د هنر د یوې تل پاتې څيرې او ایکټرخداي بخښلي محمدعلی کشاورز یاد
(last modified Tue, 16 Jun 2020 12:51:12 GMT )
Jun 16, 2020 17:21 Asia/Kabul
  • د هنر د یوې تل پاتې څيرې او ایکټرخداي بخښلي محمدعلی کشاورز یاد

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د هنر د تل پاتې څيرې او مشهور لوبغاړي یا ایکټر خداي بخښلي محمد علی کشاورز په یاد کې له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

                  خوږو دوستانو د ایران د سینما،تیټر او ټيلیویژن یو مشهور لوبغاړی او د هنر یوه تل پاتې څيره  محمد علی کشاورز  دغبرګولې په پنځه ویشتمه نیټه  یعني دجون په څوارلسمه د یوې ناروغۍ له امله په نوي کلنۍ کې  وفات شو . دغه هنرمند چې د ایران دهنر او فرهنګ د لومړۍ درجې میډال ئې هم  ګټلی ؤ، د ایران  په سینما، تیټر او ټيلویژن کې  ئې په کرتو په بیلابیلو  برخو کې ډير غوره او په یاد پاتیکیدونکی رول  لوبوۀ  او شتون ئې درلود ، په همدې خاطر د ایران  دهنري ډګر یوه تل پاتې څيره حسابید. نو د مطلب په دوام کې به د دغه  ستر هنرمند اوږد او له خاطرو ډک  ژوند ته یوه  لنډه شان کتنه وکړو

.

             خدای بخښلی محمد علی کشاورز د۱۹۳۰ کال په اپریل کې د ایران په اصفهان کې زیږیدلی ؤ،یو داسې ښار چې په بیلابیلو هنري زمینو او ولسی پروګرامونو کې چې  زیاتره د  فارسي ژبې د لویو شاعرانو  په شعرونو،  او ټولنیزو او ځاي  ترانو سره ترسره کیدلې ، مشهور دی .هغه دخپل ماشوموالي د پړاؤ په باب وئيل ؛ د ژمي په اوږدو شپو کې به کیښناستو او شاهنامه به مو لوسوتله  او تل به د  :نقالې : بحثونه  ګرم وو . تیټرونو ته به تلو  چې   هماغه وخت پر ما ډيرې اغیزې وشیندلې .زه د اصفهان   د ډيرې ښکلي فضا تر اغیز لاندې وم .په تیره بیا  د هغو جوماتونو دجوړښت هنرچې تردې دمه له  کلونو کلونو تیریدا وروسته هم پخپل ځاي پاتېاو هیچا هغسېکارنه دی کړائ شوی .په هغې زمانې کې نه ټيلیویژن ؤ او نه ریډیو او زه دولسم کلن وم چې سوکه سوکه سینما ته په تلو شوم چې په هغه وخت کې یوه ښکارنده حسابید.

Image Caption

 

                 د خداي بخښلی محمد علی کشاورز پلار  له شعرونو اوموسیقۍ سره ډيره د لچسپي درلوده او هره اونۍ به ئې په کور کې د مولانا دشعرونو  د لوستلو غونډه جوړیده. خدای بخښلی کشاورز د ښونځي په پړاؤ کې په تیټر او موسیقۍ کې کار ته مخه کړه  او  او  له هنر سره ئې  دلچسپي تردې  حده وه چې  سره له دې  چې په طبي څانګې کې منل شوی ؤ،خو هغه ئې پریښوده، ځکه  وئيل  ئې ،  له روحیاتو سره  ئې سمون نه خوري .داسې وه چې له دې څانګې ئې ځان وغړوۀ،او هنر لاره ئې خپله کړه .د هغه کورنۍ هم ورسره هنري کارونو ته  له واریدیدو سره هیڅ مخالفت ونه ښود.په دې توګه  هغه تهران ته راغی او  په هنرستان یا هنری مرکز کې ډيپلومه  ترلاسه کړ ه.

             خدای بخښلی محمد علی کشاورز  له ۱۹۴۸کال څخه  دخپلو لوبو یا فلمونو   یا ایکټرئ  فعالیتونه د ::  هیاهوی بسیار برای هیچ : نومې   ډرامې سره پيل کړ او په ډرامو کې ئې بریالی شتون درلود چې  دخلکو له ډير هرکلي سره یو ځاي  کید.  داسې چې  د هغه د ډرامې د نندارې ته د وړاندې کیدا ټکټونه به  له یوه میاشت مخکې راهسې رزرؤ کیدل  او  د هغه د ډرامې لیدو ته د هرې پرګنې خلک  ورتلل .  په هغو ډرامو کې چې  دغه ایکټر یا لوبغاړي  پکې شتون درلود،  پستخانه ،اشباح ، دشمنان ، دوزخ ، سیاؤش برباد ، چند لحظه تا مرګ  او همداراز مترسک شب  نومې ډرامو ته اشاره کولی شو.

                  دوستانو له ۱۳۴۳لمریزکال  څخه  سوکه سوکه  دایران د سینما  نوي څپې بڼه خپله  کړه او  محمدعلی کشاورز چې یو پيژندل شوی اومطرح لوبغاړی  ښکاره شوی ؤ ، ددغې څپې په سینمائي فلمونو کې  لوبې پيل کړې .خو د محمد علی کشاورز  دځلیدونکي  هنري فعالیتو  دغوړیدا اوج،له اسلامی انقلابه  په وروسته کلونو کې ؤ .هغه په کابو پنځوسو سینمائيفلمونو کې،څه دپاسه دیرشو ټيلیویژني سریالونو کې  او همداراز  په لسګونو تیټر اوټيلی ټيټر  لوبو کې رول لوبولی چې له هغو څخه  په په سینمائي فلمونو او ټيلیویژني ټولګو کې ،آتش بدون دود،هزاردستان ،سرداران ، افسانه سلطان و شبان ، پدرسالار او ګرګ ها : نومې سریالونو او نورو لسګونو فلمونو ته اشاره کولی شو .

          خدای بخښلی کشاورز هغه لومړنۍ حرفه وي لوبغاړی یا اکیټرؤ چط له عباس کیارستمي سره ئې کار وکړ او  په :زیردرختیان زیتون: نومې فلمو کې ئې یوه حرفه ي لوبه  او تل پاتېکیدونکي تجروبه وړاندې کړه .کشاورز په دغه فلم کې د ډایریکټر په توګه کار کړی چې د یوه سینمائي اثر د فلم جوړونې لپاره د رود بار زلزلې وروسته زلزله ځپلې سیمې ته ورځي .

 خداي بخښلی کشاورز یو متین ، خوش  اخلاق او حرفه وي سپين ګیری ایکټر ؤ او د یوه ډایریکټر مقام ئې هم په ښه ډول ساتلی دی او په :درختان زیتون :نومې فلم ، آوارهای زلزله  نومې فلمونو کې ډير  وځلید.   دغه رول لوبول دومره ځلیدلي چې د جاپان  خداي بخښلي فلمي  ډایریکټر  آکیرا کوروساوا  هم په دې باب وئيلي دي ، دا  په سینما کې  یوه  ډایریکټر   په رول کې تر ټولو غوره لوبغاړی یا ایکټر  دی .

                          د خدای بخښلی محمد علی کشاورز یو ځلیدلی اثر  په : پدر سالار بود :نومې ټيلیویژني سریال  کې رول لوبول وو .  په دې  توګه چې د :پدر  سالار  لقب  د تل لپاره د محمد علی کشاورز  له نامې سره وګنډل شو . ددغه فلم کیسه ، د یوه مهربان ،د کورنس دوست او په عین حال کې سخت او صابر پلار په باب  ده  . د هغه په اند،  دهغه درست زامن  له وادونو کولو ور وسته باید  دهغه  په ستر کور کې ژوند وکړي . 

د  فلم کیسه  د هغه د وروستي بچي  له واده سره پیلیږي ، چې میرمن ئې د خاوند د پلارپه کور کې ژوند منطقي نه ګڼي او د یوه پشپړ خپلواکه ژوند او د نورو له دخالتونو لیرې د یوه ژوند پیلول غواړي . غه  په کلکه  پخپلې غوښتنې دریږي  او له بل پلوه  پلار  هم  دهغې له غوښتنې سره  موافقه کول هم یو ډول ناکامي  او کمزوري  ګڼي  او  په راتلونکي کېد هغه دن ورو بچیانو  په احتمالي ناسمې استفادې  اندیښمن دی .دمحمدعلی کشاورز دغه فلم او لوبه د ایران  دټيلیویژن او دهغو د سریالونو په تاریخ کېددغه مخکښ لوبغاړي یا ایکټر یو ترټولو تل پاتیکیدونکي رول دی چې تردې دمه هم خپل خاص پلویان او کتونکي لري.

         محمد علی کشاورز  څوکله کیږي،چې دبوډاتوب  او ناروغۍ له امله  هنری فعالیتونه نه درلودل،خو  په خبرواترو کې ئې وئيلي وو،چې  لازیات وخت ئې په مطالعې کې تیریږي  او کله کله  دنقاشۍ نندارتونونو تهورګرځم او که د موسیقۍ مناسب کنسرت وي نوهلته همحاضریږم،زه د ښې موسیقۍله آوریدو اود ښې نقاشۍ له لیدو سره ډيره دلچسپي لرم،هغه فلمونه هم چې خاص وړتیا ولري ، په سینما کې ئې وینم.

خداي بخښلی کشاورز د هنر په باب  باؤري ؤ چې داسې مثبته ځانګړنه ده چې خداي پاک  په یو هیړ  خپلو خاصو بندګانو ته ورکړې  او باید د  هغه منندوي ووسو او دا  په دنیا کې وځلوو .

په تیر اپریل میاشت کې د محمد علی کشاورز له نویمې کلیزې سره په یووخت، دغه هنرمند خپلې یادګاري جایزې  د  ایران د سینما میوزیم ته ډالۍ کړې .

هغه په خپل یوه پیغام کې په همدې مناسبت،خپلو وطن والو ته په خطاب کې  په زړه پورې خبرې کړي  چې اوس ئې له دوو میاشتو وروسته او دهغه د تلین په مناسبت  ئې تاسو ته وړاندې کوو

          محمد علی کشاورز خلکو ته پخپل پيغام  کې  چې  نن سبا له کرونائي بحران سره لاس او پنجه دي،د سلامتیاغوښتنه کړې او لیکلي ئې دي،د هغه ایزمنان ډير منندوي او ستایونکي یوو چې تردې دمه ئې د طبیَعت په زړه پورې او ښکلی او ځلانده پړاؤ کې په نویّم کال کې د ژوند کولو فرصت راکړی دی، یعني د ماتې او بریالیتوب،غم او ښادۍ  او د سختۍ او آرامښت نوي کلونه. 

 خو البته،نن سبا شپې ورځې داسې سختې شپې ورځې دي،چې سا په کې اخستل ګران شوي دي د هغو درستو خلکو لپاره چې له ډیرو کلونو ئې غم او ښادي،د ما غم او ښادي ده،ددغه ولس په ساډوبۍسره زما سا هم بندیږي . هغه څه چې په نن سباسختو شپو ورځوکې امید او مُسکا هماغه راز ژوندئ ساتي،تل پاتې صحنې دي،د انسانیّت،محبت او یوزړتوب .دغه یوزړتوب، دغه  ملګرتیا،دغه مینه او محبت به مونږ له یوې ډيرې سختې او ګرانې لارې تیر کړي،سبا لاښې شپې ورځې راروانې دي . خوږو دوستانو باید په یاد کې مو پاتې شي،چې دغه خوریدونکی بلا یعني کوویډ -۱۹ډوله ناروغي یا هماغه کرونا ویروس چې درسته نړۍ ئې سربداله کړې ده ،مونږ ته څه رازده کوي؟ دغه سخت شرائط،یو جدي خبرداری دی،درستو انسانانو لپاره. درستو هیرونکو ا نسانانو لپاره،دمونږ لپاره ،چې په څنګ کې  د ژوند تر ټولو خوږې او ښکلي  شیبې لرو،خو ، په قدر ئې نه پوهیږو :::.

                  خوږو دوستانو  خدای بخښلی محمد علی کشاورز، د ایران څو نسلونو د سینما پر پردې ا و د ټيلیویژن په سکرین  لیدلی دی  او  د هغه له هنره ئې خوند اخستی دی . یو داسې ایکټر یا لوبغاړی ، چې  د  داریوش مهرجویی ،ناصر تقوایی ، علی حاتمي او حتی عباس کیارستمي په څير د ایران د سینما  له زیاتره  مهمو ډایریکټرانو سره ئې  چې معمولا ئې  پخپلو فلمونو کې  له حرفه وي ایکټر څخه  په استفادې اعتقاد نه درلود، ملګرتیا کړې او  د ایران د سینما په تاریخ کې ئې  ځلانده شیبې نندارې ته  وړاندې کړ ي دي .

خدای بخښلی کشاورز یو داسې هنرمند دی،چې نور ئې نه وینو،خو د میلیونونو  ایرانیانو له زړونو به ونه وځي ،ځکه چې  خپله  نامه او هنر ئې د دغه ټاټوبي د خلکو په زړه اویاد کې ثبت  کړی دی  او حتی مرګ ئې هم  هغه تل پاتې  شیبې چې  د مونږ لپاره ئې جوړې کړي ،له مینځه نشي وړلی . مونږ  ئې  احترام کوو   دهغه او دهغه  په شان د هنرمندانو ،دداسې پرګنې چې  د تیټر له صحنو څخه د  ټيلیویژن او سینما دنیا  ته ئې لاره وموندله او  او وځلیدل ، اغیزشیندونکي شول او د سبک خاوندان شول .......... روح  ئې ښاد او یاد ئې تل ژوندی .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************* 

 

ټیګونه