د فردوسي شاهنامه د سينما په پرده او د تېټر په صحنه کښې
(last modified Tue, 03 Dec 2019 10:36:17 GMT )
Dec 03, 2019 15:06 Asia/Kabul
  • د فردوسي شاهنامه د سينما په پرده او د تېټر په صحنه کښې

د عبدالحسين سپنتا جوړ کړے شوے "فردوسي" نومې فېلم د ايران د سينما د تاريخ شپږم فېلم دے. دغه فېلم د حکيم ابوالقاسم فردوسي د ژوند په بنياد له شاهنامې څخه د څو برخو په انځورولوسره جوړ شوے دے چې له فارسي ادبياتو څخه د سپنتا پېژندګلۍ ښودنه کوي.

سپنتا له «فردوسي» نه وروسته درې نور فېلمونه "شيرين و فرهاد "، "چشمان سياه" او " ليلی و مجنون" جوړ کړل چې ټول اصلي او تاريخي داستانونه بيانوي.

د دغه فېلم رغول شوې نسخه د دسمبر په څلورمه نېټه په تهران کښې د ايران د سينما په ميوزيم کښې نندارې ته وړاندې شو. «فردوسي» نومې فېلم په 1934 ميلادي کال کښې جوړ کړے شوے دے او داستان يې د فردوسي له کوره شروع کيږي. هغه د خپلې کوټې له کېړکۍ څخه د توس ښار وران پُل ته په غمجنې او مړژواندې څېرې سره ګوري او په دوام کښې د شاهنامې ځينې برخې د سلطان محمود غزنوي او درباريانو په وړاندې لولي. د فلېم په آخر کښې وينو چې فردوسي د خپل ژوند بوډاتوب يوازې ځانته او تنهائۍ کښې تېروي او کله چې له کېړکۍ نه بهر ته سترګې غړوي نو اوري چې په لارو کښې ماشومان د شاهنامې شعرونه وائي.

وروستۍ صحنه د شاعر مړينه ده. جنازه يې د توس ښار د پُل د پاسه دوو تنو په اوږو اخېستې ده او په جنازې پسې يوازې يو کس روان دے او هغه هم د شاعر لور ته.

د فردوسي نومې فېلم  بيارغول شوې نسخه د دسمبر په ۴ يا د ليندۍ په ديارلسمه نېټه په تهران کښې د ايران د سينما په ميوزيم کښې نندارې ته وړاندې شوه.

سپنتا د فردوسي د زېږېدنې د زرم کال په مناسبت دغه فېلم جوړ کړ چې خپله د هغه په قول له فارسي ادب سره يې د خپل نيم عمر د آشنائۍ ثمره وه. د فېلم په خصوصي نندارې سره رضاشاه له محمود غزنوي سره د فردوسي د کتنې د صحنو د بدلولو حکم ورکوي چې په نتيجه کښې يې د بيا نندارې لپاره د دغو صحنو بيا رغونه کيږي.

فېلم د داستان وينې له نظره تر يوۀ حده کامياب دے، لکه يوه صحنه چې فردوسي د بوډاتوب په ورځو کښې د خپلې کوټې له کېړکۍ څخه ماشومانو ته سترګې غړوي چې د لوبو په دوران کښې د هغه شعرونه وائي او د احساساتو په ښکلا سره دغه ستر شاعر انځوروي. په دغه فېلم کښې فردوسي د رستم او سهراب جنګ بيانوي او فېلم جوړونکے په دا ډول شاهنامه انځوروي.

"رستم و سهراب"، "بیژن و منیژه"، "سیاوش در تخت جمشید" او "پسر ایران از مادرش بی خبر است" له انقلابه مخکښې کلونو کښې د ايران د سينما ځينې نور آثار دي چې د شاهنامې له داستانونو څخه په الهام اخېستلو سره جوړ کړې شوي دي. خو له انقلابه په وروسته کلونو کښې شاهنامې او د هغې بې بديلو داستانونو ته د ځوانو مستند جوړونکو، فېلم جوړونکو او انيمېشن جوړونکو مخه کول له مخکښې نه زيات وو او په دغې مخه کولو سره ګڼ شمېر آثار جوړ کړې شوي دي. په آماتور او مستند سينما کښې د شاهنامې د اقتباسي فېلمونو په زمينه کښې د ځوان سينما انجمن او د توس جشن فېلمونو ته مراجعه کولې شوو. لکه

سوگ یک دلاور-  نان، عشق و توس -  ماجرای شاهنامه - فردوسی - سوگ سیاوش - زورخانه  - شاهنامه و مردم - فردوسی و مردم  - سیمرغ  - زال و سیمرغ -  سیری در پرده های شاهنامه -  پرتو حماسه - مرگ سیاوش وغېره فېلمونه

شاهنامه په حماسو ،مېړانو،  زړۀورتياو،سرښيندنو او د اخلاقو، تعليم او تربيت په بحثونو مشتمل اثر دے چې زيات ډرامائي داستانونه لري. په همدې وجه د زياترو هنري اثارو په خاصه توګه د ډرامائي هنرونو محتوا پوره کولې او د تېټر په زيات مخاطب لرونکې صحنه کښې د ابوالقاسم فردوسي د وياړجن اثر په زړۀ پورې داستانونو ته ژوند ورکولې شي.

بهروز غريب پور په خپل وړومبني ايراني لوزکي ډرامې سره وښودله چې د شاهنامې داستانونه په مختلفو لوزکي طريقو او سبکونو سره هم جوړېدې شي. هغه د ايراني آهنګساز او آرکېسټر لوريس چکناوريان په ملګرتيا سره د رستم او سهراب جنګ ته په لوزکو سره ژوند ورکړ او په صحنه کښې يې ژوندے کړ چې په آواز، موسيقۍ او ډرامې سره د رستم او سهراب له زوږ نه ډکه حماسه يو ځل بيا په يادونو کښې ژوندۍ شي.

د بهروز غريب پور په ډائرېکټرۍ او د لوريس چکناوريان په آهنګسازۍ سره د رستم او سهراب لوزکي ډرامه په وروستيو څو کلونو کښې د څويم ځل لپاره د تهران په فردوسي هال کښې نندارې ته وړاندې کړې شوه.

لوزکي ډرامې جوړونکې ډلې د داسې ډرامې د اجراء لپاره زيات وخت لګولے دے. لوبغاړي دا ځل او د وړومبي ځل لپاره په ايران کښې له لوزکو سره سروکار لري چې ځينې د رستم په شان اتيا سېنټي ميټره دي. دغه لوزکې لږ تر لږه په دولسو تارونو سره حرکت کوي او طبيعي، حقيقت ښودونکي او مناسب حرکات لري.ارمېنيائي آواز ويونکو درې مياشتې په ايروان پوهنتون کښې د فارسۍ ژبې د استادانو تر نظر لاندې د فارسۍ ژبې په زدکړه لګولې دي چې وکړې شي د حکيم ابوالقاسم فردوسي شعرونه په روانې فارسۍ سره ووائي.

شاهنامه نه يوازې ستره ادبي، هنري غنا او اخلاقي، انساني او معنوي خصوصيات لري بلکه ټرېجډي ليکنې او داستان ليکنې په شان د نمائشي او ډرامېټک اړخونو له لحاظه يو ځانګړے اثر دے. قصه ليکنه، شخصيت جوړونه، خبرې اترې ليکنه، د پېښو او داستانونو د فضاو برابرونه، مقدمه ليکنه، د انځورګرۍ د صحنې برابرونه، د رنګ او اواز په چارو کښې دقت، په توصيف او تجسم کښې مهارت او نور هنري اړخونه د نقاشانو، ډرامه نګارانو، فېلمسازانو، قصه ليکونکو او نورو هنرمندانو لپاره  يو لړ خاص ټکي لري.

ځوان ايراني هنرمن اشکان رهګذر د څو لنډو انيمېشنونو په جوړولو کښې له کاميابو تجربو وروسته دا ځل په سينمائي فېلم کښې په "آخرين داستان" نومې فېلم سره په يوې بلې تجربې لاس پورې کړ چې د فردوسي له شاهنامې څخه يو روايت کونکے داستان دے. آخرين داستان هم دا اوس په تهران کښې په سينماګانو کښې ريليز شوے دے.

د دغه فېلم داستان په شاهنامه کښې د ضحاک له قصې څخه آزاده مطلب اخېستنه ده. يو داسې دوران چې په زمکه د شېطان سيورے خپور شوے دے جمشيد د خپلو ملګرو په يو لښکر سره د شېطان د لښکريانو مقابلې ته ورځي، د خداے پاک په مرستې سره جمشيد په شيطان باندې بريالے کيږي او د باچائۍ په تخت کښيني. خو هغه د کاميابۍ په نشه او غرور سره  د طمعې او حرص په نه مړېدونکي جنون اخته کيږي او خپله لور شهرزاد يوازې پرېږدي.جمشيد د ډېر غېرتمنو عسکرو له يو لښکر سره د شيطان د ښکار کولو لپاره شمالي زمکو ته ځي او بيا هيڅکله نه راستنيږي، مړ کيږي او يوازېنے فرزند او جانشين يې چې ضحاک نوميږي د پلار په نيابت په تخت کښيني خو په ډېر افسوس سره چې د هغه وجود د تورتم يوه ټوټه ده ، د ضحاک د وجود تورتم په ښار باندې تسلط پېدا کوي او نړۍ له تورتم سره مخامخوي.

ضحاک له شېطان سره ژمنه او تړون کوي او د دغه تړون په ذريعې سره يې د لښکر عسکر دېوان او پېريان جوړيږي. هغه حکم ورکوي چې ماليات دوه برابره کړي او که خلق دغه ماليات نه شي ادا کولې نو پکار دي خپل ځوانان د کار لپاره ماڼۍ ته وليږي. د هغه دغه کار د خلقو د احتجاج سبب کيږي او کله چې هغه له خپلو عسکرو غواړي چې د خلقو نوي زيږېدلي ماشومان د هغوي د مغزو د خوړلو لپاره ماڼۍ ته راولي نو احتجاجونه نور زياتيږي. کاوه آهنګر نومې کس د دغو احتجاجونو مشري په غاړه لري او د خپل زوے روزبه او نورو خلقو په مرستې سره غواړي د باچا په خلاف پاڅون وکړي.

«آخرين داستان» نومې فېلم د داستان وينې او ډائرېکټرۍ له لحاظه په ډرامه جوړونه کښې له آواز او موسيقې څخه په استفادې سره يو لړ ځانګړي خصوصيتونه لري. په هر ځاے کښې د ضحاک څېره بده، کړغيجنه او بداخلاقه تصور کيږي خو په دغه فېلم کښې ضحاک داسې نه دے او رنګ يې لږ لږ تور دے، يو ډول خړ رنګ لري او يو ښه شکله ځوان دے چې کېدې شي ډېر خلق يې خوښ کړي خو په هغو انتخابونو سره چې يې کوي او په هغې غلطې طريقې سره  چې په ژوند کښې يې غوره کړې ده په يو داسې ضحاک بدليږي چې د يوې بلا ټول خصوصيتونه لري.

آخرين داستان نومې انيمېشن د يو سرباز له نظره  د انسانانو او دېوانو ترمېنځ جنګ يو حماسي او اېکشن لرونکے اثر دے او له نېکه مرغه دغه رېدم له شروع نه د انيمېشن تر آخره پورې باقي پاتې کيږي.

د جمشيد او ضحاک داستان د شاهنامې په شمول په زياترو کتابونو کښې روايت شوے دے او هغه اقتباس چې ليکوال او ډائرېکټر له دغو افسانو څخه کړے دے د شاهنامې او د بندهش په شان کتابونو د مختلفو روايتونو يو ګډ اثر دے.

دغه اوږد انيمېشن کړې شوي دي د دنيا د زياترومعتبرو فېسټيوالونو او سترو کمپنيانو پام ځان ته راواړوي او په نړيوالو پروګرامونو کښې په شتون سره ګڼ شمېر انعامونه ترلاسه کړي.

 

ټیګونه