د شهيد قاسم سلېماني له قتل څخه د امريکې او اسرائيلو اهداف
(last modified Sat, 02 Jan 2021 12:28:19 GMT )
Jan 02, 2021 16:58 Asia/Kabul
  • د شهيد قاسم سلېماني له قتل څخه د امريکې او اسرائيلو اهداف

ګرانو او قدرمنو دوستانو د شهيد قاسم سلېماني د شهادت د کليزې په مناسبت يو خاص مطلب ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو.

امريکې د ايران په خلاف د خپلو ترهه ګريزو اقداماتو په لړ کښې د ۲۰۲۰ ميلادي کال د جنورۍ په دريمه نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک په قوماندان جنرل قاسم سلېماني  باندې ترهه ګريزه حمله وکړه،

امريکې د هغه په وژلې سره د ايران د ملت په اړه خپل يو ډېر تاريخي جنايت وکړ.

خو له دغه جنايت څخه د امريکې هدف څه ؤ؟

د جنرل قاسم سلېماني په شهيدولو کښې د امريکې ترهه ګريز اقدام يوه داسې واقعه ده چې د ايران په خلاف د امريکې پخوانيو دښمنيو په دوام کښې يې شننه او څېړنه کېدې شي.

دغه دشمنۍ په تېرو يو څلوېښت کلونو کښې بې له څه ځنډه دوام لرلے دے. خو د سلطې د نظام په مقابل کښې د ايران د ملت له ټينګ اودرېدنې سره سره د ټولو دسيسو باوجود تر ستم لاندې د هغو ملتونو ترمېنځ انقلابي پاڅون شروع شو چې امريکه او غاصب صهيونېسټ رژيم يې په وحشت کښې اچولي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګوينده:

دغه پرمختګ او اثر کول د سردار سلېماني په شان د شهيدانو د کوششونو او مېړانې په برکت دي چې له دښمنانو سره د جنګ په مېدان کښې په سترو کاميابيو سره په سيمه کښې  قوت د انډولونو د بدلېدو سبب شوي  دي.

امريکنيانو په دغو ټولو کلونو کښې کوشش وکړ چې اسلامي جمهوريت ثبات لرونکو حالاتو ته ونه رسي. خو د سردار سلېماني په مېړانو سره د داعش د نابودۍ نتيجه سيمې ته د ثبات او قرارۍ ستنېدل او ورباندې د داعش له تسلط نه مخنيوے ؤ. دغه ستر بدلون د سيمې د تقسيمولو او د تش په نامه نوي مېنځني ختيځ د رامنځته کولو لپاره د امريکې پلان ګډوډ کړ. امريکه چې له ترهه ګرۍ سره مبارزه يې په سيمه کښې د مداخلت بهانه ګرځولې وه د دغه بدلون په وړاندې له سرګردانۍ سره مخامخ شوه چې نتيجه يې د جنرل قاسم سلېماني په قتلولو کښې د ټرمپ لېون ډوله اقدام ؤ. امريکې په دغه حرکت سره په حقيقت کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا چټي او بې معنې کړه.

 

 

 

 

ګوينده:

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي همدارنګ د قواو د مشرانو او د نظام د چارواکو او کارګزارانو په کتنه کښې د داعش ډلګۍ په جوړولو او له دغې ډلګې څخه په قوځي او تدارکاتي ملاتړونو کښې د امريکنيانو رول ته په اشارې سره دا خبره په ګوته کړه چې د داعش په خلاف د ائتلاف جوړولو ادعا دروغ ده، البته امريکنيان له نه کنټرول شوي داعش سره مخالف دي خو که څوک وغواړي په حقيقت کښې داعش نابود کړي نو ورسره مقابله کوي.

امريکنيانو له ۲۰۱۲ کال څخه چې په سيمه کښې يې ترهه ګريزې ډلې راپېدا کړې او  په سوريې کښې د بشار اسد د حکومت نسکورول او د ترهه ګرو لخوا د عراق په اختيار کښې اخېستل يې غوښتل، تل به يې سردار سلېماني د ځان په وړاندې مضبوط خنډ ليدۀ. دا په داسې حال کښې وو چې امريکه په دغو ټولو کلونو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او او امنيت د رامنځته کولو په بهانه د سيمې د عربو هېوادونوله سرمايو څخه د خپل جېب د ډکولو په لټه کښې وه. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په شروع کښې سعودي ته خپل سفر په همدې انګېزې سره غوره کړ په داسې حال کښې چې د سيمې عرب هېوادونه يې د شودو د غوا په نامې سره ياد کړل. ټرمپ له ايران څخه ويرې په القاء کولو سره په حقيقت کښې د امريکائي وسلو د خرڅولو او له ديواليه توبه د امريکائي کمپنيانو د ژغورنې په لټه کښې ؤ.

په حقيقت کښې د ناامنۍ، جنګ او وينې بيولو رامنځته کول په سيمه کښې د خپلو ناروا ګټو د پوره کولو لپاره د امريکې يوه پاليسي ده. امريکې له دويم نړيوال جنګ نه وروسته ځان د نړۍ بلاتنازعه قوت او پوليس ګڼۀ خو په وروستۍ يوه لسيزه کښې په نړيوال ډګر کښې د امريکې د قوت د زوال زياتې نښې نښانې څرګندې شوې.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګوينده:

د روسيې سياسي  کارپېژاندے د امريکې لخوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس د ځواک د قوماندان جنرل سلېماني د قتل د مختلفو اړخونو په څېړنې سره وائي: دا چې داعش د امريکې د رېنډ نومې په فکري مرکز کښې جوړ شوے دے يوه داسې چاره ده چې په کامله توګه واضحه او پېژندل شوې ده او قاسم سلېماني د مېنځني ختيځ د فضاء د غېر انساني کولو او بيا د سيمې چاپېره نورو سيمو او ټوله نړۍ ته يې د پراختيا لپاره د واشنګټن د پروګرامونو د عملي کولو په وړاندې يو خنډ ؤ.

د سياسي مسائلو دغه کارپېژاندے زياتوي: داسې يو اعتقاد شته چې تاريخ به د هر کس او هر څيز په اړه قضاوت وکړي خو سردار شهيد سلېماني په حقيقت کښې په خپل ژوند کښې په يو تاريخي شخصيت بدل شو.

جنرل قاسم سلېماني د امريکې ، اسرائيلو او سعودي ترملاتړ لاندې د تکفيري ترهه ګرو په وړاندې په ځان باندې په اعتماد سره په سيمه کښې د مقاومت محور منظم کړ.

د جنرل سلېماني قتل د ټرمپ او د هغه د صلاحکارانو لپاره د امريکې د هېبت او خپل سري والي د نسکورېدو د ځنډولولپاره د يو غلط اقدام د شننې په بنياد ؤ،خو امريکه په دې اقدامسره نه يوازې خپل هدف ته ونه رسېده بلکه  په واضحه توګه  يې هغه په سيمه کښې د خپلې موجودګۍ د ختمولو لپاره په يوې پېلامې بدل کړ.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګوينده:

مشهور امريکائي نظريه پرداز نوام چامسکي د واشنګټن په سياستونو باندې په نيوکې سره وائي: «په سياسي بحث کښې بې ثباتي يو په زړۀ پورې مفهوم دے. کله چې ايران د داعش له حملې څخه د دفاع لپاره له عراق او د عراق له کردستان سره مرسته کوي نو دغه اقدام بې ثباتي تعريفيږي خو کله چې امريکه په عراق باندې حمله کوي او لکونو خلق قتل عام کوي، په ميلينونو کډه په سر کوي، هېواد تباه کوي او فرقه ايز جګړې شروع کوي چې عراق تقسيم کړي او ټوله سيمه ګډوډه کړي، په ټوله نړۍ کښې ترهه ګري پراخوي نو هغه بيا د قرارۍ د ټينګولو لپاره د امريکې د دندې د يوې برخې په توګه ياديږي چې ورته پکار دے  د نړۍ په ګټه دوام ورکړوو.»

امريکه په خپلو اقداماتو سره په سپين سترګي توب سره د د اېشيا په لويديځ کښې د اسرائيلي رژيم او د ناروا ګټو د ساتنې په خاطر له نړيوالو اصولو او قوانينوسره لوبې ټوقې کوي. دغه بهير د سيمې او نړۍ امنيت له ستر خطر سره مخامخ کړے دے. په داسې يو حالت کښې د هرې واقعې ذمه واري د امريکې په غاړه ده.

د ايران د دفاع وزير جنرل امير حاتمي د جنرل قاسم سلېماني د قتل مقصد په سيمه کښې د امريکې د شتون د احياء او د ايران د اسلامي جمهوريت د نفوذ او مخنيونکي قوت د کمولو په لړ کښې وبلۀ او دې ټکي ته يې اشاره وکړه چې په ډګر کښې د خلقو شتون او د پاسدارانو د لښکر توغنده اي ځواب د امريکې او استکباري نظام مېنځ تشے هېبت له منځه يوړۀ او د ايران د دفاعي قوت او اقتدار اندازه يې نړيوالو ته له مخکښې نه زياته ثابته کړه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګوينده:

د نړيوالو مسائلو عراقي کارپېژاندے نجاح محمد علي وائي: ټرمپ د شهيد سلېماني په قتل سره ډېره لويه دوکه وخوړه او په دام کښې ګېره شوه چې د هغې له شر نه د خلاصېدو لپاره له مخکښې نه اېښودل شوے ؤ.

ټرمپ په دې ترهه ګريز حرکت سره په حقيقت کښې يوه سټراټيجکه غلطي وکړه.امريکې په دې ترهه ګريز اقدام کښې نړيوال  حقوق، خپلواکي او زمکنۍ بشپړتيا ترپښو لاندې کړه. کېدې شي د ځينې هېوادونو او  ادارو خاموشۍ امريکه دې باور ته ورسوله چې هر کار چې وغواړي کولې شي، خو عامه افکار اوس پوهيږي چې امريکه په سيمه او نړۍ کښې د صلحې او ثبات غوښتونکې نه ده او د سيمې د هېوادونو په سرچينو د مسلط کېدو او د هغو د لوټلو او د فلسطين د قضيې د هېرولو په لټه کښې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په همدې اړه د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې د ټولو ناروا پلانونو شنډول د شهيد سلېماني د تدبير او مېړانې يوه نمونه وبلله. دوي د فلسطين په قضيه کښې د سردار سلېماني د بې بديله اثر کولو په بيانولو سره زياته کړه، امريکنيانو غوښتل چې د فلسطين مسئله له خلقو هېره کړي او داسې کار وکړي چې فلسطينيان په کمزوري حالت کښې راولي چې د مبارزې جرات ونه لري، خو دغه لوے سړي د فلسطينيانو لاسونه ډک کړل او هغوي ته د مبارزې توان او جرات ورکړ. په وروستيو څو کلونو کښې د غزې په خلاف د صهيونېسټانو د درنو او يرغليزو عملياتو ماتې يو داسې حقيقت دے چې په نيواکي زمکو کښې يې امريکه او د هغې صهيونېسټي مشران له ويرونکي خوب او وحشت سره مخامخ کړي دي.

دغه ترهه ګريز اقدام په هرې انګېزې او هرې بهانې سره چې ترسره شوے دے د نړيوالو حقوقو د اصولو او مقرراتو خلاف ورزي ده چې له دې امله يې په نړيواله ټولنه کښې د امريکې لپاره درانه نړيوال مسئوليتونه رامنځته کړي دي.

 

ټیګونه