ځلانده یون پرآئيډیاؤ د ایران کلکه دریدا او د مظلوموملتونودحقوقو دفاع
(last modified Sat, 23 Feb 2019 12:43:00 GMT )
Feb 23, 2019 17:13 Asia/Kabul
  • ځلانده یون پرآئيډیاؤ د ایران کلکه دریدا او د مظلوموملتونودحقوقو دفاع

دتهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د ځلانده یون نومې لړۍ له ننني اتلسم مطلب سره چې پر آئيډياؤ دایران کلکې دریدا او دمظلومو ملتونو له حقوقو ددفاع په باب دی ،ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه اي په مشهدمقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام  په سپيڅلي حرم کې  د ۱۳۹۷لمریز کال په پیل کې  د لسګونو زره  زیارتوالو په ټول کې  داسلامی جمهوری نظام  په څلویښت کلنۍ کې د اسلامی انقلاب  دارزښتونو پیاوړتیا او تل پاتیکیدا یو دلیل  داسلامی انقلاب پر آئيډیالونو کلکه دریدا وبلله .

Image Caption

 

  دوي  دسیمې په ځینو هیوادونو کې  دایران داسلامی جمهوریت  شتون ته په اشارې  سره  چې دحکومتونو اوملتونو په غوښتنې سره  ترسره شوی،ووئیل؛ مونږ نه سروزوري کړې ده او نه  مو د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې وهلي دي ،مرسته ئې غوښتي  او مونږ ورسره مرسته کړې  او دا مرسته هم د احساساتو له مخې نه،بلکې په ډيروعاقلانه محاسباتو او منطقي  انګیزو سره  ترسره شوې ده .

  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود  په د غه وینا کې  له سورئې په ملاتړ او له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره   په مبارزې کې  دایران  دسیاستونو ارزونې ته مخه کوو ،هیله ده  خوښه به موشي .

       اسلامی ایران  دخپلو سټراټژيکو اصولو په اساس تل  په نړیوالې سولې   او امنیت پسې  دی،جنګ اوتاؤتریخوالی هیڅکله هم د ایران  په پوځي نظرئې  کې ځاي نه لري او  همدغه موضوع، لامل شوې ده،اسلامی ایران،د نړیوالې سولې او امنیت  په زمینې کې  یو فعال لوبغاړی شي .

 اوس څو کلونه کیږي ، چې  ترهه ګرو ډلو  په نیمې لویدیځي آسیا کې امنیت له ډيرو مشکلاتو سره  مخامخ کړی دی . په دې  مینځو میان کې  امریکا او دانګلستان پشمول  دهغې ځینو متحدانو په سیمې کې امنیتي همغږۍ نوره هم سختې او ترینګلی کړي دي .

 امریکا   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  لپاره  د تش په نامه ائيتلاف په نامې سره   دځينو تیریګرو  رژیمونو په ملګرتیا سره له ترهه ګرو سره د حقیقي مبارزې په ځاي  له هغوي ملاتړ کړی دی .ددغه بهیر په مقابل کې دایران اسلامی  جمهوریت دهغه هیواد په توګه چې په مینځني ختیځ سیمې کې یو سټراټژيک موقیعّت لري،د سورئې  دشخړې دحل  له لارې  دسولې  دټينګیدا او د امنیت درامینځةکولو لپاره ئې  کارنده اواغیزمن رول لوبولی دی . ایران  د مظلومو ملتونو  دحقوقو په دفاع او  د هرډول نیواکګرۍ  او تیریګر  جنګ  په محکومولو او هر ډول  تیریو  په نفي کولو سره  او همدارازپه ناپیّلي غورځنګ کې د فعال رول  له لارې ئې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په خاطر د نړیوالې ملګرتیا او خبرواترو د زمینو د رامینځة کولولپاره هڅه کړې ده .دایران اسلامی جمهوریت،ددفاعی او ثبات رامینځةکونکو سټراټژيو په وړاندې کولو سره   دسورئې  دبحران  دحل په معادلې کې   واردشوی دی .

دملګروملتو ځانګړی استازی سټیفن ډي میستورا په کرتو د سورئې  دشخړې دحل په باب دډيپلوماټيکې حل لارې دموندلو لپاره د ایران دهلوځلو قدرونه کړې ده .

Image Caption

 

 دایران اسلامی جمهوریت  هماغه راز د سورئې دحکومت دملاتړي په توګه په دغه هیواد کې شتون لري او دسلاکارۍ مرستې به ترڅوچې ددمشق  حکومت وغواړي  ، ورسره وشي . 

  دایران د یمن پشمول  او دغه راز د میانمار دمسلمانانود مشکلاتو او کړاؤنوله حل سره دمرستې پشمول د سیمې دنورو شخړو په باب هم  په نړیوالو ټولنو  او غونډو کې  مسئولانه رول لوبولی دی .

              د شل  کلن افق یا د ۱۴۰۴لمریز کال  د  افق  دلرلید  دسند په اساس، دایران اسلامی جمهوریت باید الهام بخښونکی ،ددیني ولسوالکۍ  دبیلګې په بیاوړتیا سره په اسلامی نړۍ کې فعال او اغیز من،کارنده پراختیا، اخلاقي ټولنې،ماډرن تفکر او ټولنیز اوفکری  پوهې،او پر اسلامی  او سیمه ایزې همغږۍباندې  اغیزمن وي .  په لویدیځي آسیا  سټراټژيکې سیمې او په کلي توګه په اسلامی نړۍ کې دایران  ځانګړی سیاسی او جغرافیائي  موقیَعت،لامل شوی،اسلامی ایران د سیمه ایز او نړیوال امنیت اوسولې  دیوه مهم  مرجع  په توګه حساب شي .  ایران  دملګروملتو ،ناپيّلي  غورځنګ، اسلامی ملګرتیاموسسئې  او له ملګروملتو سره  په  اړونده نورو اورګانونو اوموسسو پشمول  په مهمو نړیوالو ادارو اواورګانونو کې  په غړیتوب سره  د تل پاتې امنیت په پوره کیدا کې  یو مهم رول لوبولی دی .  دسیمې دثبات او امنیت په  ساتنې کې دایران اهتمام،د تل پاتې تضمین لپاره  دایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال اوسیمه ایز جدیّت اوتعامل لازیات راڅرګندکړی دی . د سورئې دبحران په حل او په مینځني ختیځ سیمې کې دسولې او امنیت  د زمینو په پیاوړي کولو کې  ایران اغیزشیندنې،دهمدغه کړچارونو نتیجه ده.په عراق او سورئې کې له داعشي ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په وړاندې  ایران  سنجول شوي  او حسباب شوي کړچار،په دغو دوو هیوادونو کې  د تاؤتریخوالي د ختمولو لپاره  په سیمه ایزو اونړیوالو  ټولنو کې  دایران فعال شتون پیاوړی کړی دی . په همدې چوکاټ کې ، د ۲۰۱۴کال په دسمبر کې   په تهران کې دتاؤتریخوالی او افرذاط پالنې دپاکې  نړۍ   درامینځةکونې په باب په لومړني سیمنار کې چې  د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر،او دڅه دپاسه پنځوسو هیوادونو د  متفکرانو ،شخصیتونو اولوړپوړو سیاسی چارواکو په شتون سره ترسره شو، د اسلامی ا یران  ولسمشرحسن روحاني د تاؤتریخوالی او افراط پالنې  په ضد په لومړني نړیوال  کنفرانس کې  دنړۍ په سویه  له تاؤتریخوالي سره دمبارزې او د سولې او امنیت دټينګولو لپاره  لس وړاندیزونه  مخکې کړل .  داسې وړاندیزونه چې  د اسلامی ایران ولسمشر په تهران کې د  تاؤتریخوالی اوافراط پالنې په ضد  په لومړني  نړیوال کنفرانس کې په سیمې او نړۍ کې د تاؤتریخوالی د ختمولو لپاره  له نړیوال نظام سره د رغنده  تعامل په چوکاټ کې مطرح کړل ،  ددې واقعیّت ښودنه کوي ، چې  ایرانۍ ډيپلوماسي  دسیمې  له بحراني فضا سمه او په موقعې پيژندګلوي  لري .

         دامریکا نیشنل  انټرسیټ  اونیزې هم د ۲۰۱۷کال  په نومبر کې  په یوه تحلیل کې دایران په وړاندې دواشنګټن   له حده دزیات غلیمانه سیاست  باندې په نیوکې سره  لیکلي دي،دسیمې دثبات لپاره د تهران مشارکت او ګډون یوه اړینه چاره ده .

Image Caption

 

 دغې امریکائي اونیزې همداراز په دغې شنننې کې دامریکاددغه شان سیاست باندې په نیوکوسره لیکلي دي،په منیځني ختیځ سیمې کې د امریکا په مشرۍ  دامنیتی نظام تعقیبول،ددغه هیواد پانګې او دامریکایانو وینه برمته کړې  او تر پښو لاندې کړي ده .  هغې زیاتې توجه  سره سره ، چې  امریکائي سټراټژۍ  وړاندې کونکي ئې سیمې ته ورمتوجه کړي دي ،  د امریکا  لاسوهنې وې ، چې  د دغه هیواد دقدرت  محدودیتونه ئې  یعني ، په ملت جوړونې ، له ځاي بلواؤ سره  په اغیزمنې مقابلې ،دحاکمیت  نه لرونکو  سیم ته د نظم په بیرته ګرځونې ،  د ترهه ګرۍ  له محرکو عواملو سره   مقابله او همداراز له هر سیمه ایز قدرت سره  ئې خپله کمزوري مقابله  نندارې ته وړاندې کړې ده . 

 د دغې خپرونې  له نظره،هغه څه چې لامل کیږي،د مینځني ختیځ له مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره دمقابلې لپاره ئې دامریکابې وسي،تاوان رامینځةکونکي شي،ددغه هیواد په فیصله کونکو کې د لرلید نه شتون دی، چې دهغو ناسمو روایتونو په  دلیل چې دوی ئې ترلاسه کوي ،  نوره هم سختیږي .

 دایران  داسلامی انقلاب له هماغه بریالیتوب راهسې،د ایران دملی امنیت نظریه،په سیمې د امریکا او اسرائيلو له خوا دتپل شوو ګواښونو په ضد  اغیزمنې  دفاع  ته رسیدل دي .

           د ۲۰۱۴کال په جنورۍ کې  دامریکا دپنټاګان له خوا په یوه راپور کې وئيل شوي دي ، دایران پوځي نظریه  دفاعي ده  او  د حملې په مخنیوی، د لومړنۍ حملې  په وړاندې په دفاع ،  تیریګرو  دحملو  په غچ اخستنې ، او  دخپلو بنیادي  ګټو په خطرو کې له لویدو پرته   له امتیاز ورکولو  په ډډه کولو سره په یووخت   د دښمنیو لپاره  دډيپلوماټيکې حل لارې په لټولو  ولاړه ده .

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،ایران ته باید د یوه داسې لوبغاړي  په سترګه وکتل شي،چې  ګډون ئې دسیمې دثبات دپرمخ  بیولو لپاره  دنورو سیمه ایزو اونړیوالو قدرتونو په شان ضروري دی .

 دایران مسئولانو په کرتو  دنړیوالې سولې اوامنیت  په باب  په بیلابیلو سیمه ایزو اونړیوالوغونډو اوکنفرانسونوکې ټينګارکړ ی دی،چې له تاؤتریخوالي او افراط پالنې سره مبارزې  دپرمخ بیولو او په نړۍ کې د سولې او ثبات  دکلتور دپراختیا لپاره،اساسی اقدامات اړین دي .ایران نه یوازې دسورئې  لپاره،بلکې دیمن،لبنان اوعراق  لپاره هم سوله غواړي او  له تاؤتریخوالو لیرې  دخبرواترو ترسره کول  وړاندیز کوي .

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه