نوی لمریز کال د :تولید غوړیدا:
(last modified Tue, 26 Mar 2019 11:59:32 GMT )
Mar 26, 2019 16:29 Asia/Kabul
  • نوی لمریز کال د :تولید غوړیدا:

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د نوروز د اختر په شپو ورځو کې ستاسو په خدمت کې یوو، دوستانو په دې شیبو کې دنوي لمریز کال په لومړنیو شپو ورځو کې بیا ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو.هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ

داسلامی انقلاب معظم لارښود  نوی لمریز کال  د تولید غوړیدا  او ځلیدا نومولی دی او دغه راز ئې فرمائيلي دي ،باید ټول هڅه وکړو په هیواد کې تولیدوغوړیږي ،  دکال له لومړۍ ورځې   دکال تر وروستۍ ورځې پورې  دغه معنا  او زیار باید په اوڅاره توګه   په هیواد کې احساس شي :::: 

Image Caption

 

 

          دوستانو  هرکال  د  نوي لمریز  کال په لومړیو کې  یعني د نوروز  داختر  په ورځ ،  دایران ملت  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه اي  له خوا د  نوروز د  نیکمرغه  اختر  په مناسبت د یوه  غوره او ښه پيغام  دآوریدو په تمه  وي .  داسلامی انقلاب معظم لارښود  هر کال پخپل نوروزي پیغام کې  په تیر کال کې د هیواد د مسئلو په کلي جمع بندۍ سره ،  دراتلونکي کال سټراټژي ، د :کال د شعار : په چورلیز  سره  مطرح کوي. دا څوم کال دی چې  حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  اقتصادي مسئلو ته  دلازیات په پام په ضرورت په ټينګار سره،  دملی تولید پراختیا، ددغو مسئلو او مشکلاتو  د حل  کِلي  ګڼي . لکه څنګه  چې تیر کال  : له ایرانیو شیانو دملاتړ : کال نومول شوی ؤ  او د سږکال یعني د ۱۳۹۸لمریز کال  دشعار په باب  ئې  هم فرمائيلي دي ؛د تولید موضوع زما له نظره، د سږکال چورلیزي موضوع ده ، نو ځکه زه   همدغه دسږکال شعار ګرځوم ، یعني د :تولید غوړیدا او ځلیدا: .  باید ټول هڅه وکړو، په هیواد کې تولید وغوړیږي . دکال له  پيله  تر وروستیو پورې ان شاا....  دغه معنا او شعار په اوڅاره توګه  په هیواد کې محسوس شي .:::

 داسلامی انقلاب د معظم لارښود  پشپړ نوروزي پيغام  هم   د نوروز داختر په ورځ   په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه  السلام  دسپیڅلي حرم  په خوا کې  دهغه په وینا کې وړاندې شو .

          داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید  علی خامنه اي  په مشهد مقدس کې پخپلې ولولناکې وینا کې ، په تیر لمریز کال کې له ایرانیو شیانو  د ولس هرکلی  ډير ښه وارزاوۀ او په عین حال کې ئې روښانه کړې ،  چې دغه کار  باید  دوام ومومي .  البته  دوي  دنوي لمریز کال د شعار، یعني د تولید غوړیدا  په نامې سره  د شعار  داهمیّت په باب  وفرمائيل ؛   یوه اساسی اواصلي  موضوع  د تولید  غوړیدا او ځلیدا ده . که شیان تولید شي ، نو هغه وخت به په بیلابیلو  برخو کې  بدلون رامینځةشي ،که  د تولید غوړیدا ولرل شو،نو  هم په کارکسب زیاتیدا اغیزې شیندي،هم د انفلیّشین  په کمولو اغیزشیندي،او هم حتی  دبودجې په انډولیدو هم ښې اغیزې شیندي  او  هم د ملی پیسو  دارزښت په لوړولو هم  اوڅاره اغیزې شیندي .:::::  البته داسلامی انقلاب معظم لارښود  دا ټکی هم مشخص کړ چې : تولید  هم چې مونږ وایو ، یوازې د صنعتي تولید خبره نه کوو،صنعتي تولید،کرهڼيز تولید،د مالدارۍ زیاتیدا،دستروصنائعو،دمینځنیوصنائعو،واړوصنائعو،حتی د لاسي صنائعو، حتی د کورنیو صنائعو، حتی د  مالدارۍ  دزیاتولو ورزنه، په کلو کې د مالونو ساتنه ، چې  دابه پخپله  وار د واره مرسته وکړي ،  په ټولنو کې  د  عمومي هوساینې له پراختیا سره ::::     

Image Caption

 

داسلامی  انقلاب معظم لارښود  همداراز په دې وخت له حکومت ، د پارلیمان له استازو،ولس او دغه راز د تولید له وړاندې کونکو  فعالانو وغوښتل، څود تولید غوړیدا په جدي توګه  دخپل  کار  په پروګرام کې  ولري . دوي همدرااز ټينګار وکړ،باید له تولید کونکو سره مرسته وشي ، له پانګونې سره مرسته وشي ، داقتصادي فعالیدو سره باید مرسته وشي ،  له هغه چا سره چې  د هیواد لپاره شتمنۍ راپنځوي ، باید ورسره مرسته وشي ،  باید  کار کسب  دفضا په زیاتولو کې  حتما لازیاته هڅه وشي ::::

        داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آيت ا...  العظمی سید علی خامنه اي  دایران د اسلامی جمهوریت په ضد دامریکا پراخ بندیزونه په ماتې محکوم وبلل  او ۱۳۹۸لمریز کال ئې د فرصتونو، امکاناتو او آسانتیاؤ  کال وبالۀ.  دوي همداراز ددغې چارې  د پوره کیدا لپارهد حکومتي ادارو ، پوهانو اوځوانانو پشمول  ټول له دغو غیر قانوني  بندیزونو سره دمقابلې لارو چارو موندلو ته وبلل او وې فرمائيل؛ددښمن له  ظالمانه بندیزونو   او خباثتونو سره دمقابلې لپاره  ډیرې لارې چارې شته دي :::: داسلامی  انقلاب معظم لارښود همداراز ددې لپاره چې  دبندیزونو د بې اغیزې کولو او له سختو اقتصادي حالاتو د تیریدا امکان شته،ځیني امکانات ئې داسې وبلل،مونږ کمښت نه لرو،زمونږ د انساني ځواک ظرفیّت  ډير ښه دی،دمونږ طبیعي ظرفیّتونه  هم ډير ښه دي ،زمونږ جغرافیائي  ظرفیّتونه هم له چا کم نه دي اوډير ښه دي ::

په دې  اساس ،ظرفیَتونه  شته،په هیواد کې پیسې هم شته  ::: خو له دغو ظرفيَتونو څخه  استفاده  یو ه سم او مسئولانه مدیریّت ته اړتیا لري  چې  د اسلامی انقلاب ستر لارښود  دا، یو جهادي مدیریّت  وبالۀ او  په دوام کې ئې فرمائيلي ؛، دغه مدیران په  علمي وړتیاؤ سره ،   په عالمانه دقیقو  رودو سره  سمې لارې پیداکړي،هم باسواده شي،کارندوالی ولري،هم ډول ډول  امکانات  ولرل شي ؛؛ دوي سره مشورې وکړي ،  کیني  او   کار وکړي،دهیواد اقتصاد به  حتما وغوړیږي  ::::   حضرت آيت ا..... العظمی سید علی خامنه اي  هماغه شان چې  د انقلاب  د دوهم ګام په  مهمې اعلامیې کې ئې  ټينګارکړی،  دحضرت امام رضا علیه السلام دحرم په خوا کې ئې  پخپلې ولولناکې وینا کې هم د هیواد دمشکلاتو دغوټې دپرانیستو لپاره د ځوانانو له ځواکه    استفاده،ډيرې  اغیزمنه او غوټه پرانیستونکي وبلله :::::: 

Image Caption

 

ایران  د ګیسو اوتیلو د ډيرو زیرمو لرونکی هیواد دی .ددغو سرچینو  شتون ،که څه هم یو امتیاز او ګټه حسابیږي،خودهغو له عائيد سره  اړوندوالی اوناسمه استفاده، داقتصاد دتاواني کیدا او  مشکل راپنځونکی  کیږي .له بده مرغه  دتیر پاچا ئي رژيم په وخت کې  دایران اقتصاد  له تیلو سره اړونده شو او له اسلامی انقلابه  وروسته ، دغه اړوندوالی ،که څه هم  کم شوی خو غوڅ شوی نه دی .  یوه هغه موضوع چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود تل پرې ټينګار کوي ،په اقتصادي او مالی مسئلو کې په  تیلو تکیه نه کول دي . په همدې دلیل ده چې  دوي  تیلی بندیزونه  او  دهغو له امله د عاید کمیدا،له تیلو سره داړوندوالي د ختمولو  او  د داخلی تولید غوړیدا لپاره  یو فرصت ګڼي .حضرت  آیت ا...العظمی سید علی  خامنه اي  په دې باب فرمائي؛تجروبې ښودلې ده،هغه هیوادونه چې  دتیلو په څير له طبیعي زیرمو اوسرچینو برخمن دي،هروخت ئې چې له دغوسرچینو څخه  عایدات کم شي،نو  د اقتصادي  اصلاحاتو د اجرا په فکر کې کیږي،انګیزه پیدا کوي ،چې  ځان له  اړوندوالو وژغوري  او مناسبت اقدامات  کوي . لکه څنګه چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په  وینا، له تیلی عایداتو پرته  د هیواد د اقتصاد د اداره کولو په خاطر  په حکومت، پوهنتوني  او څيړنیزو مرکزونوکې  پراخې څيړنې اومطالعې پیل شوي دي . دوي همداراز  د مثال پهتوګه  په فرصتونو د دباؤنو  په بدلولو ،د صدام دپوځ حملې په وخت  په ایران دوسلو  نه پلورلوته اشاره کړې  چې لامل شوي،داخلی  ماهران او ځوانان  په ډيرو کمو امکاناتوسره  تر ټولو پيچلي وسلې جوړې کړي او اوس دایران اسلامی جمهوریت په پوځي ډګرکې  په یوه پیاوړي هیواد بدل شوی دی .

     له لویدیځي هیوادونو سره داسلامی ایران  درابطې ډول او ماهیّت ،  په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام  د لسګونو زره زیارتوالو  په ولولناک ټول کې  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  د وینا یوه بله برخه وه .  دوي  په کلي توګه   دهغو کسانو نظر چې په بشپړ ډول دلویدیځ  دنفي کولو  او همداراز د لویدیځ   ګروهمنیدا باندې عقیده لری،ناسم  وبلل او وې فرمائيل ؛لویدیځوالو په علم اوسائنس کې   ښه حرکت کړی دی،همت ئې کړی دی ، پرمختګ ئې کړی دی ، تعقیبونې ئې کړي دي ،دټيکنالوجۍپه ډګر کې ئې هم همداسې کړی دي .خو په ځینو  اخلاقی خصوصیاتو کې ،چې  ما په کرتو پخپلو څرګندونو او لیکنو کې ورته  وئيلي دي ، دوي  باید رد نه کړو، مونږ  هر ښه شی  که د دنیا په هر ځاي کې وي باید  ترلاسه  ئې کړو::::  په عین  حال کې  دوي ټينګار کوي ؛په لویدیځ کې قدرت او سیاست،دامریکا اواروپا پشمول  په لویدیځي حکومتونو کې  هم ظالم دی او سرزوری دی،هم بې منطقه دی ، هم زیات غواړی دی .دوي  په هیڅ منطق نه پوهیږي،په حقیقت  کې له منطق سره  بلد نه دي . د لویدیځي حکومتونو د زیات غوښتنو،پراختیا غوښتنو او نغراک  یو څرګند مثال،په بیلابیلو هیوادونو کې د  استعمار په څو پیړیو کې لیدلی شو چې  په هغو کې ، نه یوازې  دهغو هیوادونو ارزښتمنې سرچینې چورتالان شوې ، بلکې  هغوي  له علمي او اقتصادي پرمختګه هم منع شوي دي .  داسلامی انقلاب معظم لارښود   دستعمار دسپیرې بلا په تشریح کولو سره ،  دجامَعې نړیوالې ایټمي موافقې  پشمول ،  له ایران سره داروپائي  حکومتونو   دخیانت څو مثالونو ته اشاره وکړه   چې پخپلو ژمنو پابند پاتې نه شول  او  دایران له ژمنتیاؤ سره سره  ،ئې دایران په ضد بندیزونه  ختم نه کړل.

Image Caption

 

        حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي په نیوزیلینډ کې   دمسلمانانو په ضد د په وروستیو ترهه ګرو عملیاتو  دلودیځوالو دغیر منطقي او ریاکارو  دریځونو ته اشاره  کړې ،چې  لویدیځ وال  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  له ادعا سره سره،دهغوي ډير مشرانو،دا یوازې یوه وسلواله حمله  بللې ده، ځکه   په دغې بوږنونکي  پیښې کې،مسلمانان شهیدان شوي وو .  د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز   په تیرو دوو کلونو کې  د ایران داسلامی جمهوریت په ضد  دامریکا په کانګرس کې د ۲۲۶ مسودو   وړاندې کیدا  چې ځیني ئې تصویب شوي هم دي ،دامریکا او لویدیځ  دد ښمنۍ او خباثت  یو بل  مثال وبالۀ.

  دهمدغه دوه مخیتوب او زیات غوښتنې  په دلیل ده چې  حضرت آيت ا..العظمی سید علی خامنه اي ټينګار کوي ،  له لویدیځي حکومتونو سره  رابطه درلودلی شو، خو هیڅکله  پرې اعتماد اوباؤر او د مرستو تمه ترې نه شو کولی . لکه څنګه چې ئې  په خپلې وینا کې فرمائيلي دي،ارتباط هیڅ مشکل نه لري،دهغوي په پلۀ کیښودل مشکل لري،البته باؤر پرې کول مشکل لري ،زه  وایم (په لویدیځي حکوتونو) اعتماد مه کوئ،:: په لویدیځ په ډاډمنیدا کې یو  مشکل  او تیروتنه ،په خلکو کې د هغوي د ګمراه کونکي  اوناسالمو افکارو نفوذ دی،چې په  هغو کې یو،له دین او ایمان سره  دعلم اوپرمختګ  دمخامخیدا القاء کول دي .حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  په دې باب فرمائي ؛ دطاغوتي رژيم په پړاؤ کې  د هیواد  ځوانې ټولنې ته  داسې وبریښوي ، چې  که  غواړئ  تمند او پرمختګ ته ورسیږئ  نو باید دین څنګةکړئ ؛ وئيل ئې،دین او دینداري او دیني ایمان له علم او پرمختګ او ددوي  په څير له ځينو نورو موردونو سره سمون نه خوري،خو دوي اسلام ته دژمنو او متدّینو،مسلمانو متخصصانو او  ځوانو ماهرانو  په وسیله په بیلابیلوعلمي،صنعتي،کلتوري اوپوځي زمینوکې دایران داسلامی جمهوریت حیرانونکي پرمختګونه ،دلویدیځوالو ددغو ادعاګانو  دبې اساسوالۍ یو دلیل وبالۀ.

Image Caption

 

=  بلاخره   داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  دایران ملت ته په خطاب کې وفرمائيل ؛ لویدیځ او امریکا دې نتیجې ته رسیدلی دي،چې که  د ایران ملت یوه اراده وکړي،نو حتما به ئې ترلاسه کړي ؛ دې نتیجې ته  رسیدلی دي،چې دایران دملت په ملي  هوډ سره  هیڅ ډول مبارزه نشي کیدلی ؛ دوي څه کوي .؟، دوي دې نتیجې ته رسیدلی دي چې باید  داسې یو کار وکړي،چې دایران ملت اراده اوهوډ ونه کړي،اراده ئې کمزوري شی .اوس په دنیا کې  په میلیارډونو ډالر خرڅ کوي ددې لپاره چې   دمونږ په ځوانانو کې په دیني اوسیاسی اعتقاداتو کې خنډ او خارپار رامینځةکړي،څو په دوي کې د پاڅون اراده او دحرکت اراده   له مینځه یوسي؛ دوي غواړي ،اراده له مینځه یوسی،غواړي تاسو فیصله ونه کړائ شئ.   د دوي هڅه داده چې  پرې نه ږدي،دپرمختګ،دمقابلې،داسلامی تمدن او اسلامی ټولنې درامینځةکولو لپاره  داریان  ملت اراده  رامینځة نشي ،  دوي پوهیږي ، چې  که  دغه اراده  وشي ، نوبې شکه به تحقق ومومي .

Image Caption

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه