Apr 15, 2023 16:11 Asia/Kabul

د قران د پلوشو مینوالو ښې چارې، دا دی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کې یو چې یو څو شېبې د قران په نوراني آیتونو سره خپلو زړونو ته ځلا وروبخښو. په تېره  برخه کې مو حجرات مبارکه سوره پایه ته ورسوله، سر له ننه غواړو د  قران مجېد پنځوسمه سوره چې قاف نومیږي تاسو ته وړاندې کړو.  دغه سوره په مکې کې نازله شوې او د آیتونو اصلي چورلیز یې، معاد، قیامت او په هغې پورې اړوند دلایل، د نیکو او بدو  پایله او د تېرو قامونو انجام دی. ستاسو د ملګرو تیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې د لومړي او دویم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ

«ق وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ»، «بَلْ عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقالَ الْکافِرُونَ هذا شَیْ‏ءٌ عَجِیبٌ»

 د ډېر بخښونکي مهربان خدای په نامه

ق، قسم دى په قرآن مجید باندې (چې ته یقینًا پېغمبر يې خو دوى ايمان نه راوړي)

بلكې دوى له دې نه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى نه یو وېروونكى راغى، نو كافرانو وویل: دا خو یو عجیب شى دى.

 دا سوره هم د قران د نورو اته ویشتو سورو په شان  په مقطعه حروفو سره پېل شوې او ورپسې د قران مجید په سترتوب او عظمت قسم خوري ځکه چې قران له همدغه الفبا حروفو چې د ټولو په واک کې دي، جوړ شوی دی، خو هیڅوک یې ساری او مثال نه شي راوړلی او دا هماغه د قران معجزه ده.

آیتونه په دوام کې د قیامت د منکرانو خبرو ته اشاره کوي او فرمایي: هغوي له دې چې په خپل مینځ کې یې د پېغمبرۍ یو مدعي پېدا شوی او خلکو ته له مرګه وروسته  د قیامت د راتګ خبرداری ورکوي په حېرانۍ کې دي او دا ادعا له ذهنه یوه لرې او عجیبه خبره ګڼي.

 په داسې حال کې چې هغه لومړی کس نه و چې  په پېغمبرۍ مبعوث شوی و او د قیامت د راتللو خبر یې ورکاوه. نو د هغوي حیراني د ناخبرۍ له مخې نه وه بلکې د ضد او انکار له مخې وه او په حقیقت کې د پېغمبر د خبرو د نه منلو لپاره یوه پلمه وه.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

 ۱: قران د خدای کلام دی چې عظمت او شرافت لري اوهر څوک چې سترتوب او عظمت غواړي، باید قران ته مخه کړي او پر اساس یې عمل وکړي.

۲: دا چې پیغمبران د انسانانو له جنسه وو او د خلکو له مینځه راپاڅېدلې وو یوه منطقي او حکیمانه خبره او په حقیقت کې د هغوي د پیاوړتیا ټکی دی. خو ناپوهانو او منکرانو د پېغمبرانو د سپکاوي لپاره یوه پلمه ګڼله.

۳: کافران د نبوت او قیامت پر انکار منطقی دلیل نه لري، نو د حقیقت د انکار لپاره یې د تعجب له وسیلې کار اخسته او دغه چارې یې له ذهنه لرې ګڼلې.

اوس د قاف سورې  له دریم تر پینځم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَ إِذا مِتْنا وَ کُنَّا تُراباً ذلِکَ رَجْعٌ بَعِیدٌ»، «قَدْ عَلِمْنا ما تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَ عِنْدَنا کِتابٌ حَفِیظٌ»، «بَلْ کَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جاءَهُمْ فَهُمْ فِی أَمْرٍ مَرِیجٍ»

 ایا كله چې مونږ مړه شو او مونږ خاورې شو (بیا به هم ژوندي كېږو؟) دغه بېرته راتلل (له عقل نه) ډېر لرې دي

یقینًا مونږ په هغه څه خبر یو چې ځمكه يې د دوى (له وجود) نه كموي او زمونږ سره یو ښه یاد ساتونكى كتاب دى

بلكې دوى د حق تكذیب كړى دى كله چې دوى ته راغى، نو دوى په ګډو وډو خبرو (اضطراب اچوونكي كار) كې دي

 د تېر آیت په وضاحت کې مو وویل چې  د قیامت منکران د هغه د نفي لپاره څه دلیل نه لري. دا آیتونه د هغوي همېشنی دلیل بیانوي چې د تعجب له مخې به یې ویل: څنګه ممکنه ده چې زمونږ د بدن اجزا او ټوټې چې له مرګه وروسته په خاورو بدلیږي، دوباره ژوندۍ شي او مونږ ژوند ته ستانه شو؟

قران د هغوی په ځواب کې فرمایي: خدای تعالی خبر دی چې له مرګه وروسته د انسان د بدن په ټوټو کې څه بدلونونه راځي او په قیامت کې به  له دغه ذرو یو ځل بیا انسان جوړ کړي. دغه ټولې چارې د خدای په نزد ثبت او ضبط شوې دي. بیا فرمایي: البته دغه منکران  په حق پوه شول او بیا یې هم انکار وکړ او په بله ژبه د هغوي کفر د جهل او ناپوهۍ له مخې نه و.  

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د قران یوه په زړه پورې طریقه دا ده چې کله کله د بحث په تناسب سره، د مخالفانو او کافرانو خبره نقلوي، بیا په منطق او استدلال سره د هغوی خبرې ته ځواب ورکوي.

۲:د خلقت نظام، د الهي علم په اساس جوړ او چلیږي. او هر یو شی حساب کتاب لري.

۳:د اضطراب او لالهاندۍ جرړه ، د حق دروغ ګڼل او کفر یا انکار کول دي، لکه څنګه چې د ارامښت جرړه، د حق او خدای منل. له همدې امله، کوم کسان چې ثابت ایمان نه لري، همېشه په اضطراب او لالهاندۍ کې وي.

اوس د قاف سورې له شپږم تر اتم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ.

«أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا إِلَى السَّماءِ فَوْقَهُمْ کَیْفَ بَنَیْناها وَ زَیَّنَّاها وَ ما لَها مِنْ فُرُوج»، «وَ الْأَرْضَ مَدَدْناها وَ أَلْقَیْنا فِیها رَواسِیَ وَ أَنْبَتْنا فِیها مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ»، «تَبْصِرَةً وَ ذِکْرى‏ لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ»

 ایا نو دوى د خپل ځان له پاسه اسمان ته نه دي كتلي چې څنګه مونږ هغه جوړ كړى دى او (څنګه) مونږ هغه ( په ستورو) ښايسته كړى دى، او په ده كې هېڅ چاودونه نشته

او ځمكې لره، مونږ هغه غوړولې ده او په دې كې مو پاخه غرونه غورځولي دي او مونږ په دې كې له هر قسمه ښكلې زرغونې نه زرغون كړي دي

د هر رجوع كوونكي بنده د لارښوونې او نصیحت لپاره.

د قیامت د انکار سبب د خدای په علم او قدرت کې شک دی. په تېرو آیتونو کې  د خدای د علم د پراخوالي خبره وه، دا آیتونه د خدای د بې پایه طاقت او قدرت په بیانولو سره فرمایي: که لږ مو د سر لپاسه وګورئ او لمر او سپوږمۍ، ستوري او بې پایانه کهکشانونه وګورئ، د خدای په قدرت به پوه شئ او بیا به پوښتنه نه کوئ چې خدای څنګه مړي ژوندي کوي؟

او که لږ له پښو لاندې مو وګورئ  ډول ډول غرونه ، ځنګلونه ، دښتې ، ونې او بوټي به ووینئ چې تاسو انسانانو یې په پېدا کولو کې هیڅ رول نه دی لرلی او د خدای په قدرت پنځول شوې او پېدا شوې دي. دا ټول خدای تعالی ته د توجه او تذکر اسباب دي، البته د هغو کسانو لپاره چې د خدای د شناخت او ورسره د تقرب په لټه کې وي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:ځکه او اسمان او ټول کاینات د خدای پېژندنې درس ورکوي، البته د هغو کسانو لپاره چې د خدای، قیامت او نړۍ د پېژندلو هڅه کوي.

۲: په اسماني کّرو او سیارو کې یو نظم قایم دی.

۳: استحکام، پیاوړتیا، ښکلا او نظم،  په اسمانونو او ځمکه کې د خدای تعالی د پېدایښت  ځانګړنې دي، په دې ډول چې  د خلقت په نظام کې هیڅ ډول کامی او خلل نیشته. دا په خپله د نړۍ د پروردګار د بې پایانه علم او قدرت ښودونکي دي.

۴: د مړې خاورې له زړه د ژوندیو بوټو راویستل، د مړو د بیا ژوندي کولو لپاره د خدای د قدرت  یوه بېلګه او نمونه ده.

 

ټیګونه