د نوروز د وینا په اړه د رهبرۍ د ستر مقام لیدتوګې
(last modified Tue, 30 Mar 2021 09:39:13 GMT )
Mar 30, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • د نوروز د وینا په اړه د رهبرۍ د ستر مقام لیدتوګې

د رهبرۍ ستر مقام په خپلې وینا کې د برجام او سیمې مسلو ته اشاره وکړه او د ایران د کمزوری کولو لپاره یې د امریکا دسیسې ماته خوړلی وبللې او تینګار یې وکړ زیات نه زیات دباو سیاست ماته خوړلی ده اوکه د امریکا نوی حکومت وغواړی هماغه سیاست ته دوام ورکړی نو دا به هم ماته وخوری .

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وری په لومړۍ نیټه د کرونا د خپریدا د مخنیوی لپاره د روغتیایی سپتارښتنو په علت د رهبرۍ ستر مقام په یوه ټیلی ویژیونی وینا کې د مهمو مسلو په اړه وینا وکړه .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای لومړی د نوی کال او نوی پیړۍ ته د ورداخلیدا په مناسبت مبارکی وویله او ویې فرمایل که وغواړو چی تیرې پیړۍ یعنی ۱۳۰۰ ته د هیواد د ورداخلیدا په وخت  یوه وړکوټی او له معنا ډکه پرتلنه وکړو ، د ۱۳۰۰ پیل د رضا خان د دیکتاتورۍ پیل وو چی په حقیقت کې په هیواد کې د برتانوی ، دیکتاتوری او اړونده واکوالۍ پیل وو . دا په ۱۳۰۰ کی وو . سږکال په ۱۴۰۰ کال کی ورداخلیدا د انتخاباتو کګال دې ، یعنی د خپلواکۍ په اساس واکوالی ، د خلکو د رایو ، په خپل نفس د تکیې ، د ملی باور ، په دغه پیړۍ کې زمونږ د وداخلیدا کال ، په ۱۳۰۰ کال کی له ورداخلیدا سره دومره مهم توپیر درلودلی دی . هیله من یو انشاا... خدای تعالی زمونږ چارې په همدې نسبت پرمخ او پرمختګ په لور هدایت کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د رهبرۍ ستر مقام د نوی کال په خپل نوروزی پیغام کې نوی لمریز کال د تولید ،ملاتړونو  او دخنډونو د لیریکولو کال نومولی او فرمائیلي ئې دي ،په تیر لمریز کال کې د تولید د لورنیونې  شعار تر منلوړ  حده پوره شوی دی البته  د انتظار ترحده نه .  باید په نوي لمریز کال کې دغه شعار چې یو بشپړ انقلابي اوملی شعار دی ، په بشپړ ډول تحقق ومومي .د رهبرۍ ستر مقام له مسولانو وغوښتل چی د تولید د خنډونو په لیری کولو کی هڅه وکړی . هغوی په اقتصاد او د خلکو په معیشت کې ګډوډی د ځینو مخالفانو د ناوړې استفادې سبب وبلل چی غواړی خلک د شرایطو د ښه کیدا په نسبت  ناهیلی او مایوسه کړي . په تیره بیا په مجازی فضا او ځینو داخلی مطبوعاتو کی او زیاتره په بهرنیو تبلیغاتو کې غواړی چی لاره بندون ته رسیدلی وښی ، خو داسې نده . د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د ایران اقتصاد په داخل کی داسې ظرفیتونه او وړتیاوې لری چی په پیاوړی او فساد ضد مدیریت سره په یوه بشپړه پلانونې سره په سیمه او نړۍ کې یوه آډیر غوړیدلی اقتصاد شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... خامنه ای له نړیوال بانک یوه راپور ته اشاره وکړه چی اعتراف کوی همدا اوس په څه د پاسه دوه سوه هیوادونو کی د ایران اقتصاد د نړۍ اتلسم ستر اقتصاد دې او که له ظرفیتونه استقاده وشی نو دولسم لمبر ته رسیدلی شی .

په هغو ظرفیتونو سربیره چی نړیوال بانک په خپل راپور کی راوستی دي ، ایران د داخلی بازار درلودونکی هم دې ، یعنی یو اتیا میلیونی بازار د ایرانی تولیدونکیو په لاس کې دې . طبیعی پانګې هم هغه بل ظرفیت دې چی اوس په هغو کی له زیاتو لکه تیل او ګازو په اومه توګه استفاده کیږی . همدغه کرهڼریزې مځکې ، ځنګلونه عظیمه شتمنۍ ده چی د ایرانی ملت په اختیار کی ده . ایت ا... خامنه ای د دغو امکاناتو په بیانولو سره وفرمایل مونږه د تیلو ، ګازو ، پیتل، وسپنې او داسې نورو مځکنیو معادنو په اړه په دنیا کی بره ځای لرو ، له لومړی او دوهم نیولی تر نهم ځای پوری . مونږه دا عظیمه طبیعی سرچینې لرو ، دا ډیر مهم ظرفیت دې . پر دې سربیره په دغو درې دیرشو کلونو کی ډیرې بیخ بینایی رامینځته کړی دي ، یو هیواد په دغو خصوصیاتو سره ، په دغو ظرفیتونو سره که یوه سمه اقتصادی برنامه او پروګرام ولرلې شی او یو پیاوړې مدیریت ولرلې شی ، یو په یوه پرمختللی اقتصادی هیواد بدلیدلې شی او بیا به نور د بایکاټ هیڅ اوزار پرې اغیز ونکړی .

««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... خامنه ای د خپلې وینا په یوه بله برخه کی فرمایلی دی ، د تولید د غورځنګ او ټوپ په بشپړ ډول نه پوره کیدا ځيني عوامل او خنډونه هم شته ؤ .

 نو باید فکر وکړو چې ولې په تیر لمریز کال کې دغه شعار په بشپړ ډول پوره نه شو ؟  له یوه پلوه دخنډونو په خاطر او له بل پلوه هم  په  درستو برخو کې د تولید د ملاتړ  د نه کیدا په خاطر . یعني  تولید  هم اړتیا لري ، لازمو قانوني  او حکومتي  ملاتړونو ته  او هم دې ته اړتیا لري چې ، د تولید له لارې خنډونه لیرې شي . اوس  مثلا  که فرض کړو ، کله چې یوه نیمګړي کارخانه ، یعني  هغه کارخانه او ورکشاپ چې   دمثال په توګه  په دیرش یا څلویښت في صدي ظرفیّت سره کارکوي ، چې ددغه محصول سیال   یو ډول  له بهره هیواد ته واردیږي ،  یا  د قاچاقبرو خیانتکارو په لاس  یا له بده مرغه  دقانون  دځينو کمزورتیاؤ  له امله ، دغه تولید  طبعا  هڅول کیږي .  دا د تولید په لاره کې خنډ دی ، یعني  هغه کار چې ترسره شوی ، په حقیقت کې  ناکام کیږي . یا همداارز  د نه هڅونې په خاطر ، یعني  پانګونې ته د نه هڅونې په خاطر ،د تولید په چارې کې پانګونه ، هڅونې ته اړتیا لري ، باید هغه کسان چې  پانګونه کولی شي ،دغه کار ته  وهڅول شي ، او  په هیواد کې  دکارکسب وضعیّت  داسې شي ، چې  ددوي لپاره هڅونکی شي  چې  دغه کار ته مخه کړي .  یا ددوي لپاره دتولید لګښتونه زیات  نه شي ، چې  له بده مرغه  دغه کار نه دی شوی ، یعني لازم  ملاحظات نه دي ترسره شوي . ، نه هماغه شان هڅونې شته او نه هم په کوم  یوه کال کې  د تولید د لګښتونو په باب کوم فکر شوی .البته که دا ۱۳۹۹لمریزکال  نه وي  او ممکنه ده له دې مخکې ۹۸لمریز کال  وائ . د تولیدونکي لګښت د مصرفونکي له لګښته لازیات ؤ ، نو دغه ځیني شیان دي ، چې  د تولید د پرمختګ  خنډونه دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د بندیز موضوع ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي محاصره او بندیز د حکومتونو یو ستر جنایت دی او باید چې ورته په سیاسي او ډیپلماټیکه سترګه وګورو.

دوي وفرمایل: دا چې په یو ولس باندې داسې بندیزونه ولګي چې درمل او طبي اوزار وارد نه کړې شي، جنایت دی او دا جنایت د امریکې په شان یو هیواد کولې شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: بندیز خو زمونږ د هیواد خلاف جنایت و خو ځینې ګټې هم درلودلې چې وتوانیدو دغه ګواښ په فرصت بدل کړو. زمونږ زیارمنو ځوانانو همت وکړ او په ځینو برخو کښې چې بهر ته محتاج وو، هیواد یې له بهر څخه بې نیازه کړ.

د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل زمونږ ګران ملت خپله لاس په کار شوی دې او ستر بریالیتوبونه یې هم ترلاسه کړی دي . که تاسو یاد وی همدغه د کروهنا په مسله کی چی په سر کی کرونا ناروغۍ راغله نو مونږه حتی ماسک هم نه درلودل ، دا چی ټول خلک ماسک ولګوی په هیواد کی کافی امکانات نه وو ، یا ضد عفونی کننده ( سینټایزر ) کافی نه وو موجود ، په داخل کی هڅه وشوه ، د ماسک له نظره ځان بسیا ته ورسیدو ، اوس واکسین ته ورسیدو او الحمد لله نن له بیلا بیلو لارو او له څو لارو د واکسین ازمښت او تولید فعلیت ته په رسیدا دې . دا هیواد لپاره د عزت سبب شوی یعنی بهرنی شناندی چی لږ انصاف لری زمونږ هیواد ستاینه کوی . د ایران ملت دا لاره امتحان کړه او انشا... همدغه لاره به تعقیب کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د رهبرۍ ستر مقام په خپلې وینا کې د برجام او سیمې مسلو ته اشاره وکړه او د ایران د کمزوری کولو لپاره یې د امریکا دسیسې ماته خوړلی وبللې او تینګار یې وکړ زیات نه زیات دباو سیاست ماته خوړلی ده اوکه د امریکا نوی حکومت وغواړی هماغه سیاست ته دوام ورکړی نو دا به هم ماته وخوری .

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټمی موافقې په هکله هم وویل چې د دغې موافقې له لورو سره تعامل او خپله د برجام په هکله د هیواد سیاست په ډاګه اعلان شوی دی او ورڅخه به هیڅ سرغړونه ونه کړو. امریکایانو ته پکار دي چې ټول بندیزونه لرې کړي او بیا به یې مونږ وازمایو نو که په حقیقت کښې یې ختم کړي وي، بې له کومې ستونزې به خپلو ژمنو ته ستانه شو خو مونږ د امریکایانو په ژمنه باور نه لرو.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود پر دې په ټینګار سره چی مونږه په دې لاره کی بیړه نه کوو ، په ایران او سیمه کی د امریکا سیاستونه ، له صیهونیسټ رژیم ملاتړ ، په سوریه کی غاصبانه شتون ، د فرات په ختیځ کې شتون ، د یمن د مظلومو خلکو په ځپلو کې له سعودی حکومت سره ملګرتیا کول ، او فلسطین په اړه د هغې سیاستونه غلط او تیروتلی وبلل او تینګار یې وکړ چی  په اسلامی نړۍ کې به د فلسطین مسله هیڅکله هیره نشی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه