ايران د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د مبارزې بېرغوال (د چنګاښ ۵ له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت)
(last modified Tue, 25 Jun 2019 09:28:35 GMT )
Jun 25, 2019 13:58 Asia/Kabul
  • ايران د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د مبارزې بېرغوال (د چنګاښ ۵ له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت)

د ايران له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د کمېټۍ مشر اسکندر مؤمني د جون د ۲۶ يا د چنګاښ د مياشتې د پينځمې يعنې له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په درشل کښې په يوه وېنا کښې له نشه ايزو موادو سره په مبارزه کښې د برجام او بنديزونو د تاثير د نتائجو په باره کښې د سيمې هېوادونو ته د ولسمشر وروستی خبرداري ته په پام سره وويل،څلوېښت کاله اوشول د ايران اسلامي جمهوريت له نشه ايزو موادو سره په ټولو اړخونو کښې مبارزه کوي. هغوي مطمئن دي چې د ايران اسلامي جمهوريت له خپل او د هغوي له طرفه لګيا دے ل

هغه زياته کړه، دغو بنديزونو حالات داسې برابر کړي دي چې نوره له ايران څخه د مبارزې امکان سلب کيږي. البته دا په دې معنا نه دي چې ايران نه غواړي د نشه ايزو موادو د ټرانزېټ مخه اونيسي، بلکه دغه بنديزونه د ايران د مبارزې لپاره خنډ شوي دي.

اوس دا خبره چې د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د ايران د مبارزې اهميت په څه کښې دے؟آيا په دې  اړه د متعلقه چارواکو نظر څرګندونې رپوټونه او شمېرنې د ايران د زيات لګښت لرونکو او دوامدارو کوششونو منعکس کونکې دي؟

په دې پروګرام کښې دغې موضوع ته يوه کتنه کووو.

                                 ************

ايران د نړۍ د نشه ايزو موادو د توليد له درې اصلي سيمو څخه د يوې سيمې يعنې  زرين هلال په ګاونډ کښې پروت دے. زرين هلال سيمه د افغانستان، پاکستان او  هند ځينې سيمې په بر کښې نيسي. په مرکزي امريکا او د اېشيا په جنوب ختيځ کښې دوه نورې مهمې سيمې په زرين مثلث نومول شوېدي. خو د نشه ايزو موادو د توليد ترټولو مهمې سيمې پاکستان او په تېره بيا افغانستان دے.په دغه سيمه کښې د توليد شويو نشه ايزو موادو اندازه څه د پاسه څلور زره ټنو ته رسيږي چې زياتره برخه يې د ايران له لارې د اروپا او امريکې د استعمال بازارونو ته لېږل کيږي.

د ترکيې شناندے سونر پولات په يوه مقاله کښې ليکي: «د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ نېټه د افغانستان له قبضه کېدو وروسته کرهڼيزې زمکې د خشخاشو په کر بدلې شوې. د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې د خشخاشو د کر د زمکو رقبه پنځوس برابره زياته شوې ده.»

د نړيوال تحقيقاتي رپوټ له مخې په نړۍ کښې د توليد شويو هيروئنو ۹۳ فيصده د افغانستان د خشخاشود کر له درې لکه اتويښت زره هېکټار زمکو څخه ترلاسه کيږي.

له دې نه علاوه نن د اېشيا په لويديځ کښې د ترهه ګرو يوه اصلي مالي سرچينه د نشه ايزو موادو قاچاق دے. خوهغه هېوادونه چې دغو هېوادونو ته د ايران له لارې د نشه ايزو موادو د وړلو په مخنيوي کښې د ايران د امنيتي ځواکونو د تېرو څو لسيزو له قربانيو څخه يې ګټه اوچته کړې ده له دغو جنايتکارانو سره د مقابلې لپاره له ډېرو لږ مرستو او ضروري ټېکنالوجۍ ورکولو څخه ډډه کوي.

د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو او جرائمو سره د مقابلې د دفتر د استازي آنتونيو دلئو له نظره په حقيقت کښې له نشه ايزو موادو سره په مبارزه کښې د ايران اسلامي جمهوريت پرله پسې هلې ځلې او قدامات د ستائنې او قدرونې وړ دي.

په اکثرو هېوادونو کښې د غېر اخلاقي او غېر قانوني ماهيت په وجه د ټولنېد شرپسندو او رټل شويو افرداو په لاسو ترسره کيږي او په همدې وجه تل له شرارته ډکه چاره ده.

ايران په يوازې ځان خپلوکورنيو وسائلوته په پام سره خپلې پولې سنبالې کړې او د ايران د پولومهمې برخې په فيزيکي خنډونو، ازغن تارونو، کېنالونو،د خاورو په ډېرو او د الېکټرونکي او الېکټروپيتکي وسائلوپه استعمال سره کنټرولولې شي. په داسې حال کښې چې هغه امنيت چې نن د ايران په پولو کښې رامنځته شوے دے يوازې د ايران لپاره نه دے.

په اوس حال کښې د داعش په شمول ځينې هغه ډلې چې په پاکستان، افغانستان او د ايران په پوله ايزو سيمو کښې فعاليت کوي يو لړ مالي سرچينې يې د نشه ايزو موادو د قاچاق په ذريعې سره پوره کيږي. د دغو سرچينوملاتړ په سيمه کښې د سعودي په شمول چې د ترهه ګرو ډلو ترټولو مهم ملاتړےدے د  هېوادونو لخوا کيږي.

د ايران د سرکاري شمېرنو له مخې د نشه ايزو موادو داسې زيات کشفيات لري چې د اسلامي ايران دغه موضوع ثابتوي.

د نړۍ ۷۶ فيصده ترياکو کشفيات او ۶۷  فيصده د مارفينوکشفيات د ايران په کوششونو سره ترسره شوي دي.

د ايران د خارجه وزِر د نړيوالو او حقوقي چارو مرستيال غلامحسين دهقاني په دې اړه وائي: د ايران خاص جغرافيائي حالت ته په پام سره چې د نشه ايزو موادو د زياتره ټرانزېټ په لاره کښې پروت دے  د ايران اسلامي جمهوريت د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره په کال کښې له يو نيم سل ميلين يورو نه زيات رقم لګوي.

د ايران د خارجه وزير مرستيال د ملګرو ملتو له نشه ايزو مواد او جرائمو سره د مقابلې د دفتر له اجرائي مدير يوري فدتوف سره په خپله کتنه کښې سياسي ملاحظاتو او د امريکې له يو اړخيز پالنې څخه د رامنځته شويو دباونو په وجه د ايران د اسلامي جمهوريت له فعاليتونو څخه د مالي ملاتړ کونکو په نه ملګرتيا نيوکه وکړه او وې ويل: داسې حالات له نشه ايزو موادو سره په مبارزه کشې د ايران په ظرفيت او توانميو باندې منفي اثر غورزولې شي.

د ملګرو ملتو د شمېرنو له مخې د نړۍ ۷۵ فيصده ترياکو ، ۶۱  فيصده د مارفينواو ۱۷ فيصده د هيروئنو کشفيات د ايران لخوا ترسره کيږي.

د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ کال کښې ايران ۲۱ ټنه هيروئن کشف کړل په داسې حال کښې چې ټولې اروپا له پنځوسو نه په زياتو هېوادونو سره تقريباً څلور ټنه هيروئن کشف کړل.

د ايران د کورنيو چارو وزير رحماني فضلي په دې باره کښې وائي: په تېر کال کښې په ايران کښې 830 ټنه ترياک او 1200 ټنه نور مختلف نشه ايز مواد کشف شول.

اېټاليائي اونيزې سپرسو څو ورځې مخکښې په يو رپوټ کښط د مرګ له سوداګروانو سره د مبارزې لپاره د ايران د فعاليتونو په اړه وليکل، ايران د نړيوالو بنديزونو د زغملو باوجود په جديت سره له نشه ايزو موادو سره مبارزه کوي.

د روسيې د فرانسوي ژبې خپرونې په يو رپوټ کښې په دې باره کښې وويل، «ايران له افغانستان او پاکستان سره د پوله ايزو سيمو د سنبالښت لپاره ډېر زياتې پېسې لګوي او دغه ټول تدابير د دې سبب شوي دي چې له افغانستانه ايران ته د هيروئنو قاچاق کم شي. تهران په سيمه کښې د نشه ايزو موادو د اطلاعاتو ترټولو لوے مرکز رامنځته کړے دے او په خپله خوښه او رضاکارانه توګه دغه اطلاعات تقريباً نورو څلوېښتو هېوادونو ته ورکوي.»

د ملګرو ملتو ترټولو وروستے رپوټ ښودنه کوي چې ايران له نشه ايزو موادو سره د مبارزې په زمينه کښې وړومبے مقام لري. ايران هر کال د دې پروګرام لپاره تقريباً اته سوه ميلين ډالره خرچ کوي په داسې حال کښې چې نړيوالې ادارې له ايران سره يوازې د پينځلسو ميلينو په ارزښت مرستې کوي.

د ايران له نشه ايزو موادو سره د مبارزې د کمېټۍ مشر اسکندر مؤمني وائي: « په دې لړ کښې له ايران سره د نړيوالوټولنو مرستې په تېره بيا په دې وروستيو دوو کلونو کښې د صفر تر حده وې. که څه هم د ايران مننه او قدرونه زياته کيږي، خو اروپائي هېوادونه وائي مونږ نه شو کولې په دې لړ کښې ايران ته ملي مرستې وليږوو ځکه چې په تاسو بنديزونه لګېدلي دي.»

دغو هېوادونو شايد دا خبره هېره کړې ده چې په اروپائي هېوادونو کښې د نشه ايزو موادو شپېته ميليارډ ډالره په ګردش کښې دي، په داسې حال کښې چې د ايران اسلامي جمهوريت د ټولې دنيا په نيابت له نشه ايزو موادو سره د مبارزې په حال کښې دے خو هغوي حاضر نه دي چې په دې باره کښې په خپلې ډېرې کمې اندازې دندې عمل وکړي. البته دا خبره د حېرانتيا نه ده چې هغوي حتی د برجام په باره کښې هم چې يو څو اړخيزه موافقه اود امنيت د شورا ملاتړ ورته حاصل دے په خپلو نړيوالو ژمنو عمل نه کوي او يوازې د بهانې او له ايرانه د يو اړخيزو توقعاتو لرلو په تکل کښې دي.

------------

 

ټیګونه