ایرانۍ میرمنې
(last modified Sat, 25 Jul 2020 11:34:37 GMT )
Jul 25, 2020 16:04 Asia/Kabul
  • ایرانۍ میرمنې

د تهران د پښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایرانیو میرمنو نومې لړۍ له ننني نولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

د وستانو د غواي د میاشتې دولسمه نیټه په ایران کېد معلم یا استاد د درنښت او احترام ورځ ده.د هغو انسانانو درنښت چېله ښونې سره یو ځاي،د راتلونکو نسلونو د باطن او روح  روزونکي هم دي .نو مناسبه مو وګڼله چې ددې اونۍ  مطلب په دوام کې درته د یوې  ایرانۍ معلمې یا استاذې په باب درسره وغږیږو .

میرمن زهرا ګیتي نژاد  د ایران په ښونځیو کې دتدریسڅه دپاسه دیرش کلنه تجروبه لرونکي یوه استاذه ده،چې اوس هم د ایران د ټاټوبيد بچیانو تعلیم ورته یوه جدي اندیښنه او هیله ده.هغه اوس هم په یوه خصوصي ښونځي کې  په تدریس بوخته ده .

 هغه وائي،ما دغه کارپه عشق سره پیل کړی او دغه عشق هماغه راز زما په وجود کې څپې وهي.له ۱۳۵۴لمریز کال څخه د ښونې او روزنې په برخې کې  وګمارل شوم ، هغه وخت په پوهنتون کې هم ومنل شوم، خو د هغو شرائطو په خاطر  چې  درلودل مو ، پوهنتون  راته تر یوه حده مشکل ؤ .  له اسلامی انقلابه وروسته د تدریس په وخت پوهنتون ته  وارده شوم . له هماغه پیله  هم د ښونځي معلمه وم  او وروسته  مو د زده کړې څانګه هم تربیتي علوم او د لومړنیو زده کړو څانه  شوه.د لومړنیو زده کړو څانګه موخوښه کړه،ځکه چې بنیاد دی .ماشومان په دغه پړاؤ کې یوه پاکه او صادقه دنیا لري او د دوي شخصیّت  په ښه ډول بڼه مومي ، تر دې چې  تاسو  په دوي کې د معلم د تربیّت اغیزې په ښه ډول پکې لیدلی شئ .

Image Caption

 

                    البته میرمن ګیتي نژاد  یوازې په ښونې  بسنه ونه کړه .د میرمن ګیتي نژاد د کوټې دیوالونه  ددلیرې پراتو سیمو  اوښارونو  د ښونځیو له عکسونو ډک دي .داسې عکسونه،چې  هر یو ئې  یو درس دی او په لیدو کې  ئې ستره مُسکا ترسترګو کیږي له هغو بچیانو څخه چې په لازیات شوق سره په ښونځیو کې پخپلو هیلو پسې ګرځي.د : ښونځیو میرمن :هغه لومړنۍ اوڅاره  عبارت دی، چې په دیوال لګیدلو تصویرونوکې نظرځان ته جلبوي.یوه داسې بانو یا میرمن چې د پيغلتوب له هماغه لومړنیو ئې،زده کړې او ښونځی،دخپل  هڅانده او زیاکښ ژوند چورلیزګرځولی دی .هغه  دتدریس تر څنګ د ښونځیو د بیارغونې او د خیرّیِنو د ټولنې په مرستې سره تردې دمه توانیدلې ده،د محرومه اوورسته پاتې سیمو لپاره کابو دوه نیم سوه ښونځي جوړکړي .اتلس ښونځي ئې  هم د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت  دپولې په سر وروسته پاتې سیمو کې  جوړ کړي دي .او له دې لاجالبه دا چې میرمن ګیتي نژاد د څيړنیزې موسیسې ډ ټولنیزو مطالعاتو د یوه درسي کتاباو همداراز د درسي مرستندویه کتابونو مولِفه هم دی .

              ایران یو ښونځی جوړوو :یو شعار دی،چې د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب له هماغه لومړنیو شپو ورځو څخه پر ېډ ټينګار شوی او له رامینځةشوي فرصت څخه  د ایرانیو میرمنو اوانجونو  په هرکلي پسې د سواد آموزۍ  او یا  د تیر عمرکسانو د زده کړې چارې زیاتې شوې .تردې چې نن سبا د میرمنو لپاره په لسګونو پوهنتونونه،پوهنځي او څيړنیز مرکزونه تاسیس شوي دي.د یونیسکو ادارې راپور ددې ښودنه کوي،چې ایران د انجونو لپاره د زده کړې د فرصت د برابرۍ  په ګراف کې اسلامی ایران  په دایمي توګه وده کړې ده .او له بل پلوه ایران د هغو هیوادونو په لیکه کې دی چې د هراړخیزې یا تعلیمِ بالغان یا هماغه د زیات عمر لرونکو د زده کړو د پراختیا لپاره ټاکل شوي موخې ته رسیدلی دی .د ښونې او روزنې د ادارې له ردستو پرسنلو څخه درې شپیته فی صده معلمان دي ، چې  په دې اړه د  میرمنو داغیزشیندونکي  رول ته په پام سره د سړیو په نسبت پکې د ښځينه استاذانو شمیر زیات دی همداراز په ایران کې په پوهنتونونو کې شل فی صدي استاذان میرمنې دي،په دې توګه چې د ایران د لوړو زده کړو په سسټم کې د میرمنو د علمیه حوزې له استاذانو څخه دوه زره اوه سوه معلمانې او د پوهنتونونو  اوه زره استاذانې په ولولې سره خپل فعالیتونه ترسره کوي .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

میرمن ګیتي نژاد اوس،د : مهرګیتي : خیرّیه  موسسې موسیسه ده ؟ داسې موسیسه چې د نیکو خلکو  او د  بیا رغونې د ادارې په مرستې سره د هیواد محرومو او وروسته پاتې سیمو او په سرحدونو کې په بې وځله سیمو  کې د ښونځیو د جوړولو او سنبالولو  لپاره په یوه فعال ځاي بدله شوې ده .

میرمن ګیتي نژاد د عمراني چارو او مدیریّت په حوزې کې  دخپلو غوره فعالیتونو په خاطر د ګوهرشاد نړیوالې جایزې  ګټونکي شوي ده .  هغه په یوه  ځاي کې وائي ؛ ما د نړیوالې زده کړې په نامې سره په یوه پلان کې ګډون  وکړ او  په هغه کې د  مرکزي  رول لوبونکي  په توګه پکې  وټاکل شوم .  دمعلمانو له تدریس څخه یوه ورځ  وروسته،د ادارې مشر له ما وغوښتل،د کلیوالو ښونځیو کتنه وکړم .د ایران دسیستان او بلوچستان د پولې د پاسه سیمو  دکلو ښونځي ټول  په ډير بد وضعیّت کې وو،واړې او له رڼا پرته تورتمه کوټې،مات میزونه او د پنځم کلاس ماشومانو لپاره نیمکت موکتونه یا ټاټونه  پکې اچول  شوي وو،دا په داسې حال کې وو چې  په دې وخت کې مو  دتهران په یوه ترټولو ښه ښونځي کې تدریس کاوۀ او دا فرق د ما لپاره هیڅکله هم دمنلو وړ نه ؤ . دا مو هیڅکله هم نه شو منلی چې زما دټاټوبی بچي په دغو شرائطو کې درس ووئيل شي .

          د مونږ زیاترو تصورّ  دا دی چې  د یوه ښونځي له جوړولو سره  د مرستې لپاره انسان باید حتما شتمن وي،خو میرمن ګیتي نژادددې فکر په باب مختلف نظر لري او وائي،زه  یو شتمن انسان یم،خو پیسې نه لرم،شتمنۍ یوازې د پیسو د رلودل نه دي ،زه  شتمنه یم،ددې له اړخه چې   ډير ښه د وستان لرم . زه یوه معلمه یم ،کار مو هم له هماغه استازۍ پیل ک ړی ، اوس هم  په درستو وختونو کې د زده کونکو او د هغوی د تعلیمي وضعیّت  په اړه حال احوال تپوسونه کوم  او حتی په پوهنتونونو کې  د دوي  د زده کړو دموقعیَتونه تعقیبوم .د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کې  مو  هم د کنکور  یا له  پوهنتونه د مخکې امتحان  کلاسونه   مو جوړ کړي دي  په دغو کلاسونو کې مو زده کونکو ته  لازم کتابونه هم ورکړي دي .  په دغې سیمې کې د کنکور یا امتحان  له ترسره کیدا وروسته  ۷۵ زده کونکي بریالي شوي  ډير ښه نمبر واخلي   چې ددغو زده کونکو د لیک لوست  نتیجې د ما لپاره ډيرې خوندورې وې .ددغو کلاسونو درست استاذان د تهران ، علم وصنعت  او شریف پوهنتونونو  برلاسه  محصیلین دي چې  د نورو د اختر په چټيانو او همداراز د  اوړي په چټیانو کې  محرومو سیمو ته ورځي  او زده کونکو ته تعلیمي مشورې ورکوي اوهر ډول مرسته ورسره کوي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

یو هغه غوره او ښه کار چې د مهر ګیتي موسیسې په مرستې سره ترسره شوی ، د قبایلی ماشومانو لپاره د یوه پل جوړول وو ، چې له یوه سینه د تیریدا لپاره  به  زده کونکو د یوه وسپنیز مزي کیبل  چې د سین تر بلې غاړې پورې غزول شوی ؤ،په نیولو سره له سینه تیریدل .یو داسې پل چې  اوس ئې نامه  کیښودل شوې ده ، : پل دانش : .دغه معلمه باوري ده،ښه کار کول پیسې نه غواړي ، بلکې ښه نیّت او ستر زړه غواړي . لکه څنګه چې مونږ  په همدې مرستې او ملاتړ سره د : کتاب  د ټولو لپاره : نومې په پلان کې  په وروسته پاتې سیمو کې ۲۲کتابتونونه مجهز اوسنبال کړل  او هره میاشته د ولایتونو لپاره  په متوسط ډول  پنځلس زره ټوکه  کتابونه لیږدوو .له ښونځیو سره د مرستې د پلان ترڅنګ ، د  درو سوو ښونځیو بیا رغول  هم ، د مهر ګیتي  موسیسې نور اقدامات دي چې په مختلفو مناسبتونو کې د ښونځيو د بَستو، کتابونو،پنسلونو او نورو سپورټي شیانو او وسایلو  په برابرولو سره  له زده کونکو سره مرستې  کوي . 

میرمن  زهرا ګیتي نژاد هغه میرمن ده چې توانیدلې ده،په وروسته پاتې سیمو کې د ښونځیو په جوړولو سره دپوله ایزو وروسته پاتې سیموکې زده کونکوته د تعلیم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره انګیزه ورکړي  او د دوي  لپاره یو روښانه راتلونکی انځور او ډالۍ کړي . د میرمن زهرا ګیتي نژاد هیله دا ده چې درست زده کونکي او محصیلین  په یوې سالمې اوسټنډرډ لرونکي فضا کې زده کړې وکړي څو بریالي شي او یو ځلانده راتلونکی ولرل شي .

                     خوږو دوستانو د ایرانیو میرمنو نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه