د چنګاښ یا سرطان د میاشتې اوومه نیټه د جمهوري اسلامي ګوند په مرکزي دفتر کښې د چاودنې په پیښه کښې د آیت الله بهشتي او د ایران د ۷۲ انقلابي کسانو د شهادت کلیزه ده. نو په دې اړه درته یوه ځانګړې لیکنه وړاندې کوو او هیله لرو چې تر پاې یې ولولئ.

د ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د چنګاښ په اوومه نیټه په تهران کښې د جمهوري اسلامي ګوند په مرکزي دفتر کښې د یوې زورورې چاودنې له امله د هیواد د سترې محکمې مشر آیت الله بهشتي او د څلورو وزیرانو، څو مرستیال وزیرانو، د پارلیمان د ۲۷ نمایندګانو او د جمهوري اسلامي ګوند د یوشمیر غړو په شمول ۷۲ چارواکي او مشهور سیاسي شخصیتونه شهیدان شول.

دغه پيښه له ولسمشرۍ د بني صدر له عزل کیدو شپږ ورځې وروسته رامینځته شوه. د د ۱۳۶۰ کال د غبرګولي په دریمه نیټه د ایران په اسلامي شورا کښې د بني صدر د سیاسي بې کفایتۍ طرحه وڅیړل شوه او په ۱۷۷ موافقو، ۱۲ سپینو او یوې مخالفې راې سره تصویب شوه او د چنګاښ په اوله نیټه حضرت امام خمیني(رح) د ولسمشرۍ له مقامه د بني صدر د عزل کیدو حکم صادر کړ.

*/*/*

له دغو پیښو وروسته د «سازمانِ مجاهدینِ خلق) تر عنوان لاندې د منافقینو ترهګرې ډلګۍ وویل چې د دغه سازمان فعالیتونه پوځي مرحلې ته داخل شوي دي، د دغو فعالیتونو څپه دومره پراخه وه چې په لارو کوڅو کښې له عامه خلکو واخلې د نظام تر ځانګړو چارواکو پورې ټول په کښې شاملیدل. له یادې پيښې درې ورځې مخکښې د منافققینو د ترهګرې ډلګۍ د مرکزي کدر غړي او په ابوذر جومات کښې د چاودنې چې په کښې د تهران د هغه وخت په امامِ جمعه حضرت ایت الله العظمی خامنه اي د وژلو هڅه وشوه، اصلي پلانونکي محمد جواد قدیري خپلو ملګرو ته ډاډ ورکړی و چې «د چنګاښ په اوومه نیټه به« کار تمام شي. د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د مرکزي کمیټې پخواني غړي سعید شاهسوندي هم ویلي چې یاده چاودنه د دغې ډلګۍ له خوا پلان شوې او د دغو عملیاتو اجرا، محمد رضا کلاهي په غاړه درلودله چې خپله د ګوند یو خدماتي کس ګڼل کیده.

"امام خمیني (رح) " د دغې ډلګۍ په هکله فرمایلي دي: زه د هغوي د څرګندونو او لیکنو له ټولګې څخه دې نتیجه ته ورسیدم چې دغه خلک د اسلام پروا نه کوي خو له دې امله چې پوهیږي د ایران په شان یو هیواد کښې چې له زرو ډیر کلونه کیږي چې اسلام د دې ولس په وینه کښې پوخ شوی دی، د اسلام له نامې پرته پرمختګ نه شي کولې، ځکه یې اسلام د لوبې ډګر ګرځولی دی. خو د اسلام په جامه کښې همهغه د مارکسیسټ او مادیون خبرې او کارونه کوي. زه دا ویل نه غواړم چې هغه ټول کسا نچې له دغې ډلې سره دي، دا ډول دي، ممکنه ده په هغو کښې داسې کسان هم وي چې په رښتیا په اسلام باندې اعتقاد لري او ډیر داسې کسان چې د هغوي له خوا غولیدلي دي، خو د دغو تشکیلاتو بنیاد په اسلام باندې په عقیدې نه دی ولاړ.

*/*/*/*

د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ مشرانو ګمان کوه چې د انقلاب د سر کسانو په وژلو او ورته مهال د وسله وال جنګ په پرمخ بیولو سره، د بري او د جمهوري اسلامي نظام د پرزولو توان لري، په هم دې وجه بني صدر څه باندې یوه میاشت د دغې ډلګۍ د مشرانو ترڅنګ په ډله ایزو کورونو کښې پټ شوی و او په دې تمه و چې له وسله والې بلوا او د نظام د مشرانو له وژلې وروسته به خلک له ده او د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ څخه په ملاتړ کښې سړکونو ته راووځي او په یو ولسي غورځنګ سره به حکومت نسکور کړي.

خو په هغو مظاهرو او راغونډیدنو کښې د خلکو پراخ غبرګون چې له امام خمیني او د هغه له ملګرو په دفاع کښې ترسره کیدې، او د یادې ډلګۍ له ترهګرو اقداماتو څخه د پراخې ولسي کرکې له اعلانیدو وروسته، د هغو تصورات او خیالات په اوبو لاهو شول، په تیره بیا د زمري میاشتې په دویمه په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د خلکو پراخ او ولوله ناک شتون چې په نتیجه کښې یې محمد علي رجايي ولسمشر شو، نور د هغوي لپاره هیڅ ډول امید پاتې نه شو.

له منافقینو جلا شوي غړي مسعود خدابنده په یو یادداشت کښې دغه اخیستون داسې بیان کړی دی: «له حکومت سره په مقابله کښې د مجاهدینو غلطه محاسبه، نه له دې ټکي پیل شوې وه او نه په دې ټکې پاې ته ورسیده، د مجاهدینو د سیاسي محاسبې غلطه شروع، هغه شننه وه چې له مخې یې، د انقلاب له پیل څخه یې د هغه واکمن او متفکر مغز(ماسټر ماینډ) او مشر، آیت الله بهشتي ګڼه. دغه تحلیل اوس ویل چې حکومت، د بني صدر له لرې کیدو وروسته یوموټې شوی او د هیواد حقیقي ډیکټاټور اوس آیت الله بهشتي دی. نو بس د هغه په وژلو سره به دغه رژيم وپرزیږي.

*/*/*/*

د چنګاښ د اوومې له پیښې دوه میاشتې وروسته محمد علي رجايي چې د بني صدر له عزل کیدو وروسته د ولسمشر په توګه غوره شوی و او هم داشان وزیراعظم محمد جواد باهنر، د ۱۳۶۰ کال د وږې په اتمه نیټه د وزیراعظمۍ په دفتر کښې د بم په چاودنه کښې شهیدان شول، دغه بم هم د مسعودي کشمیري په نامه د منافقینو د یو نفوذي کس له خوا ایښودل شوی و.

له خلکو سره د منافقینو دښمني، په هیواد کښې دننه د ترهګرو عملیاتو په ترسره کولو سره خلاصه نه شوه او د دغې ډلې غړي اول د خپل سر د ساتنې لپاره پاریس ته وتښتیدل او بیا عراق ته لاړل ځکه چې صدام هغه وخت له ایران سره په جنګ اخته و او په دغه جنګ کښې یې ملګرو او انډیوالانو ته سخت ضرورت درلود، منافقینو د صدام په ملګرتیا کښې له ایران سره په جنګ شول او د ایران خلاف پر جاسوسۍ سربیره یې، له بعث رژيم سره په ګډو پوځي عملیاتو کښې د هیواد سلګونه تنه خلک په خاورو او وینو کښې ولغړول.

هم داشان د صدام له رژیم سره د منافقینو د ملګرتیا له مهمو مواردو څخه، په ۱۹۹۱ کال کښې د عراق د سویل د شیعه خلکو د پاڅون په ځپنه کښې د هغوي ګډون او هم د عراق د شمالي سیمو د کُرد خلکو په ځپنه کښې د منافقینو پراخه ونډه شامله ده. منافقینو د بعث رژیم په وروستیو کښې د صدام په خصوصي پوځ بدل شوي وو او د دغه ترهګر سازمان مشرانو هم خپل او د دغې ډلګۍ ژوند د عراق د ډیکټاټور په ژوند کښې لیده.

*/*/*/*/

د صدام رژيم له نسکورید وروسته چې د منافقینو د ډلګۍ ترټولو ستر ملاتړی ګڼل کیده او په عراق کښې د دغې ډلګۍ د جنایتکارو اقداماتو او تورې کارنامې له رسوا کیدو نه پس، له منافقینو څخه د عراق د خلکو کرکه دومره زیاته شوه چې په دغه هیواد کښې منافق عناصرو د شتون دوام ناممکن شو او په هم دې وجه امریکې له اشرف اډې څخه لیبرټي اډې ته او بیا یې البانیا ته د منافقینو د انتقال بهیر پيل کړ او د دغې خرڅې شوې ډلګۍ پاتې کسان یې د البانیا په کوچني اروپايي هیوادکښې دیره کړل.

جوته ده چې په تهران کښې د جمهوري اسلامي ګوند په مرکز کښې د چاودنې او د آیت الله بهشتي او د هغه د ملګرو د شهادت په شمول د منافقینو جنایتونو او ترهګرو اقداماتو نه یوازې منافقین خپلو موخو ته ونه رسول بلې د اسلامي انقلاب د ستنو د لا مضبوطوالي او له جمهوري اسلامي نظام څخه د انقلابي خلکو د لازیات هرکلي سبب شول او په مقابل کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د رسوایۍ او له دغې ډلګۍ څخه د ایران د انقلابي خلکو د ورځ تر بلې زیاتیدونکې کرکې سبب شول.

*/*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۱۳۶۸ کال د چنګاښ په اوومه نیټه، ېه دې هکله فرمايي: د چنګاښ د اوومې نیټې مسئله، زمونږ د انقلاب په تاریخ کښې یوه نه هیریدونکې پيښه ده او لاهم د سیاست په دنیا کښې او په نړیواله سویه د چنګاښ اوومه، د طرحې او احتجاج وړ ده. د چنګاښ د اوومې په پيښه کښې دوه ډلې رسوا شوې، وړومبۍ ډله هغه کسان وو چې ادعا یې کوله د خلکو او انقلاب پلوي دي، هغوي په خبلو کارونو باندې د ریا، دروغو او دوکې ډبله پرده غوړولې وه. د چنګاښ د اوومې نیټه پیښې دغه پرده لرې کړه... دویمه ډله د بشري حقوقو مدعي او له ترهګرۍ سره د ضدیت ادعا کونکي نړیوال قدرتونه وو. البته بیا هم د نړیوالو سیاستونو مشران په سپین سترګۍ او سپکوالي سره هم دغه شعارونه ورکوي او لامه د امریکې د رژيم او د ډیرو اروپايي هیوادونو مشران ادعا کوي چې د ترهګرۍ مخالف دي! خو د تبلیغاتو او اغال مغال او جنجال مسئله، یوه مسئله ده او کوم حقیقتونه چې د آګاه او بصیر خلکو لپاره د نړۍ په سطحه روښانه کیږي، یوه بله مسئله ده. بیخي څرګنده ده چې کله د امریکې په شان یا ځیني اروپايي هیوادونه، له هغه ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې لاسونه یې د ولس په وینو سره دي او هغوي خپلو هیوادونو ته بیايي او سیاسي پناهنده یې بولي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا کښې ریښتوني نه شي کیدې. دوي د ترهګرۍ دودونکي دي او ترهګر د خپلو سپیرو موخو د پلي کولو لپاره په خپله لمنه کښې روزي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه