د جنرال راحیل شریف په هکله د پاکستان حکومت د دریځ بدلیدا
(last modified Thu, 12 Jan 2017 11:27:27 GMT )
Jan 12, 2017 15:57 Asia/Kabul
  • د جنرال راحیل شریف په هکله د پاکستان حکومت د دریځ بدلیدا

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف چې د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان جنرال راحیل شریف لخوا د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف د قوماندنۍ د منلو په وجه سینټ ته بلل شوئ ؤ، پرون یې د سینیټ په غونډه کښې له دغه موضوع څخه ځان بې خبره اعلان کړ او ویې ویل چې صرف په رسنیو کښې دغه خبر خپور شوئ دی چې د پاکستان د پوځ پخواني مشر، د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف قوماندني په غاړه اخیستې ده. په داسې حال کښې چې مونږ له دغه موضوع څخه هیڅ خبر نلرو او نه جنرال راحیل شریف په دې زمینه کښې کومه اجازه غو

خواجه آصف ویلي وو چې دغه پریکړه د دولت په خوښۍ سره وشوه. هغه همداراز ویلي وو چې د جنرال راحیل شریف لخوا د پوځي ائتلاف  قوماندني له څه مودې راهیسې څیړل کیده  او لومړی وزیر نواز شریف هم ترې خبر ؤ خو په خواښینۍ سره خواجه آصف  د خپل دریځ په بدلولو سره په سینیټ کښې وویل چې دغه موضوع له هغه سره هیڅ اړه نلري. د پاکستان د سینیټ جرګې مشر رضا رباني د خواجه آصف له لومړي تائید او څرګندولو وروسته چې ویلي یې وو، راحیل شریف د دولت او پوځ په غږملتیا سره د عربستان په مشرۍ د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف قومنداني په غاړه اخیستې وه، هغه یې د توضیحاتو د ورکولو لپاره سینیټ ته وروباله. خواجه آصف په سینیټ جرګه کښې وویل: د پاکستان د پوځ  ریټایرډ شوي  افسران په به ځائ کښې له کار کولو وړاندې باید پوځ او دفاع وزارت څخه اجازه ترلاسه کړي. د هغه په وینا، جنرال راحیل شریف اجازه نده اخیستې. د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز چې په سینیټ کښې یې شتون درلود، وویل: په دې زمینه کښې هیڅ څه نه وايي ځکه چې تر اوسه عربستان په دې اړه په رسمي توګه کوم وړاندیز ندئ کړی. دا په داسې حال کښې ده چې جنرال راحیل شریف څو ورځې مخکښې د عربستان په ځانګړې الوتکه کښې ریاض ته بیول شوئ ؤ. لومړی په خبرونو کښې راغئ چې ټاکل شوې، هغه د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف د سلاکار په توګه غوره شي خو دوه درې ورځې نه وې تیرې چې د پاکستان په ټولو رسنیو کښې اعلان وشو چې جنرال راحیل شریف د عربستان لخوا د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف د قومندان په توګه غوره شو او د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یوې ټیلیویژني مرکه کښې په ډاګه وویل چې دغه موضوع له پخوا څخه په پاکستان کښې پلان شوې وه او د پاکستان دولت ګمان نه کاوه چې پر دغه موضوع به دومره سختې نیوکې وشي او لکه څنګه چې په ټیلیویژني پروګرامونو او  په ورځپاڼو کښې له سیاستوالانو، لیکوالانو، کارپوهانو او شناندو لخوا پرې سختې نیوکې شوي دي. د پاکستان حکومتي چارواکي چې د سختو نیوکو تر دباؤ لاندې دي، متضادو څرګندونو ته مخه کړې. په ځلونو یې ویل چې  دا د جنرال راحیل شریف ذاتي فیصله وه او حکومت ترې هیڅ اندیښنه نلري. ریټایرډ  جنرال امجد شعیب چې د جنرال راحیل شریف له قوله یې وویل:  راحیل شریف په دریو شرطونو د دغه ائتلاف قومنداني ومنله، لومړی دا چې جنرال راحیل شریف به د چا د حکم پایبند نه وي، دویم دا چې ایران هم باید په دغه پوځي ائتلاف کښې شامل کړائ شي او دریم دا چې هغه د ائتلاف د غړیو ترمینځ د مینځګړیتوب واک ولري چې د هغه په وینا، د عربستان لخوا د هغه درې واړه شرطونه منل شوي دي. دغه درې واړه شرطونه په تیره بیا د ایران په اړه یوې ټوکې ته ورته دي. یو داسې ائتلاف چې په اصل کښې د ایران پر خلاف جوړ شوئ دی، څرنګه کیدائ شي، دا دواړه په خپلو کښې سره جمع شي. لنډه دا چې د دغه پوځي ائتلاف د قومندانۍ پر منلو نیوکې زیاتې دي او همهغه شان دوام لري ان تر دې چې ویل کیږي، جنرال راحیل شریف په پټه بیرته ستون شوئ دی. لکه څنګه چې خواجه آصف هم په سینیټ کښې په خپله وینا کښې ویلي وو: جنرال راحیل شریف د عمرې حج لپاره عربستان ته تللئ دی. پر دې مسئلې د نیوکو په دوام کښې د پاکستان مشهور لیکوال او مفسر حذیفه رحمان د پاکستان چاپ په جنګ ورځپاڼه کښې  د یوې مقالې په ترڅ کښې ویلي دي: ځیني کسان دا ګمان کوي چې جنرال راحیل شریف غوښتل، ریټایرډ شي او په ګمنامۍ کښې ژوند تیر کړي، په داسې حال کښې چې د هغه پوځي ائتلاف د منلو لپاره د هغه هلې ځلې چې ډیره غوړه ګوله هم ده، د دې ښودنه کوي چې پخواني قومندان ډیره ګروهنه درلودله څو خپل کار ته دوام ورکړي. که چیرې د پاکستان په پوځ کښې د هغه قومنداني تمدید نشوه، دا د وزیراعظم اصولي دریځ ؤ، که څه هم د دغه تمدید لپاره هغومره هلې ځلې ونه شوې، کومې چې د نهه دیرشو هیوادونو د پوځي ائتلاف د قومندانۍ د مقام د منلو لپاره وشوې. په داسې حال کښې چې د پوځ او دولت لوړ رتبه افسران له ریټایرډ کیدا وروسته تر دوو کلونو پورې نشي کولائ، په بل ځائ کښې خدمت یا سیاسي فعالیت ولري او د پوځ قومندان هم له ریټایرډ کیدا وروسته تر دوو کلونو پورې له رسنیو سره مرکه نشي کولئ. په تیرو وختونو کښې کله چې د پوځ قومندان ریټایرډ کیده، بهر ته د سفر لپاره یې تائیدیه اخیستله خو دا مهال پر قانوني بحثونو سربیره که د دغې فیصلې کورني او بهرني اړخونه و څیړل شي، په دې بڼه کښې هم ترشره شوې معاملې صحیح نه دي. که چیرې نن سبا جنرال راحیل شریف د نهه دیرشو اسلامي هیوادونو د پوځي ائتلاف قومنداني په غاړه واخلي، هره شیبه کولائ شي، د حزب ا...، سوریې او ایران او یا د یمن د حوثیانو پر خلاف د جګړې فیصله وکړي او خلک زمونږ پر بهرني سیاست د هغې اغیزه درک کولائ شي. جنرال راحیل شریف چې د پاکستان د پوځ سپاه سالار ؤ، د یوه عادي کس په توګه نه بلکې د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان په توګه به معرفي شي.  که څه هم د حرمین  شریفین دفاع زمونږ ټولو وظیفه ده خو په دې ځائ کښې قضیه بله ده. حذیفه رحمان وایي، که له یوې خوا عربستان زمونږ ورور هیواد دی، بلې خوا ته هم زمونږ ورور اسلامي هیواد یعني ایران دی چې تر ټولو وړاندې یې پاکستان په رسمیت پیژندلئ ؤ، نو د خدائ په خاطر د حرمینو شریفینو سره مینه له پوځي ائتلاف سره مه تړئ.  

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه