د برجام په اړه د اروپا وړانديزي پکېج د جون تر آخره
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل: په برجام کښې د ايران د ګټو د ضمانت لپاره د اروپائي اتحاديې وړانديزي پکېج به د روان جون د مياشتې تر آخره پورې وړاندې شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي نن په تهران کښې په يو سمينار کښې د دې په ويلو سره چې ايران په برجام کښې باقي پاتې نور غړي کوشش کوي چې دغه موافقه خپلې لارې ته دوام ورکړي وويل: فرانسې، جرمني، برطانيې او اروپائي اتحاديې وعده ورکړه چې په برجام کښې د ايران د غوښتنو د پوره کولو لپاره به له عملي حل لارو څخه يو پکېج وړاندې کړي.
عراقچي د دې په بيانولو سره چې د تېلو د پېسو ستنېدل، بېنکي تبادلې، ټرانسپورټ ، کيشتۍ، تيل وړونکي او الوتکې هغه مسائل دي چې اورپا پکار دي هغه د ايران لپاره برابر کړي زياته کړه،د ايران فېصله د تهران د غوښتنوپه پوره کولو کښې د مقابلو لورو له ارادې او توانمۍ سره تړاو لري.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال له برجام څخه د امريکې د وتلو د دلائلو په بيانولو سره وويل: له برجام څخه د ايران لاسته راوړنې داسې دی چې امريکې ونه زغمې شوې او احساس يې وکړ چې په دغه موافقه کښې يې تاوان کړے دے نو ځکه له برجامه ووته.