ایران د اونۍ په هینداره کښې
(last modified Sat, 28 Dec 2019 12:14:24 GMT )
Dec 28, 2019 16:44 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پیښو څيړنه

ایران د اونۍ په هنداره کښې د لړۍ د ې اونۍ پروګرام د ۲۰۱۹ میلادي کال له وروستیو ورځو سره برابر دی. هم داشان د تیرې اونۍ د چارشنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه یعنې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه میلاد کلیزه وه. په هم دې مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه چارواکو د مختلفو هیوادونو مشرانو او چارواکو ته او هم داشان د نړۍ ټولو عیسایانو ته د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او د ۲۰۲۰ میلادي کال د رارسیدو په مناسبت مبارکي وویله.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په دفتر پورې اړوند ټویټر اکاونټ په یو پیغام کښې ولیکل: هیله ده چې عیسایان او مسلمانان د نړۍ په هره سیمه کښې په خپل ژوند او کردار کښې د عدالت په پیروۍ او له ناعادلو قدرتونو په کرکې سره د حضرت عیسی علیه السلام په دې ستر درس باندې پایبند ووسي.

په دغه پیغام کښې هم داشان راغلې دي: نن سبا زیاتره هغه کسان چې ادعا کوي د حضرت عیسی مسیح علیه السلام پیروکار دي، له هغه یې بیله لاره غوره کړې ده.

د حضرت عیسی بن مریم علیه السلام لارښوونې او تعلیمات د خدای د عبادت او له فرعونیانو او ظالمانو سره د مقابلې په لور هدایتول دي.

نو ستاسو قدرمنو دوستانو لپاره له نړیوال ارامښت، صلحې او امنیت سره د مل کال په آرزو سره، د پروګرام په دوام کښې ستاسو د ملتیا په هیله یو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ۲۰۱۹ کال په وروستیو ورځو کښې د ایران سفارتي سلامشورې ایران ته د هندوستان د خارجه وزیر په سفر او عمان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ورتګ سره جاري وې.

*/*/*

تهران ته د هندوستان د خارجه وزیر په سفر کښې د هغه یعنې سوبرامانیام جی شنکر Subrahmanyam Jaishankar او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په مشرۍ د دواړو هیوادونو د ګډ کمیشن نولسمه غونډه جوړه شوه.

هندوستان د انرجۍ، بانک، ټرانسپورټ او د چابهار په سټراټیجک بندر کښې د پانګونې په شمو مهمو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا په وجه د دوه اړخیزو اقتصادي تعاملاتو یو نوي پړاؤ ته رسیدلی دی.

هندوستان د چابهار بندر او د شمال-جنوب کوریډور له لارې د ایران ټرانزټي لارې ته د لاسرسۍ او د انرجۍ د برابرولو دوو مهمو اقتصادي مولفو ته په پام سره له ایران سره د خپلو اقتصادي اړیکو د ساتلو او پراخولو لپاره د ډیر اهمیت قائل دی.

ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان او مینځنۍ آسیا ته د هند د لاسرسۍ لاره هواره کړې ده چې دا موضوع د ګډو سیمه ایزو او سټراټیجکو ګټو د تامینولو لپاره ډیر اهمیت لري.

د ایران د لارې او ښارجوړونې وزیر محمد اسلامي په هم دې لړ کښې د هندوستان د خارجه وزیر له کتنې وروسته وویل: د ایران او هندوستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا مهمه برخه چې په ګډ کمیشن کښې یې په اړه موافقه وشوه، د چابهار بندر په ټرانسپورټ پورې اړونده ده.

ښاغلي اسلامي هیله څرګنده کړه: په چابهار بندر کښې د پانګونې په پراختیا سره د چابهار په مرکزیت سره د شمال جنوب کوریډور د پراختیا لپاره په پلان شوي هدف کښې چټکتیا راشي.

ایران او هندوستان په ۲۰۱۸ کال کښې د چابهار بندر د پراختیا لپاره د ۸۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه. دغه بندر د هند او افغانستان ترمینځ تجارت لپاره یوه مهمه بدیله لاره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

لکه څنګه چې مو اشاره وکړه، د ایران سیمه ایزو سلامشورو تیره اونۍ مسقط ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په سفر سره دوام وکړ.

په دغه سفر کښې چې په تهران کښې له ایراني چارواکو سره د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوي له ملاقاتونو څه کم یوه میاشت وروسته وشه، په سیمه کښې د امنیت د ساتنې د سټراټجیو په هکله خبرې اترې وشوې.

یوسف بن علوي تهران ته په خپل سفر کښې په دې خبرې سره چې ایران او عمان په ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو کښې ګډې لیدتوګې او دریځونه لري، وویل: د هرمز د صلحې د طرحې په وړاندې کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوښت به په یقین سره د ټولو په ګټه او د سیمې د ثبات او امنیت د پراختیا سبب ورګرځي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په سیمه کښې د امنیت اصلي چیلنج د امریکې زیاتیدونکې لاسوهنې او د هغو هیوادونو له خوا لانجه جوړونکي اقدامات دي چې د یمن د جنګ په پیلیولو او له ایرانه د ویرونې په سیاست سره په سیمه کښې د شخړې او لانجې د زیاتولو په لټه کښې دي. دغو اقداماتو په سیمه کښې د اتحادونو جوړیدل له چیلنج سره مخ کړې دي. په فارس خلیج کښې د امریکې او پردیو پوځي شتون او د وسلو ډیپو کول په سیمه کښې ناامنۍ ته د لمن وهلو او د هغې د زیاتیدو سبب شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په خپل سفر کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ له ویاند محمد عبدالسلام سره هم وکتل او د یمن د وروستیو سیاسي او جنګي بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د دسمبر په دویمه نیټه تهران ته د عمان د خارجه وزیر په وروستي سفر کښې د هغه په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د سیمې د هیوادونو او ولسونو ترمینځ له ورورولۍ او دوستۍ پرته بله لاره نشته، وویل: ټول باید کوشش وکړو چې په یمن کښې جنګ زر تر زره ختم شي او په دغه هیواد کښې د یمني-یمني صلحې د مذاکراتو په سیوري کښې ثبات او امنیت رامینځته شي.

ډاکټر روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران له نظره له ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا او له سعودي عربستان سره د اړیکو د تجدید مخې ته هیڅ خنډ او ستونزه نشته، وویل: باوري یو چې په سیمه کښې د امنیت او ثبات د تامینولو په لاره کښې باید ټول هیوادونه د یو بل ترڅنګ ودریږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په هم دې لړ کښې د هند سمندري په شمال او عمان سمندر کښې د (پایداره صلحه، دوستي او امنیت د ډله ایزې ملګرتیا او اتحاد په سیوري کښې) په پیغام سره د جمعې له ورځې څخه د ایران، چین او روسیې ګډه سمندري مانوره پیل شوه او تر دوشنبې به دوام ولري.

په دغه مانوره یا پوځي مشقونو کښې به د درې واړو هیوادونو د ځواکونو له خوا د اور لګیدلې کشتۍ د ژغورنې، له حملې او تیري سره د مخ شوې کشتۍ د آزادولو او د معلومو اهدافو خلاف د ډزو په شمول مختلف تاکتیکي مشقونه ترسره کیږي.

*/*/*/*

تیره اونۍ د ایران د اربتاطاتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي په تهران کښې د ترکیې د ټرانسپورټ او بیخ بیناؤ د مرستیال وزیر عمر فاتیح سایان په کتنه کښې، د مصنوعي پوهې Artificial intelligence د پراختیا په برخه کښې د ګډو ملګرتیاؤ غوښتنه وکړه.

نوې رامینځته شوې سټراټیجکې ټیکنالوجۍ د انسان د جیوپالیټکي فضا د بدلولو په حال کښې دي. له دې امله په دا ډول ټیکنالوجیو کښې پانګونه په یو ضرورت بدله شوې ده.

ایران د سټارټ اپونو د پراختیا او د ډیجیټل اقتصاد د اندازې د پراختیا لپاره د نویو سیمه ایزو ملګرتیاؤ د رامنځته کولو د ملي طرحې په پیلولو سره د ټیکنالوجیکې پراختیا پروګرامونه شروع کړې دي.

دایران د ارتباطاتو وزیر په دې خبرې سره چې په دې لړ کښې ځینې ګډ اهداف شته دي، د اطلاعاتو د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د ایران او ترکیې د ګډو ملګرتیاؤ د تحصصي کمیټې د غونډې جوړیدل په دې لړ کښې یو مهم ګام وباله.

د مصنوعي هوش یا پوهې یعنې Artificial intelligence په شان ماډرن ټیکنالوجۍ په پوه بنسټه اقتصاد کښې مهم رول لوبوي او په نړۍ کښې اقتصادي وده په دې ټیکنالوجۍ پورې د پام وړ پیئلتیا لري خو حقیقت دا دی چې د مصنوعي هوش په برخه کښې پرمختګ به په یوازې سر ممکن نه وي. په دې وجه په دې لړ کښې د پرمختګ لاره ګډې ملګرتیاوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه