د انقلاب دوهم ګام : د تولید د لور نیونې غورځنګ
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام نومې لړۍ د مطلبونو په دوام کې له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه ننني مطلب کې درته د ایران د اوبه خور د زیرمو او ډيم جوړونې د چارو د تامینیدا په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو ۱۳۹۹لمریز کال د اسلامی ا نقلاب معظم لارښود له خواد د تولید د غورځنګ کال نومولی او کرهڼې چارې یوهغه ډګر دی،چې د تولید دلورنیونې د سیاستونو د اجرا لپاره ډيرې زمینې لري او په دې زمینې کې د کرهڼيزو چارو د برخې له لوړ پوټينشله استفاده کیدلی او په دې زمینې کې اغیزشیندونکي ګامونه پورته کیدلی شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي د نوروز داختر په مناسبت پر پيغام سربیره،هرکال له ولس سره په تفصیل سره وینا کوي؛خو په روان لمریز کال په سر کې د ایران ملت د خطاب د اسلامی انقلاب د ستر لارښود نورزوي وینا،د کرونائي بحران په دلیل د حضرت امام رضا علیه السلام په حرم کې ترسره نه شوه او د هغه په ځاي،دوي د نوروز د اختر په دریمه ورځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعث سره په یووخت ، د ټيلیویژني په وسیله په ژوندي تو ګه یا لائيو ولس ته خطاب وکړ .
حضرت آيت ا...االعظمی سید علی خامنه اي په دغې وینا کې د کال د شعار په باب وفرمائيل؛ما پخپلو وروستیو څو ویناؤ کې تکرار کړې ده چې هیواد باید لازیات پیاوړی شي،یو پياوړی هیواد دمونږ یو ستر هدف دی :::
داسلامی انقلاب ستر لارښود فرمائيلي دي ؛ د تولید غورځنګ ، هم چې ما سږکال مطرح کړی ، په حقیقت کې د قدرت له آوزارونو څخه دی . تولید باید لا چټک شي ، یوازې د تولید روښانه کیدا نه چې تیر کال مو وئيلي وو .د تولید رونق ، یه رونټیا یعني په محصولاتو یا تولیداتو کې یو حرکت رامینځةشي،چې دغه کار ترسره شوی دی،خو دا کافي نه دی،مونږ له دې هم لازیات کار ته اړتیا لرو یعني د تولید غورځنګ ته .
د اسلامی انقلاب معظم لارښ،د همداراز د غواي دم یاشتې په اولسمه نیټه هم په مستقیمې ویډیو ئي وینا کې کرهڼيزې چارې د تولیداتو په اوه ډوله ټولګې کې،چې باید د تولید د لورنیونې په موضوع کې ورته ځانګړی اهتما وشي ، وګڼلې .د کرهڼې په دغو برخو کې په تیره بیا د غنمو، روغني دانو،درملیزو بوټو او اوبژوَیو په څير د اساسی محصولاتو پر تولید او همداراز د ماډرن اوبه خور له رَودو څخه په استفادې سره په دغو ډګرونو کې په ځان بسیاینې تمرکز دی .
د اوبو زیرمې غالباً د چینو او د سطحي اوبو په دوو ټولګو ویشل کیږي او په کرهڼيزو چارو کې کابو درست ضرورتونه له دغو دوو سرچینو تامینیږي په عین حال کې د اوبو د درستو زیرمو اصلی سرچینې او ماډرنول له هغه موسم او آب وهوا سره اړه لري،چې د په بیلابیلو وختونو او ځایونو کې رامینځةکیږي . د زیرمو او سطحي اوبو سرچینې د هائيډرالوجي په ډګر کې په بشپړ ډول له یوه بل سره اړونده دي او په شرائطو کې بدلون به هم په دوي یوه بل کې بدلون راولي .
ددغې طبیعي قاعدې په اساس ، د کمو ورښتونو په کلونو کې په درست هیواد کې د اوبه خور ډيمونو ته د اوبو د واردیدیدو اندازه حتی څه دپاسه پنځوس فی صدي کمښت ثبت شوې ده .
له نیکمرغه د تولید د غورځنګ کال له دې پلوه د ورښتونو له پام وړ اندازې سره یو ځاي شوی او دا یو استثنائي او ارزښتمند فرصت دی چې باید ډیره زیاته استفاده ورځیني وشي .
احصائې ښئ ، په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸لمریز کلونو کې بې مخینې ورښټونه لامل شوي څو ددغه هیواد په آبي مځکو کې یو نوی روح پوو شي ، او ددغه هیواد څه دپاسه څلویښت د اوبو ستر جهیلونه او ډیمونه له اوبو ډک شي .
د ایران د اوبه خور د چارو د صنعت کارنامه ددې ښودنه کوي ، چې په ۱۳۹۸لمریز کال کې د ورښتونو اندازه د ۱۳۹۷لمریز کال د ورته مودې په نسبت په اوڅاره توګه په سلو کې سل فی صده وده تجروبه شوه . په داسې حال کې چې د ۱۳۹۷لمریز کال لومړنۍ شپې ورځې وې چې ایران د یوسل اوه ملي میټري ورښتونو سره ، د وروستۍ نیمې پيړۍ تر ټولو بې مخینې وچکالي تجروبه کړه . دغې پيښې د اوبو د کمښت لرونکو ښارونو زیاتیدا ، د ډيمونو د زیرمو محسوسه کمیدا ، د بریښنا کوټ،نو د تولید د توان کمیدا او په دې پسې په درست هیواد کې د تل پاتې بریښنا او اوبو دتامینولو لپاره سخت اوړئ په ځان پسې درلود، خو ناڅاپي په یو هیړ د ایران زیاتره سیمې چې په تیرو یولسو کلونو کې له دوامدارې وچکالۍ سره مخامخ وې ، په تیر پسرلي کې ئې بې مخینې ورښتونه تجروبه کړل .
په وروستیو څو کلونو کې په هیواد کې د تودوخې له زیاتیدا سره یو ځاي د وچکالۍ دوام ، لامل شوی ، د اوبو دزیرمو اندازه کمه شي او په مقابل کې له دغو سرچینو څخه د اوبو د ویستلو په کارونو کې زیاتوالی راشي .
په کلي توګه په ایران او لویدیځي آسیا سیمې کې د ورښتونو اندازه د نړۍ د ورښتونو په متوسط ډول په درو کې یوه برخه ده . د نورو سیمو په نسبت د نړۍ د خوږو اوبو له سرچینو څخه د ایران ونډه تر ډيره حده کمه ده . په داسې حال کې چې د نړس یو فی صدي نفوس ایران ته بیل دي ، د خواږو اوبو د زیرمو ونډه ئې یوازې درې فی صده ده .
دم ګړۍ په ایران کې یو سل اته اتیا ډیمونه فعال دي چې البته د دوي د زیرمه کولو اندازه په هرکال کې د ورښتونو له اندازې سره تړلې ده .په ایران کې د اوبو د زیرمو د مدیّریت د ضرورت په زمینې کې دوهم مهم ټکی د زیرمو محدودیدا او د نفوسو ترمینځ په ویش کې ئې بې انډوله زیاتیدا ده .
د ایران کرهڼيز جهاد وزارت پروګرام د هیواد آب و هوا په مختلفو سیمو کې د مناسبت کښت دبیلګې برابرول دي څو کرهڼيزه برخه د موجوده امکاناتو په اساس مدیّریت کړائ شی او د دکمښتونو په ختمولو سره وده او پراختیا تجروبه کړي .
د ایران دصنعتي چارو یو کارپيژاند علی رضا حائري دتولید لور نیونې او کرهڼیزې برخې ته د پام د اهمیّت په باب وائي، ایران ،هغو ډيرو زیاتو طبیعي پوټینشلونو ته په پام سره چې په اختیار کې ئې لري ،کرهڼیز اقتصاد په نورو برخو کې د تولید د لورنیونې او پراختیا بیخ بینائي ګرځولی شي،په دې دلیل چې ډیری صنائع له دغې برخې سره اړونده دي او د کرهڼيزې برخې د اصولي رونټیا په بڼه کې به اړونده صنائع هم چټکیتا او ډیر والی ولري .
په کرهڼيزو محصولاتو کې دتولید لورنیونه داسې پراخ ظرفیّتونه رامینځةکولی شی ، چې د صادراتو په برخه کې به ئې د عایداتو سرچینه دپام وړ وي . دم ګړۍ ایران په کال کې کابو شپاړس میلیون هیکټره کرهیڼزو مځکو څخه کابو یو سل دیرش میلیون ټنه ډول ډول کرهڼیز محصولات ترلاسه کوي چې د پام وړ برخه ئې مصرفیږي او د بدلونکو صنائعو څخه په استفادې سره ئې بدلیدونکي ارزښتونه نوره هم زیاتیدلی شی څو په صادراتي بازارونو کې د پام وړ اسعارو د ترلاسه کیدا لامل کیدلی شی .
د ګلخانه اي کَر یا کښت پراختیا هم یو داسې فرصت دی چې په بیلابیلو برخو کې د ایران لپاره د تولید او محصولاتو زیاتیدا بهیر ډالۍ کولی شی او په نهایت کې په نړیوالو بازارونوکې هم دمحصولاتو د ډګر لپاره لازیات امکانات درلودلی شی . له دې نظره،د تولید لورنیونه یا غورځنګ په حقیقت کې د غیر تیلي صادراتو لپاره د نوو فرصتونو درامینځةکولو او د محصولاتو د زیاتولو لپاره د دوه چنده انګیزې د رامینځةکولو او د لازیاتو هلو ځلو لپاره د کرهڼې په برخې کې یو روښانه فرصت دی چې د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې یوه سټراټژيکه موخه ده .
(سیماب)
***********************************************