ځلانده یون
(last modified Thu, 18 Jul 2019 10:22:27 GMT )
Jul 18, 2019 14:52 Asia/Kabul
  • ځلانده یون

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړۍ له ننني ۳۹مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په دغه مطلب کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه تر دې دمه د اسلامی ایران د بریالیتوبونو د تل پاتیکیدا او د امریکا د لالهاندۍ په باب درسره غږیږو، هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

          له ستراټژيک نظره ، امنیت ، په دفاعي صنائعو  کې له تخصص او پوهې سره  نیغ په نیغه  ارتباط لري . پر دې اساس که یو هیواد له دغه تخصص اومهارته بې برخې  شي او یا  حتی لږه ګټه ترې پورته کوي،نو په  دفاعي ډګر کې به  د هغو له امله  کې  له اړوندوالي او  تاوان موندنې سره مخامخ شي .

ددفاعي  اقتدار جوړونکی یو عنصر،د ګواښونو له سوئې او ډولونو سره په تناسب کې دپوځي  دفاعي ظرفیّتونو ساتل او لوړتیا ده .

Image Caption

 

 په عین حال کې ددفاعي صنائعو او قدرت  د پراختیا لپاره د اسلامی جمهوری نظام  له نظره  یوه مهمه مولفه،په پوځي ډګر کې اخلاقو ته توجه ده. په همدې دلیل  ددفاعي توان  دپیاوړتیا په ډګر کې  دایران مخ په وړاندې حرکت کې،یو لړ محدودیتونه شته دي او د ایران په اسلامی جمهوریت کې ددیني او اعتقادي  اصولو اوتعلیماتو په اساس د کیمیائي اوایټمي وسلو  په څير ډل وژونکي  وسلې منع  دي .

               دغه اصول  دایران داسلامی جمهورین نظام د  اقتدار بنسټ  او اډانۍ جوړوي .داسې اقتدار چې  د سرزورو قدرتونو په تیره بیا دامریکا  لپاره په خپسکې بدل شوی دی .

 د ایران په دفاعي صنعت کې پرمختګونه له کلونو راهسې تر دې دمه د تیریګرو په مقابل کې د مقاومت او دریدا او همدرااز  دایران د لوي علمي حرکت  نتیجه ده .په دغه ډګر کې  دپام پرمختګونه شوي دي،ددغو پرمختګونو نتیجه  دګواښونو په مقابل کې د ایران د امنیت او اقتدارستنې او بنسټونه لازیات پياوړي شوي دي .

Image Caption

 

 د ایران   وسلوال ځواک نن سبا ددفاعي صنعت د سخت آوزار یا هارډ وئير  او نرم  آوزار په  زمینې کې  ډيرې زیاتې توانمنۍ لري . ددغه پرمختګ  پيل د تپلی جنګ  پړاؤ او   دنورو هیوادونو په وسیله په دغه پړاؤ کې   هراړخیزه  کلابندي  بلل کیدلی شی . نن سبا  په داخلی توانمنیو او  په لنډو وختونو کې  له موجودو ظرفیّتونو څخه  په ډیرې استفادې  په تکیې سره ،د ایران داسلامی  جمهوریت د وسلوال ځواک  په وسیله  داسې ماډرن  او نوي توغندي  نندارې ته وړاندې کیږی  چې  په هغو کې د هر یوه معرفی کولو سره  په دفاعي ډګر کې داسلامی جمهوری نظام توانمنۍ  لارابرسیره کیږی .

 اسلامی ایران  دسپيڅلي دفاع  له تجروبو څخه په استفادې او  په پوځي صنائعو کې د ځاي  تحصص اوپوهې  په کارولو  سره  توانیدلی دی ،  له ډول ډول ګواښونو سره   دمقابلې لپاره په بیلابیلوځانګړنو سره مختلف بالیسټک او ګائيډيډ توغندي  پلان او تولید کړي . 

Image Caption

 

           د امریکا  د سټراټيکو  مطالعاتو د نړیوالې موسسې  یا  ا کاډمۍ په یوه راپور کې ، ایران یو هغه هیواد یاد کړی دی ،  چې  دبالیسټیک توغندیو تر ټولو زیاتو ډولونو باندې مشتمل سلاکوټ  په اختیار کې لري .

ددغې اکاډمۍ   د راپور په  یوې برخې کې راغلی دي ،  که څه  هم  ځيني باوري دي ، وسلوال بندیزونه  توانیدلي دي ،  دټيکنالوجۍ په حوزې کې د ایران  پرمختګ  ودروي ، خو دغه هیواد  له بندیزونو سره سره  دخپلو ظرفیّتونو دلاښه کولو لپاره  بیلابیلې رودې پيدا کړي دي .

 په دغه راپور کې اعتراف شوی ،  له نړیوالې بندیزونو صادراتي قوانینو او  هغو تړونونو سره سره،چې ټَربو فن او ټربو جټ او دغه راز د هوائي ټرانسپورټ   د  مږرږ وسایلو په تولید کې  د اړوړتیا  نورو مهمو شیانو  ته د ایران لاس رسی  محدود کوی ، د بې پيلوټه  التوتکو  په حوزې کې  د ایرانیو تخنیکي  انجیئنران هماغه شان  دغو ضروري پُرزو ته  لاس رسی لري .

 ایران هیڅکله هم  د نورو  په پولو او ګټو دتیریو  نیّت نه لری ، خو که  کله ضرورت شي  چې  خپل پوځي توان  نندارې ته وړاندې کړي ، څو  ګواښونه  وشرموي،نو حتما به دغه کار وکړي.نن سبا دایران داسلامی جمهوریت  وسلوال ځواک  د دفاع هغو مرتبو او سویو ته رسیدلی دی،چې په یرغلیزو تاکتیکونو سره  دخپل ټاټوبی په قدرت سره دفاع کولی  شي .

            د سیاسی مسئلو یو کارپيژاند شهاب شعبانی نیا  په یولړ څرګندونو کې وائي،د ایران اسلامی جمهوریت  د اته کلن تپلی جنګ له تجروبې څخه په برخمنیدا سره خپله دفاعی د توغندیو په تولید متمرکز کړ ې ده او اوس په دغه ډګر کې تر هغه حده ئې پرمختګ کړی،چې دنړۍ دتوغندیو د څلورم قدرت په توګه  یادیږی . ::: 

ددغو توانمنیو یوه برخه د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د: ۹۷اقتدار: نومې  وروستۍ مانورې  په بیلابیلو مرحلو کې  نندارې ته وړاندې کړي دي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  ا و د  درستوقواؤ  ستر قوماندان  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  د ۲۰۱۶ کال  داګست په یو دیرشمه نیټه  د ایران ددفاع وزارت د مشر ، ددغه وزارت  د مسئولانو ، متخصصانو ،څيړاندو اوچاروالو  په ټول کې ،  ددفاعي  او یرغلیز توان زیاتول  دایران د اسلامی جمهوریت  مسلم حق بللی دی .

Image Caption

 

  داسلامی انقلاب د بریالیتوب په پنځمې لسیزې کې  د وسلوال ځواک  اساسی لازمه  د دفاعي توان لوړتیا ده . اوس ایران  ددفاعي قدرت له پلوه  او حتی د  هغه یرغلیز قدرت له پلوه  لوړ ظرفیّت لري ، چې  په سیمې کې د  ناکراره کونکو بهیرونو په مقابل کې پخپل پوځي  توان په تکیې سره  دریږي  او مقاومت کوي .  دایران توغندوي ځاي قدرت  او توانمني ، دایران د اسلامی جمهوریت  دقدرت یو اساس  حسابیږي  او  ددفاعي قدرت د رامینځةکولو لپاره  دایران  داړتیا  په اساس  کلونه کلونه کیږي ، چې  د دقت ، د شیشت   او د قدرت  د زیاتولو په ډګر کې  دپراختیا په حال کې دی .

 د ډيرو نظر خاوندانو په اند ، ایران  په همدې اساس  دیوه قدرتمند هیواد په توګه پیژندل کیږي ، چې  په یوه نړیوال قدرت دبدلیدا په حال کې  دی .

             دامریکا  یو پخواني خارجه وزیر کولین پاؤل ،له دې څو کاله مخکې  د ایران  ددفاعي قدرت په باب د ایران په ضد د سعودي چارواکو  دخولې  شخړو ته په پام سره  دآل سعود رژيم چارواکو ته  وئيلي وو ،زه  د سعودي عرب خپلو دوستانو ته سپارښتنه کوم چې  له ایران سره له ترینګلتیاؤ لاس په سر شي ، ځکه دغه هیواد  ، عربستان  یوازې په څو ساعتونو کې   له صنعتي ډګره  مخکې پړاؤ ته  ستنولی شي . .

کولین پاؤل په دې باب د سعودي عربستان درو کارپيژاندو  په ادعا  په غبرګون کې  چې  یوازې په څو ساعتونو کې  د ایران هوائي حریم اوفضا  په اختیار کې اخستلی شی ، وئیلي ، که  ایران  له تاسو سره نیغ په نیغه   جنګ  ته وارد شی ، نو تاسو حتی  دا فرصت هم نشئ پیدا کولئ  چې ټیلیفون اوچت کړئ څو له مونږه د مرستې غوښتنه و کړئ ، حتی مونږ  هم تر دې دمه دغه شان ادعا  نه ده کړې . :::::

Image Caption

 

           په هغو شرائطو  پسې چې  لویدیځوالو  په تیرو څو  کلونو کې په سیمې کې  په سیمې کې رامینځةکړي ،  ایران  د خپلو ګټو دساتنې لپاره مجبوره دی ، چې   دخپل پوځي توان یوه واړه شان برخه  له پولو په ورآخوا کې وکاروي  او اوس لویدیځوال چې دغه شان موضوع نشي زغملی ، د مدیتراانې سمندرګي پورې د ایران د پولو  دپراختیا  خبرې کوي  او  په سورئې کې د ایرانیو پوځيانو په شتون اعتراض کوي .

 د امریکا حقیقي اندیښنه،د ایران دملت  دخپلواکۍ او مقامومت په مقابل کې  ماته ده .امریکا په دې چې  ایران له امریکا سره اړونده نه دی،سخته غوسه ده. د امریکا خارجه وزیر څه موده مخکې  په  :هریټیج: تینک ټینګ  ځاي کې  په یوې وینا کې  له ایران سره د خبرواترو لپاره  ځيني شرائط مطرح کړل ، چې  ښئ ،  په کومو موخو پسې دی .

  د امریکاخارجه وزیر مایک پمپئو د ۲۰۱۸کال دمئ په یویشتمه نیټه، دخپلو دولسو شرطونو په څلورمې مادې کې وئيلي دي ، ایران باید خپلو بالیسټک توغندیو پروګرام  پاي ته ورسوي .

Image Caption

 

  امریکن انټرپرایزیز  موسسې  د ۲۰۱۷کال  په اګست میاشت کې  په یوه راپور کې لیکلی دي،یوه هغه حوزه چې ایران  پکې د تخصص  نهایت ته رسیدلی، د بالیسټک توغندیو تولید دی.د ایران بالیسټک توغندي،ددغه هیواد ددفاعي توان  چورلیز  دي .

 نن سبا ایران د توغندیو،راډارونو،زغرګاډو،ډرون الوتکو او د نورو بیلابیلو پوځي تجهیزاتو په جوړولو  کې یو برلاسه قدرت دی  او دایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت سټراټژي،له نورو هیوادونو سره د نه اړوندوالي او  دغه راز له داخلی ظرفیّتونو څخه په استفادې سره  دوسلوال ځواک  داستفادې وړ دفاعي تجهیزاتو نوي کول دي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

(سیماب)

-****************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه