ښه عادتونه
د یوې اونۍ لپاره یو کس پیدا کړئ چی په خپل ژوند کې هیڅ ستونزه نلری . یا تراوسه له کوم مشکل سره نه وی مخامخ شوې او ټول څیزونه یې د خوښې وي ، ایا داسې کوم کس پیدا کولې شئ ؟ یا واقعا د تاسو شاو خوا څو فیصده داسی کسان شته چی ستونزه نلری ؟
د قران کریم له نظره د ژوند د مختلفو مساییلود حل وس او مهارت هغه وخت ترلاسه کیږی چی انسان د ایمان ، تقوا او د خدای تعالی د سوچه بندګۍ لاره وهلی وی نه د وخت په اړخ کې بلکې له خدای سره د زړه ارتباط او له هغه د مرستې او د هغه په حکمونو د عمل کولو له نظره امکان پیدا کوی . په ایمان کې د هغه حکمونه چی د توکل او له خدای د مرستې سبب کیږی او تقوا چی پرهیزګاری او حق غوښتنې ته د پام او په نورو له ظلم د ډډې کولو زمینه برابروی او بندګی چی په چارو کی د مشورت ، شناخت ، اګاهی او تسلیمدا ښودنه کوی ، ترلاسه کیدونکي دي . په دغو شرایطو کې ده چی خدای تعالی د رحمت او حکمت دروازې په خپلو خالصو بندګانو خلاصوي او له هغه سره د ژوند د مساییلو په اواري کې مرسته کوی . پس احسان او پرهیزګاری د ژوند د ټولو مساییلو د حل زمینه جوړونکی ده .
په تیرو پروګرام کې مو د احساساتو د کنټرول مهارت ته د رسیدا د مختلفو مرحلو جاج واخیسته . په دغه پروګرام کې کوشش کوو د مسلې د حل له مهارت سره بلد شو . دا د ژوند په لسو مهارتونو کې یو مهارت دې چی په ۱۹۹۳ کال د نړیوالې روغتیا سازمان په وسیله د روغتیا او روان د
د مسلې حل یا problem soliving یو مهارت دې چی د هغه په مرسته یادوو چی د ژوند مساییل حل کړو . هغه کسان چی د ژوند له مساییلو سره په چلند کې د مسکلاتو لپاره مناسبه حل لاره وړاندی کولې شی ، معمولا په نفس زیات باور او د نورو کسانو په نسبت کم سټریس لري .
په کم عمر کې د ژوند د مهارتونو یادول سبب کیږی چی ماشوم په کافی اندازه د ازمښت او تیروتنې فرصت ولرلې شي او له هغه په استفادې کې ښه ماهر شی . په دې ډول ټولنې ته د ورداخلیدا او له تناقضاتو سره د چلند په وخت له ځانه عاقلانه او سازګارانه کړچار ښودلې شی او ډیر ښه له نورو سره ارتباط ټینګولې شي . پر دې اساس د خپل او خپلو بچیانو د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره په ځان کې دغه مهارت پیاوړې کړئ او د اړتیا په بڼه کې د دغه مهم مهارت د یادولو لپاره ضروری زده وکړئ .
په یوه کلی تعریف کې د مسلې د حل مهارت یو ذهنی بهیر دی چی پکې کشف یا موندل ، تحلیل او د مشکلاتو حل شاملیږی . په نهایت کی ټاکل شوی ده د دغه مهارت په درلودلو سره په خنډونو غلبه او د موضوګانو لپاره بهترینه حل لاره پیدا کړو .د مسلاتو د لیری کولو لپاره بهترینه حل لاره د یوه کلی تعریف په بڼه نشی وړاندی کیدلې . په حقیقت کې هغه موقعیت ته په پام سره چی وګړی پکې قرار لری لارې چارې متغیرې دي . په ځینو مساییلو کې بهترینه روده دا ده چی وګړي خپل معلومات زیات کړی او خپلې پخوانۍ زده کړې په کار واچوي . کله هم بهتره ده چی وګړي له خپل خلاقیت استفاده وکړي . په کلی توګه د مسلې د حل د مهارتونو یادول تاسو سره مرسته کوی ، له تعارضاتو سره په مقابله کې راز راز حل لارې په نظر کې ونیسئ او په هغو کې بهترینې انتخاب کړئ ، نو د مسلې د اواری لپاره مهم معیار او ټاکنه د پوهې درلودل دي .
له دغه مهارته برخمنتیا تاسو ډیرې ګټې لري . د دغه مهارت د لرونکیو کسانو په ژوند کې د پرمختګ او اجتماعي اړیکو د ښه کیدا شاهدان یو . لکه څرنګه چی په ژوند کې په دوامداره توګه مشکلاتو په تاسو حمله کوي او تاسو په زحمت کې اچوي ، په داسې بڼه کې چی په اغیزمنه توګه له هغو سره د مقابلې وس ونلرلې شئ نو له ډیرو روحی تاوانونو سره مخامخیدلې شئ .د مسلې د حل د مهارت کارول د مشکلاتو د رامینځته کیدا مخنیوې کوي . په دوام کې هغه بهیر او مرحله چی مرسته کوی په ځان کې د مسلې د حل مهارت وپالئ او له مشکلاتو سره په مقابله کې مناسبو حل لارو ته ورسئ ، جاجوو .
په سر کې هڅه وکړئ د مشکل په نسبت په ځان کې مثبت فکر رامینځته کړئ . ځینې کسان کله چی له یوې مسلې سره مخامخ کیږی نو هغه یوه نه اواریدونکی مسله وینی . داسې کړچار لومړې د مسلې د حل د لارې په سر خنډ دې ، ځکه کله چی وګړې یو مشکل یا مسله نه اواریدونکي وبولی نو له هغې سره د مقابلې لپاره لازمه انګیزه له لاسه ورکوی . په داسې حال کې چی که یوه مسله د اجتماعی بلوغ او ودې لپاره یو فرصت وبولو نو د هغې هرکلی ته ورځو او د تیښتې او ډډې په ځای هغه حل کوو .
یاد ولرلې شئ چی د مشکل رامنځته کیدا دکمزورتیا او بی کفایتۍ نښه نده . د مشکل په حل کی د منفی افکارو پیژندل ، د فیصلې کولو بهیر او له منطقی افکارو سره د هغه بدلو ل ډیر مهم دي . څو حل لارې د مشکلاتو په نسبت د مثبتې کتنې له ترلاسه کولوسره مرسته کولی شی . اول دا چی هغه منفی افکار چی د مشکلاتو په نسبت د تاسو ذهن ته راځی ، ولیکئ . دغه منفی افکار اودا چی څومره دا افکار سم دي او حتی له مثبتو افکارو سره د دغو افکارو بدلول د ستونزې په اړه د مثبتې کتنې په ترلاسه کولو کې تاسو سره مرسته کوي . هڅه وکړئ ، د یوې اونۍ لپاره یو کس پیدا کړئ چی په خپل ژوند کې هیڅ ستونزه نلری . یا تراوسه له کوم مشکل سره نه وی مخامخ شوې او ټول څیزونه یې د خوښې وي ، ایا داسې کوم کس پیدا کولې شئ ؟ یا واقعا د تاسو شاو خوا څو فیصده داسی کسان شته چی ستونزه نلری ؟
په بله مرحله کې مشکل وپیژنئ . د مسلې د حل مهارت په نیغ په نیغه د مسلې له تعریف سره ارتباط لري . که له یوه پیچلی مشکل سره مخامخ وی یا له یوې ساده مسلې سره ، هغه څه چی اهمیت لري دا دی چی تاسوله مسلې روښانه درک ولرلې شئ . همداراز کوشش وکړئ د حل لارې له لټون مخکې لومړې د مسلې او د هغې له احتمالي علتونو روښانه تعریف ولرلې شئ . بیا د مشکل فوریت وجاجوئ . په دې معنا چی پوهه شئ ایا مشکل معمولی دې ، له یوې معمولی مسلې ستر دې او یا له یوه جدی مشکل او حقیقی کړکیچ سره مخامخ یاست . د دې کار لپاره خپلو پخوانیو تجروبو ته مخه کولې شئ او د پخوانی ورته مشکلاتو علت جاجولې شئ او یا له داسې کسانو چی د تاسو د ستونزې په شان له یوې مسلې سره مخامخ شوی وی ، مشوره وکړئ او له هغه مرسته واخلئ .
د مشکل او د هغه د علتونو په اړه له تحقیق وروسته د دې وخت دې چی د احتمالي حل لارو په فکر کې شئ . په پخواني مرحله کې د متفاوتو لیدتوګو د ثبتولو له لاری متفاوتو حل لارو ته رسیدلې شئ . البته دا پړاو خلاقیت او پرانستی فکر ته اړتیا لری ځکه لازمه او ضروری ده چی څو ایدیالې حل لارې لیسټ کړئ . په دغه مرحله کی د حل لارو کیفیت مهم ندې . مهمه دا ده چی تر هغه ځایه چی کولی شو ، ایډیا ورکړو او زیاتې حل لارې ولیکو ، له دې پرته چی د هغو په نسبت قضاوت وکړو .
په بله مرحله کې په خاصه توګه د هرې حل لاری جاج واخلو . د هرې حل لارې ګټې او تاوانونه ولیکو او دا چی دا حل لاره څومره د اجرا کیدا امکان لری . اوس چی تاسو یو لیسټ د ټولو احتمالي حل لارو لرئ نو باید یو ځل بیا یې وجاجوئ . کوشش وکړئ هغه حل لارې چی غیرممکن او یا له ذهنه لیرې ښکاری ، حذف کړئ او په دغه کار سره د حل لارو د کمیت په کمولو سره د هغو کیفیت زیات کړئ .
اوس تاسو څو حل لارې لرئ چی د اړتیا په بڼه کی د یوه بل ځای ناستي کیدلې شی خو د هرې حل لارې د اغیزمعلومولو او سنجولو لپاره ضروری ده چی عمل وکړئ . لومړی یوه حل لاره انتخاب کړئ او هغه په پلان شوی رودې سره اجرا کړئ . یاد ولرلې شئ چی په دغه مرحله کې باید بیړه ونکړئ ځکه چی بیړه د بی پروګرام والی او په نتیجه کې د حل لاری د بې ګټې والی سبب کیږی . د مسلې د حل له اقدامه وروسته باید نتیجې وجاجوئ تر څو وکولې شئ خپلو راتلونکیو اقداماتو په اړه فیصله وکړئ . دا کار د نتیجو دقیق جاج ته اړتیا لري .
پای