ځلانده یون
(last modified Tue, 05 Feb 2019 12:58:56 GMT )
Feb 05, 2019 17:28 Asia/Kabul
  • ځلانده یون

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د څلویښت کلن ځلانده ژوند په پړاؤکې له نړیوالوسلطه ګروقدرتونوڅخه د ایران د خپلواکۍ،د هیواد د ژغورنې او په بیلابیلو ډګرونو کې دپوځي اقتدار او دفاعي ډګرونو کې د ملی اقتدار،امنیت اوعزت د لوړاوي په موخې سره د ځلانده یون نومې د لړۍ له ننني اتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

دوستانو داسلامی انقلاب له بریالیتوبه تردې دمه  څلویښت کلونه تیريږي. دغه درست کلونه  د ایران  د ملت لپاره،البته  له ډيرو تجروبو او ټيټو هسکو سره یو ځاي  او   یو حساس پړاؤ دی . 

  نړیوال سلطه پال نظام  په تیرو څلورو لسیزو کې  د  اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره ډيرې زیاتې دسیسې پلان او په یوې بلې پسې  اجرا کړې .  په هغو کې یوه دسیسه ، دعراق د وخت دبعثي رژيم  په وسیله  تپلی جنګ ؤ چې  د ایران  د وسلوال پوځ او ولس  په ډيرو زیاتو قربانیانیو اوسرښیندنو سره ،  دغه دسیسه شنډه شوه  او تیریګر وشړل شول .  د ایران تپلی جنګ یوه  تجروبه شوه ، څو  د ایران ملت  ددفاعي قدرت پشمول  په بیلابیلو ډګرونو کې   اقتدار ته  د رسیدا لاره په لازیات کلک  هوډ سره کچ کړي .

   له یوې خوا د ایران  څه دپاسه  دوه زره کلومیټر سمندري پولې او  له بل پلوه په آزادو اوبو  کې   او دغه راز د ایران  په جنوبي اوبلارو کې   له سیمې د ورآخوا ځواکونو شتون،ایجابوي،څو  د سمندری ،هوائي او مځکنیو ډګرونو او همداراز  دشاوخوا سیمې  له ګواښونو سره  مقابله او دهغو په شنډولو کې د ایران قدرت او اقتدار ،د ورځې له سائنس،تخنیکونو او ترقۍ سره په تناسب کې شي .

Image Caption

 

  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا...العظمي سید علی خامنه اي  د دفاعی اقتدار او امنیت په باب پخپلو غوره ویناؤ کې  دا موضوع  تل مهمه  او د ټولنې  دمعنوي او مادي  پرمختګ زمینه جوړونکي  بللې او فرمائيلی ئې دي ؛دپوځي ګواښونو د شنډولو یوازینی عامل،پوځي او دفاعي اقتدار، او په دښمن کې د ویرې او وحشت رامینځةکول دي .حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  د دښمن د سلطې  او نفوذپه وړاندې  د هوښیارۍ او ځيرتیا په ضرورت په ټينګار  سره  وئيلي دي،امریکایان ټینګار کوي ،چې  مونږ  له هغوي سره  د لویدیځي آسیا  په تیره بیا د سورئې ،عراق ،لبنان او یمن  د شخړو په باب  ورسره  خبرې اترې وکړو،له دغوغوښتنو دهغوي  واقعي موخه څه ده ؟ دوي، د امریکا  د ناکامیو د اصلي  عامل په توګه  په سیمې کې د اسلامی ایران  د شتون  له مخنیوي پرته  بله هیڅ موخه نه لري .   داسلامی  انقلاب معظم لارښود او د اسلامی ایران د درستو قواؤ سترقوماندان  د امریکایانو د خبرواترو چلولونو او دهغوي ښکاره دښمنیو ته په اشارې سره  چې څرګندمثالونه ئې په ایټمي خبرواترو کې ولیدل شول،وفرمائيل ؛ عقلانیّت ایجابوي ، دهغو کسانو په نسبت  چې خپله دښمني ئې رابرسیره کړي  ده ، مطلقه بې اعتمادي  پرې ولرل شي .

                داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  همداراز  په یوه بل ځاي کې  هم  ددغو موخو په اهمیّت په ټينګارسره  اوسنی پړاؤ،د ایران د اسلامی جمهوریت د عزت پړاؤ بللې او فرمائيلی ئې  دي ؛ داسلامی انظام په ضد د  اوسنیو بې مخینې  یرغلونو علت،ددغه اسلامی نظام ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت دی،ځکه دښمنان  له دغه زیاتیدونکي قدرته ډيره زیاته خطره احساس کوي  اوپه همدې خاطر ئې  خپلې حملې او دسیسې زیاتې کړي دي . ::::

  دامریکا  یو مشهور نظریه وړاندې کونکی او شناندی  نوام چامسکي   په دې زمینې کې   د ایران په ضد د امریکا  د تورونو فضاجوړونې ته اشاره کړې او روښانه ئې کړې ده،امریکا،ایران دسولې لپاره تر ټولوسترګواښ ګڼي،حال دا چې نړۍ په دې باؤر لري،امریکاد نړیوالې سولې لپاره ترټولوسترګواښ دی .

            دوستانو  د ایران اسلامی جمهوریت  په داسې حال کې  خپل څلویښت کلن حیات او ژوند  ته   وارد شوی دی  چې  په سیمې کې  د  یوه ترټولو قدرتمن، اغیزمن او نفوذکونکي سیاسی،ټولنیز او دفاعي جوړښت  په توګه  مطرح دی. په ورستیو څو کلونو کې  دسیمه ایزو شخړو او ترینګلتیاؤ په کنټرولولو کې  د اسلامی  ایران  غوره اواغیزمن رول  ، د ایران د وسلوال ځواک  د چمتووالي او ځائيګي  د لوړتیا  ښودنه کوي . 

 د ایران دفاعي نظریه  په هغو ځانګړنو مشتمله ده چې تر ټولو مهمه ئې ، پر  چا د تیریو نه کولو،د ډل وژونکو وسلو په تیره بیا  ایټمي وسلو  د نفي کولو   او  د تیریګرو په وړاندې  د دریدا او د مظلوم پر دفاع د ټينګار   اصل ته پابندي شمیرل کیږي .ددغو اصولوپه اساس د ایران دپوځي قدرت یوه بله ځانګړنه، د دفاعي توان  لوړتیا ده .د ایران دملت اقتدار چې  یوې برخې ئې،  د وسلوال پوځي ځواک په  ودې او غوړیدا کې ځلا موندلې،یو نه انکاریدونکی حقیقت دی .

 د ایران د اسلامی  انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  سردار محمد علی جعفری   د ایران  توغندوي  توان په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، دایران اسلامی جمهوریت  له  علمي پلوه،د توغندیو د  واټن د زیاتولو توان لري ،خو د ایران اوسنی سیاست  د توغندیو د ټارګټ یا  شیشت د زیاتولو نیّت نه لري ..هغه همداراز  روښانه کړې ده ،   د ایرانیو توغندیو  په همدغه دوه زره کلومیټر واټن شیشت کې  ددښمنانو سټراټژيکې موخې راځي چې  همدغه  واټن د اسلامی جمهوری نظام  امنیت برابروي . 

Image Caption

 

                په پوځي ډګر کې په ځان تکیه ، په ځان بساینه ، ماډرنول  او  د وسلوال ځواک  لازیاته سنبالتیا ،هغه سټراټژۍ  دي چې   اسلامی ایران ئې  په دفاعي  او پوځي زمینې کې  د لازیاتو توانمنیو په لور کاږلی دی . اسلامی ایران  په همدغو څلویښتو کلونوکې  ددرستو دسیسو په وړاندې دریدلی  اومقاومت ئې کړی دی  او  د تپلي جنګ  په تجروبو په تکیې  سره توانیدلی ،  له ګواښونو سره په تناسب کې له  دودو دفاعي ضرورتونو او عناصرو برخمن شي .

 د امریکا  اوسنی خارجه وزیر او د استخباراتي ادارې سی آئي اې  پخواني  مشر مايک پمپئو  وائي ، ایران  یو قدرتمند هیواد دی چې   دسیمې په سویه  پراخ نفوذ لري او  له ایران سره مقابله  تقریبا  ناممکنه  ګڼي . 

 د ایران د اسلامی جمهوریت پرمختګ  لامل شوی دی ،څو  نړیوال قدرتونه   د ایران په وړاندې  پخپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي  او د اسلامی ایران  په ضد خپلې دښمنۍ  له سختې رودې  ورآخوا  په نورو رودو سره تعقیب کړي .

 دغه ځانګړنې ښئ چې  اسلانی  ایران  پر اسلامی ارزښتونو دتکیه کونکي  او د یوه داسې نظام په توګه چې اصلي ملاتړ اوپشتیباني ئې د ایران د ملت اقتدار دی،له سختو او پیچلو خنډونو تیریدلی شي او تر دې دمه ئې ګواښونه   د اقتدار او غوړیدا لپاره په فرصت بدل کړي دي .د ایران اسلامی جمهوری نظام،دادی اوس،چې په  ټولو زمینو  کې  له مخکې  لازیات  او پياوړی هوډ لري،غواړي  په درستو زمینو کې  د اقتدار ستنې  پیاوړي کړي . 

            دایران د اسلامی جمهوریت  د وسلوال ځواک ددفاعي قدرت دساتنې او لوړتیاپه لاره کې دحرکت اوبریاؤ په زیاتیدا د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود ټينګار،له ډير سټراټژيک اهمیّته برخمن د ی .حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه ي  په دې باب هم   د امام علی علیه السلام  په پوځي پوهنتون  کې د پوځ د افسرۍ  د فارغ التحصیلانو   د درنښت په دستورو کې پخپلې  وینا کې  دې  ته په اشارې سره  چې نن سبا   له مونږ سره د استکبار جنګ او شخړه  داده ،چې  ولې  دتاسو قدرت سیمه  په کنټرول کې کړې ده ، روښانه کړې ؛  دا د ایران د اسلامی جمهوریت اقتدار دی :::  هغه څه  چې د مونږ له نظره  د ملی اقتدار عنصر دی،د مونږ ددښمنانو له نظره یو مزاحم عامل دی او  ورسره مبارزه کوي .په سیمې  او  له سیمې  د  ورآخوا ملتونو ترمینځ  د اسلامی جمهوری نظام  د اقتدار په پراختیا سره  مخالفت کوي،ځکه  د اقتدار عامل دی ، ځکه د هیواد سټراژيکه ژورتیا او قدرت دی،دهیواد له دفاعي قدرت او  د هیواد له پوځي اقتدار سره مخالفت کوي ، له هر هغه څه سره چې  د ملی اقتدار   عنصر او دقدرت وسیله  وي ، دمونږ دښمنان ورسره مخالفت کوي . دستا

Image Caption

 

 دایران اسلامی جمهوریت هیڅلکه هم په سیمې کې  په تاؤتریخوالي اوپوځي  حل لارو پسې نه دی ، خو  دښمنانو او تیریګرو ته ئې ښودلې ده چې  په هروخت  او په هر ځاي کې  چې لازمه شي ،  د امنیت  له ګډوډونکو  عناصرو اوعواملو سره  مقابله کوي او   دخپل دفاعي توانمنینو او د مقاومت  دقدرت د زیاتولو لپاره له هیچا اجازت هم نه اخلي  او په دې باب له هیچا سره ساز باز هم نه کوي.

  دوستانو د ځلانده یون  او داسلامی انقلاب د بریالیتوب دڅلویښت کلني عمر په مناسبت  د  لړۍ  دننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پرورګرام پورې ، له تاسو اجازت غواړو

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه