تېر نمريز کال ته کتنه (2)د معظم رهبر له نظره ايران او د سيمې امنيت ته د زيان رسولو لپاره د دښمنانو اصليت او اهداف
(last modified Mon, 15 Mar 2021 09:32:49 GMT )
Mar 15, 2021 14:02 Asia/Kabul
  • تېر نمريز کال ته  کتنه (2)د معظم رهبر له نظره ايران او د سيمې امنيت ته د زيان رسولو لپاره د دښمنانو اصليت او اهداف

استکباري قوتونه د ملتونو په برخليک باندې د مسلط کېدو لپاره په مختلفو طريقو عمل کوي. فوځ اړمونه، د کلتوري بېلګو بدلون، له لويديځ سره د وابستګۍ او د علمي، سائنسي او اقتصادي شا ته پاتې والي رامنځته کول هغه طور طريقې دي چې سلط غوښتونکو قوتونو په دې لړ کښې استعمالې کړې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باره کښې يو لړ مهم او سټراټيجک ټکي لري چې په مختلفو مناسبتونو کښې يې ورباندې تاکيد کړے او ورته پې پاملرنه کړې ده.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په يوه وېنا کښې چې په روان هجري نمريز کال کښې يې د پوهنتون او پوهنتوني تنظيمونو ځوانا محصيلينو يوې آنلائن غونډې ته يې کوله د ظلم، کفر او استکبار له محاذ سره په مقابله کښې د هېواد اميد پېدا کونکو حقائقو ته په اشارې سره ځوانان او محصيلين د آرما غوښتنې او مطالبه پالنې د حقيقي بېرغ جګ ساتنې ته راوبلل.

دوي د هېواد موقعيت ته په يوه کلي کتنه کښې وفرمايل: حقيقت دا  دے چې نن د ايران په مقابل کښې د ظلم، کفر او استکبار يو پراخ او ستر محاذ شتون لري چې کوششکوي په هره ذريعه، هر چل ول او په هر ډول امکاناتو و وسائلو سره  اسلامي نظام په شاتګ او تسليمېدو ته مجبور کړي چې که دغه مقصد يې پوره شي نو د هېواد د مستقبل لپاره ډېر ګران تمام شي چې البته د خداے پاک په فضل او د خلقو په هوښيارۍ او ټينګ اودرېدنې سره به د استکبار محاذ په دې مقصد کښې ناکامه پاتې شي.

معظم رهبر د ايران له ملت سره له مقابلې څخه د دښمنانو اصلي مقصد د ملتونو لپاره د يوې په زړۀ پورې بېلګې او نمونې له رامنځته کېدو څخه مخنيوے وبلۀ او زياته يې کړه: پکار دے متوجه اوسو چې اسلامي جمهوريت د مستکبرانو له محاذ سره د سياسي او فکري جنګ، د نرم  او تبليغاتي جنګ او احياناً د سختې مقابلې په بهير کښې شتون لرلے او لري يې.

د ايران د ملت دښمنان په خپلو غلطومحاسباتو سره په دې باوري وو او دي چې په ملت او نظام باندې د دباو راوړلو يوازېنۍ لار د انقلاب آرمانونو ته زيان رسول او کمزوري کول دي او په دې لړ کښې يې په ځوانانو باندې پانګونه کړې او له نظام او انقلاب څخه د ځوانانو د مايوسه کولو لپاره د رواني جنګ زياتره برخه د نظام په خلاف تبليغاتي فضاء جوړونې ته بيله کړې ده.

دغه جنګ يوازې هغه وخت ختميږي چې دښمن احساس وکړي او پوهه شي چې ايران له هر لحاظه دومره متقدر او مضبوط شوے دے چې ورسره ډ‌غره وهل به څه فائده ونه لي او له د وخت او نرجۍ له ضائع کېدو نه بغېر بل څه نشته.

هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: په اسلامي انقلاب سره په هېواد او خلقو کښې د قوت او عزت د احساس بنياد مضبوط شوے؛ البته دښمن کوشش کوي چې د ملت په ځان باندې اعتماد ختم کړي.

د دغو دباونو مقصد د امريکې په مقابل کښې تسليمېدو ته د ايران مجبورول دي. دغه محاسبه چې البته محاسبه ده په تېرو دوه څلوېښتو کلونو کښېامريکنيانو تل دا ډول محاسبات لرلي دي؛ څه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.

د ايران د ملت او نورو ملتونو لپاره د امريکې حقيقي اصليت په هرې پېښې سره لا زيات څرګند شوے دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلو وېناو کښې د دنيا په زياترو هېوادونو او حتی خپله په امريکه کښې دننه د دغه هېواد د بېرغ سوزول

 له دغه رژيم څخه د ملتونو د کرکې يوه نمونه ياده کړه. دوي له امريکې څخه د اوسنۍ کرکې يوه برخه د دغه هېواد د پست، خبرلوث، بې منطقه  او بکواسي مخکښيني ولسمشر او خارجه وزير په وجه وبلله او دا خبره يې په ګوته کړه: البته له امريکې نه کرکه يوازې د دې مسئلې په وجه نه ده بلکه د قتل عامونو،جنايتونو، بې انصافۍ، ترهه ګر پالنې، له مستبدو او بدنامو حکومتونو سره د مرستې او د صهيونېسټ رژيم له مخ په زياتېدو ظلم څخه د بې دريغه ملاتړ په شمول د امريکې اوږدمهاله کارکردګۍ ته ګرځي.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د افغانستانو عراق او سوريې په شمول هېوادونو کښې جنګ جوړونه له امريکې نه د کرکې يوه بله وجه وبلله او زياته يې کړ: امريکنيانو په ډاګه وائي چې په سوريې ته مو فوځونه ولېږل ځکه چې هلته تېل دي،البته هغوي نه په عراق کښې او نه په سوريې کښې پاتې کېدونکي دي او په قطعي توګه پکار دې له دغو ځايونو څخه ووځي او بې له شکه دې به اخراج شي.

نن امريکه په يوې ژورې جبې کښې بوخته شوې ده او د سپينې ماڼۍ د مشرانو انتخاباتي رسوائي او غېر انساني چلندونه د دغه هېواد په سړکونو کښې د خلقو په احتجاجي چغو کښې اورېدل کيږي.

د معظم رهبر په وېناو کښې يو بل مهم ټکے د امريکې د واقعي استکباري او سلطه لټونکي اصليت ښودل دي.دوي د دې ټکي په بيانولو سره دې تريخ حقيقت ته اشاره وکړه چې نن بشري ټولنه له بل هر وخت و د تاريخ له هر دوران نه زيات د سلطه ګرو او افراطي ماده پرستو نظامونو د سرکشۍ له جنګ، تبعيض او رنځ او درد سره مخامخ  ده. په داسې حال کښې چې امريکې د دغو مصيبتونو او رنځونو په رامنځته کولو کښې بنيادي رول لرلے دے. امريکه په ټوله دنيا باندې قبضه کول غواړي او د تسلط پېدا کولو لپاره د استکبار د يوې واقعي نمونې په توګه له هرې لارې استفاده کوي حتی که هغه سائنس او ټېکنالوجي او د انساني پوهې پراختيا وي تاريخ ښودنه کوي چې دويم نړيوال جنګ د امريکې لخوا په اول ځل د ډله ايزې وژلې په استعمال، په دوو اېشيائي ښارونو کښې په قتل عامه او د اروپا په ويجاړولو سره ختم شو. په دغه لړزونکي جنايت سره د هېوادوو په قدرت رامځته کولو کښې د سائنس او ټېکنالوجۍ د استعمال نوے بدعت جوړ شو.

د امريکې مخکيني حکومت په روان ۹۹ هجري نمريز کال کښې د بنديزونو د سختولو، برجام ايټمي موافقې ته د زيان رسولو، د پرمختګ او ترقۍ او له کورونا وائرسو سره په  مقابله کښې د ټولنې د روغتيائي سلامتيا په لاره کښې د خنډ اچولو او د ايران د چاپېريال د ناامنه کولو په شمول د مختلفو دسيسو په پلانولو سره کوشش وکړ چې اسلامي جمهوريت ته زيان ورسوي. خو د ايران ملت په ټولو ډګرونو کښې د دباونو او ګواښونو په وړاندې په اقتدار سره او مستحکم اودرېد او په قوت او کلکې ارادې سره يې مخ په وړاندې ګام پورته کړ چې ګواښونه هم هغه شان په فرصت بدل کړي.

بې له شکه مقاومت د جنرل سلېماني په شان د شهيدانو د هلو ځلو او سرښيندنو احسانمن دے چې له دښمنانو سره د جنګ په مېدان کښې په سترو کاميابيو سره په سيمه کښې د طاقت د انډولونو د بدلون سبب شوي دي.

هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل، شهيد سلېماني هم په خپل ژوند کښې او هم په خپل شهادت سره استکبار ته ماتې ورکړه.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د شهيد جنرل سلېماني د کليزې د نمانځنې د کمېټۍ د غړيو او د هغه لوړ مقامه شهيد د کورنۍ د غړيو په کتنه کښې د سردار سلېماني شهادت يوه تاريخي پېښه وبلله او د ايرانيانو لپاره په يو ملي اتل او د اسلامي امت په يو اتل باندې د هغه شهيد بدلېدو ته په اشارې سره زياته کړه، د دې وجه چې شهيد سلېماني د ايران د ملت اتل شو او د خلقو مختلفو پرګنو او حتی هغو کسانو چې تصور هم نه کېدۀ د هغه قدرونه وکړه او له هغه سره يې د خپلو احساساتو څرګندونه وکړه، دا وو چې شهيد سلېماني د ايران د کلتور د ارزښتونو او ايراني والي سېمبول ؤ.

معظم رهبر د شهيد سلېماني د ارزښتمن حرکت د تاثير کولو او تل پاتې والي په بيانولوسره دا خبره څرګنده کړه: چې شهيد سلېماني له يوې خوا د اسلامي امت په اتل هم بدل شو ځکه چې د هغه عزتمن هلې ځلې، روحيات او شهادت په اسلامي نړۍ کښې د مقاومت د راپارېدو او راغونډېدو کوډ ورډ دے او د اسلامي نړۍ په هره سيمه کښې چې د استکبار په مقابل کښې د مقاومت بنياد موجود وي نو هغه کرښې چې سردار سلېماني د مقاومت په جغرافيا کښې وړاندې کړې د سيمې د تجزيې لپاره د امريکې او اسرائيلو پلان يې له ماتې سره مخامخ کړ.

داقتصادي او سياسي بهيرونو په لوړو ژورو کښې د تېر کال تجربې او پېچلو ماجرو وښودله چې د دښمنانو يو اصلي هدف د اسلامي جمهوري نظام د بې بديله کاميابيو په وړو ښودلو يا انکار کولو سره د مايوسۍ او نااميدۍ او په سياسي او اقتصادي ډګرونو کښې بندون ته د رسېدو د احساس رامنځته کول دي. په دغه بهير کښې د ټولنې په ذهن کښې د مشکلاتو زيات او غټ ښودل د اسلامي جمهوري نظام په خلاف د نفسياتي او تبليغاتي جنګ په قالب کښې د امريکې له اهدافو څخه دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې حقيقت په بيانولو سره چې دښمنۍ يوازې د ټرمپ له امريکې سره تړاو نه لري چې د هغه په تلو سره به  ختمې شي واضحه کړه چې د اوباما امريکې هم د ايران له ملت سره بدي وکړه.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د دريو اروپائي هېوادونو سلوک هم په آخر کښې بدعملي، دوه رنګي او نفاق وبلۀ.

د ايران دښمنانو په وروستيو کلونو کښې د مختلفو آپشنونو په استعمالولو او په متلفو پلانونو او سياسي و اقتصادي سټراټيجيو او په سائنسي فعاليتونو او په صلح ايزو ايټمي پروژو کښې د خرابکاريو او ناامنۍ په رامنځته کولو سره  زيات کوشش وکړ چې په خپل اند  ايران شاپاتې والې، ذلت او وابستګۍ ته ستون کړي. د هغوي مقصد تسليمېدو او له خپلو حق غوښتونکو، خپلوااکۍ، ديني عزت او سائنسي پرمختګ له دريځونو څخه لاس اخېستلو ته مجبورول وو او دي. خو د ايران ملت په ټولو ډګرونو کښې وښودله چې نه به يوازې له خيلو حقوقو څخه يوه ذره په شاتګ ونه کړي بلکه هره ورځ يې په لا زياتو مطمئنو او کاميابو ګامونو سره د علم، پوهې، سائنس او ټېکنالوجۍ لوړې څوکې فتح کړې چې استکبار ته يې وښودله چې د حقيقي پرمختګ او اقتدار وړتيا لري.

-----------

 

ټیګونه