Aug 29, 2022 11:15 Asia/Kabul
  • د لودیځي آسیا د تیرې اونۍ بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا یا هماغه مینځنۍ ختیځ سیمې د بدلونونو په اړه له ا ونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو.په پيل کې درته د لویدیځي آسیا د ځينو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او بیا مو هم رابولو دځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

*/*/*/

د فلسطینیو بندیانو ډله ایز لوږتړو

*/*/*/ 

د فلسطیین د مبارزو ډلو پر یوموټي کیدا او یووالي ټيڼګار

*/*/*/ 

او  د عراق وروستي بدلونونه او د  حسینی اربعین په درشل کې د ناکراریو زیاتیدا ،په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځیني بدلونونه ؤ چې اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته.

****************************************

د صهیونیسټ رژيم په بدن کې فلسطیني بندیانو له تیرې دوشنبې ورځې راهسې په زندانونو کې د اسرائيلي مسئولانو په ظالمانه اقداماتو باندې په اعتراض کې ډله ایز لوږتړ کړی دی. ددغه لوږتړ  لومړنی ګام  دا ؤ چې بندیان له امنیتی پلټنو خوندي  شي. دغه پلټنې د بندیانو لپاره ډيرې سپکونکي دي په دې توګه چې دزندانونو امنیتی ځواک ،دبندیانو سیلولونو ته واریدیږي  او دوي د پلټنې لپاره کله کله په بشپړ لوڅ  کوي او پلټي ئې. که دزندان اداره په دغې مرحلې کې د بندیانو غوښتو ته ځواب ورنکړي ،نو دوهمه مرحله به پیل شي او هغه د لوږتړ او د زندان دخوړو دبیرته ستنول دي چې  دا مرحله  په چارشنبې ورځې  پیل شوې هم ده. په دریمې مرحلې کې بندیان داسرائيلو په درستو بندونو کې په غږمله ډول ،نامحدود لوږتړ کوي. فلسطیني بندیانو څو کاله مخکې   په یوه ورته اقدام کې کابو تر څلويښتو ورځو پورې لوږ تړ وکړ او نتیجه ئې  په هغو ډيرو ژمنو ارزونه وه چې  ددوي دزندانونو ا دارې  منلې وې.

دوحشي صهیونیسټي رژيم  په بندونو کې د فلسطینیو بندیانو د لوږتړ له پیلیدا سره په یووخت،دبندیانو کورنیو په غزې کې د سرۀ صلیب د نړیوالې ادارې  په وړاندې پرلتۍ ووهلې .د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ یوه لوړپوړوي چارواکي داؤد شهاب په غزې کې د سرۀ صلیب د نړیوالې ادارې د دفتر مخې ته د فلسطینیو بندیانود کورنیو ددغې پرلت وهنې په څنډې کې  د ایران پریس خبری آژآنس  خبریال ته ووئيل، د فلسطین ملت او درستې مبارزې ډلې ټپلې  داسرائيلي رژيم په بندونو کې د فلسطینیو بندیانو  له لوږتړه  په ملاتړ کې سره متحدې او یو موټی دي څو د فلسطینیو بندیانو روا حقوقو پوره شي .

    د فلسطین دآزادي غواړي غورځنګ  داجرائي کمیټې منشي حسین الشیخ د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل؛تمه کیږي،له فلسطینیو بندیانو څخه په داخلی،رسمي او نړیواله سویه پراخ ملاتړ او پیوستون نندارې ته وړاندې شي.الشیخ  ووئيل؛فلسطیني بندیان د صهیونیسټي رژيم د وحشي مامورانو له خوا له پراخو ځپنوسره مخ دي او نړیوال اورګانونه،باید سملاسي له بندیانو څخه په ملاتړ کې  جدي عمل وکړي.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګد شهیدانو،اسیرانو اوټپیانو د برخې مسئول زاهر جبارین  هم له فلسطینیو بندیانو څخهد ملاتړ لپاره درست فلسطینی ولس د یوه موټي او عمومي پاڅون ته وبلل. جبارین ددې خبرې په کولو سره چې  حماس غورځنګ د  فلسطینیو بندیانو  دیوې پیاوړي کلا په شان ملاتړ کوي،روښانه کړې ده،صهیونیسټي دښمند فلسطینیو بندیانو د غورځنګ د بریاؤ د له مینځه وړلولپاره  له دومدارو هڅو سره سره، هیڅکله هم د زندانونو په داخل کې د بندیانو کلک هوډ او اراده نشي کمزوری کولی .د حماس غورځنګ دغه لوړپوړي چارواکي  ټينګار وکړ،دمقاومت ډلې د صهیونیسټي رژيم په بندونو کې  روان  بدلونونه تعقیبوي اود ولس  او د هغوی په سر کې د فلسطینیو بندیانو دحقوقو دملاتړ لپاره کافی اراده او کلک هوډه برخمن دي.

همدااوس دصهیونیسټي رژيم په بندونو کې څلور زره پنځه سوه پنځوس  فلسطینی بندیان  شپې سبا کوي چې په هغو کې یو سل یو دیرش ښځې او یو سل پنځه اویا ماشومان دي او له دوي څه دپاسه اوسه  کسان په بندونو کې په موقته توګه ساتل کیږي.

  په عراق کې داوسني بحران دوام دتیرې سه شنبې سهارد صدر بهیر په سلګونو پلویانو په بغداد کې د لوړې قضائي شورا  د ودانۍ په مقابل کې  غونډه وکړه.په دغې غونډې پسې،دعراق  لوړې قضائي شورا دیوې اعلامیې په صادرولو سره،ددغه هیواد دفیډرل محکمو او عدالتونو  او خپل درست فعالیتونه ودرول. د بغداد دغه قضائي اورګان پخپلې اعلامیې کې روښانه کړې وه چې ددوي د ودانۍ په وړاندې غونډیدا او پرلت وهنه،ددغه هیواد دپارلیمان دړنګولو په باب د فیصلې کولو لپاره پر دغه اورګان دباؤ اچول دي.

په بغداد کې د مقتدی صدر د دفتر مدیر ابراهیم الجابري هم دسه شنبې په ورځې ووئيل، باید ددغ هیواد پارلیمان ړنګ شي .الجابری په دغې  ادعا سره چې دغه اقدام،د اصلاح غواړو اقداماتو په لړ کې دی،ټينګار کړی،صدر بهیر همداراز دعراق د لوړې قضائي شورا مشر فائقز یدان د څنګةکولو غوښته کوي.د لوړې قضائي  محکمې  په وسیله د پارلیمان د ړنګولو لپاره د صدر بهیر او د دوي پلویانو غوښته  په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ، د عراق لوړې قضائي شورا روښانه کړې چې  د پارلیمان دړنګولو دقدرت صلاحیّت نه لري او له درستو ډلو ټپلو ئې غوښتي دي قضایه قوه دې دخپلو سیاسی سیالیو او دښمنیو او کرکو ډګر ته نه واریدوي.

د عراق فیډرل لوړه محکمه  او د  شورا  د ودانۍ د کلابندۍ له ختمولو او د مظاهرچیانو له شاتګ وروسته، دعراق لوړې قضائي شورا وئيلي دي،ددغې شورا فعالیتونه له چارشنبې ورځې راهسې بیرته پیلیږي.

Image Caption

 

       دعراق د لوړې قضائي شورا په مقابل کې دصدر بهیر دملاتړو اقدام ، دعراق په داخل کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو . دعراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  هم مصر ته خپل سفیر نیمګړی پریښود او  عراق ته ستون شو او په یوې اعلامیې کې ئې د حکومتي اورګانونو داحترام او د دوي دفعالیت د دوام غوښته وکړه او خبرداری ئې ورکړ، عراق له  واقعي خطرو سره مخ شوی دی.دعراق دپارلیمان مشر محمد الحلبوسي هم چې د السیاده ائيتلاف  مشري  هم په غاړه لري ،  او  له دې مخکې په عراق کې د قدرت د نوي جوړښت لپاره د صدر بهیر متحد ؤ،دعراق د لوړې قضائي شورا  په وړاندې ئې د صدر دپلویانو پرلت وهنې ته غبرګون وښود او اعلان ئې وکړ،باید له قضائي محکمې سره چې  مونږ ټول ورته احترام کوو،له ښکیلیدا ډډه وکړو. په هغه څه چې اوس ورسره مخامخ یوو،افسوس کوم،پارلیمان چټي دی او لوړه قضائي شورا هم چټي شوي  او د واک په سر کې موقتي حکومت دی.

دعراق ولسمشر برهم صالح هم دیوې اعلامیې په صادرولو سره،د اوسنیو مشکلاتو او چیلنجونو په وړاندې د او دغه راز د سوله ایزې ډيموکراټيکې لارې  په ساتلو کې دې ددغه هیواد د ولس د یوموټي کیدا  غوښته وکړه.برهم صالح په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی دی،دعراق بدلونونه ایجابوي ټول دې آرامښت وساتي او د خبرواترو ژبه حاکمه کړي او ډاډمن دې شي چې هیواد له زرګونو خطرو او نابیژندل شوودسیسو څخه بچ پاتې شی.

د عراق د کردستان سیمې مشر نیچروان بارزاني په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی،شرائط  داسې دي چې د هیواد راتلونکي  او اجتماعي سوله له جدي خطرو سره مخ دی او درست سیاسی اوحاکمیّتي بهیرونه او اورګانونه په ټپه دریدلي دي .بارزاني زیاته کړې،مدني سوله ایزې مظارهرې یو قانونی حق دی چې په اساسی قانون کې هم ورته ځاي ورکړل شوی دی،خو د قضائي اروګان چټي کیدا حالات لاترینګلي کوي ،مونږ له درستو لورو او مظاهره چیانو غواړو،دغه اورګانونه او اجتماعي سوله دې وساتي او له سوله ایز او مدني بهیره دې بهر نه ووځي.د عراق د کردستان سیمې مشر همداراز ټينګار کړی ،په هیواد کې دتاؤتریخوالو لازیات دوام ،به ددرست عراقي ملت په تاوان سره پاي ته  ورسیږي او کردستان سیمه به دعراقي ډلو ټپلو ترمینځ د موافقې او پخلاینې لپاره هر ډول مرستې وکړي.

دعراق د غږمله چوکاټ یوه مشر ترکی العتبي هم ووئيل د قضائي لوړې محکمې د ودانۍ تړل کیدل یوه خطرناکه موضوع ده،دحکومت اعتبار کمزوری کوي او دهغې لارې ښودنه کوي،چې د غږمله چوکاټ اود عراق درستوسیاسی بهیرونو لپاره اندیښمنونکي ده.

د عراق د ملی حکمت بهیر رهبر سید عمار حکیم هم  دعراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنې کې د لیدتوګې د بیانولو لپاره د ډيموکراټيکو عُرفونو او  قانوني لارو چارو دغوره کولو په ضرورت ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ،قضائي اداره  د هیواد  سیاسی اواجتماعي نظام یو رکن دی او په دغه ملی اورګان هرډول تیری،عراق له یوې داسې بلوا اوشخړې سره لاس او ګریوان کوي،چې هیڅوک ورڅخه په آمان کې نه دی.عمار حکیم دغه راز زیاته کړې ده، باید له ځینو هغوشخصي چلندونوسره چې د عراق عزت او  سیمه ایز اونړیوال ځائيګي ته تاوان رسوي مقابله وشي.

               د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دمینځنۍ آسیا سیمې د وروستیو بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنوتر بل وخته موپه  نیاؤمن خداي سپارو ، سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه