Jan 30, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۴۵)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (۴۵م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، عمومي دي او شونې ده ځیني د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

ګرانو مینوالو په تېر پروګرام کې، خلاق مهارت ته د رسېدو تکنیکونو موضوع مو وڅېړله. په دې او راتلونکو څو برنامو کې غواړو چې په ټولنیز، کورنۍ، دوستانه، کاري او د ګاونډیتوب په چاپېریال کې د معاشرت آدابو موضوع وڅېړو.

په عمومي توګه د ژوند کولو آداب یو ډول رفتاري قوانین ګڼل کېږي چې مرسته کوي له نورو سره محترمانه چلند وکړو. دا کړنې په حقیقت کې په ټولنیزو اړیکو ساتلو کې زموږ د بریا احتمال لوړوي. د ژوند کولو آداب په په بشپړه توګه په ثابتو قوانینو کې نه شاملېږي او کولای شي یو کلتور له بل سره توپیر ولري. همدارنګه دا قوانین د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي. له دې امله، د دوی د رعایت لپاره اړینه ده چې په دې اړه خپل معلومات ډېر کړو او همدارنګه هغه آبډیټ کړو.

د معاشرت آدابو مراعاتول مهم دي ځکه چې تاسو په یوه کلتوري شخصیت بدلوي. په دې اساس، هرځای چې ځئ، پر خپل ځای یوه اغېزه پرېږدئ. همدارنګه، د معاشرت د آدابو اصول، د خبرو کولو، تللو او ترټولو مهم په ټولنه کې د چلند څرنګوالې موږ ته رازده کوي. اړینه ده، ددې لپاره چې د خلکو په ذهن کې زموږ د لومړني چلند خاطره تلپاتې شي، د معاشرت آدابو اصول مراعات کړو. په حقیقت کې، له مشر، والدینو، همکارانو او ملګرو سره زموږ چلند زموږ د روزنې او شخصیت ښکارندويي کوي. په لومړیو شېبو کې چې په موسکی او صمیمي ډول د معرفي په تمه یاستئ او هغه ښه لاس ورکول چې په صمیمیت سره وي، کولای شي پر مقابل لوري مثبته اغېزه وکړي.

د معاشرت د آدابو مراعاتول زموږ لپاره په ټولنه کې درناوی او احترام ډالۍ کوي ځکه چې د هېچا ښه نه راځي چې د هغه شخص سره خبرې وکړي کوم چې په ټولنه کې د خبرو او چلند په اصولو نه پوهېږي او یا یې نه مراعاتوي. د معاشرت آداب نه یوازې په خلکو کې د اعتماد او وفادارۍ حس ته لاره هواروي، بلکې انسان مسئولیت منونکی او بالغوي او هغه ته ور زده کوي چې خپلو اړیکو ته ارزښت ورکړي. د معاشرت د آدابو مراعاتول، په کاري چاپېریال کې هم ستاسو مقام لوړي.

د معاشرت آدابو مراعاتولو یوه بله ګټه دا ده چې خلک تاسو ته ستاسو تر همکارانو ډېر د هوښیار، ځېرک او حرفه يي په توګه ګوري. همدارنګه، ستاسو مناسب چلند ستاسو شاوخوا کسانو ته آرامښت ورکوي او په آسانۍ کولای شئ دوستانه اړیکې جوړې کړئ او تاسو له نورو سره مهربانۍ ته هڅوي. په پایله کې په خپل وجود کې د ډېرې خوښۍ او رضایت احساس کوئ. هغه کسان چې ښه اخلاق لري، معمولا په ټولنه کې مخکښ دي او د نورو نظر ځانته راجلبوي. د معاشرت آدابو له قوانینو پیروي په ټولو موقعیتونو کې، د شخصي امنیت احساس رامنځته کوي. ماشومان د معاشرت آدابو په زده کولو سره، په کوچینوالي کې د اړیکو قوانین او مهارتونه زده کوي. دا مهارتونه په ښوونځي، پوهنتون او حتی په کاري چاپېریال کې د دوی لپاره په ګټور وي.

څرنګه چې د برنامې په پیل کې اشاره وشوه، د معاشرت آداب بېلابېلو برخو پوري اړه لري او ډېری موضوعات پکې شامل دي. د معاشرت آدابو اړوند ټکو مراعاتول کولای شي ستاسو د اړیکو پر مهارتونو اغېزه وکړي او تر ډېرې کچې ستاسو اړیکې ښه کوي. په دوام سره په دې برخو کې د معاشرت آدابو مراعاتول څېړو.

یوه هغه برخه کې د معاشرت آدابو مراعاتول پکې ډېر مهم دي، ټولنیزې اړیکې دي داسې چې په ټولنه کې ستاسو د چلند څرنګوالی کولای شي ستاسو د شخصیت معرفي کوونکی وي. که په دې برخو کې مهم آداب مراعات نه کړئ له خلکو سره د اړیکو ټینګولو لپاره خپل چانس له لاسه ورکوئ. له دې امله، په دې برخه کې د ځینو ټکو مراعاتول له تاسو سره مرسته کوي ترڅو اصولي او حرفه يي چلند وکړئ او د نورو لپاره ښه جذابیت ولرئ.

په عمومي ځایونو کې په لوړ آواز خبرې نه کول یو بل دا ټکی دی او اړینه ده چې په دې ځایونو کې خلکو ته له کتلو ډډه وکړئ. په خواشینۍ سره ځیني کسان په عمومي ناستو کې د خولې اوبو اچولو عادت لري چې دا کړنه د معاشرت له آدابو لېري ده. اړینه ده چې د وګړو ټولنیزو قوانینو په اړه ډېره مطالعه وشي او د نورو حقونه له منځه ولاړ نه شي او فکر مه کوئ چې  د نورو حقونو له منځه وړل تاسو هوښیار ښيي. له نورو سره په چلند او د خپلو کارونو په ترسره کولو کې، خپل آرامښت وساتئ. د دې ټکې نه مراعاتول، تاسو ورخطا ښيي او شونې ده د نورو د اندېښنې لامل شي. له نورو سره د خبرو لپاره له دوی څخه شخصي پوښتنې وکړئ. همدارنګه، که له یوه چا سره ژمنه لرئ، په خپل وخت هلته ولاړ شئ. نه یوازې ناوخته رسېدل بلکې د ژمنې ځای ته ژر تلل هم په ټولنیزو اړیکو کې غوره نه دی.

ځیني کسان مجازي نړۍ ته د حقیقي نړۍ په اندازه ارزښت نه ورکوي. شونې ده لامل یې دا وي چې په مجازي نړۍ کې خلک ډېر کم پېژندل کېږي. دا لږ پېژندل کېدل دوی ته اجازه ورکوي چې له نورو سره هرډول چلند ورلري. په داسې حال کې چې له هر توکي څخه کار اخیستل د هغه له کلتور سره آشنايي ده. په مجازي نړۍ کې تاسو په متفاوت ډول د اړیکو ټینګولو په حال کې یاستئ، د دې لپاره چې وکولای شئ په دې برخه کې ډېره بریا ولرئ او ډېری درناوی ترلاسه کړئ، غوره ده په نړۍکې ځیني ټکي مراعات کړئ.

له نورو سره د خبرو پر مهال د "ته" له کلمې کار مه اخلئ. ملنډي وهل او جنسي ټوکي کول هم په مجازي نړۍ کې مزاحمت ګڼل کېږي. د هېچا لپاره ښه نه ده، له دې امله، د نورو له ځورولو ډډه وکړئ. که له اجازې پرته خلک مختلفو ډلو ته رابلئ، د معاشرت یو اصل مو ترپښو لاندې کړی دی. نورو ته د ورځي په لړ کې د ډېرو مطلبونو له لېږلو ډډه کول هم یو دا اصل دی. وړاندې له دې چې په خپلې پاڼې کې کوم مطلب خپور کړئ، د هغه په اړه اړینه څېړنه وکړئ. له دې امله ستاسو او ستاسو د مخاطبانو ترمنځ اړیکه نه یواې له منځه نه ده تللې، بلکې پیاوړې به هم شي. د هر ډول مطلب په خپرولو وړاندې بد هغه په اړه فکر وکړئ، ترڅو د شایعاتو له خپرولو سره مو مرسته نه وې کړې ځکه ځیني وختونه د ناسمو مطلبونو خپرول کولای شي د خلکو ژوند ته جدي زیان ورسوي.

د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د معاشرت آدابو د اصولو مراعاتول هم ستاسو د شخصیت مهمه نښه ده. ډوډۍ خوړل د ډېرو کسانو لپاره شونې ده یو طبيعي او عادي امر وي او کېدای شي فکر ونکړي دا موضوع کولای شي پر اړیکو اغېزه وکړي. له دې امله، د ډوډۍ خوړلو ځیني مهم ټکي بیانوو. د ډوډۍ پرې کولو لپاره له چړې کار واخلئ او دا کار په لاس سره مه ترسره کوئ.  په ډکې خولې سره له نورو سره خبرې مه کوئ. په آرامه ډوډۍ وخورئ او د خپلو څښلو غږ مه پورته کوئ. د خلکو په منځ کې د غاښونو له خلال څخه کار مه اخلئ او دا کار په تنهايي کې ترسره کړئ. په مېلمستیا کې د ډوډۍ خوړولو وړاندې، مشرانو او مېرمنو ته پام وکړئ او لومړی دوی ته بلنه ورکړئ.

مېلمستیا او یا له خلکو سره د لیدو لپاره د یوې وړې ډالۍ اخیستل هم د معاشرت آدابو له قوانینو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه یو بل مهم قانون  چې باید ورته پام وشي دا دی چې که په ډله ایزه توګه بهر ته ولاړئ، خپله برخه خپله ورکړئ. او وروستی دا چې که د میز ترشا له مېلمنو سره کښېنئ، صبر وکړئ ترڅو له ټولو هرکلی وشي او کوربه په ډوډۍ خوړلو پیل وکړي.

همدرانګه په هرځای کې د هر شخص د جامو څرنګوالی هم کولای شي د هغه د معرفي مهم ټکی وي. تاسو د خپلو جامو په اغوستو سره په نورو ډېره اغیزه کولای شئ په غېر کلامي ډول دوی ته پیغامونه لېږدوئ. د معاشرت په آدابو کې جامو ته ارزښت ورکول په دې معنی نه دي چې باید حتما له لوړ بیه جامو کار واخلئ، بلکې د ځینو ټکو په مراعاتولو سره کولای شئ له هغه شیانو څخه چې لرئ یې ښه کار وخلئ. له دې امله، هڅه وکړئ د دې پرځای کې مډ او فیشن ته ارزښت ورکړئ، هغه چې تاسو او ستاسو موقعیت مناسب دي ارزښت ورکړئ.

له نورو څخه مننه او قدردانی هم د معاشرت آدابو له اساسي قوانینو څخه دي چې د خلکو ترمنځ دود دي او مراعاتېږي. د ځان کنټرولول او د کبر نه درلودل هم  یو دا اصل دی. نو زموږ په یاد وي چې د خلکو ترمنځ خپل غږ، آدب او کړنو ته پام وکړو، له هغه ځایه چې کبر په ټولنه کې یو ناوړه صفت دی، پام مو وي هغه شیان چې لرئ او یا ورته رسېدلي یاستئ، د خلکو ترمنځ تکبر مه کوئ، ځکه چې ستاسو کړنې د هرڅه ښکارندويي کوي اړتیا نشته چې په لوړ آواز غږ وکړئ.

که غواړئ د معاشرت آداب مراعات کړئ، د ډېرو خبرو کولو پرځای، هڅه وکړئ چې ډېر په فعاله توګه غوږ ونیسئ. کله چې غوږ نیسئ، د معاشرت اصولو له رعایت پرته، نوي شیان زده کوئ. د معاشرت په آدابو کې یوه ناوړه کړنه، د خلکو د خبرو پرې کول ده. کله چې د خلکو په منځ کې، یوڅوک د خبرو په حال کې دی، صبر وکړئ او کله چې خبره یې پایته ورسوله، تاسو خبرې وکړئ.

او په پای کې، که په ټولنه کې د معاشرت آدابو د مراعاتولو په لټه کې یاستئ، هڅه وکړئ په مهرباني او احتیاط سره خبرې وکړئ. همدارنګه له نورو سره د خبرو پرمهال د سترګو اړیکه وساتئ. ځکه چې دا کار ستاسو ترمنځ باور رامنځته کوي. یو بل اصل چې ډېر مهم دی دا دی چې د معرفي په وخت کې، له ځایه پورته شئ او لاس ورکړئ او یا احوال پوښتنه وکړئ. حتی که د یوه کار ترسره کولو په حال کې یاستئ، د معرفي په وخت کې درېدل یو ډول قدرداني ګڼل کېږي. له خلکو سره په مخ کېدو کې کله چې یوه تړلي ځای ته ننوځئ، هم غوره ده چې د ننوتلو لپاره دوی ته دروازه پرانیزئ.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه