دغبرګولې څوارلسمه د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود تلین
(last modified Sun, 02 Jun 2019 10:05:09 GMT )
Jun 02, 2019 14:35 Asia/Kabul
  • دغبرګولې څوارلسمه د  اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود تلین

دتهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني د رحلت د دیرشمې کلیزې په مناسبت په تسلیّت ویئلو سره له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره د ملتیا فرصت ولرئ .

  دوستانو دایران د اسلامی  انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني د تلین  دیرش کلونه تیریږي .حضرت امام خمیني یومبارز او د اسلامی نړۍ اوایران د مسئلو او موضوعګانو په نسبت   خبر متفکر ؤ. په همدې علت د هغه بزرګوار د رحلت  له درو لسیزو تیریدا سره سره،د ارواښاد امام دیني ، ټولنیزې ، کلتوري او سیاسی لیدتوګې هماغه راز د اوس مهال  پیچلي او ترینګلي لارې  روښانه کونکي  دي .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب  راپنځيدا،بې شکه د شلمې پيړۍ  تر ټولو ستره پيښه وه چې د نړۍ د سترنړۍ پيژاند آنتوني ګیډنز په وینا،اسلامی انقلاب،له  مارکسزم او لیبرالزم څخه دنړیوالو پام   داسلام په لور جذب کړ .

د اسلام  دحیات نوښت او دمسلمانانو ویښتیا او د دیني هویّت  احیا باید  د ارواښاد لارښود دلیدتوګو په سیوري کې د اسلامی انقلاب  یوه تر ټولو اساسی  اوبنیادي بریا  وګڼل شي .. 

 حضرت امام خمیني په ایران کې د پاچا د فسادګر او استبدادي نظام په مقابل کې په کلکې درریدا سره،هیڅکله له ګواښونو،جلاوطنۍ او ځپنو ونه ویرید،ځکه  دانقلابي شونې په حقیقي معنا ئې باؤر درلود.

 همدغه  ځانګړنه،په ایران کې د یوه ستر بدلون زمنیه جوړونکي شوه  چې اوس په یوې نړیوالې بیلګې بدله شوې ده .یوه داسې بیلګه چې نه یوازې دایران دملت برخلیک ئې بدل کړ،بلکې  د انقلابی  خوځښتونو او داسلامی ویښتیا  دلوي بهیر لاره ئې هم انځور کړه .

 په همدې علت ده چې  امریکا  د اسلامی انقلاب  دبریالیتوب له  هماغه پیله  په بیلابیلو پلمو،دسیسو او  دبندیزونو په لګولو سره  له ایران سره  د دښمنۍ په لټه کې شوې ده .او په  اوسني پړاؤ کې هم  هڅه کوي،دایران په ضد دیوه ائيتلاف  په رامینځةکولو سره  داسلامی جمهوری نظام  او مخ په وده  انقلابی حرکت  د پرمختګ او غوړیدا  مخه ونیسي .خو دا،له یوه باطل  خیاله زیاته بل هیڅ شی نه دی .

                حضرت امام خمیني رحمة ا....  دخپلې الهي سیاسی وصیَت نامې  په یوې برخې کې  داسلامی ایران  ځلانده او روښانه  راتلونکي لاره انځور  کړې او فرمائيلي ئې دي ؛ زما وصّیت هغو ټولو ته دی،چې دخداوندمتعال په یادونې سره د ځان پيژندنې ، پخپلو پښو دریدنې  او خپلواکۍ په لور  دهمت ملا تړي،داسلامی هیواد دترقۍ اولوړتیا لپاره  خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي .:::: 

 حضرت امام خمیني په دوو مهمو اصولو په تکیې سره ، یعني د ګواښونو  په مقابلې کې په نه تسلیمیدا او نه ویریدا او دغه راز د استعماري  بهیرونو په مقابل کې  په ویښتیا سره  د ستر خوځښت لامل شو  .

  ددغه خوځښت او پاڅون یوه تر ټولو ستره اغیزه،په نړۍ کې د معنّویت  احیاء  وه.په هغه پړاؤ کې چې د ختیځي اولویدیځي مکتبونو څخه ستړی او سرخوږی انسان  دحقیقت په پيژندګلوۍ پسې ؤ،ناڅاپي  دانقلاب  ځلانده لمر ظهور وکړ او نړۍ ئې  تفکر او تامل ته وکاږله .

            حضرت امام خمیني  ډير خلک په داسې خصوصیتونو او ځانګړنو سره پيژندي چې د سلطې دنظامونوپه مقابل کې د ارواښاد امام په نه تسلیمیدونکی روحیّې کې ئې ځلا موندلې وه .له  اروښاد امام او اسلامی انقلاب څخه د استکباري  قدرتونو د ویرې او درستې دښمنۍ  اصلي علت باید  په همدې ټکي کې ولیدل شي .

په حقیقت کې د حضرت امام خمیني له مترقي لیدتوګو څخه راپورته شوی اسلامی انقلاب،په نړۍ کې د سلطې دنظام له چیلنج سره دمخامخونې  او  داسلامی انقلاب  دنړیوال کیدا لامل شو . امام خمیني  دایران  دملت  دیوې ترټولو  اصلي غوښتنې په توګه :عدالت غوښتنه :،  دمبارزې ډګر کې وړاندې کړه . په لا روښانه تعبیر سره چې ووئيل شي، له بې عدالتۍ اوظلم سره مبارزې ، داسلامی انقلاب د خوځښت  بنیاد  راولاړ کړ څو د نړیوالو قدرتونو  له سلطه غواړي سیاست سره  دمبارزې په لاره کې  په یوه تل پاتې بهیر  او غورځنګ بدل شي .  په دې اساس،  په ایران کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب ته،دنړۍد آزادي غواړو ملتونو لپاره دیوې الهام بخښونکي  سرچینې په توګه،د نړۍ په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې د سیاسی غورځنګونو خاص پام ورواوړید او تر  دې مهال  د څه  دپاسه څلورو لسیزوپ تیریدو سره ، دا  اسلامی انقلاب  هماغه راز  په بیلابیلو هیوادونو کې  د عدالت غواړو  غورځنګونو  الهام بخښونکی دی . 

Image Caption

 

            له دې   نظره  ویل کیدلی شی،چې  داسلامی انقلاب  یو بله تل پاتې او مهمه اغیزه ، د اسلامی  ویښتیا د ویده شوي  بهیر احیاء  وه . د سلطې د نظام د زیات غواړو په وړاندې د ایران دملت  مقاومت  او دریدا او  داته کلن تپلي جنګ  او له دې وروسته د  ډول ډول  بندیزونو  په وړاندې د  ددغه میړني ملت   دمقاومت په څیر  له ډيرو سختو او  کوټلو آزموینو  څخه سرلوړي وتلو،  دنړۍ له ظلم سره  په مخامخیدنې کې  دایران  دملت او اسلامی  انقلاب  یوه بریالۍ بیلګه وړاندې کړه . .  ددغې ویښتیا او پاڅون یوه  نښې نښانې  اوس  د  سیمې  او نړۍ په ډيرو ملتونو کې لیدل کیدلی شي .

د ایران ملت،د اسلامی انقلاب  د معظم لارښود د هوښیارۍ اوځيرتیا په سیوري کې د سلطې د نظام  په مقابل کې  په دریدا او مقاومت سره  هم وښودله چې  د ارواښاد امام  پر انقلابي لیدتوګو په تکیې سره، د خپلواکۍ ، عزت او سرلوړۍ   لارې ته دوام ورکوي  اوتر څو چې  دغه روحیه او ځانګړنې وي ،  هیڅ یو قدرت  دایران  ملت  ته تاوان نشي رسولی .  

            دوستانو سږکال د غبرګولې څوارلسمه نیټه  په داسې حال کې رارسیدلې  چې  داسلام قسم خوړلو دښمنانو ،  دله نوو فتنو او دتکفیری سپيرو تفکراتو  له دودولوسره سره،د اسلامی انقلاب په وړاندې یوه نوي جبهه پرانیستله، خو ماته ئې وخوړله او خپلو سپیروموخو ته ونه رسیدل او دایران ملت هماغه راز د میدان بریالی اوسرلوړی دی .  جنایتکارې امریکا،البته هماغه راز  د ایران  دملت په ضد په ظالمانه بندیزونو لګولو سره،د ایران د  ملت  او د اسلامی جمهوری نظام  د په ګونډو کولو  په چټي هیلې   سره  بشپړ اقتصادي جنګ ته مخه کړې ده،امریکا یعني هماغې سترې شیطانې په بدماشو ادبیاتو سره ئې ، داسلامی ایران  خپلواکي او عزت  په نښه کړې ،څو  پخپل خام خیال  او سپیرۀ فکر سره  خپلو  متحدانو ته وبریښوي چې بلاخره  دامریکا ضد ترټولو  اصیل انقلاب  هم  له امریکا سره  دوستۍ او تعامل ته غاړه کیښودله.

 دم ګړۍ د ایران اسلامی انقلاب پخپلو آئيډیاؤ په ټينګارسره،البته  د استکباري قدرتونو په مقابل کې کلک او قدرت سره دریدلی دی  او  دنیا ته ئې ښودلې  چې   یو ملت ، په کلکې ارادې او هوډ سره حتی  د نړۍ د قدرتونو   په معادلاتو او محاسباتو کې  دسترو بدلونونو سرچینه کیدلی شی  

  داسلامی انقلاب  معظم لارښودحضرت ایت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  د رهبرۍ  په تیرو دیرشو کلونو کې له  درستو ډيرو سختیو،داخلی مشکلاتو او  بهرنیو دسیسو سره سره،داسلامی  انقلاب د موخو او آئيډیاؤ  پّ لاره کې د حرکت زمینه   هواره کړې،او دا دی اوس هم ، داسلامی انقلاب پنځمه لسیزه او د انقلاب دوهم ګام  یوه روښانه  راتلونکي ته په کتنې سره  پيل شوې ده.  دایران د ملت باؤر دادی چې  دعزتمند ژوند  یوازینۍ لاره  په ځان باؤري  او د اتحاد او پيوستون په سیوري کې هلې ځلې دي .

Image Caption

 

حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي  د دولسم پړاؤ د ولسمشرۍ  د حکم  د تنفیذ یا د توثیق حکم په دستورو کې فرمائيلي؛په دغو کلونو کې  دامریکا داوسنیو مسئولانو په څير ځينو،دایران له ملت سره جوته  دښمني کړې او  دځينو نورو په لاسونو کې  هم مخملي دستکش  یا جرابې  وې ، خو  دغه ټوله پلانونه لامل شوي ،  دمسئولانو او ولس په نفس اعتماد  زیات شي او  د دښمن  له چلولونو سره  دمقابلې لارې ولټوي .

 دایران ملت اوس  په داسې حال کې  د ایران د اسلامی انقلاب د  بنسټګر  لوړې   آئيډیاوې او  لیدتوګې  تازه کوي  او د ارواښاد امام  یاد لمانځي   چې کلک هوډ ئې کړی،په  هماغې کلکې  او پياوړي ارادې سره او د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود په تعبیر،د ارادو په جنګ کې،په ټاکل شوي  ویاړمنې لارې کې  د انقلاب  دوهم ګام، لاروښانه راتلونکي ته په هیلې سره  پورته کړي . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه