د ایران محصیلینو د هندوستان دمسلمانانو وژله وغندله
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د محصیلینو یوشمیر ټولنو او ولسي ارګانونو د هندوستان د مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د حقیقت موندونکي کمیټۍ د جوړولو غوښتنه وکړه .
د ایران د محصیلینو یوشمیر ټولنو او ولسي ارګانونو پرون د ملګروملتونو د بشري حقوقو سترې کمشنرې «میشل باچله» ته د لیک په استولو سره د هندوستان د ښاریزتوب د قانون اصلاح ته په اشارې سره وویل دغه قانون د هندوستان د خلکو د مذهبونو په وړاندې توپیر ته قائل دی او د هندوستان په مسلمانانو د باندې د ډير دباو د راوړلو هڅه کوي .
د ایران د محصیلینو تشکلونو او ولسي ارګانونو ټینګار وکړ د هندوستان د ښاریزتوب د قانون اصلاح د مسلمانانو او د هغوې د سپیڅلتیاو پرضد د سرزورو ډلو د منظمو او ورانونکو اقداماتو سبب شوی دی .
د هندوستان سرزورو کسانو او پولیسو د پلازمینې نوي ډیلي په شمال ختیځ کښې په مسلمانانو او د هغوې په جوماتونو باندې بریدونو سره تراوسه پنځوس (۵۰) کسان وژلي او درې سوه (۳۰۰) نور ژوبل کړي دي او هندوستان د مسلمانانو په کورونو او کوڅو باندې د پیټرول بمونو بریدونه هم کړي دي .